24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد  جوزا  دمياشتې  ١٢ :
شپږتنه جګړه مار طالبان په پکتيکا کې له افغان پوځيانوسره  په نښته کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه دپکتيکا ولايت دمرکز ښرنې ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغان پوځيانو په يوې پوستې بريدوکړ.
دښرنې  ښار يو امنيتي مقام باخترآژانس ته  خبرورکړ  چې  په دې نيم ساعته نښته کې دطالبانو دډلې يو سيمه ييز قوماندان ترخپل  امر لاندې له پنځو تنو سره  ووژل شو .
دغه امنيتي مقام تائيد کړه چې په دې پيښه کې درې تنه افغان پوځيان  هم ټپيان شوي دي .
له بلې خوا دپکتيکا ولايت سيمه ييزو مقاماتو په دغه ولايت کې دحقاني په شبکې پورې اړوند ددريو تنو دنيولو خبرورکړ.
دغه جګړه ماران دښرنې ښار ته څيرمه ددوى په پټنځي کې دپوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .

Sunday, 02 June 2013 07:11

تبصره

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
د ډيورند دکرښې  په اوږدو کې دنورستان اوکونړ دولايتونو په ځينو برخو دپاکستاني پوځيانو دتوپونو او توغنديو بريدونه دخاصو او ناوړو هدفونو له مخې زور اخلي چې ډير مهم يې په دغو سيموکې په څو مليتي طالبانو پورې داړوندو تروريستي ډلو ځاى پرځاى کيدل دي.
دباختراژانس  مبصر ليکي: دنورستان اوکونړ دولايتونو يوشمير ولسوالۍچې د ډيورند دکرښې په اوږو کې پرتې دي په دې وروستيووختو کې دطالبانوپه ملاتړ دپاکستاني پوځيانو دسختوراکټي او دتوپچي پوځ د بريدونوپه ډګر بدلې شوي دي .  دغو بريدونو دلنډې مودې په تيريدو سره له هغه وروسته زور واخست چې افغانانو دننګرهار ولايت دګوشتې په ولسوالۍ کې دپاکستاني پوځيانو دپرمختک پرخلاف غبرګون کې په دغې ولسوالۍ کې دپاکستاني مليشو له خواجوړه شوې پوسته او استحکامات  دړې وړې  کړل .
  دسيمه ئيزو مسوولينو دڅرګندونوله مخې، دکونړ اونورستان دولايتونو په ځينو برخودوروستيو راکټي او توپچي پوځ  دبريدونوپه بهير کې په مالي تاوانونوسربيره يو تن شهيد شو او ديوې ښځې په ګډون درې تنه نور ټپيان شول که چيرې تيرو وختونو ته وګورو پاکستان په وروستيو اوو کلونو کې په وقفوي  ډول ددغو دوو ولايتونو او دننګرهار په ځينو برخوپه بريدونو سربيره په پکتيکا ولايت پورې په اړوندو سيمو هم دټوپونو او راکټونو بريدونه کړي دي، دامنيتي مسوولينوله څرګندونو څخه جوتيږي چې په دې موده کې څه ناڅه لس زره توغندي او دتوپونو ګولۍ د ډيورند دکرښې په اوږدو کې دافغانستان په خاوره کې لګيدلي دي چې له امله يې زموږ سل تنه بى دفاع هيوادوال يا شهيدان شوي اويا ټپيان شوي دي، ددغه تيري مالي تاوانونه له هغه څه څخه لوړدي چې تصور يې کيږي .
سياسي کارپوهان دپاکستان دتوپچي پوځ او دراکټي بريدونو زور اخستل ددغه هيواد په لوړتيا غوښتوونکو پروګرامونو کې ويني .
پاکستان چې دتروريتسي او دالقاعده شبکو په کوربه توب او تمويلولو تورن دي هلې ځلې کوي چې دغه تورونه له ځانه لري کړي خو نه شي کولاي له طالبانو څخه دمفت عسکرو په توګه تير شي  سربيره پر دې پاکستان دافغانستان دشمال دځينو هغو برخو دنا امن کولوپه لټه کې دى چې همدا اوس امن سيمې بلل کيږي .
