04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل –باختر دتلې ١٨
په افغانستان کې دطالبانو دبريد له امله دناټو يو سرتيرى ووژل شو.
دغه بهرني پوځي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي پرون کله چې دافغانستان په جنوب کې په ګزمې بوخت و دترورستانو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبر پانې په ليږلو سره دخپل دغه پوځي وژل کېدل تاييد کړل خو دده دهويت او دپيښنې ددقيق ځاى په باب يې څه نه دي ويلي.
دشنبې په ورځ هم دناټو يو پوځي دافغانستان په ختيځ کې په ورته پيښه کې ووژل شو.
د نه تاييد شويو ارقامو له مخې دروان ميلادي کال له پيل څخه ترا اوسه پورې څه ناڅه ٥٥٠ تن بهرني  پوځيان په افغانستان کې له طالبانو او تروريستانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
 

هرات  –باختر دتلې ١٨
په هرات ولايت کې ديوماين دچاودنې له امله چې د طالبانو له خوا ايښودل شوى و يو کوچني ماشوم ووژل شو ويل کېږي : په دې چاودنه کې چې پرون دفرسې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه يو بل ماشوم ټپي شوى دى.
دهرات ولايت امنيه قوماندان سيد عبدالغفار سيدزاده باختر آژانس ته وويل :دغه ماين دياغيانو له خوا دفرسي ولسوالۍ په دوآب ساحه کې ايښودل شوى و چې دچاودنې له امله يې يو کوچني ماشوم ووژل شو او يو بل ماشوم ټپي شو.
ويل کېږي :دغه ماشوم کله چې دسوند دموادو په راټولولو بوخت و به ښخ کړى شوي ماين وخوت .په همدې حال کې دهرات روغتون ډاکتر انو دټپي ماشوم روغتيايي حالت مخ په ښه والې وباله.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
په هرات ولايت کې يوې محکمې دپوليسو څلورتنه افسران له وظيفوي صلاحيتونو څخه دناوړه صلاحيتونو په تور په مجازاتو محکوم کړل.
دغه افسران چې په هرات ولايت کې دپوليسو په قطعاتو کې ديره دي څه موده مخکې دوظيفوي صلاحيتونو څخه دناوړى استفادې په تور ونيول شول.
ددغو تورنو کسانو پرون دهرات ولايت د اداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونو دابتداييه محکمې په غونډه کې وڅيړل شوې .
دباختر آژانس دخبر له مخې ددغې محکمې رييس قضاوتمند شيرآقا منيب له څيړنې وروسته تورن کسان ديوې مياشتې او پنځلسو ورځو په بند او دنغدي جريمې دورکولو په مجازاتو محکوم کړل.
قضاوتمند منيب وويل تورن کسان دمحکمې په پريکړې دنه قناعت په صورت کې کولى شي د استيناف غوښتنه وکړي .
 

هلمند –باختر دتلې ١٨
دملي پوليسو دعامه نظم د دريمې لوا دجنګي ځواکونو يو کنډک دامنيت له  تامينولو سره دمرستې لپاره دهلمند ولايت ته واستول شول.
دغه کنډک ددغې لوا شپږم جنګي کنډک دي چې په تيرو دوو کلونو کې دهلمند ولايت په نا آرامو سيمو کې جنګي ماموريتو نه په غاړه اخلي.
دملي پوليسو او عامه نظم د دريمې لوا قوماندن سمونوال سيد باقر مرتضوي باختر آژانس ته وويل دغه کنډک به په ډيرو پرمختللو پوځي تجهيزاتو سره له طالبانو سره په جګړه کې له نورو افغان پوځيانو سره مرسته وکړه.
دپوليسودغه جګپوړي مقام وايي  چې ځواکونه به يې د امنيت دتامينولو ،دپوليسو ددفاع ،له وسله والو طالبانو سره دمبارزي او دترورستيانو دتعقيبولو په خاطر له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
ددغه کنډک په ترکېب کې دعامه نظم دپوليسو دري سوه تنه تکړه کسان شامل دي چې په تيرو مياشتو کې يې دکورنيو ښوونکو تر نظر لاندې مسلکې مهارتونه زده کړي دي.
