19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ د جوزا١١
د فرضي حج د چارو د تنظيم ملي کميټې نن له غرمې وروسته د جمهور رييس د مرستيال او د دغې کميټې د رييس محمدکريم خليلي په مشرۍ غونډه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د حج د بهير او په دې اړوند د ترسره شويو کارونو دڅيړنې په باب د لازموتدبيرونو د نيولو په مقصد جوړه شوې وه؛ لومړى د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په دې ترڅ کې چې په تيرکال کې دحج بهيربريالي وباله، هيله يې وکړه چې د تيرو کلونو تجربو ته په پاملرنې سره په روان کال کې دحج بهير له ستونزو پرته ترسره شي او له زياتو برياليتوبونو سره يوځاى وي.
وروسته د حج او اوقافو وزيرډاکترمحمديوسف نيازي دحج د بهير په لاره کې ددغه وزارت د اجرااتو په اړوند غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او څرګنده يې کړه: هلې ځلې شوې دي هغه نواقص او نيمګړتياوې چې په تيرو بهيرونوکې موجودې وې؛ لرې شي او دحج د بهير او سعودي عربستان ته دحاجيانو د ليږدونې لپاره لازم تدبيرونه په روان کال کې هم سر له اوس ترلاس لا ندې ونيول شي.
دغه راز ده وويل: هغو ټولو حاجيانوته چې ټا کل شوې ده سږ کال فرضي حج ادا کړي؛ پاسپورتونه برابر شوي دي او د استوګنځيو د برابرولو هيئت هم مخکې له مخکې د اړوندو چارو د پرمخ بيولو لپاره سعودي عربستان ته استول شوى دى.
د ده دڅرګندونو له مخې: سعودي عربستان ته دحاجيانو د ليږدونې په بهيرکې د واردو شويوتعديلاتو په باب هم هغو شرکتونو ته خبر ورکړ شوي دي چې ښايي د حاجيانو د ليږدونې په بهيرکې ونډه و لري.
ده وويل: ددغه وزارت په چمتووالى او په هغو تدبيرونو سره چې ترلاس لاندې نيول شوي دي؛ د دې هيله شته چې په روان کال کې د حج بهير د تيرو کلونو په شان له ستونزو سره مخامخ نه شي.
په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې د مواصلاتو اومخابراتو د چارو د کميسيون رييس قيس حسن او د مشرانو جرګې يو تن غړى او د هوائي شرکتونو استا زو هم برخه لرله؛ سعودي عربستان ته د حاجيانو د ليږدونې د ټکټ د بيې په باب چې د هوائي شرکتونو له خوا وړاندې شوې وه؛ د بيې دټاکنې وړانديز وشو.
د هغو وړانديزونو له مخې چې د هوايي شرکتونو له خوا په دې غونډه کې وړاندې شوې و، د صافى هوايي شرکت سعودي عربستان ته د يوتن حاجي د ليږدونې لپاره د يوزرو درې سوه شلو ا مريکايي ډالرو د بيې په وړاندې کولو سره ګټوونکى اعلام شو.
کميټې ټينګاروکړ چې ګټوونکى شرکت د هغې شرطپاڼې له مخې چې پخوا د حج او اوقافو وزارت له خوا برابره شوې وه اوکتل شوې ده؛ مکلف دى سعودي عربستان ته او له هغه ځايه څخه بيرته د حاجيانو د ليږدونې بهير له شرطپاڼې سره سم تر سره کړي او په دې اړوند مسووليت لري.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
شل تنه وسله وال طالبان د افغان او ناټو دځواکونو په گډو عملياتوکې چې له دريو ورځو را په دې خوا په کاپيساولايت کې پيل شوي دي؛ ونيول شول.
دکاپيساولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي باختر آژانس ته وويل: دپنځوتنو پاکستاني اتباعو په ګډون شل تنه وسله وال طالبان  دکاپيساولايت د اله سائي په ولسوالۍ کې  دملي اردو ، ملي پوليسو، ملي امنيت او د ناټو دځواکونو په ګډو عملياتو کې وينول شول.
د ده دڅرگندونوله مخې: دغه عمليات چې درې ورځې مخکې دمخالفينو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دځينو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي و؛ تيرماښام په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
ويل کيږي دطالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
حميدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
شل تنه وسله وال طالبان د افغان او ناټو دځواکونو په گډو عملياتوکې چې له دريو ورځو را په دې خوا په کاپيساولايت کې پيل شوي دي؛ ونيول شول.
دکاپيساولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي باختر آژانس ته وويل: دپنځوتنو پاکستاني اتباعو په ګډون شل تنه وسله وال طالبان  دکاپيساولايت د اله سائي په ولسوالۍ کې  دملي اردو ، ملي پوليسو، ملي امنيت او د ناټو دځواکونو په ګډو عملياتو کې وينول شول.
د ده دڅرگندونوله مخې: دغه عمليات چې درې ورځې مخکې دمخالفينو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ دځينو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي و؛ تيرماښام په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
ويل کيږي دطالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
حميدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل\  باخترد    جوزا  دمياشتې  ١١ :
په هلمندکې د ناټو د جنګي الوتکو په بريدکې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس  ته وويل: دناټو ځواکونو تيره شپه په يو هوايي بريدکې چي د خانشين ولسوالۍ په شينکۍ ساحه کې يې دطالبانو په پټنځاى وکړ، دطالبانو دقوماندان ملا نادر په ګډون شپږتنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: په دغو عملياتوکې  ملکي وګړو او ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١١ :
درې تنه ځانمرګي يرغلګر نن په هلمندولايت کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک باخترآژانس  ته وويل : د نوزاد ولسوالۍ د جازي ساحې دپوليسو په پوستې د دريو تنو ځانمرګو کسانو له خوا بريد وشو.
ځانمرګو بريدکوونکوغوښتل په چاوديدونکو توکو بار موټر څخه په استفادې سره يو ځانمرګى بريد ترسره کړي.
دده څرگندونوله مخې: پوليسو په يرغلګرو بريد وکړ او هغوى يې ووژل.
ده زياته کړه چي لومړى يو يرغلګرخپل موټر بم وچاوه او دهغه دوه تنه نورهمکاران له پوليسو سره په دوه ساعته جګړه کې ووژل شول.
ځواک وويل: له وژل شويوکسانوڅخه يو توغندى اودوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي .

