06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلي دويمه
  دسولې داوونۍ د نمانځلو په درناوي دلسګونو پرمختيايي طرحو تړون چې دسولې دکميټي په مرسته دهرات په اړوندو ولسواليو کې طرحه او ديزاين شوي دي پرون لاسليک شو .
ددغو پروژو  تړونونه پرون دهرات دوالي ډاکتر  داود شاه صبا او دڅو ولسواليو دپرمختيايي  شوراګانو درييسانو له خوا لاس ليک شول
دسولې دپروګرام مسوولين وايي  په دغو پروژو کې درباط  سنګي  او شينډنډ  په ولسواليو کې دڅښاک داوبو د پنځلسو څاه ګانو کېندل ، درباط سنګي  په ولسوالۍ کې دټولنيزو سالونونو جوړولو  او دواټونو د ساتنې او څارنې په پروژو کې  د ٢٧٠ تنو استخدام چې دسولې له بهير سره  يوځاي شوي دي شامل دي چې دپنځو مليونو افغانيو په لګښت  په شپږومياشتو کې بشپړيږي .
په هرات کې دسولې دکميتي رييس  مولوي غلام سرور  ددغه ټکې په اعلامولو  سره چې ددغو پروژو په اجراکولو  سره به ددغو ولسواليو دکرنې په حالت کې د يادونې وړ بدلون رامنځته  شي  په کليوالي او هغو ساحو چې افراد دسولې له بهير سره  يوځاى شوي دي دزياتو پرمختيايي  پروګرامونو دبيلولو خبر ورکوي .
  دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا ددغو پروژو دتړون له لاسليک کولو  د ناراضي  ډلو د دجذبولو  په لاره کې دسولې  دکميټي ، عالمانو ،مخورو او مشرانو دهراړخيزو هلوځلو له امله په قدرداني سره  وويل دسولې ولايتي کميټه په پام کې لري چې دموجودو امکاناتو له مخي ددغو کسانو داستوګنې په سيموکې زياتي پرمختيايي طرحې پلي کړي .
دهرات والي دسړکونو دساتنې اوڅارنې په پروژه کې دسولې له پروګرام سره دزياتو کسانو جذب ته په اشاري سره  چې هريو ته يې ددايمي کار فرصتونه برابر شوي دي په نږدي راتلونکې کې دماين پاکولو په پروګرام کې ددغه قشر ديو زيات شمير ځوانانو  دجذبولو  خبر ورکړ
ډاکتر صبا په هرات ولايت کې دبيا رغاونې دطرحو دپراخ  حجم  ديوي  برخي په بيانولو سره چې دترانسپورت ، سړک جوړولو ، کرنې  بنسټيزو ، اوطبيعي برخو کې بنسټيزي  پروژې پکې شاملي دي ددغه ولايت روښانه راتلونکې  په نسبت ډاډ څرګند کړ .
ديادونې وړ ده چې ددغو تړونونو له مخې د پستي  اتيا هکتاره   ځنګلونه هم درباط سنګي په ولسوالۍ کې دکرنې او دبيا ادغامولو دملاتړ دپروګرام له لاري او دپښتون زرغون په ولسوالۍ د سلو بڼوڼو جوړول او دسلګونو جريبه  ځمکې خړوبولي  عملي کېږي .
  ددغو  پروژو په تطبيق  سره له يوې خوا دسولې له پروګرام سره ديوځاى شويو کسانو دکار زمينه برابريږي  او له بله پلوه دولسواليو  په کچه دکرنې دښه والې او پرمختيا سبب کېږي
دغه راز دمرستي درې مياشتني انډي هم دسولې له پروګرام سره په يو ځاى شويو افرادو وويشل شول .
 

کابل باختر دتلې ٢
قطر په ٢٠١٦ کال کې دواټ دبايسکل ځغلولو دسياليو کوربه شو.
باختر آژانس ته دنړيوالو خبري خبر ځايونو له خولې خبر راکړ دبايسکل ځغلولو نړيوال فدراسيون تصميم ونيوه . ترڅو دقرباني جهان سيالۍ کې په ٢٠١٦ کال کې دواټ دبايسکل ځغلولو په برخه کې قطرته پريږدي.
