06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
  دجمهوري رياست سرپرست  مارشال محمد قسيم فهيم  نن له غرمې وروسته  د افغانستان داسلامي جمهوريت  لومړى درجه  ستاين ليک د انترکانتي ننتال هوټل  دبيا جوړولو په لاره کې  دغوره کار  په درناوي  ددغه هوټل رييس  محمد اکبر سروري ته  ورکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ .
  په پيل کې  له همدې امله  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس فرمان  ولوستل شو  او وروسته  دجمهوري رياست  سرپرست  دخبرو په ترڅ کې  خلکو ته خدمت  ددولت دکارکوونکو  دهيوادپالنې يوه نښه نښانه  وبلله  او وي ويل  دهغو  کارکوونکو ستاينه  چې خپلوخلکو او هيواد ته  په خدمت کې وړتيا ښيئ  د قدرداني  نښه نښانه ده  چې  نورو ته  يوه الګو وي .
  دانترکانتي ننتال هوټل  رييس  محمد اکبر سروري ته دجمهوري رياست دلومړى درجه ستاين ليک  له ورکولو وروسته  ده  دحکومت  او دهيواد د مشرتابه  قدرداني  دخپلې سرلوړي سبب  وبلله او  داکار يې د هوټل دټولو کارکوونکو  دنه ستړي کيدونکو هلوځلو  نتيجه وبلله .
  ديوبل خبر له مخې ، دجمهوري رياست  سرپرست  مارشال محمد قسيم فهيم  نن له غرمې وروسته  دپکتيا ولايت  له يو شمير مشرانو سپين ږيرو او مخورو سره وکتل .
   په دې کتنه کې  دجمهوري رياست  سرپرست  دهيواد او دهغه دپولو  په دفاع کې دپکتيا دخلکو  رول ستر وباله  اوزياته يې کړه چې دافغانستان خلکو دتاريخ په اوږدوکې  وښودله  چې په ټولو حالاتو کې  ددوى يو والي  او پيوستون  دبرياليتوبونو  سبب دي . او نن هم  موږ په خپل هيواد کې  دروانو ستونزو دحل کولو لپاره  دجهاد ددوران په شان  دوستي او پيوستون ته  اړتيا لرو .
دجمهوري رياست سرپرست څرګنده کړه:  لکه څنګه چې  ددې هيواد ټول  اوسيدونکي  يو واحد ملت دى ، موږ کولى شو  ددوستي او دملي يو والي په روحيې سره  خپل هيواد  له بحران څخه وژغورو او هغه  د پراختيا او پرمختګ  لارې ته  برابر کړو .
  په دې کتنه کې  دپکتيا ولايت  دريو تنو مشرانو دامنيت ، پوهنې ، او دمواصلاتي  لارو او کدري برخو کې  په دغه ولايت کې اوسني ستونزې  د جمهوري رياست  له سرپرست سره  طرحه کړې .
  دجمهوري رياست سرپرست دپکتيا ولايت  له مشرانو څخه په قدرداني سره  هغوى ته ډاډ ورکړ چې  دغه ټول موارد به  درسمي مراجعو له لارې   وڅيړل شي .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
د ٢٠١٣ کال لپاره  دغزني ښار دچمتو کولو د کمسيون غونډه نن  داطلاعاتو او فرهنګ  دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په مشري جوړه شوه .   دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې دترانسپورت او هوايي چلند وزير  ، دښاري پرمختيا وزير  دفوايد عامې وزير ، دښځو دچارو وزارت  مالي او اداري معين  ، ددفاع او دکورنيو چارو دوزارتونو  واکمنو استازو  ، دغزني والي  اوپه ولسي جرګه  کې دخلکو يو شمير استازو ګډون کړي و .
  په پيل کې  ډاکتر رهين  د ترسره شويو کارونو او دغزني ښار  د بيا جوړولو او د پاتې  پروګرامونو او دغزني ښار دپرانستلو د ورځې  دمراسمو لپاره  دلازمو تياريو دنيولو په باب  چې دسولې او دوستي ښار په توګه  نومول کيږي  خبرې وکړې  او وي ويل :  چې  ددغه ښار دپرانستلو په مراسمو کې به د اسلامي هيوادونو د فرهنګ  وزيرانو او ددوستو هيوادونو فرهنګي شخصيتونو ته  دګډون  بلنه  ورکړي شي .
   داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه چې په اوسنيو ځواکونوسربيره دغه وزارت  په پام کې لري  چې د عاليقدر مجاهد او دنوميالي عالم  ملا مشک عالم  آرامګاه هم ترميم او جوړه کړي .
  له دې امله  دغزني ښار د چمتو کولو دکميسيون  ټول غړي مرکزونه  دى  ددغې ورځې په پرتمينه  نمانځنه کې  بايد  دغزني له والي سره  لازمه همکاري وکړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه : د ايسسکو  په غوښتنه دپرانستلو مراسم  دې بايد  د ٢٠١٣ کال  دجنوري دمياشتې  دلومړي اوونۍ  په يوه ورځ کې  پرځاى شي . او د  ١٣٩١ کال دمرغومي دمياشتې  اوولسمه نيټه  چې د  ٢٠١٣ميلادي کال  دجنوري دمياشتې  له شپږمې نيټې  سره سمون خوري  دغه مناسبت ته  اختصاص شوه .
