05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هلمند\ باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
په هلمند ولايت کې دناپيژندل شويو دوسله والو کسانو دډزو له امله  دوه تنه پوځيان او يو تن ملکي وګړي  ووژل شول.
دغه پيښه پرون دهلمندولايت  مرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې څوتنو وسله والو ناپيژندل شويو کسانو په افغان پوځيانو ډزې وکړي.
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي له باختراژانس سره په ټيلفوني اړيکه کې تائيدکړه چې په دغه پيښه کې دپوليسو دوه تنه سرتيري اويو ملکي وګړي وژل شوي دي.. تراوسه پوري ديرغلګرو هويت نه دى په ډاګه شوي اودهلمنددوالي ويندوى وايي چې دپوليسو څيړنې په دې اړوند پيل شوي دي.
له بلې خواعيني شاهدان وايي چې دوه ملکي وګړي اودپوليسو دوه تنه مامورين په دې بريدکې وژل شوي دي اودوه تنه  ملکي وګړي هم ټپيان شودي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ : 
دهلمندولايت په ګرشک ولسوالۍ  کې ديو ځانمرګي بريدله امله دوه تنه شهيدان او شپږتنه نورټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ  يو ځانمرګي بريدوکوونکې چې چاوديدونکې توکې يې په يو تونس موټر کې ځاى پرځاى کړي و دهلمندولايت دګرشک ولسوالۍ په  مربوطاتو کې يې دملي اردو ديوې پوستي په وړاندې وچاول چې له امله يې دملي اردو يومنسوب اودليک لوست دزده کړي يو تن استاد شهيدان  اودملي اردو شپږتنه منسوبين ټپيان شول.
دټپيانو حالت ښه بلل شوي دي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه زيرمه دهرات ولايت  انجيل ولسوالۍ له مربوطاتو څخه دملي امنيت دځواکونو له  خوا کشف شوه.
دملي امنيت درياست يو خبرځاى باختراژانس ته  وويل په دې زيرمه کې دهاوان په لسګونو ماينونه ، دوسايطو ضد ماينونه  اويوه زياته اندازه چاوديدونکې توکې ساتل کېدل.
ويل کېږي ياغيانو ددغې زيرمې له جنګي وسايلو څخه په هرات ولايت کې په تروريستي اوورانکارو بريدونوکې استفاده کوله.
خبرځاى وايي  دغه زيرمه چې دتوپ اوټانک ګولۍ ، دهاوان ماينونه او نور ډول ډول ماينونه پکې و دانجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديولړپيچلو عملياتو په بهيرکې کشف شوې ده .
دخبرونوله مخې تراوسه پوري ددغو جنګي وسايلو دساتنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي .  خودهرات دملي امنيت مسوولين وايي  چې ددغې زيرمې دساتلو داصلي تورونو کسانو دموندلوپه خاطر يې څيړنې پيل کړي دي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
په هرات اوبادغيس ولايتونو کې داوبوبريښنا دکوچنيو پروژو  تخنيکرانو اومديرانو دظرفيت جوړولو په خاطر روزنيز پروګرم پرون په هرات ښارکې جوړشو .
په دې ورکشاپ کې چې لس ورځې به دوام وکړي داوبو بريښنا دتوليدي پروژو څلور ديرشو تنو فني مسوولينو ګډون کړي دي .
دهرات ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس له باختراژانس سره په خبرو کې  ددغې روزنيزي دورې دجوړولو هدف  دکليوالي خلکوله خو ا داوبو بريښنا دپروژو دتخنيکې  چارو  ښه پرمخ بيول اعلام کړ. داوبو بريښنا کوچني توليدي پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دسيمه ييزي ودي اوپراختيا دملي پروګرام له اساسي پروګرامونو څخه دي چې له دوو کلونو را په دې خوا دهرات ولايت په دوو ولسواليو کې تطبيق شوي دي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دهرات ولايت سيمه ييز مقامات وايي  چې په دغه ولايت کې دطبيعي منابعو او ژوندانه دچاپيريال ساتنې لپاره يې جدي تدبيرونه ترلاسه لاندې نيولي دي.
دهرات دوالي ډاکترداود شاه صبا په مشرۍ دژوندانه دچاپيريال ساتنې دمشورتي سيمه ييزي شورا دغونډې له جوړولو سره جوخت  غيرمسکوني سيمو ته دانجيل ولسوالۍ له ختيځو سيمو څخه دخښتو دپخولو دداشونو په ګړندي ليږدونې ، په هرات ښارکې دمسلخ دفعاليتونو په مخنيوي ،دبادونودمخ په زياتيدونکې ستونزې دمخنيوي په خاطر دخاصو تدبيرونو په نيولو ، له ښار څخه بهرته دګازو دتاسيساتو په ليږدونې ، له سيندونو څخه دشګې دغيرحرفوي وړلو په مخنيوي ، دسيمه ييزي روغتيا ساتنې رعايتولو ته په پاملرنې اودښکاري وسلو دپيرودنې اوپلورنې په مخنيوي باندې  ټينګار وشو.
دهرات والي دهغوعواملو په بيانولو سره چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دمنابعو دويجاړتياسبب کېږي دفاضل آب څاه ګانو دغيرستندردکېندلو له امله ددغه ولايت ترځمکې لاندې اوبو دسختي ککړتياله امله انديښنه څرگنده کړه او ويې ويل  دښاريانو نه پاملرنه دحياتي منابعو له دې جملې څخه داوبو اوخاورې دله منځه تللو سبب شوي دي .
ده دژوندانه  دچاپيريال ساتنې رعايتول دټولو دنده اورسالت وباله.
دهرات ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې رئيس عبدالقيوم افغان دژوندانه دچاپيريال ساتنې څخه دسرغړونو زياتوالې دانديښنې وړ وبللي اوهغو کسانو ته يې چې دهوا په ککړتيا کې زياته ونډه لري خبرداري ورکړ چې دنه پاملرنې په صورت کې به ترقانوني څارنې لاندې ونيول شي .
په دې غونډه کې ديوي مياشتې په بهيرکې له هرات ښارڅخه بهر ته دمسلخ دتاسيساتو دليږدونې په باب خبري وشوي او داستوګنې له ساحو څخه بهر ته دخښتو دپخولو دټولو داشونو په چټکې ليږدونې باندې ټينګار وشو.
ديادونې وړ ده چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې سيمه ييزه شورا  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دفعالينو، اودښار او ولسواليود قومي مشرانو اومخورو څخه جوړه شوې ده چې په هرو شپږو مياشتو کې يوځل دولايت په کچه دهوا دککړتيا دکچې دکمښت په لاره کې دکارونو اواجرااتو دڅيړنې په خاطر غونډه کوي .
 