دغه هوډپه هالند کې دبايسکل ځغلولو دنړيوال فدراسيون په نهه اويايمه غونډه کې ونيول شو.
دغه راز دغه سيالۍ ټاکل شوې ده په ٢٠١٦ کال کې په قطر کې پيل شي .
ديوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو ساليوکې دنړۍ له پنځه اتيا هيوادونو څخه څه دپاڅه يو زرو اووه سوه ورزشکاران برخه اخلي.
قطر پخوا په دې په ٢٠١٤ کې دنړۍ دلامبو ،٢٠١٥ دهندبال او په ٢٠٢٢ دفوټبال دنړۍ جام دسياليو کوربه هم شوي دي.
 

کابل باختر د تلي دويمه
  دسولې اوملي يو والې داوونۍ په درناوي  دنورستان ولايت  په نورګرام  ولسوالۍ کې دقران عظيم الشان دښه تلاوت سيالۍ وشوه .
دنورستان ولايت د حج او اوقافو رييس باختر اژانس ته وويل  په دې سياليو کې دنورستان ولايت دنورګرام ، دو اب او منډول دولسواليو  دقران عظيم الشان شلو تنو قاريانو ګډون کړي وو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې سيالۍ کې دقاريانو دپوهې کچه دموظف هيئت له خوا قناعت بخښوونکې وبلل شوه او مسوولينو دنورستان په نورو سيموکې ددغه شان پروګرامونو دجوړولو  غوښتنه هم وکړه .
  ديادونې وړ ده چې ددغو سياليو  دلومړۍ ، دويم ، او دريم  مقام په ګټوونکو ددغه ولايت د حج او اوقافو درياست له خوا نغدي جايزي  اوبرابر شوي سوغاتونه وويشل شول .
 

کابل باختر د تلي دويمه
  دسرپل ولايت دخطي بابا  دليسې دانګړ ديوال دجوړولو کار پرون پيل شو
ويل کېږي دغه ديوال په دغه ولايت کې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله ويجاړ شوي و .
دسرپل ولايت دپوهنې رييس عبدالغفور سرپلي باختر اژانس ته وويل دغه ديوال دسرپل ولايت دمقام په مالي  مرسته داته سوه زرو افغانيو په لګښت په پنځو مياشتو کې جوړيږي .
خبرځاى  زياته کړه دسرپل ولايت دپوهنې رياست هم ددغه ولايت دښوونځيو له زده کوونکو سره چې  دسيلاونو له امله زيانمن شوي دي ديوې اندازي جامو مرسته وکړه .
 

کابل باختر دتلې ٢مه
د امنیت شورا په مباحثه کې د افغانستان د حالاتو په اړه د افغانستان داسلامي جمهوریت د بهرنیو دچارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمی رسول وینا
۱۳۹۱ لمریز کال د وږی ۳۰ مه
نیویارک
ښاغلې مشر،
په حقیقت کې د افغانستان د سولی او بریالیتوب د لاری په دی حساسه موقع کی ماته د خوښۍ ځای دي  چې نن ورځ د امنیت شورا د غړیو په منځ کې یم. د سپټمبر په میاشت کی د امنیت شورا د مشرتوب په غاړه اخیستلو له امله تاسو ته مبارکی وایم او په شورا کې د خپلې مودی په لړ کې د افغانستان له جاری ملاتړ او مرستې څخه جرمنی هیواد ته خپله قدردانی وړاندی کوم. اجازه راکړی چې خپل خوږ ملګری او همکار د سر منشی ځانګړی استازي جان کوبش ته ګرم هرکلی ووایم. مونږ د هغه څخه د سر منشی د هراړخیز راپور په واضحه ټکو د وړاندی کولو له امله مننه کوو.