پاکستاني پوځيان په نورستان اوکونړ کې په څو ولسواليو خپلو راکټي او دتوپچي پوځ بريدونو ته په زور ورکولو سره په دې لټه کې دي چې په دې سيمه کې طالبانو او القاعده ته پوځي اډه جوړه کړي اودغه راز ددغو ولايتونوله تګلوري څخه دافغانستان شمال ته يو عبوري دهليز پرانيزي .
نورستان اوکونړ د ډيورند دکرښې په اوږدو کې  پراته دي  چې دواټن له پلوه لنډ خو دافغانستان دشمال په لورسخته لاره لري.
له بلې خوا پاکستاني پوځيان په پام کې لري چې په دغو دوو ولايتونو کې سرحدي سيمې له استوګنې څخه خالى کړي  او دڅومليتي وسله والو طالبانو دځاى پرځاى کولو لپاره زمينه برابره کړي.
په څو وروستيو مياشتو يا کلونو کې دپاکستان راکټي بريدونه ددغو سيمو يو زيات شمير اوسيدونکو دکډې کولو سبب شوي دي .
سياسي کارپوهان په کلکه په دې باور دي چې پاکستان به له دغه تاکتيک څخه زياته استفاده وکړي.
دغه هيواد هلې ځلې کوي چې په سرحدي سيمو راکټي بريدونو ته په زور ورکولوسره  دډيورند کرښه له استوګنې څخه  خالى کړي  چې وکولاي شي دڅومليتي طالبانو ځينې روزنيز مرکزونه دافغانستان دغو سيمو ته وليږدوي او په پاى کې ادعا وکړي چې دطالبانو روزنيز مرکزونه  دافغانستان په ځينو برخو کې دي نه په پاکستان کې :
سره له دې  چې نړيواله ټولنه  دافغانستان په کورنيو چارو کې دلاسوهنې په دغې نوى بڼې خبر دي  خوله بده مرغه په دې اړوند کوم مناسب کارنه دى شوى .
دسرحدي سيمو اوسيدونکو په وار وار  دافغانستان له دولت څخه  غوښتي دي چې  يا دې دغه ستونزه له ديپلوماتيکي لارې پاى ته ورسوي اويا دا چې هغوى ته دې اجازه ورکړى شي  چې دتيري په وړاندې په خپله اقدام  وکړي .
خو دافغانستان دولت دارامې ديپلوماسۍ په غوره بللو سره هلې  ځلې کړي دي چې دغه ستونزه پاى ته ورسوي لکه څنګه  چې يوځل  دغه ستونزه دملګروملتو  دسازمان په امنيت شورا کې طرحه شوه او داکار په لنډمهال ډول دپاکستان دراکټي اوتوپونو دبريدونو دبنديز سبب شو  خو اوس ليدل کيږي چې دغه ستونزه په بيلابيلو اړخونو کې يې دپراختيا په  حال کې ده  دافغانستان خلک هيله لري چې دولت دې ددغه تيري دبنسټيز حل  په مقصد تصميم ونيسي او دمعتبرو ديپلوماتيکي مراجعو له لارې دې دپاکستان دبربنډ تيري پرخلاف په اقدام لاس پورې کړي اويا دې خلکو ته ا جازه ورکړي چې په خپله اقدام وکړي او په کونړ او نورستان کې ستونزې دګوشتې دستونزې په شان حل شي.

کابل\  باخترد    جوزا  دمياشتې  ١١ :
دوه ځانمرګي واسکټونه او دوه بوشکې چاوديدونکي توکي د امنيتي ځواکونو  لاسته ورغلل .
يوه اندازه  چاوديدونکي توکي چې په  دوو واسکټونو او په دوو پلاستيکي  بوشکو کې ځاى پرځاى شوي و او د تروريستي ډلو له خوا د ورانکارو بريدونو د ترسره کولوپه مقصدکابل ته ليږدول شوي و؛ دکابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په حصار سيمه کې دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو د لوى رياست د موظفينو لاسته ورغلل .
د پيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او پيښه دپوليسو ترڅارنې لاندې ده.