ويل کېږي چې دثبات ټينګښت او دامنيت له تامينولو سره مرسته ،دپراختيايي طرحو اجراکولو ته دزمينې برابرول ،بيا جوړونه او ښه حکومت والي دعامه نظم او امن د دريمې لوا دلومړي کنډک دماموريت نور هدفونه دي چې ددغو عملياتو په بهير کې به تحقق ومومي.
دامن او عامه نظم دريمه لوا له دوو کلونو را په دې خوا په هرات ولايت کې ډيره ده چې له ياغيانو او اخلال ګرانو سره دمبارزي مسوليت په غاړه لري.
افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دسپارلو په درشل کې دافغانتسان پوځي مقامات هلې ځلې کوي چې دځواکونو په روزنې او ځاى پرځاى کولو سره دبهرنيو پوځيانو  دنه شتون شته ډکه کړي.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
دپوهنې دتعليمې څارنې کارکوونکو ته د (مکتب دو ستدار طفل ) ترعنوان لاندې روزنيز سيمينار په بلخ ولايت کې جوړشو.
دباختر آژانس دخبر له مخې: په دې سيمينارکې ماشومانو ته دلوست ورکولو دلارو چارو دڅرنګوالې په باب خبرې کېږي. دغه سيمينار ديونيسف موسسې په مالي مرسته او دبلخ ولايت دپوهنې رياست په همکارى جوړ شوى دى او دبلخ، سمنګانو ، جوزجان او دسرپل د ولايتونو دپوهنې د رياستونو دتعليمي څارنې ١٤ تنو کارکوونکو پکې ګډون کړي و.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ دمهاجرينو د دښارګوټې دلومړنۍ ښوونځۍ د ودانۍ دبنسټ ډبره نن ددغه ولايت دپوهنې د رييس له خوا کېښودل شوه.
دباختر آژانس دخبر له مخې: دغه ودانۍ دملګرو ملتو دسازمان دمهاجرينو د دفتر په مالي لګښت په يو پورکې په څلورو مياشتوکې جوړيږي .
په دې وداني کې اته درسي او څلور اداري خونې د څښاک د اوبو يوه څاه او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوى دى.
ديادونې وړ ده چې ددغه ښوونځى په جوړولو سره به دمهاجرينو دښار ګوټې ماشومانو دښې زده کړې زمينه برابره شي.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
دلغمان ولايت دمرکز دښوونځيو ښوونکو ته نن يو روزنيز سيمينار جوړ شو.
دباختر آژانس دخبر له مخې: په هغې غونده کې چې له همدې امله دمهترلام ښار په مستورې ليسه کې جوړه شوې وه؛ ددغه ولايت دپوهنې رييس دښوونکو دمسلکې پوهې په لوړولوکې ددغه سيمينار د رول په باب خبرې وکړې او له برخه والو څخه وغوښتل چې دسيمينار د مطالبو څخه زياته استفاده وکړي.
په دې سيمينارکې دساينس او رياضي دمضمونونو په باب خبر ې کېږي او په هغه کې دمهترلام ښار دښوونځيو دساينس او رياضى دمضمونونو ١٥ تنو ښځينه ښوونکو ګدون کړي دي.
دغه سيمينار دلغمان ولايت دپوهنې رياست له خوا د سويدن په مالي مرسته جوړشوې دى او يوولس ورځې نور هم دوام کوي.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دماشوم دنړيوالې ورځې په  درناوي نن دافغانستان دځوانانو داسلامي شورا له خوا دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې يوه  غونډۀ جوړه شوه.
دباختراژانس دخًبرله مخې  په دې غونډه کي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين  مبارز راشدي خبري وکړي او ويي ويل  انسانان په  دوو حالاتو کې ماشومان  دي يو له جسمي پلوه اوبل دفکر او عقل اوفهم له پلوه.