ښاغلې مشر،
مونږ په یو مهم وخت کې سره را ټول شوی یو، یو داسی وخت چیرته چې افغانستان په پوره باور سره د یو خوځنده، په ځان بسیا او خپلواکه ملت په توګه لیږد ترسره کوي؛ یو داسی ملت چی په زیاتیدونکې توګه د خپل سرنوشت ټول مسوولیت په غاړه اخلي. افغان ولس د تاوتریخوالي او جنګ څخه د پاک راتلونکې هیلې هڅولې ده. او له تاسې څخه زمونږ سره په ګډه،د دغو هڅو په لور د مهم پرمختګ د جاري ساتلو له امله مننه کووو.لکه څرنګه چی مونږ او تاسې سره ناست یو، افغانستان په بشپړه توګه د امنیت مسوولیت په غاړه اخیستلو نیمه لار تیره کړی ده. د می په میاشت کې د امنیت لیږد د دریم پړاو په پیلولو سره به  د نومبر د میاشی تر پایه پوری د هیواد ۷۵ سلنه خاوره د افغان امنیتي مسوولیت لاندې راشي. د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې په بشپړه توګه د امنیت لیږد په اړه زمونږ د پرمختګ لړۍ روانه ده. افغان پوځ او پولیس د هیواد د امنیتي اړتیاوو په اړه، څومره چی دوی ورځ په ورځ زیات مسوولیت په غاړه اخلي، زیاته وړتیا او مؤثریت ښیي.دا ویل به بیځایه نه وی چی د افغان امنیتي ځواکونو پایښت په نه بیلدونکې توګه د نړیوالې ټولنې اوږد مهاله مرستو پورې تړاو لري. په دی وروستیو کې د شیکاګو غونډې پایله زمونږ د نړیوالو همکارانو لخوا د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه دکلکو ژمنو په څرګند ډول ښودنه کوي. مونږ همداراز د ناټو د هغې پریکړې چی دوی به یو نوی " روزنيز، مشورتي او مرستې" رول منځته راوړي هرکلی کوو، کوم به چې سر د ۲۰۱۴ کال څخه د تنفیذ وړ وي او د خپلو اړوندو همکارانو سره د نوی ماموریت د ساحی او اختیار په اړه هیله مند یو. 
ښاغلې مشر،
افغان ولس د نړیوالې ټولنې د هغه ډاډ څخه چی دوی به  د سولې او سوکالۍ په راوستو کې د لیږد په بهیر او بدلون په لسیزه کې (۲۰۱۵-۲۰۲۴)  له افغانانو سره مرسته کوي تشویق شوي. په دی اړه، تیر کال په بن کنفرانس، په تیره می میاشت کې د ناټو په غونډه، او په دی وروستیو کې په جولای میاشت کې په ټوکیو کنفرانس کې شوی ژمنې د اوږد مهاله بریالیتوب لپاره مهمې دي.ټوکیو کنفرانس د افغانستان او نړیوالو ملګرو ترمنځ د نویو اړیکو پیل په ګوته کړ؛ داسې اړیکې چی بنسټ به یې پایله لرونکې همکاري وي، او د " د دوه اړخیزې ځواب وینې چوكاټ" كې به ترسره کیږي. مونږ هیله مند یو چې نړیواله ټولنه به هغه ژمنې چې دوی به خپلې مرستې زمونږ د اصلي بودیجې له لاری لګوي پوره کړي، او همداراز به خپلې مرستې د افغان ملي لومړیتوب پرواګرامونو سره سمې لګوي. فساد پر وړاندې مبارزه،حکومتوالي پیاوړی کول، او د قانون د ټینګښت پیاوړی کول زمونږ په مهمو لومړیتوبونو کې ځای لري. د روان کال د جولای په میاشت کې ولسمشر کرزی له لوري فرمان د فساد پر وړاندې د مبارزې په هڅو کې یو مهم ګام ګڼل کیږي او دغه فرمان به د حکومت د ټولو وزارتونو، ادارو او ریاستونو له لارې د بشپړې حساب ورکونې او رڼښت په لور په واضحه او زماني محدودې د تدبیرونو په واسطه پلی کیږي.ښاغلې مشر،افغانستان د هغه فعاله رول له امله چې په ګاونډ او نړیوالې ټولنه کې یې لوبوي خپل مشروع ځای په سیمه او نړۍ لاسته راوړې ده. زمونږ څو اړخیز تړونونه او ستراتیژیکې همکارۍ د افغانستان او زمونږ د نړیوالو همکارانو ترمنځ اوږد مهاله ژمنې په برکې نیسي.  هغه همکارۍ چې مونږ په ګاونډ او نړیواله کچه منځته راوړی دي د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د تاریخي لاسته راوړنو د ساتنې او د هیواد د راتلونکی سولې او ټیکاو د خوندی کولو په موخه اړینی دي. تر اوسه پوری مونږ د امریکا متحد ایالاتو، هند، چین، آلمان، فرانسی، ایټالیې، بریتانیې او آسټرالیا سره ستراتیژیکه، اوږد مهاله همکاریو تړونونه بشپړکړیدي. مونږ دغو همکاریو ته په ګډه سره د شریک دښمن تروریزم او افراط پالنې په وړاندې د مبارزې او د ملي ملکیت د بشپړولو د ملاتړ له لارې راتلونکې سولې او ټیکاو پخاطر مهم ګڼو. 