کابل_باختر د غبرګولي دمياشتې١١:
د مهاجرت د نړیوالې اداری رئیس ریچارد دانزیګر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معين سره په کابل کې په یوې کتنې کې وویل چې د نړیوال مهاجرت سازمان به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د بهرنيوچارو وزارت د اطلاعاتو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې وشوه؛ ریچارد دانزیګر په وخت سره د هېواد امنیتي ځواکونو له غبرګون څخه ستاینه وکړه او وې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه زړه ورتیا  سره د مهاجرت نړیوال سازمان باندې شوی برید دفع کړ او په چټکۍ سره یې برید کوونکي ووژل.
دانزیګر دغه راز وویل چې ۲۱ کاله کېږي چې د مهاجرت نړیوال سازمان په افغانستان کې خلکو ته بشردوستانه خدمتونه وړاندې کوي او هیڅ ډول سیاسي فعالیت نه لري. هغه د خپل د ادارې د کار له دوام څخه د افغانستان حکومت او خلکو ته ډاډ ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال احمدي په کلکه توګه د دې برید په غندلو سره وویل چې د افغانستان حکومت د دې دفتر د فعالیتونو له دوام څخه هرکلی کوي.
هغه همداراز وویل چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې شرایط برابر کړي ترڅو د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر په بشپړ مصونیت سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ارشاد احمدی په کابل کې د نړیوال مهاجرت د سازمان ټپي شوي کارکوونکو ته د سملاسي روغتیا هیله کړه.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
دملي امنيت لوى رياست د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي دي چې په بدخشان ولايت کې ميشتو امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې دښمن او دپاکستان د استخباراتو د دښمنانه توطيو مخه ونيسي .
دباخترآژانس دخبرله مخې په اعلاميه کې ويل شوي دي: د سيمې استخباراتي سازمانونه اوپه تيره بيا دپاکستان  د (آى اس آى) استخباراتي سازمان چين ته د وردوج له لارې د وريښمو لارې د واټ د جوړولو د مخنيوي په مقصد دخپلو مزدورو افرادو په واسطه اډې جوړې کړې دي چې په دغو ولسواليوکې تروريستي او ورانکارو فعاليتونه ترسره کړي دي او دهيواد د اقتصادي ودې او له چين او د منځني اسيا له هيوادونوسره ددغه واټ  نښلولو مخه ونيسي.
څرنګه چې تروريستي کړۍ او ډلې دخپلو ناوړو او مغرضانه هدفونو د ترسره کولو په مقصد د اشکاشم او وردوج ولسواليو ته ننوتي و؛ د وروستيو دوو مياشتو په بهيرکې دافغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې دطالبانو نولس تنه مشهور قوماندانان وژل شوي دي.
دغه راز په بل عملياتوکې چې د ١٣٩٢  کال دغبرګولي دمياشتي په  ١٠ نيټه   د امنيتي ځواکونو له خوا د وردوج او اشکاشم په ولسواليوکې ترسره شوي و؛ دطالبانو مشهور قوماندانان ملاعبدالحکيم، ملاحاجي شمس، ملامحمد اوملا ګدامحمد له خپلو  اووه ويشتو تنو وسله والو افرادو سره ووژل شول.
دياونې وړ ده چې د پاکستان د (آى اس آى) په سازمان پورې يوشمير تړل شوي مرموزې مهرې په  بدخشان  ولايت کې له دغو ډلو څخه ملاتړکيږي او د وردوج او اشکاشم ولسواليو په وروستيو ناامنيوکې لاس درلود او په دې هيله دي چې د ناامنيو لمن د بدخشان ولايت نورو ولسواليو ته پراخه کړي.
افغان امنيتي ځواکونه حالات په بشپړه توګه ترکنترول لاندې لري اوپه ګډو همکاريو سره هلي ځلې کوي چي د تروريستانو هر راز هدفونه ، پلانونه او ورانکار فعاليتونه له خاورو سره يو خيل کړي  او د وردوج اواشکاشم  د ولسواليو دپاکولو په مقصد يې منظم عمليات ترسره کړي دي .

دکورنيو چارو وزارت ويندوى: ملي پوليس د دښمن د بريدونو د شنډولو لپاره ښه تيارى لري
د آلماني ځواکونو د قوماندان مرستيال: په شمال کې حالات له هغه ډيرخراب دى چې تراوسه پورې يې تصورکيده 

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
دکورنيو چارو وزارت ويندوى په شمال کې امنيتي حالت قناعت بخښوونکى وباله  او دجمهوري رياست د انتخاباتو په ترسره کولوکې يې د امنيتي ځواکونو د چمتوالى  خبر ورکړ.