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
دماشوم نړيواله ورځ نن په کابل کې په داسې حال کې  د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا نمانځل کيږي چې په هيوادکې شپږمليونه تنه ماشومان له  ډول ډول خطرونو سره مخامخ دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ لومړى د شهيدانو،  معلولينو ، کار او ټولنيزو چارو وزيرې آمنې افضلي خبرې وکړې او ويې ويل: د موجودو احصائيو له مخې په هېوادکې له څوارلسو مليونو موجودو ماشومانو له جملې څخه شپږمليونه تنه يې له خطر سره مخامخ دي.
د آمنې افضلي دڅرگندونوله مخې: په کورنيوکې موجودې بيوزلۍ د دې سبب شوى دى چې دغه ماشومان په واټونوکې په سوداګرۍ او شاقه کارونو لاس پورې کړي.
دې د ماشومانو د قاچاقو، تښتونې او له هغوى څخه دغير شرعي  اوانساني ناوړو استفادو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه: په ځينو ناامنو سيموکې د ښوونځيو دروازې دماشومانو پرمخ تړلې دي اوپه وسله والو عملياتوکې  ماشومان د سر زيات زيان زغمي.
دې ترخطر لاندې ماشومانو د ستونزو دڅيړنې په مقصد ددغه وزارت د پاليسو د طرحې يادونه وکړه او ويې ويل: دماشومانو د ساتنې د ملي ستراتيژي، د ټولنيز مصونيت دملي ستراتيژي، په سړک کې دکارګرو ماشومانو دملي ستراتيژي په  تطبيق او په ديرشو ولايتونوکې دماشومانو دساتنې شبکې په جوړولو بريالي شوي دي درې اعشاريه اته مليونه تنه زيانمنونکي ماشومان ترپوښښ لاندې ونيسي   او هغوى ته دګړندي زده کړې  او د روغتيايي او حرفوي خدمتونو زمينه برابره کړي .
په دې غونډه کې چې دجمهور رييس سلاکارانو،  دکابينې ځينو غړو، په ملي شوراکې دخلکو يوشمير استازو او نورو مينه والو ګډون کړى و؛ د ماشومانو له خوا د نمايشنامو په اجراکولو، د شعرونو  او ترانو په لوستلو سره پاى ته ورسيده.
د غبرګولي د مياشتې د ١١ نيټې  د ماشوم د نړيوالې ورځې نمانځل د ماشومانو په وړاندې د ژمنې نوى کول دى  له  ١٩٢٥ کال وروسته چې هرکال د نړۍ په ټولو هيوادونوکې نمانځل کيږي .
وروسته په دې غونډه کې د جمهور رييس دمرستيال محمدکريم خليلي پيغام دعباس نصر له خوا ولوستل شو. په پيغام کې د دې ترڅنګ چې د ماشوم ورځ  د هيواد ماشومانو ته مبارکي ويل شوي دي؛ راغلي دي:
دټولنې د زيانمنونکى قشر په توګه د ماشومانو اوتنکيو ځوانانو د ستونزو څيړنه زموږ د ټولو  مدني اوانساني مسووليتونو څخه دى.
که چيرې په دې ارتباط موضوع ته د زيانمنونکي د پيژندلو په څير وګورو؛ بايد  څرگنده کړه چې ماشومان نه په  کورنۍ او نه په ټولنه کې د رسمي غړى په توګه په رسميت پيژندل شوي. زموږ د پروګرامونو په جوړولو ماشومان په بيلابيلو ټولنه کې ځاى نه لري او هيرشوي دي.
دغه راز په پاى کې طرحه شوې ده چې د ماشومانو د ستونزو په ځواب کې کولاى شو دوه لارې غوره وکړو. لومړۍ لاره بايد د ماشومانو په اړوند د فرهنګ هر اړخيز بدلون  ته وگرځول شي .
دغه شان ليدنه د ماشومانو په باب دټولنې د نظر بدلون او په ټولنيز ژوندانه په متن کې د هغوى د په رسميت پيژندلو سبب کيږي .