وروسته  دغزني والي  دبنسټيزو  پروژو ،  تاريخي ابداتو او د اسلامي ثقافت دمرکز  په باب  برابر شوي رپوټ  وړاندې کړ .
  دغزني والي  په دې رپوټ کې  په هر وزارت پورې  اړوندې پروژې  چې دغزني ښار د چمتو کولو په کميسيون کې غړيتوب لري  په جلا توګه په غونډه کې برخه والو ته  د ستلايتونو پرمخ  ننداري ته  وړاندې کړل  او له هغو وزراتونو څخه يې  چې دخپلو پروژو د تطبيق په لاره کې بريالي و  ، مننه وکړه او په هغو وزارتونو چې د ځينو دلايلو  له امله يې  ونه کړاي شول  خپلې اړوندې پروژې بشپړې کړي  انتقاد وکړ .
   دغزني دوالي  د څرګندونوله مخې ،  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دشپږ ديرشو پروژو له جملې څخه لس پروژې  بشپړې کړي دي  او ددغه وزارت  په دولسو نورو پروژو په بيړه کار دوام لري .
ددغه وزارت پاتې پروژې  د سروي په حال کې دي .
دغه راز دغزني والي  دهغو پروژو په اړوند چې دخصوصي سکتور ، ملي سوداګرو او دپولند دبيا جوړولو  دولايتي ټيم له خوا جوړې شوي دي هم  معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې دغزني  دبيا جوړولو ولايتي ټيم  ديو شمير پروژو په بيا جوړولو کې کارنده رول  لوبولى دى او په راتلونکي کې هم  داسلامي پايتخت په توګه د  غزني ښار د چمتو کولو لپاره  تياري  څرګند کړى دى .
  په دې غونډه کې  دکميسيون  غړو وزيرانو دخپل نه برياليتوب په باب  په وار سره  دلايل  وړاندې کړل او بودجوي  ستونزه يې  يو مهم  دليل وباله .
  په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو  استازي  شاه ګل رضايي  دغزني ښار د چمتو کولو په اړوند دوزارتونو ستونزې دامنيتي او اقتصادي  ستونزو زيږنده وبللې او وي ويل د ١٣٩٢ کال لپاره  دبودجې جوړولو  خبرې  په ولسي جرګه کې پيل شوي دي  بايد  دهغو پروژو  دبشپړولو لپاره  دبودجې دتخصيص  په خاطر  لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي  چې تراوسه پورې نه دي بشپړ شوي .
   دکميسيون غړوپريکړه وکړه  چې  بيړني او ضميمه پروژه هم  دکال په نيمايي کې  دماليې وزارت ته  پيشنهاد شي . او دشکوه غزنه  فلم  دجوړولو لپاره پيسې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په واک کې ورکړي شي .  دغه راز د تحويل  په ډول احتياطي  پيسې دې  دکميسيون په واک کې  ورکړي شي . 
دفوايد عامې وزارت په وړانديز دملي دفاع وزارت دې  داسلامي ثقافت دمرکز  ساحه  چې اوس  ددغه وزارت پرسونل  پکې ځاى پرځاى دي  ، خالى کړي .
  _  دفوايد عامې وزارت دې د لازمې څارنې صلاحيت  ددغه وزارت دپروژو دڅارنې په باب  دولايت دمقام  په واک کې  ورکړي .
  _  دغزني دهوايي ډګر دجوړولو کار دې  دترانسپورت او دهوايي چلند دوزارت له خوا دغزني ولايت دمقام په همکاري  بشپړ شي .
_ دميلمنو او د پرانستلو د ورځې دمراسمو دلګښتونو لپاره دې  پيسې په پام کې ونيول شي .
دغه راز  هغو ميلمنو ته  چې  ټاکل شوې ده  په دغو مراسمو کې  ګډون وکړي  بلن ليکونه   برابر شي .
په پاى کې  ددفاع اودکورنيو چارو  دوزارتونو  استازو  ژمنه وکړه چې دمراسمو د پرځاى کولو  په ورځ  دکابل غزني  دلويې لارې  او دغزني ښار  دامنيت  په تامينولوکې  لازم اقدامات  ترسره کوي  او د يو ګډ  امنيتي پروګرام په باب  کار کوي .