دغه څرگندونې په داسې حال کي  کيږي چې د آلمان اردو دګډو عملياتو دقوماندان مرستيال  د افغانستان په شمال کې د امنيتي حالت د خرابوالى خبر ورکړى دى.
د آلماني ځواکونو د مقاماتو دڅرگندونوله مخې: د هيواد په شمال کې د دوى د ماموريت ترپوښښ لاندې ساحې امنيتي حالت له هغه ډير خراب  دى چې تراوسه پورې يې تصورکيده. يعنې ناوړه قصدونه او دياغيانو بريدونه دتېرميلادي کال په پرتله  په سلوکې پنځه ويشت زيات شوى دى.
برنکمن زياته کړې ده چې دافغانستان په شمال کې د امنيتي ګواښونو نور زياتوالى افغان امنيتي  ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو دسپارلو منطقي پايلې دي .
د ده دڅرگندونوله مخې: دافغان امنيتي ځواکونو له خوا د امنيتي مسووليتونو اخيستل  د طالبانو غبرګون راپارولى دى.
د افغانستان دشمال امنيتي مسووليتونه په بشپړه توګه دافغان امنيتي ځواکونو په  غاړه دي او الماني ځواکونه يوازې ملاتړيز رول لري، خو دکورنيو چارو وزارت ويندوى او دکندز ولايت د امنيت آمر دغه څرگندونې ردوي.
دکندز ولايت  د امنيت آمر عبدالله په دغه ولايت کې د ښه امنيت ډاډ ورکوي او وايي چې دکندز ولايت امنيتي حالت په بشپړه توګه ډاډمن دى اوهيڅ  راز ستونزه نشته.
د ده دڅرگندونوله مخې: ستونزې دومره هم نه دي چې دبهرنيوځواکونو په وتلوسره له ستونزوسره مخامخ شو.
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي باختراژانس ته وويل چي د امنيتي مسووليتونو په اخيستلوسره دملي پوليسو تجربې او مسووليتونه د هرې ورځې په تيريدوسره زياتيږي  او د دښمنانو دبريدونو دشنډولو لپاره  ښه تيارى لري.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
د فوايدعامې وزارت نن د افغان وطن د سړک جوړولو له شرکت سره يو تړون لاسليک کړ چې د هغه له مخې په ننګرهار کې د اتو کيلومترو په اوږدوالى يو سړک جوړيږي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د فوايدعامي وزير نجيب الله اوژن د دغه موافقه ليک له لاسليک کولوڅخه مخکې وويل: دجلال آباد ښاراوچپرهار دحلقوي سړک پروژه د اووه اعشاريه اووه سوه نهه ويشتوکيلومترو په اوږدوالى ددغه وزارت د انجينرانو له خواسروې او ډيزاين شوى دى اوټاکل شوې ده د افغان وطن  د ساختماني سړک جوړولو د شرکت له خوا په راتلوونکو نهو مياشتوکې د پنځه نوي اعشاريه پنځومليونو افغانيو په لګښت جوړشي چې د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي .
ددغه سړک دجوړولوتړون دفوايدعامې وزارت دمعين محمداکبربارکزي او د افغان وطن  د سړک جوړولو شرکت د يو تن چارواکى له خوا لاسليک شو.

کابل\باختر\ د جوزا١١
د چمتلې له سب ستيشن څخه د ارغندي تر سب ستيشن پورې د ٢٢٠ کيلو ولته ډبل سرکټ د ليږدونې د پروژې په بشپړيدو سره څلويښت زره کورنۍ له بريښنا څخه ګټه اخلي.
د بريښنا شرکت د چمتلې له سب ستيشن څخه د کابل دجنوب لويديځ سب ستيشن ته (ارغندي ) د٢٢٠کيلو ولټه ډپل سرکټ د ليږدونې د مزو د غځولو د پروژې قرارداد نن له هندي کمپنۍ (کې ، اي ،سي) سره لاسليک کړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې قراردادکې د پروژې طرحه او ډيزاين او د موادو او تجهيزاتو ليږدونه د (مشبکو او استوانه يي فلزي) ستنو درول اوپه ستنو دڅلورسوه ملي متره مربع په مقطع د ډبل سرکټ د هوايي مزو غځول شامل دي؛ هيله کيږي دغه پروژه د ٢٠١٤ کال تر وروستيو وختو پورې پاى ته ورسيږي.