کابل\باختر\ د جوزا١١
د مشرانو جرګې لو مړي نايب محمد علم ايزديار نن دملي دفاع وزارت د اوپراسيون له رييس تورن جنرال افضل امان او ددغه وزارت له ځينو افسرانو او جنرالانو سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
دمشرانو جرګې مطبو عاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رييس له کمي او کيفي پلوه د ملي اردو د لومړيتوبونو او اړتياوو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسوليتونوپه غاړه اخيستل يو مثبت بهير اود هيواد د امنيتي ځواکونو دځواکمنۍ څرګندوى دى.
ښاغلى امان د هيواد د روانو حالاتو او د ملي اردو د ځواکمنۍ په باب د توضيحاتو په وړاندې کولو سره وويل چې د ملي اردو منسوبينو په هر راز شرايطوکې د هيواد د ځمکني بشپړتيا او د ملي نواميسو دفاع ته چمتو دي.
دسنامجلس لومړي نايب د ملي اردو په مسلکي زده کړو او سمبالولو باندې په ټينګار سره وويل چې د هيواد امنيتي ځواکونه د امنيتي مسووليتونو په منلو سره له يو تاريخي آزمايشت سره مخامخ کيږي چې بايد په مهارت او پيوستون سره د خپل هيواد، خلکو او دملي اوتاريخي ارزښتونو دفاع وکړي.
دغه راز د مشرانو جرګې دويم نايب رفيع الله ګل افغان دکليو د بياجوړولو او پراختيا له وزير انجنيرويس احمد برمک سره وکتل.
ښاغلى برمک په هيوادکې د ملي پيوستون د پروګرام په باره کې د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل: دغه وزارت هوډمن دى چې خپلې پروژې د افغانستان په ټولو سيموکې تطبيق او عملي کړي.
د سنا مجلس دويم نايب ددغه وزارت کړه وړه دقدر وړ وبلل او څرګنده يې کړه چې د ملي پيوستون پروګرام د يو پرمختيايي بهير په توګه د افغانستان په کليوکې دخلکو زياتره ستونزې لرې کوي اوټينګارکوي چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له پخوا زيات په تيره بيا د هيواد په لرې پرتوکليوکې د خلکو غوښتنې او اړتياوې حل کوي.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١١ :

د طالبانو د ډلې يو قوماندان صفت الله چې په ترابي مشهور و؛ له دوو تنو نورو طالبانو سره په ميدان ورد ګو  ولايت کې ووژل شو.

دميدان وردګو د والي ويندوى عطاوالله  خوږياڼي باخترآژانس ته وويل  :

صفت الله هغه وخت ووژل  شو چې غوښتل  يې د ميدان ښار _ چک ولسوالۍ په لاره کې د وسايطو ضد څوماينونه  ښخ کړي  چې ماين وچاوديد اوهغه يې وواژه.  په دې  چاودنه کې دوه تنه نور وسله وال طالبان هم ووژل شول.

 خوږياڼي زياته کړه: دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د امنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نورطالبان ټپيان شول چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

 دغه راز دميدان وردګو ولايت پوليسو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د جلريزولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسايطو ضد يوولس ماينونه کشف اوشنډکړي دي.