 

کابل باختر د تلي  څلورمه
ددفاع او دکورنيو چارووزيرانو او دملي امنيت لوى رييس دمشرانوجرګې په ننني غونډه کې دهيواد دعمومي  امنيتي حالت او دافغانستان داوس او راتلونکي لپاره دخپلو امنيتي تدبيرونو په باب د غونډې دغړو پوښتنو ته  ځوابونه  وړاندې کړل
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دمشرانوجرګې درييس فضل هادي مسلميار  په مشري جوړه
شوه  لومړى دمجلس غړو دهيواد په دفاع کې دهيواد دامنيتي منسوبينو دسرښندنو او ځان تيريدنو درناوي  وکړ او ددفاعي چارو او دداخلي امنيت دکميسيون له خوا سناتور حاجي محمد امين صافي اودبيلابيلو  ولايتونو سناتورانو له انديښنو سره جوخت داوسني حالت ، دامنيتي مسووليتونو له ليږدونې او دمستقلانه  دفاع په شرايطو کې دافغانستان دتياري  ، دهوايي او توپچي پوځ  دسمبالولو او اړتيا ، دداخلي  ځواکونو دلازياتې همغږي ، دځانمرګوبريدونو دشنډولو  دلارو په تړلو او دهيواد امن ساحو ته په درز کې  دطالبانو دهڅو ، په امنيتي ځواکونو کې دمخالفينو  دقسمي استخباراتي  نفوذ ، په  ځينو ولايتونو کې دوسله والوطالبانو پرخلاف  دوګړنيو  پاڅونونو ، دافغانستان په حريم  دپاکستان دراکتي بريدونو ددوام ، دامريکا دپوځي اډو پرخلاف  له دې جملې څخه په افغانستان کې د ايران دګواښ او دهيواد  او په تيره بيا دولايتونو په کچه دنورو مهمو امنيتي مسئلو په باب خپلې  پوښتنې  طرحه کړې .
وروسته  دملي دفاع وزير  ستر جنرال بسم الله محمدى وويل : دښمن ستر نيت درلود چې  دهيواد په ختيځو او  شمال سيموکې امنيتي حالت دحقاني ، القاعده  لښکر طيبه  ، جيش محمد او دنفاذ محمد دشبکو په مرسته له جدي بحران سره  مخامخ کړي او  دلويو لارو په تړلو او دکابل او دهغه دشاوخوا ساحو دامنيت  د ګډوډولو په لاره کې يې  زياتې هلې ځلې وکړې خو د کورنيو ځواکونو په هراړخيزو هلوځلو او اتلوليو او دبهرنيو ځواکونو په همکارۍ  ددوى هيلي په ناهيلي بدلې شوې  او دفراه ولايت په بالابلوک او شيون  اود بالامرغاب په ګډون  دنويد په نامه دعملياتو او په لوګر ولايت کې په پړاويزو عملياتو او په  غوربند  او جلريز کې په عملياتو سره او په نورو برياليتوبونوسره   ددوى هلې ځلې  دناکامي په حال کې دي .
  دملي دفاع وزير  دکونړ ولايت  دحالت دڅيړنې او  له پاکستان څخه د توغنديو دتوغولو  د څيړنې په خاطر  دخپل وروستي سفر  په باب وويل  چې ددغو تيريو په بندولو کې به  له هر امکان څخه کار واخستل شي . 
ده وويل  چې دنورستان ولايت دمرکز  پارون دلارې دپرانستلو په خاطر  هم تدبيرونه نيول شوي دي  او زياته يې کړه چې تر راتلونکو  دوو کلونو پورې  دناټو دځواکونو په وتلو سره  تياري  نيول شوي دي او د هوايي  او دافع هوا دځواکونو  دپياوړتيا او دملي اردو  دځواکونو د ظرفيتونو دلوړولو په ګډون  پروګرامونه ترلاس لاندې  نيول شوي دي .
  محمدى وويل :  که چيرې  مستقلانه دفاع  سخته هم وي  بايد افغانان يو موټي شي  او د تيرو تاريخي دورو په شان په خپلې  ميړانې سره دهيواد او دهغه  دګټو دفاع وکړي او لازمه ده  چې دهيواد ددفاع  ځواکمني  په هربنه  چې وي پيداکړو .
  دده د څرګندونو له مخې، دملي اردو ځواکونه  له کمي پلوه  ديادونې وړ دى او له دې وروسته د ډاډمنو کسانو په جلب اوجذب کې له زيات دقت څخه  کار اخستل کيږي .  او يوشمير امنيتي کسان چې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کوي  پيژندل شوي او لازم اقدامات ترسره شوي دي .
ده  په سلو کې شل ځانمرګي بريدونه  ددښمن  په تحرکاتو پورې  اړوند وبلل اوپه بهرنيو ځواکونو  په سلوکې داتيا نورو بريدونو علت  فرهنګ ته دهغوى دځينو کسانو بې احترامي  او مذهبي مقدساتو ته سپکاوي او دځينو نورو له عقدو ډک  چلند وباله .
بسم الله محمدى زياته کړه: دشپې له خوا عمليات  دوام لري  او زياتره  دافغان ځواکونو له خوا ترسره کيږي . او دهغو په بشپړ افغاني کيدو باندې  کار کوو .
او  د ډاډمنې دفاع په خاطر يوه قول اردو  په قندهار کې او يوه قول اردو په هلمند کې  شته .