د دغو مزو اوږدوالى ديرش کيلومتره دى او ددغه قرارداد ټول ارزښت نولس اعشاريه شپږ سوه اته ويشت مليونه امريکايي ډالره کيږي چې د اسيا د پرمختيا بانک له وړيا مالي مرستو څخه تمويليږي. د ماليې وزيرډاکترعمر زاخيلوال په پيل کې خبرې وکړې او وې ويل: د دغې پروژې د تطبيق هدف د چمتلې له سب ستيشن څخه د کابل جنوب لويديځ سب ستيشن (ارغندي) ته د بريښنا انرژۍ ليږدونه ده چې د ارغندي د انتقالي مزو د پروژي او د٢٢٠ عشاريه ٢٠ کيلو ولټه سب ستيشن په بشپړيدو سره په دغوساحو (دشت برچي ،پغمان او ارغندي کې څلويښت زره کورنۍ له دايمې او ډاډمنې بريښنا څخه ګټه اخلي.
د بريښنا شرکت رييس عبدالرزاق صمدي وويل: ټاکل شوې ده په ارغندي چوک کې د شلو ميګاواټو بريښنا په ظرفيت د٢٢٠ کيلو واټه سب ستيشن د ودانۍ د جوړولو کارهم په نږدې را تلونکي کې پيل شي.
د بريښنا شرکت د رييس دڅرګندونو له مخې: د ارغندي سب ستيشن د هيواد جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو ته د بريښنا انرژۍ د ليږدونې او ويش په مقصد د مرکزي سيمې حيثيت لري او په پام کې ده ترقندهار،لوګر ،ګرديز اوخوست پورې د غزني په لور د ٢٢٠ کيلو واټه بريښنا د ليږدونې مزې او دغه راز له  بريښنا کوټ سره د ارغندي سب ستيشن دپيوستون مزې هم وغځول شي.
دبريښنا شرکت مسوولين وايي چې همدا اوس د کابل ښار په سلوکې اويا خلک له بريښنا څخه ګټه اخلي چې په سلوکې شل يې په هيوادکې له توليدي شوي بريښنا څخه او نور يې له واردا تي بريښنا څخه ګټه اخلي.
قرارداد په داسې حال کې چې د افغانستان د ماليې وزير برخه لرله؛ د بريښنا شرکت رييس عبدالرزاق صمدي او د هند د(کې،اي ،سي) د تخنيکي او انجنيري شرکت استازى لاسليک کړ.

کابل\باختر\ د جوزا١١
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرډاکتر زلمي رسول د آذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرالمرمحمدياروف سره ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت په مقرکې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى باخترآژانس ته خبر ورکړ: ډاکتر زلمي رسول او محمدياروف د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوسنيو دوستانه اړيکو له امله خوښي څرګنده کړه او موافقه يې وکړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ ټينګې اړيکې لا زياتې پراخې کړي.
دوى د همکاريو د برخو د پراختيا په کارکې اړتيا څرګنده کړه اوپه دې لاره کې يې د همکاريو لپاره د قانوني بنسټ د ټينګښت په ارزښت باندې ټينګاروکړ.
دواړو وزيرانو موافقه وکړه چې د همکاريو او د هراړخيز مشارکت د موافقه ليک د يو چوکاټ د برابرولو په مقصدخبرې پيل کړي.
دبهرنيو چارو وزيرډاکتر زلمي رسول د آذربايجان جمهوريت د کاليزې له امله خپل آذربايجاني سيال ته مبارکي وويله او د آذربايجان د بشردوستانه مرستو او د دغه هيواد د ارزښتناک او پرله پسې ملاتړ، د آذربايجان په پوهنتونونوکې د افغان محصلانو د زده کړې د تمويل او د افغانستان د مرکزونو له بيا جوړولو او د ظرفيت له پياوړتيا سره د ملاتړ په خاطر له ده څخه قدرداني څرګنده کړه.