دراشدي دڅرګندونوله مخې  نن ماشومان زيات پوهيږي  ځکه علم اوتکنالوژي پرمختګ کړي دي او دکورونو تر دروازو پوري رسيدلي دي.
ده ټينګار وکړ چې دماشومانو درناوي وشي ځکه هغوى ټولنه په زيات دقت سره ترنظرلاندې لري .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو  دمعينت دعامه اړيکو دځوانانو دخدمتونو رييسې زهرا قاري زاده  اودميدان وردګو ولايت ددځوانانو دپيوستون دټولنې رييس امان لله عالمي هم خبري وکړي.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
په ټولنيزو چارو کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوررييس دسلاکار په توګه دعبدالهادي صافي دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي حکم
په قومي مسلو پوري داړوندو چارو دښه سمون اودمخورو اشخاصو له بډاي تجربو اودټولنيز نفوذ څخه په استفادي اودافغانستان داساسي قانون د ٦٤مادي  دحکم په رڼاکې دټولنيزو چارو دسلاکار په توګه دعبدالهادي صافي ټاکنه منظوروم .
په حکم کې دلوى خداى ج له دربار څخه په ور سپارل شويو دندوکې دده دزياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دولسي جرګي لومړي نايب عبدالظاهر قدير  اودکابل يوشمير وکېلانو دشپږمې ناحيې اودچهاردهي دچهار قلعه داوسيدونکو ستونزي واوريدي.
باخترا ژانس ته دولسي جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په هغې کتنه کې چې دشپږمې ناحيې اودکابل د چهاردهي دچهارقلعه يوشميراستازو دولسي  جرګي  له لومړي نايب عبدالظاهر قديرسره وکړه .
دوي دپل سوخته _ دارلامان  دسړک دخرابوالې له امله شکايت وکړ او ويي ويل
چې  کابل ښاروالۍ تيرکال دخلکو داستوګني دکورونو په ويجاړولو سره ژمنه وکړه چې دغه سړک جوړوي خوله پرله پسې ژمنو سره سره دهغه په جوړولو اقدام نه دى کړي.
دشپږمې  ناحيې دخلکو استازو دسړک دبدحالت له  ا مله  شکايت وکړ او زياته يې کړه چې خلکو له جدي ترانسپورتي ستونزو سره مخامخ دي  او په سړک کې  يې دخاورو، خټو  اوولاړو اوبو له امله له روغتيايي ستونزو سره مخامخ شوي دي او دغه ستونزي به دژمې په موسم  کې زياتي شي .
په دې کتنه کې  چې  دکابل  يوشميروکېلان حاضرو دکابل دسړکونو دجوړولو په بهير سخت انتقاد وشو  او وويل شول چې د کابل ښاروالۍ ددولت له بودجې څخه دديرشو  مليونو افغانيو اوله بهرنيو مرستو څخه د ١٤٠ مليونو افغانيو له لرلوسره سره دسړک  جوړولو دپرو ژې کار نه دى ترسره کړي.
وکېلانو په کاري مديريت  کې دکابل ښاروال په کمزورتيا انتقاد وکړ اوپه دې برخه کې يې ددولت پاملرنې غوښتنه وکړه .
دولسي جرګي لومړى نايب دشپږمې ناحيې  دخلکو دستونزو له اوريدو وروسته  ژمنه وکړه  چې ددغې ستونزي ترپاى  ته رسولو  پوري له دوى سره ملګرتيا کوي  اوسبا دتلې په اتلسمه نيټه  په رسيمي ډول کابل ښاروال ته بلنه ورکوي  چي دپل سوخته دارلامان دسړک دجوړولو په باب له ده سره په جدي ډول  خبري وشي .
دولسي جرګي لومړي نايب وويل  چې له کابل  ښاروالۍ څخه به دشپږمې ناحيې  اودچهاردهي دچهارقلعه داوسيدونکو داستازو په وړاندې په جدي توګه وغواړي  چې دشپږمې ناحيې دسړک دجوړولو په خاطر جدي اوعملي اقدام وکړي.