دغونډې په بله برخه کې دکورنيو چارووزير مل پاسوال غلام مجتبى پټنګ  ديو لړ موجودو  امنيتي ستونزو او چلنجونو  دبيانولو په ترڅ کې وويل  بې وزلي  بې سوادي دکار او کسب نشتوالي ، اداري فساد دنشه يي توکو قاچاق ، ددولتي  ادارو ترمنځ  نه همغږي ، دامنيت او دانډوليزې پرمختيا  نشتوالي ، دپولو  په دفاع کې  د پوځي  تشکيل او تاسيساتو کمښت ، دزبر ځواکو له خوا دځمکو غصب  ،  دموازي  ادارو شتون او مقدساتو ته  سپکاوي  په هيواد کې دبدامني عوامل دي . او زياته يې کړه  دپوليسو ځواکونو  په يوه مياشت کې دولس  مستقل عمليات  او پنځه نوي  ګډ عمليات ترسره کړي دي  چې په نتيجه کې يې  څه دپاسه  زر تنه  وسله وال مخالفين  وژل شوي ، ټپيان شوي او نيول شوي او هم ددغه وزارت له خوا  دښه امنيت دتامينولو او دسرحدي  او دعامه نظم دپوليسو  ، ملکي پوليسو او دلويو لارو  د پوليسو  اوداړو دوړو  ضد منظمو قطعاتو ، د پياوړتيا اوسمبالولو  او له تاوتريخوالي  ډکو مظاهرو  د کنترولولو لپاره  دپوليسو دپياوړتيا په لاره کې  دزياتو تدبيرونو په باب معلومات ورکړل .
  دکورنيو چارو وزير زياته کړه: دهيواد دپولو ددفاع په خاطر  غواړو دسرحدونو  قومونو اوقبايلو  دچارو له وزارت سره  په سلامشوره کې سرحدي قومونو ته  امنيتي وسايل  برابر شي . او دسرحدي سرغړونې په مقصد يو هيئت  دپکتيا ولايت ته استول شوي دي او د پوليسو دافرادو د جذب او دبيا څيړنې  دبهير لپاره  يو نوى ميکانيزم  برابر شوى دى .
  دغه راز  دملي امنيت لوى رييس اسد الله خالد  خپلې پخواني ژمنې تکرار کړې  او وي ويل  هلې ځلې رواني دي  چې خلک په ملي امنيت زيات اعتماد او باور پيداکړي او ددغې ادارې  منسوبين  له مرکز څخه  ولايتونو ته  او له ولايتونو نه ولسواليو ته  تمرکز پيداکړي . او ژمنه يې وکړه چې په دې ارګان کې دبشري حقوقو  ټول موازين  د دولتونو ترمنځ  له حقوقو او له اړوندو  کنوانسيونونو سره سم  رعايتيږي .  هيڅ بې ګناه به ونه نيول شي  او هيڅ مجرم به  له مجازاتو پرته خوشي نه شي . او هم  دمجرمينو دوسيې  له عدلي او قضايي  ارګانونوسره  تعقيبيږي  او  له نورو ارګانونوسره  په ګډوهلوځلو کې  د اداري فساد  په مخنيوي کې  همکاري کيږي .
  دملي امنيت لوى رييس ژمنه وکړه چې ددښمنانو او تروريستانو  توطيي او دسيسې به  ددوى په ځالو کې  شنډې کړو . چې دخلکو  داستازو او دنورو ارګانونو مرستې  اوزغم ته  اړتيا لري .
  دغه راز ده  دطالبانو پرخلاف  دوګړنيو پاڅونونو  په باب  خبرې وکړې او وي ويل  دغه پاڅونونه  چې دغزني ولايت له اندړو ولسواليو څخه پيل شوي دي  د طالبانو  او د هغوى دبهرنيو همکارانو د ظلمونو پرخلاف  وګړني پاڅونونه دي  چې خلک يې په پاکستاني بيرغونو سره  دبهرنيو  موټرسايکل سپرو  د تګ راتګ  ،  هغوى ته  د خوړو او پيسو د ورکولو او دښوونځيو کلينيکونو او  مواصلاتي لارو  دتړلو او دزده کړې په جرم  دځوانانو او دملکي وګړو دوژلو له امله يې  پاځون ته اړ کړي دي او زياته يې کړه چې ډير ژر  به  په ديارلسو  نورو سيموکې  وګړني پاڅونونه   پيل شي  او ملي امنيت هلې ځلې کوي چې دغه پاڅونونه  ترکنترول لاندې ونيسي  او نظام او دموکراسي ته  ستونزې  پيدانه کړي .
  دغه راز په پاى کې  يو شمير نورو سناتورانو  خپلې پوښتنې  طرحه کړې  او يا په پوښتنو يې  قناعت نه درلود اووپيتل شوه  چې  دنورو پوښتنو  ځوابونه دى  په ليکلي ډول برابر او مشرانوجرګې ته  وليږل شي .
دغونډې په بله برخه کې دسوالګرو دراټولولو  دکمزوري بهير  او بوډاګانو ته  داستوګنې  دمرکز  دجوړولو  طرحه  وڅيړل شوه اودزيات غور  په مقصد  يوې راتلونکي غونډې ته وځنډول شول .
  دغه راز  دارزکان ولايت سناتور  امان الله عظيمي دپاکستاني  پوځيانو  دراکتي پريدونو په وړاندې  دکونړ ولايت دفاع ته   د تياري لپاره  ددغه ولايت دخلکو  دپيغام  خبر ورکړ .