ښاغلې مشر،
څرنګه چې مونږ خپل لیږد ته د بی باکه ګامونو په پورته کولو سره  ادامه  ورکوو ترڅو افغان ملي حاکمیت او ملکیت غښتلی کړو، افغان دښمنه کړۍ خپلې ناوړه هڅې روانې ساتي ترڅو د روښانه راتلونکی په لور زمونږ پرمختک ټکنې کړي. تروریستي بریدونو د هیواد په ډیرې سیمو کې په زیاتېدونکې توګه افغان کورنیو او بیګناه افغان ښځو، نرانو او کوچنیانو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي دي، او په با امنه توګه د خپل ژوند تیرولو په وړاندی یې دوی ته ظالمانه او خواشینونکې خنډونه جوړ کړي. بی له شکه،  په افغانستان کې په پرله پسې توګه د تاوتریخوالي د اپت لامل د تروریستانو جاري نظامي، مالي او ایدیالوژیکې مرسته ده او زمونږ د پولې څخه بهر د دوی امن ځایونه او پټن ځایونه دي.
ښاغلې مشر،
لکه څرنګه چی د تروریزم پر وړاندې مبارزه جاري ده، د سیاسي او امنیتي لیږد څو راتلونکې کلونه د افغانستان د یو باثباته راتلونکې لپاره مهم دي. مونږ زیار باسو چی د سولې او روغې جوړوې د لاس لاندی نیولو شوی هڅې ګټورې پایلې ولري. زمونږ ټول شموله د سولې او روغې جوړې بهیر په دی لټه کې ده چې ټولو افغانانو ترمنځ باور او اعتماد جوړ شي. مونږ پریکړه کړی، چې د مسلح اپوزیسیون هغه عناصر چی غواړي تاوتریخوالې وغندي، تروریستي ډلو سره اړیکې پری کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني، ټولنې ته بیرته راوګرځو. د سولی عالي شورا سولې او روغې جوړې ته د رسیدګۍ په موخه خپلې هڅې ګړندې کړیدي. نړیواله ټولنه او زمونږ سیمه په دی کې مهم رول لوبوي. دغه بهیر ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رول سخت ضروری ده. مونږ د امنیت شورا څخه د روغې جوړې په اړه زمونږ د هڅو، د هغو کسانو د نومونو د لست څخه د حذفولو په اړه چې مونږ ورته وړاندی کړې وو، د ملاتړ له امله مننه کووو. مونږ هیله کوو چی په طالبانو باندې د بندیزونو کمیټې نوی اختیاراتو کې به اړوند اصلاحات شامل وي، ترڅو د افغانانو په ملکیت او افغانانو په مشرۍ د سولې او روغې جوړې بهیر اهمیت وپيژندل شي، پدی موخه چې د بندیزونو رژیم زیات ځواب ویونکې او انعطاف پذیره شي او په لا زیات مؤثره، مثبت لار ترینه کار واخیستل شي ترڅو هغه کسان، چې غواړی له دغه بهیر سره یوځای شي، وهڅول شي. نو، مونږ د امنیت شورا د غړیو سره له نږدې کار کولو ته هیله مند یو ترڅو دغه قرار داد داسې تعدیل شي چی افغان سولې بهیر لا زیات ګټور او ګړندې کړي.