Wednesday, 19 September 2012 13:36

شپږ تنه ياغيان ونيول شول

کابل باختر دوږي نهه ويشتمه
  په پکتيا ولايت کې نن دپوځي عملياتو په بهير کې  شپږ تنه ياغيان ونيول شول .
دغه ياغيان نن سهار کله چې ديو ترورستي بريد  په طرحه کولو بوخت و ، دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار کې په خپل  پټنځي کې ونيول شول .
  باختر اژانس  دناټو د يوې خبرپاڼې  له خولې خبر راکړ چې په دغو  عملياتوکې دحقاني په شبکې پورې اړوند شپږ تنه ياغيان له يوې اندازې  دراندو او سپکو جنګي وسايلو سره ونيول شول .
ناټو وايي چې ددغو عملياتو دترسره کولو هدف ددغې ډلې دقوماندان نيول وو خو هغه  دعملياتو په وخت کې په سيمه کې نه و .
 

کابل باختر دوږي نهه ويشتمه
  دسولې له بهير سره  دوسله والو مخالفينو  دپيوستون په لړ کې نن لسو تنو وسله والو مخالفينو په بغلان ولايت کې له جګړې څخه لاس واخيست او سولې ته يې مخه وکړه .
دبغلان ولايت دملي امنيت درييس بريد جنرال عبدالحفيظ کريمي  دڅرګندونو له مخې، مولوي عبدالفتاح چې دطالبانو د ډلې له خوا دجلګي دولسوال په توګه ټاکل شوى  و له اتوکلاشينکوفونو ، يو هاوان او يو توغندي سره ددغه ولايت دملي امنيت درياست په همکارۍ دسولې له بهير سره يوځاى شو .
  دبغلان ولايت دسولې دشورا دهمغږي دکميټې دمسوول  د څرګندونو له مخې، دروان کال په شپږ مياشتو کې ٢١٢ تنه له  ١١٦ ميلو وسلو سره په بغلان ولايت کې له مخالفت  څخه په لاس اخستو  سره دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .
 

کابل باختر دوږي نهه ويشتمه
  شپږاويا ميله وسله او يوه اندازه مهمات نن دسمنګانو ولايت دامنيتي ارګانونو له خوا دداياک کميسيون ته وسپارل شول .
ويل کيږي چې دغه وسلې اومهمات دامنيتي منسوبينو له خوا ددغه ولايت په مربوطاتو کې په جلا جلا عملياتوکې تر لاسه شوي دي .
دايبکو له ښار څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان محمد خليل  اندرابي وويل : شپږاويا ميله درنده او سپکه وسله او مهمات يې چې دملي امنيت ارګانونو او ددغه ولايت  دامنيې قوماندانۍ منسوبينو دخلکو دسولې او امنيت  له دښمنانو  څخه ترلاسه کړي وو نن دداياک کميسيون ته  وسپارل شول .
په همدې حال کې په شمال زون  کې دداياک دکميسيون مسوول جنرال عبدالمنان عابد وويل: په سمنګانو ولايت کې دداياک دپروګرام دکار له پيل څخه تراوسه پورې يوزرودوه سوه نهه څلويښت ميله وسله او  څه دپاسه ٤٦١ ټنه مهمات ددغه ولايت له اړوندو ولسواليو څخه راټول او دداياک پروګرام ته سپارل شوي دي .
  دغه راز يوه غير مسووله وسله واله ډله بې وسلې شوې ده .
 