چې ددغه ولايت دخلکو  د هيوادپال  حساس له امله  قدرداني وشوه .
دغه راز په  غونډه کې مولوي عبدالوهاب عرفان  د حکومت  او دولسي جرګې  ترمنځ  واټن کې  دانحصار  دبندولو دقانون  په بې درکه کيدو  انتقاد وکړ او داکار  يې دافغانستان  ستړې   بازار  دمافيا لوبه وبلله او غونډې وپتيله چې داحتکار دبندولو قانون  چې په دې وروستيو وختو کې دولسي جرګې له خوا تصويب شوى دى  دانحصار دبندولو دقانون  تر پيدا کيدو پورې  تصويب نه کړي . 
دغه رازدمحمود طرزي دليسي  نږدې پنځلسوتنو زده کوونکو او استادانو  دمشرانوجرګې  داطلاعاتو او عامه ارتباط درياست  دروزنيزو پروګرامونو په چوکاټ کې دمشرانوجرګې  دعمومي غونډې بهير او دملي شورا  نورې برخې  وکتلې او دغه راز خپلې يو لړ درسي  ستونزې اووړانديزونه يې  د سنا مجلس  له لومړى نايب  محمد علم ايزديار او د ديني فرهنګي  ، پوهنې او دلوړو زده کړو دچارو دکميسيون له رييس  مولوي  مير حمد الله منيب سره  طرحه کړل . چې ددوى له خوا  دهغو په حل کولو کې  دهمکاري  ژمنه وشوه .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه مهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــښاغلی مشر،افغانستان د نن ورځی د لوړې کچې ناستې،  کومه چې په ملی او نړیواله کچه د قانون د واکمنۍ پیاوړی کولو په اړه زموږ د ګډې ارادې څرګندونه کوي او زموږ دوه اړخیزې ګټې تامینه وي ، هرکلې کوی. د تیرو شپږو لسیزو په لړ کې، ملګرو ملتونو د سولې په ساتنې، د بنسټيزو ازادیو په حفاظت او جنګونو څخه د راوتلو هیوادونو سره په مرسته کې ډیر پرمختګ کړی ده. د دغو ټولو لاسته راوړنو اساسي ستنه د قانون واکمنی ده. په لنډو ټکو کې موږ ویلی شو چی د قانون واکمنی یوه داسی اساسی ستنه ده چې پر بنسټ یې باامنه، باثباته او موافقی ټولنې غوړیږی. ښاغلی مشر،افغانستان لپاره د قانون واکمنۍ څخه ملاتړ کول د یو داسې ټولنې څخه چی لسیزو جګړو ویجاړه کړی وي د داسې یوی ټولنې په لور راوتلو لپاره یو مهم جز ده چیرته چی مونږ دپاتې امنیتي، پراختیایی او عدالت ننګونو څخه په راوتلو کار کوو. زمونږ هڅې د هیواد د هغو ادارو د بیا جوړولو څخه پیل شوی چی یا خو د سره موجودی نه وی یا بیخي کمزورې وی.په تیرو کلونو کې مونږ د خپل عدلي سکتور د لوړ ظرفبت د فعالولو په لور، ترڅو په ښه توګه د قانون واکمنی تامین شی، پرمختګ کړې. دغه اصل زمونږ په ملی پراختیایي ستراتیژی کې ګډ کړل شوی ده. مونږ د یو خپلواکه، لا روڼ، بی پری او معتبره عدلی سکتور د ملاتړ په لور، د اساسی قانون تصویبیدل چې د ټولو اتباعو دحقونو ساتنه کوی؛ زمونږ د ملی حقوقي چوکاټ  پلی کول؛ او د ملی عمل پلانونو ته پراختیا ورکول تر څو  زمونږ د وزارتونو بیا جوړښت  او ظرفیت لوړ شي په ګډون، په پراخه کچه ګامونه پورته کړی دي.ښاغلی مشر،د معافیت له منځه وړل  زمونږ په عدلي او امنیتي سکتورونو باندې د خلکو د باور او اعتماد کې مهم رول لوبوي. په دی موخه، سږ کال د جزایي اجراآتو  د نوی قانون مسوده ملی شورا ته وړاندی شوه او تمه کیږی چې زر به د قانون ګذاری په اجندا کې شامله شي.  همداراز څو ځانګړی کاری ډلې د جزاء قانون د مرور په اړه خپلې هڅې روانې ساتلې ترڅو د ټولو اتباعو ساتنه وشي، چې ځانګړې تمرکز به یې د ښځو او کوچنیانو په حقونو وي. مونږ د پوهنې په برخه کې او په ځانګړې ډول په لوړو زده کړو کې  د ونډې په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ کړی ده، چیرته چې زمونږ د سبا ورځې قاضیان او حقوق پوهان روزل کیږي. د دغو او زیاتو نورو لاسته راوړنو له لاری مونږ اړین تاسیسات او نهادونه بیاجوړوو ترڅو د قانون واکمني د یو ټینګ بنسټ په توګه عام شي او پراساس یې تلپاتې سوله را منځته شي.ښاغلی مشر،په سوله او امنیت کې د اوسیدنې فرصت د ټولو خلکو بنسټیز حق ده. افغان ولس د تاوتریخوالي څخه آزاد چاپیریال کې د اوسیدنې نه زیات د کوم بل څیز هیله نلري.