ښاغلی مشر،
په افغانستان کې تاوتریخوالي زمونږ د خلکو پر امنیت او هوساینه باندې ډېره سخته اغېزه کړئ. د ملکې خلکو د مرګ ژوبلې ډېریدونکې شمېر په اړه، چې یو زیات شمېر یې د طالبانو او نورو وېراچوونکو ډلو له خوا تر سره کېږي، مونږ خپل ژوره اندېښنه څرګندوو. په عین حال کې، د بېګناه خلکو وژنه او خلکو ته ضرر رسول د ناټو په عملیاتو کې هم تر سره کېږي. حتی د یو کس ژوند له لاسه ورکول هم، د ډېرو کسانو د وژنې په معنی ده. مونږ یو ځل بیا د ملکې خلکو د ساتنې په اړه د اړتیا وړ لازمو ګامونو پر پلي کولو باندې، ټینګار کوو. ښاغلی مشر،د افغانستان د ټیکاو او امنیت لویې ننګونې، لکه وېراچونه، افراط پالنه او مخدره توکې د نړی او سیمي ګډې ستونزي دي. زمونږ ګډ ګواښونه تعاوني حل لارو ته اړتیا لري. مونږ د سیمي هېوادونو او نورو ملګرو سره دې ګواښونو ته د یو هر اړخیز ځواب ورکولو لپاره په ګډه کار کوو. د استانبول بهیر چې د تېر کال د نوامبر په میاشت کې تر سره شو، اوس د چټکتیا په حال کې ده. دا بهیر  د بهرنیو وزیرانو په کچه د آسیا- زړه په کنفرانس کې چې د جون په میاشت کې په کابل تر سره شو، د مهمو اعتماد جوړونې ګامونو ته په لومړيتوب ورکولو سره، لا جوړښت پیدا کړ. مونږ سترګې په لار یو، چې له خپل د آسیا-زړه هېوادونو ملګرو سره د یوې اونۍ څخه په لږ وخت کې د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې چې په دې ښار کې ترسره کېږي، یو ځای شو.
ښاغلی مشر،
ماته اجازه راکړۍ تر څو د خپل د دولت او افغان خلکو یو ژور او مهم اندېښنې ته اشاره وکړم. د افغانستان ختیځ ولایت، کنړ باندې د دیورند د کرښې څخه هاخوا راکټي بریدونه،  د افغانانو بې سابقه قهر او نا امیدۍ یې د ټولنې د ټولو طبقاتو په منځ کې را پارولي دي. مونږ یو ځل بیا داسې کړونو ته، چې په لسګونه افغانان، چې ډېری یې ملکې خلک دي وژني او ټپي کوي؛ د ژر او بشپړ پای ته رسېدلو غوښتونکې یو.  مونږ د پاکستان دولت سره په نږدۍ توګه په اړیکه کې یو، تر څو دا موضوع په جامع او قاطع ډول حل کړي. د داسې حملو د پای ته رسولو ناکامي، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې به په خطر کې واچوي او زمونږ د دواړو هېوادونو او په سیمې کې د سولې، امنیت او اقتصادې ودې لپاره د لازمو دوه اړخیزو همکاریو باندې به بالقوه منفي پایلې ولري. افغانستان پاکستان سره، یو ګاونډی چې تاریخي، کلتوري او دودیزې اړیکې ورسره لري، د نږدۍ او مثمرو اړیکو غوښتونکی دی. همداسې چې مونږ کار کوو تر څو د خپل د لارې ننګونو سره مقابله وکړو، اجازه راکړئ چې خپل د تاریخي، تحولي بریالیتوبونو لید؛ چې تر اوسه ترسره شوي دي، له لاسه ورنکړو. د ټولنیز او اقتصادي پراختیا په برخو کې د پام وړ پرمختګونه د لیدلو وړ دي. په ملیونونو زده کوونکې، هلکان او نجوني، نارینه او ښځینه په لمړني او عالي تحصیلاتو باندې بوختې دي. اکثریته افغانان اوس د روغتیا لمړني خدمتونو ته لاس رسی لري. او افغانان  په ډېریدونکې توګه، په دیموکراتیک بهیرونو کې ونډه اخلي او د خپل حقونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل راتلونکې جوړوي. په داسې حال کې چې مونږ داسې بدلونونه د وروستۍ لسیزې په بهیر کې لیدلي دي، مونږ کولی شو وویاړو چې نن هم ابتکارونه روانې دي. څرنګه، چې د نړیوالې ټولنې په مرسته پرمختیاوې په ډېریدونکې ډول افغان-محوره او د افغانانو تر رهبرۍ لاندې تر سره کېږي. دا ځانګړنه، د دوامدار پرمختیاوو هڅو او د افغانستان سره د مرستې لپاره تر څو خپل بشپړ توان و پیژني، ډېر مهم دی.