دواړو وزيرانو د دوه اړخيزو د لازيات ټينګښت لپاره د لارو چارو د لټولو په باب په خپل تيارۍ باندې ټينګاروکړ او موافقه يې وکړه چې د نړيوالو سازمانونو په چوکاټ کې خپل متقابل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغا نستان د بهرنيو چارو وزير ډاکترزلمي رسول په باکوکې د فرهنګونو ترمنځ د خبرو په دويمه نړيواله غونډه کې دګډون لپاره آذربايجان ته دخپل سفر په بهير کې دغه راز ددغه هيواد له جمهور رييس الهام علي اوف او د بيړنيو حالاتو له وزيرکمال الدين حيدروف سره کتلې دي.

کابل\باختر\ د جوزا١١
د فرضي حج د چارو د تنظيم ملي کميټې نن له غرمې وروسته د جمهور رييس د مرستيال او د دغې کميټې د رييس محمدکريم خليلي په مشرۍ غونډه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د حج د بهير او په دې اړوند د ترسره شويو کارونو دڅيړنې په باب د لازموتدبيرونو د نيولو په مقصد جوړه شوې وه؛ لومړى د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په دې ترڅ کې چې په تيرکال کې دحج بهيربريالي وباله، هيله يې وکړه چې د تيرو کلونو تجربو ته په پاملرنې سره په روان کال کې دحج بهير له ستونزو پرته ترسره شي او له زياتو برياليتوبونو سره يوځاى وي.
وروسته د حج او اوقافو وزيرډاکترمحمديوسف نيازي دحج د بهير په لاره کې ددغه وزارت د اجرااتو په اړوند غونډې ته رپوټ وړاندې کړ او څرګنده يې کړه: هلې ځلې شوې دي هغه نواقص او نيمګړتياوې چې په تيرو بهيرونوکې موجودې وې؛ لرې شي او دحج د بهير او سعودي عربستان ته دحاجيانو د ليږدونې لپاره لازم تدبيرونه په روان کال کې هم سر له اوس ترلاس لا ندې ونيول شي.
دغه راز ده وويل: هغو ټولو حاجيانوته چې ټا کل شوې ده سږ کال فرضي حج ادا کړي؛ پاسپورتونه برابر شوي دي او د استوګنځيو د برابرولو هيئت هم مخکې له مخکې د اړوندو چارو د پرمخ بيولو لپاره سعودي عربستان ته استول شوى دى.
د ده دڅرګندونو له مخې: سعودي عربستان ته دحاجيانو د ليږدونې په بهيرکې د واردو شويوتعديلاتو په باب هم هغو شرکتونو ته خبر ورکړ شوي دي چې ښايي د حاجيانو د ليږدونې په بهيرکې ونډه و لري.
ده وويل: ددغه وزارت په چمتووالى او په هغو تدبيرونو سره چې ترلاس لاندې نيول شوي دي؛ د دې هيله شته چې په روان کال کې د حج بهير د تيرو کلونو په شان له ستونزو سره مخامخ نه شي.
په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې د مواصلاتو اومخابراتو د چارو د کميسيون رييس قيس حسن او د مشرانو جرګې يو تن غړى او د هوائي شرکتونو استا زو هم برخه لرله؛ سعودي عربستان ته د حاجيانو د ليږدونې د ټکټ د بيې په باب چې د هوائي شرکتونو له خوا وړاندې شوې وه؛ د بيې دټاکنې وړانديز وشو.
د هغو وړانديزونو له مخې چې د هوايي شرکتونو له خوا په دې غونډه کې وړاندې شوې و، د صافى هوايي شرکت سعودي عربستان ته د يوتن حاجي د ليږدونې لپاره د يوزرو درې سوه شلو ا مريکايي ډالرو د بيې په وړاندې کولو سره ګټوونکى اعلام شو.
کميټې ټينګاروکړ چې ګټوونکى شرکت د هغې شرطپاڼې له مخې چې پخوا د حج او اوقافو وزارت له خوا برابره شوې وه اوکتل شوې ده؛ مکلف دى سعودي عربستان ته او له هغه ځايه څخه بيرته د حاجيانو د ليږدونې بهير له شرطپاڼې سره سم تر سره کړي او په دې اړوند مسووليت لري.