په دې اړه، د افغانستان د امنیتي سکتور ریفورم، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پېل شو او د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو جوړښت ته، چې لیکي یې د افغانستان د ټولو خلکو استازي توب کوي، پرمختیا ورکړ. د لېږد بهیر سره جوخت، زمونږ امنیتي ځواکونه زمونږ په کلیو، ښارونو او ولایاتو کې د خلکو امنیتي اړتیاوو ته د رسېدلو لپاره ډېریدونکی مسئولیتونه، چې د خلکو د باور ملاتړ ورسره دی، په غاړه اخلي.د ورستي لسیزې څخه را پدې خوا مونږ د اداري فساد سره، چې د یو مرض په توګه زمونږ پر حکومت دارۍ، ټیکاو او بریالیتوبونو باندې بده اغېزه کړئ او د افغانانو لپاره لمړنۍ او ډېر تاوان رسوونکی پدیده ده، په زیار سره مبارزه کوو. د اداري فساد له ګواښ سره مبارزه زما د حکومت په لومړیتوب کې قرار لري. مونږ د یو بشپړ روڼ ادارې ته د رسېدلو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي دي، چې د دې ګامونو وروستۍ بېلګه یې د جولای د میاشتې ولسمشرۍ فرمان وو، چې په هغه کې وزارتونو، اداراتو او خپلواکو ریاستونو ته هدایت شوی تر څو د اداري فساد پر وړاندې مبارزې او د روڼتیا پیاوړي کولو لپاره جامع ریفورمونه او نور ګامونه پورته کړي.   ښاغلی مشر،افغانستان د یو شمېر ډېرو تړونونو او کنوانسیونونو برخه ده، چې په پراخه ابعادو کې د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ کوي. مونږ پدې پوهېږو چې یواځې د تړونونو لاسلیکول کافي ندي، او هغه حقوق او ژمنې چې د نړیوال اسبابو څخه رامنځته کېږي، باید په ملي قوانینو کې پلي شي. د همدې لپاره جمهور رئیس کرزي د عدلیې وزارت ته هدایت ورکړ تر څو په فعاله توګه پدې پروسې باندې کار وکړي تر څو داډ تر لاسه شي چې زمونږ ملي قوانین زمونږ نړیوالو ژمنو سره مطابقت لري.  ښاغلی مشر،سرمنشي په ملګرو ملتونو کې د تطابق پیاوړتیا، په نړیواله کچه د قانون د حاکمیت په برخه کې یو لومړیتوب  و نوماوه. یو ریفورم شوی امنیت شورا لاسته راوړل، دې ته په پاملرنې سره، چې خپل استازو شمېر، روڼتیا ته ډېروالی وبخښي او خپل اغیزمنتیا زیات کړي، ډېر اهمیت لري. افغانستان د حکومتونو تر منځ د امنیت شورا د ریفورم په مشرۍ کې یو رهبري رول په غاړه اخیستی او مونږ دې ته چمتو یو چې داډ ورکو چې د امنیت شورا دا حیاتي ریفورم د ملګرو ملتونو وړتیا لوړوي تر څو په نړیواله کچه د قانون حاکمیت څخه ملاتړ وکړي. ښاغلی مشر،مونږ د نړیوال جرمي عدالت په پراختیا، او د ډېرو جدي جرمونو ته په رسېدلو کې د نړیوال جرمي محکمې اهمیت مهم ګڼو او دا محکمه د ورستۍ حل لارې په توګه ګڼو. د روم د نړیوال جرمي محکمې د اساسنامې د غړي په توګه، مونږ په دې اساسنامې کې په دوامداره توګه د دولتونو ډېوالي ته هرکلی وایو. دا د دې ښکارندوی دی، چې د دې محکمې کار او اغیزمنتیا چټکتیا مومي. ښاغلی مشر،پداسې حال کې، چې پر دې مهم موضوع باندې د غړو دولتونو سره په تعامل پدې لوړه کچه خبرې اترې ډېرمهم دي، مونږ باید داډ ورکړو چې مذاکرو ته د پای ټکی نږدو؛ زمونږ هوکړه شوي پایلی باید په دواړو په نړیواله او  ملي کچه پلي شي. افغانستان به په خپل وار سره د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه، په نړیواله او ملي کچه د قانون حاکمیت په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
  دوسله والو طالبانو په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په هلمند ولايت کې دعملياتو په بهير کې کشف او ترلاسه شول .
دغه توکي په داسې حال کې چې دخانشين  ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه ډيپوکې  ساتل کيدل نن سهار دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په عملياتو کې کشف او ترلاسه شول .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې ٥٢٠ کيلوګرامه چرس  ترلاسه شوي دي
دهلمند دوالي دويندوى دڅرګندونو له مخې، ددغو نشه يي توکو دساتنې په اړوند يو ياغي هم نيول شوى دى .
په همدې حال کې ناټو هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دطالبانو دنشه يي توکو ددغې ډيپو کشفول تاييدوي .