Wednesday, 19 September 2012 13:27

دويش اوونيزه نوى چاپ شوه

کابل باختر دوږي نهه ويشتمه
دميدان وردګو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ درياست نشراتي ارګان د ويش اوونيزه چاپ شوه .
  دغه خپرونه په اوونۍ کې يو ځل په څلورو مخونو کې دميدان وردګو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست له خوا په علمي ، فرهنګي او سياسي مطالبو سره چاپيږي .
ددغې اوونيزې  مسوول محمد اورنګ باختر اژانس ته وويل  دى هلې ځلې کوي چې دميدان وردګو ولايت او دنړۍ  دمهمو پيښو تر څنګ علمي او روزنيزې  موضوعګانې  منعکسې کړي .
 

کابل باختر دوږي نهه ويشتمه
  سره له دې چې دسولې دعالي شورا درييس پروفيسر  برهان الدين رباني دشهادت له وخت څخه يو کال تيريږي  لاتراوسه پورې هم دده دوژل کيدو  دڅرنګوالي په اړوند يو لړ پوښتنې  بې ځوابه پاتې دي .
دسولې دعالي شورا پخوانۍ رييس استاد برهان الدين رباني دتيرکال دوږي دمياشتې په  ٢٩ نيټه ديو تروريست له خوا  چې ځان يې دطالبانو د ډلې دمشر ملا محمد عمر  پيغام راوړونکي بللى و  په خپل کور کې په يو ترورستي ځانمرګي بريد کې شهيد کړاي شو .
دملي امنيت د لوى  رياست چارواکو ويلي  دي  چې داستاد رباني دترور طرحه دکويټې شورا  چې يوه ترورستي  شورا ده برابره کړې وه او حامدکرزي هم له پاکستان څخه وغوښتل چې داستادرباني دوژل کيدو دپيښې د څرنګوالي په اړوند دې  له افغانستان سره همکاري وکړي خوکوم  ځواب يې ترلاسه نه کړ .
ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزيرې  ويلى دى  يو شمير هغو افغان مهاجرينو  چې په کويټه  کې ډيره دي دسولې دعالي شورا درييس  دترور پروګرام طرحه کړي دي .
داستاد رباني زوي  صلاح الدين رباني  وايي دتيريوکال په بهير کې  ددغه شهيد  دوژل کيدو څرنګوالي ونه څيړل شو .
  جمهور رييس داستانبول  په کنفرانس کې داستاد قضيه په نړيواله کچه  طرحه کړه اوله اسلامي  هيوادونو څخه يې په دې اړوند دمرستې غوښتنه وکړه .
ده له دولت څخه وغوښتل  چې بايد داستاد دوژل کيدو پيښه په جدي  توګه تعقيب شي او دافغانستان خلکو ته دې په شفاف ډول  ځواب ورکړي .
يو شمير   پوهان وايي  چې دتيريو کال په بهير کې  هيچاونه کړي شول چې دسولې دعالي شورا د رييس دترور موضوع تعقيب کړي .
دکابل پوهنتون استاد  عبدالعلي  کوهي وايي چې دولت په دې  باب په بې توپيري کې دى .
  ده څرګنده کړه چې داستاد په ترور کې  دکورنيو او  بهرنيو ترورستي شبکو همکاري اوهمغږي  موجوده وه  .
دى په ټولو  برخوکې يو مطرح  اومرکزي  شخص و . او وي غوښتل چې هغه ترور کړي .
دسياسي مسئلو کارپوه  فاضل سانچارکي  وايي چې داستاد وژنې موضوع په جدي توګه نه ده څيړل  شوې او داستاد دوژل کيدو موضوع مبهمه پاتې شوې ده .
ده زياته کړه :دهيواد  د مخورو دوژل کيدو په باب بايد  بې توپيري ونه ښودل شي  .
دکابل پوهنتون دسياسي علومو استاد فيض الله  جلال  دسولې دعالي شورا درييس دوژل کيدو په اړوند وويل  داستاد دوژل کيدو موضوع دنورو وژنو په شان پټه پاتې شوې ده .
دکابل پوهنتون دغه استاد باختر اژانس ته وويل چې  بايد يو نړيوال مرکز  دغه موضوع وڅيړي   ځکه  داستاد دوژل کيدو موضوع په بهر کې  جرړې لري اوبايد دعواملو په وړاندې يې يو نړيوال  غبرګون موجود وي .
ددغه کارپوه څرګندونې په داسې حال کيږي  چې دولتي مرکزونه  داستاد رباني په ګډون ديو شمير شخصيتونو دوژل کيدو دموضوع دکمزوري  پرمختياي په اړوند له جدي انتقادونو سره مخامخ دي او ددغه شان قضيو دحل کولو غوښتنه کوي .