ښاغلی مشر،
په راتلونکې ژر رسیدونکې ولسمشرۍ ټاکنو کې، مونږ د یو روڼ ټاکنیز بهیر، چې د هر ډول بهرني لاسوهنې څخه په امن کې وي، داډ ورکولو ته په بشپړه توګه ژمن یو.له درې لسیزو تاوتریخوالو وروسته، مونږ د افغانستان په بیا رغونې او پیاوړي کولو سره مخ پر وړاندې ځو. افغانان زمونږ د حاکمیت مهمې ځانګړنې، پیژني. مونږ هوډ لرو، چې سرتاسري ملي حاکمیت زمونږ د هېواد د لاسه ورکړ شوي سولې او امنیت په بېرته راوستلو کې به یوه موثره لاره وي.د خپل د خبرو له جمع بندۍ څخه مخکې، اجازه راکړئ تر څو د افغان دولت کلکه غندنه د وروستۍ را پاروونکې احمقانه کړنو په هکله، چې اسلام او حضرت محمد (ص) ته پکې سپکاوی شوی وو، وړاندې کړم. په داسې حال کې چې د داسې سپکاویو پر وړاندې د خپل مسلمان ورونو سوله ایز لاریونونو حق تاییدوو، خو داسې لاریونونه چې تاوتریخوالی رامنځته کړي او په ځانګړي توګه د ديپلوماتیکو استازو پر وړاندې چې د نړی په هر ګوډ کې وي، غندو. د افغانستان د راتلونکې بریا کنجي، په دواړو، د لېږد او بدلون لسیزو کې همکاري ده. د نړیوالې ټولنې سره اعتماد جوړونه د امنیت او هوساینې لپاره زمونږ د لارې بنسټ جوړوي. مونږ خوښ یو چې د امنیت شورا وضعیت له نږدۍ څخه تعقیبوي او موږ د هغوی له ملاتړ څخه منندوی یو. او همدارنګه موږ د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه، د افغانستان د حاکمیت د مقتضیاتو څخه د یوناما د تعهد د تجدید په ګډون، مننه کوو.  اوږد مهال همکارۍ او مشارکت سره موږ داډمن یو، چې کولی شو یو لا سوله ایز او با ثباته افغانستان جوړ کړو. ډېره زیاته مننه، ښاغلی رییس! 
 

کابل باختر دتلې ٢
دحقاني دشبکې ١٤ تنه غړي تيره شپه په غزني ولايت  کې ووژل شول.
ويل کېږي چې ياغي طالبان دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ دايتلاف دقوتونو او دافغان دځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوي دي.
دغزني ولايت دملي امنيت د رياست يوه خبر ځاى باختر آژانس ته وويل په دغو ياغي طالبانو دغزني ولايت په مربوطاتو کې دهغو ترورستى بريدونو او په تيره بيا دقره باغ ولسوالۍ او دکابل کندهار د لويې لارې په نا امن کولوکې تورلګول شوي دي چې دهغوى په وژل کېدو سره به دامنيتي حالت په ښه والې کې مثبت بدلون رامنځته شي.