په دې خبرپاڼه کې ويل شوى دى چې ياغيانو کله چې بل ځاى ته ددغو
نشه يي توکو دقاچاقو نيت درلود دغه ډيپو کشف شوې ده .
  په اوس وخت کې په افغانستان کې دنشه يي توکو زيات کار اوبار
دوسله والو طالبانوله خوا ترسره کيږي .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
  طالبانو په غور ولايت کې دوه تنه قومي مخور ووژل .
دغور دوالي ويندوى عبدالحي خطيبي  باختر اژانس ته وويل:  په ارباب  شمس اوحاجي شمس الدين  دتيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دآنه په نامه سيمه کې دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو .
دغور دوالي ويندوى وويل چې په دې پيښه کې يوملکي وګړى وژل شوى دى اويوبل  تن ټپي شوى دى .
دده دڅرګندونو له مخې، دغو دوو تنو ددغې ولسوالۍ په يوه قومي  غونډه کې ګډون  کړي و او دستنيدو په وخت کې  دطالبانو له خوا ووژل شول .
 

Tuesday, 25 September 2012 13:33

دفاتحي اعلان

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
دفاتحي اعلان
الحاج سناتور  جنت ګل خان تره خيل ، الحاج سناتور  حاکم خان تره خيل الحاج سناتور  سور ګل خان تره خيل زامن ، الحاج وکيل  ملاتره خيل  محمدى  لمسي ، الحاج وکيل  احمد شاه تره خيل  ورور ، الحاج عبدالظاهر  تره خيل ليور ،  دالحاج  عرب خان تره خيل  دميرمنې او وکيل  ملا تره خيل محمدى  دنيا د مړينې له امله  چې جنازه  پخوا خاورو ته سپارل شوې ده  دوستانو ته خبر ورکوي چې د ارواښادې  فاتحه سبا چهارشنبه  دميزان دمياشتې په پنځمه نيټه له غرمې وروسته  له يوې  بجې  څخه تر څلورو بجو پورې د څرخي پله  بازار ته  څيرمه دالحاج سناتور جنت ګل خان تره خيل په عالي دارالعلوم  کې اخستل کيږي   دوستان دى خبر وي
انا لله و انا اليه راجعون
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
  دملا عبدالفتاح په سرګروپي  يوه لس کسيزه  ډله وسله وال مخالفين  په بغلان ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ: ملا عبدالفتاح  پخوا دطالبانو د ډلې له خوا دبغلان ولايت ديوې  ولسوالۍ دپه اصطلاح  ولسوال په توګه  ټاکل  شوي و چې دملي امنيت  دلوى رياست  دموظُفينو دهڅو اوهاند له امله دسولې له بهير سره يوځاى شو او څرګنده يې کړه چې له دې وروسته په خپلو سيموکې د سولې اوثبات په تامينولوکې له هيڅ  راز هلوځلو  څخه ډډه نه کوي او خپل سوله ئيز ژوندانه ته به دوام ورکړي .
ديوبل خبر له مخې، دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو دجلا جلا عملياتو په ترڅ کې  په واټ کې دښخولو لپاره پنځه بوشکه يي ماينونه ، ريموټ کنترول  اوچسپکي  ماينونه ، اتيا بوتله الکولي مشروبات اويوه اندازه چاوديدونکي وسايل دبغلان ولايت په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي .
 

Tuesday, 25 September 2012 13:24

تبصره

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
دافغانستان هند او دامريکا ديپلوماتان  په نيويارک کې سره  وکتل .
  چې دخپلو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو په باب خپل نظر څرګند کړي .
دباختر اژانس مبصر ليکي: دغه کتنه دملګروملتو دسازمان دعمومي  ټولنې تر څنګ ددرې واړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو د معينانو په سويه جوړيږي .
  دغه کتنه ددغو دريو هيوادنو دجګپوړو مقاماتو ترمنځ لومړى کتنه بلل شوې ده چې کولاي شي  داوږد مهالو همکاريو دپراختيا لپاره لاره پرانيزي . دسياسي کارپوهانو په باور دغه غونډه دهغو هلوځلو په دوام ترسره کيږي چې له ٢٠١٤ کال وروسته ديو باثباته افغانستان ضمانت وشي .
له هند او امريکا سره دافغانستان درې اړخيزه غونډه دسيمه ئيز ثبات لپاره زيات ارزښت لري .
افغانستان له دغو دوو هيوادونوسره نږدى اړيکې لري او له هغوى سره يې ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي
او په تيرو يوولسو کلونوکې له افغانستان سره ددغو دواړو هيوادونو مرستې ارزښتناکې او دلمس وړ دي او دافغانستان په وړاندې ددغو دواړو  هيوادونو دريځونه  نږدې دي .
  دواړه هيوادونه هلې ځلې کوي چې افغانستان يوه پياوړي مرکزي واکمني چې له کورنيو  چلنجونو او د بهرني لاسوهنې له عواملو سره دمقابلې توان ولري ، خاوند شي .
دافغانستان په وړاندې ددواړو هيوادونو هند او امريکا دريځونه  نوى ډيلي ته دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې ميرمن کلنتن له سفر وروسته لاپسې نږدې  شوي .