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې ١١ :
امنيتي ځواکونو دکندزولايت د چاردرې ولسوالۍ په حاجي غفارکلي کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږتنه نوريې ټپيان شول.
دکندزولايت د امنيې قومانداني ويندوى سيدسرور حسيني باخترآژانس ته  وويل: په وژل شويوکسانوکې د دغه ولايت د چاردرې ولسوالۍ ته دطالبانو نومول شوى  ولسوال ملارحمت الله  هم شامل دى.
د حسيني دڅرگندونوله مخې: په وژل شويوکسانوکې دغه راز دوه تنه بهرني اتباع هم ليدل شوي دي.
حسيني زياته کړه چې په دغه بريدکې يو سيمه ييزو پوليس هم ټپيان شوى دى.

کابل\باختر\ د جوزا١١
د خليفه صاحب عابد نظر د مړينې د تلين درناوى وشو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډاکترسيدمخدوم رهين نن د خليفه صاحب ملاعابد نظر قزل اياق د مړينې د شپيتم تلين د درناوى په مراسموکې وويل : ((اسلامي عرفان او د اسلامي تصوف بېلابېل طريقتونه، انسان جوړونکى مکتبونه دي، هغه مکتبونه چې د شريعت ترسيورې لا ندې د حقيقت په لور لاره وهي.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په نوښت جوړه شوې وه؛ د کانونو وزير وحيدالله شهراني، د مهاجرينو د چارو د راستنولو د چارو وزير ډاکترجماهيرانوري، ځينو سلا کارو وزيرانو، د هيواد د پارلمان يوشميرغړو، فرهنګيانو او د طريقت پيروانو ګډون کړى و.
دغونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرډا کترسيد مخدوم رهين خبرې وکړې او د خليفه صاحب ملاعابدنظر قزل اياق د ژوندانه بېلابېل اړخونه يې تحليل کړل او وې ويل: ((دخوشحالى ځاى دى چې نن داسلامي عرفان ديو ډيرسترمعاصر شخصيت درناوى کوو؛ اسلامي عرفان او بېلابېل طريقتونه، د انسان جوړونکو مکتبونو اسلامي تصوف دى، هغه مکتبونه چې دشريعت ترسورې لا ندې دحقيقت په لور لاره وهي.))
ډاکتر رهين زيا ته کړه: د اسلامي عرفان مخکښانو، مقتدايانو او ددغو ښوونځيو مرشدانو د لارويانو او سالکانو دشخصيت په تهذيب کې په تيرو ١٥٠٠ کلونوکې يو لړ ستر کارونه ترسره کړي دي .
د اطلاعا تو او فرهنګ وزير وويل: يو له دغو عارفانو څخه زموږ د عرفاني معاصر له شخصيتونو څخه په تيره بيا په نقشبنديه طريقت کې يو له ځلاندو څيرو څخه يې جناب خليفه صاحب قزل اياق ملاعابدنظر وچې د جيحون سيند يا د آمو سيند په اوسني ځاى کې يې زيات شمېر پيروان، ارادتمندان او مخلصان لرل او لري يې .
وروسته د قزل اياق برحال خليفه مولوي عبدالکبير مخدوم د ملاعابدنظر ژوند ليک ولوست.
دغه راز د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزيرډاکتر جماهير انوري د خليفه صاحب قزل اياق د سيرت او د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په باب معلومات و ړاندې کړل او وې ويل: مولوي صاحب قزل اياق يو متواضع ، د زغم خاوند او پوه وچې په خپل وخت او زمان کې د نقشبندي طريقت يوه ځلانده څيره وه.
وروسته سلاکاروزيرمولوي جوره، مولوي مصطفى بارکزي، د جمهوري رياست سلاکارمولوي سالک زاده او مولوي عبدالجبارمخدوم د خليفه صاحب قزل اياق د شخصيت ، سيرت او ټولنيز چلند په باب خبرې و کړې او طرحه يې کړه چې طريقت هيڅکله له شريعت سره کوم اختلاف نه لري.
وروسته په همدې مناسبت د افغانستان د ترکمنانو د اسلامي پيوستون د شورا پيغام د دغې شورا د غړى ډاکتر دوردي له خوا ولوستل شو.
ده د پيغام له لوستلومخکې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او په خپله د ډاکتر سيدمخدوم رهين څخه ددغه شان غونډې د جوړولو په خاطر قدداني وکړه.