يوه اړونده خبرځاى وويل له دغو ياغيانو څخه ٧ ميله درنده اوسپکه وسله دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده ديادونې وړده چې دقره باغ ولسوالۍ دغزني ولايت يوه  لرې پرته ولسوالۍ ده چې دکابل قندهار دلويې لارې  په تګلوري کې موقعيت لري او وسله وال طالبان په دغې ولسوالۍ کې پراخ او فعال شتون لري.
 

کابل-باخترآژانس د تلې٢ نيټه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د یوه لوړ پوړي دولتي هيئت په مشرۍ د ملګرو ملتونو د سازمان په اوه شپیتمه غونډه کې د ګډون په موخه نن له غرمې مخکې، نیویارک ته روان شو.
باخترآژانس ته دجمهوري رياست د مطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:
د هېواد جمهوررئیس به د سې شنبې د ورځې له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په اوه شپیتمه غونډه کې وینا وکړي  او د افغانستان نظر به څرګند کړي.
په پام کې ده چې حامدکرزی به د دغه سفر په بهير کې د چهارشنبې په ورځ په یوه درې اړخیزه غونډه کې د بریتانیا او پاکستان له مشرانو سره وګوري. په دې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د دوام او د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست مرستیاله میرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
 

کابل باختر دتلې ٢
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دهلمند او غزني دولايتونو په مربوطاتو کې يي ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي .
دغه عمليات چې دهلمند ولايت دګرشک ،نهرسراج اوګرمسير او دغزني ولايت د واعظ ولسواليو دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي و، پاى ته ورسيد ل.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ دوسله والو طالبانو د ډلې نهه تنه غړي ووژل شول دوه تنه ټپيان او درې تنه نور طالبان او شپږ تنه مشکوک کسان نيول شوي دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې ٤ کلاشنکوفونه ٤ توغندي ويشتوونکي ،درې ماينونه ،يوه اندازه درانده اوسپک جنګى وسايل يو کيلوګرام چاوديدونکى توکو ٢٠کيلو ګرامه اپين هم ترلاسه شوي دي.
 

کابل باختر دتلې ٢
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو او پرختيا رياست دملي پيوستون دپروګرام له لارې ٣٦ ټولګټې پروژې بشپړې اونن ګټې اخستنې ته وسپالې شوې .
په دغو پروژو څه دپاڅه يو ميلون امريکايي ډالر لګيدلي دى.
دغور ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينر تاج محمد ذلال باختر آژانس ته وويل په دغو پروژو کې د٦ کيلو مترو په اوږ دوالې په سړک کريړ اچول ،دکرنې لپاره د اوبو دبندونو ،پلونو او پلګټو ،استنادي ديوالونو ،ښوونځيو او د اوبو دزيرمو جوړول شامل دى چې له ښګڼو څخه يې په مستقيم ډول ٥ زره کورنۍ ګټه اخلي دذلال دڅرګندونو له مخې ددغو پروژو کار په ١٣٩٠ کال کې پيل شوى و اوپه دې وروستيو وختو کې بشپړې او ګټې احستنې ته وسپارلې شوې .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دسيمه ييزي پراختيا دودى د پروګرام له لارې او دسيمه ييزو شوراګانو دغړو له خوا بشپړې شوي دي.
انجينر ذلال زيات کړه دغه پروژې دغور ولايت په مرکز او دولت يار ،لعل اوسر جنګل ،دوه لينه او تولک دولسواليو په مربوطاتو کر بشپړې اوګټې اخستنې ته سپارلي شوي دي
 

کابل باختر د تلي دويمه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي د پښتونخوا د ملي عوامي پارټۍ له مشر محمود خان اڅکزي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ

په دې کتنه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس کابل ته د محمودخان اڅکزي او د هغه د ملګري هيئت راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د استاد برهان الدین رباني د شهادت د تلين په اړه په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د هغوی د ګډون له امله مننه وکړه.