  ميرمن کلنتن  په دې سفر کې  چې روان عيسوي کال دجون په مياشت کې وشو دافغانستان د شخړې په حل کولو کې  دنوى ډيلي دزيات ګډون غوښتنه وکړه .
درې واړه هيوادونه افغانستان ، هند او دامريکا متحده ايالات په سيمه کې دبنسټ پالنې دپراختيا په  نسبت حساس دي او هلې ځلې کوي چې د خپلو نظريو او دريځونو  په يو ځاى کولو سره  په سيمه کې داعتماد اوباور فضا واکمنه کړي او  سيمه ئيزو همکاريو ته پراختيا ورکړي .
  ددغه شان يوې فضا په شتون کې کولاي  شو دسولې او ثبات ضمانت وکړو .
ددرې  واړو هيوادونو ديپلوماتانو په وار وار  ويلي دي چې دغه شان غونډې او دهمکاريو ژمنې څنډې  ته دنورو دشړلو په مفهوم  نه دى اوبايد ددغه شان غونډو دجوړولو او خبرو په نسبت بايد حساسيت اوبدبيني  موجوده نه وي. ځکه هدف ، دهغو ګډو هدفونو  لپاره  ګډ کار دى چې هماغه دثبات تامينول دبې باورى  له منځه وړل او داعتماد  اوهمکاري دفضا برابرول  دي چې په بيلابيلو برخو کې سيمه ئيزې همکاري  پراختيا ومومي .  اوسياسي اودښمني خپل  ځاى زغم اومتقابل  درک ته پريږدي .
  دافغانستان دولت په تيرو وختو کې هم دسيمې دهيوادونو دنږدې کولو لپاره له فعالې ديپلوماسي  څخه  کار اخستى دى او په وار وار يې په دې کار ټينګار کړى دى چې له ټولو ملتونوسره  له دوستي څخه به ګټه  واخلي نه غواړي  اوپرې به نه ږدي  چې دغه هيواد دسيمه ئيزو او نړيوالو سياليو په ډګر  بدل شي نو په دغه شان دريځ کې  دبدبيني  بدګوماني او انديښنې  لپاره کومه خبره نشته .
افغانستان  په داسې حال کې چې له امريکا  او هند سره  په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي په نږدې  راتلونکي کې به  له پاکستان او امريکا سره هم ورته غونډه کې برخه واخلي .
  ددغه شان غونډې جوړول ددې فرصت برابره وي  چې داقتصادي ودې او دهمکاري دپراختيا په باب  فکر وشي او ورته ورسيږو .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون له خوا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ۷۰ تنو کارکوونکيو ته د « قواوو د تفکيک اصل» تر سرليک لاندې دوه ورځنی سيمينار جوړ او د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو.
ورپسې د کميسيون رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په خپله پرانيستوونکي وينا کې د قواوو د استقلال او تفکيک اصل په اړه وويل چې د دغه اصل رعايت د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د مداخلې مخنيوي کوي او د تقابل پر ځای همکارۍ ته لاره هواروي.
پوهاند قاضي همدارنګه په افغانستان کي د اساسي قانون پر تاريخي بهير رڼا واچوله او د هېواد اوسنی اساسي قانون يې تر ټولو ښه قانون وباله چې د درې ګونو قواوو د استقلال او تفکيک اصل په کې رعايت شوی دی.
د کميسيون رئيس د اساسي قانون ۱ ، ۲ ، ۳ او ۴ مادو ته په اشارې سره چې په کې په افغانستان کې د واحد  ملت، اسلامي ارزښتونو او د ملت حاکميت پر موضوعاتو باندې ټينګار شوی، وويل چې د دولت درې ګونې  قواوې بايد د يوه واحد ملت په اړه فکر وکړي او د يوبل په چارو کې د مداخلې پر ځای د همغږي او همکارۍ له پاره ډېره هڅه وکړي.
نوموړي د سيمينار له برخوالو څخه وغوښتل چې د قواوو د تفکيک په برخه کې د شته ستونزو او حل لارو په اړه يې هر اړخيز بحث وکړي تر څو د يوې طرحې په چوکاټ کې جلالتماْب جمهور رئيس ته د يو تقنيني سند وړاندېز وي چې دغه همکاري او همغږي قانوني ملاتړ تر لاسه کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستيال ښاغلي کريم باز په خپلو خبرو کې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې له خپلواک کميسيون څخه چې د اړوندې ادارې د کارکوونکيو له پاره د ياد سيمينار په جوړولو کې مرسته کړې، مننه وکړه.
ښاغلي باز د يوه ولسواک نظام له پاره يوازې د درې ګونو قواوو شتون کافي ونه باله او زياته يې کړه چې په دغه ډول نظام کې بايد د قواوو  د تفکيک او استقلال اصل  په سمه توګه مراعات شي.
له هغه وروسته د کميسيون د دارالانشاء د لوی رياست سرپرست پوهنيار احمد حنيف حنيف د افغانستان په اساسي قانون کې د قواوو د تفکيک او استقلال اصل په اړه هر اړخيز معلومات  وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.