27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
دولسي جرګې او دمشرانو جرګې دهيئت په غونډه کې چې  دولسي جرګې  ددريو غړو اودمشرانو جرګې  ددريو غړو په ګډون جوړه شوه د واليانو دمرستيالانو او دولسوالانو په ګډون دملکي خدمتونو دکارکوونکو دلومړيو ، دويمو او دريمو بستونو د  متصديانو  د بدلون په باب دملکي خدمتونو دقانون د پنځمې ګڼې  ضميمې  دريمه ماده په يو پست کې ددريو کلونو له تيرولو وروسته وڅيړله .
دولسي جرګې  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  په دې غونډه کې ځينو  کسانو استدلال کاوه  چې دملکي خدمتونودکارکوونکو دلومړيو دويمو دريمو بستونو په تيره بيا دواليانو دمرستيالانو او دولسوالانو بدلون له دريو کلونو وروسته  اداري ستونزې رامنځته کوي  خو يو شمير نورو عقيده لرله چې له ناوړې استفادې څخه دمخنيوي او په يوځاى کې داوږد مهال لپاره داشخاصو دپاتې کيدو دمخنيوي لپاره دى  بايد درې کاله  قيد وارد شي چې په نتيجه کې يې  دولايتي شورا دغړو دغونډې او دټولو رايو دموافقې  په زياتوالې سره له دريو کلونو وروسته دلومړيو ، دويمو او دريمو بستونو دمتصديانو د بدلون طرحه تاييد شوه  .
دضميمې  دڅلورمې مادې  په دويمه فقره کې چې دواليانو دمرستيالانو  او دولسوالانو په معاش سره  دانتظار په حال  پورې اړه لري  له مفصلو خبرو وروسته دولسي جرګې  تعاديلونه چې دملکي خدمتونو دکارکوونکو په قانون باندې يې زيات ټينګار کړي دي دتاييد وړ وګرځيد او په ټوليزه توګه دملکي خدمتونو د کارکوونکو دقانون پنځمه ګڼه  ضميمه تصويب  شوه .  
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير له مرستيالې ميرمن تيناکيدانو سره په کتنه کې هوايي او زغره والو ځواکونو او دهوايي دفاع دقوتونو لرلوته دافغانستان په جدي اړتيا باندې ټينګار وکړ او وي ويل چې بايد نړيواله ټولنه په دې اړوند له افغانستان سره مرسته وکړي چې دغه هيواد وکولي شي دکورنيو اوبهرنيو ګواښونو په وړاندې دځان دفاع وکړي .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته ترسره شو دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې دافغانستان دملي اردو او دپوليسو دځواکونو دښوونې او روزنې کچه لوړه ده او دغه ځواکونه په نفس په بشپړ اعتماد سره دخپل هيواد ددښمنانو په وړاندې  جنګيږي .
  په دې کتنه کې په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو  دسفير مرستيالې ميرمن  تينا کيدانو ددغې کتنې له امله دخوښي  دڅرګندونو په ترڅ کې وويل چې موږ به تل دافغانستان دخلکو او دولت تر څنګ ولاړ واوسو او کاربه وکړو چې دافغانستان امنيتي ځواکونه په ښو تجهيزاتو سمبال شي  او هوايي او زغره والو ځواکونو ته ددغه  هيواد په اړتياو په  ښه توګه پوهيږو .
ده په هيواد کې روان حالت ته په پاملرنې سره څرګنده کړه چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا لپاره دپرله پسې  کار سره يوځاى بايد هراړخيزې هلې ځلې وکړو چې له اوسنيو فرصتونوڅخه په افغانستان کې دراتلونکو انتخاباتو دزمينې دبرابرولو لپاره استفاده وکړو .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  دباميانو ولايت دعامې روغتيا رياست مسوولينو ددغه ولايت په يکاولنګ  ولسوالۍ کې دروغتيايي تاسيساتو  د بنسټ د ډرو دايښودلو خبرورکړ .
په دغو تاسيساتو کې يو سلو څلور څلويښت زره امريکايي  ډالره لګول کيږي .
دباميانو ولايت دعامې روغتيا  رييس  ډاکترې ريحانه  باختر اژانس ته وويل: په دغو تاسيساتو کې چې په يکاولنګ  ولسوالۍ کې جوړيږي دغاښونو دکلينيک او د ولادي او نسايي کلينيک  د انتظار دخونې تاسيسات شامل دي
يوه اړونده خبرځاى  وويل ،دغه تاسيسات به دماليزيا هيواد له خوا تر دوو  مياشتو  پورې په پاخه او اساسي  ډول بشپړ اوګتې اخستنې ته وړاندې شي .
ديکاولنګ  ولسوال عبدالاحد مبارز باختر اژانس ته وويل: په څو تيرو کلونوکې ديکاولنګ  خلک دزياتو روغتيايي ستونزو سره لاس او ګريوان  و او ددغو مرکزونو دجوړولو له امله يې خوښي څرګنده کړه او وي ويل چې له دغو تاسيساتو څخه په ګټې اخستنې  سره به ديکاولنګ  دخلکو زياتې ستونزې لري شي .
  ديکاولنګ  ولسوالۍ يو شمير خلک په روغتيايي مرکزونو دنه لاسبري له امله شکايت لري او وايي چې په دې ولسوالۍ کې دميندو اوماشومانو د مړنې کچه لوړه شوې  ده .
  ديکاولنګ  دولسوال دڅرګندونو له مخې، ددغې ولسوالۍ د وګړو په پام کې نيولو سره اوسني روغتون له امکاناتو  سره يې دخلکو اړتياو ته ځواب نه وايي او بايد زيات تجهيزات  ددغه روغتون دکارکوونکو په واک کې ورکړي شي .
 

پيښور باختر د تلي  دوه ويشتمه
  دخيبر پښتونخوا ايالت دورکزو ايجنسي په قبايلي سيمو کې ددوو ډلو ترمنځ نښته کې نن شپږ تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
په دې نښته کې چې نن دمموزو په سيمه کې وشوه او دواړو ډلو درندې وسلې  پکې وکارولې ددواړو لورو ترمنځ بريدونو په ځنډ سره دوام وکړ .
دورکزو  ايجنسي  يوه  له اووه قبايلي سيمو څخه ده چې په هغو کې پاکستاني طالبان او په القاعده  شبکې پورې اړوند ياغيان  پټنځايونه لري .چې له دغو ځايوونو څخه په افغانانو او په لويديځو هدفونو باندې بريدونه طرحه کوي .
 

کابل- باحتر د تلې ۲۲مه
ولسي جرګې د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون طرح تصویب کړه.
د ولسي جرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په هغې غونډه کې، چې د ولسي جرګې د رئیس عبدالرووف ابراهیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، تر اجنډا وړاندې وکیلانو یو لړ ستونزې او د خلکو اندیښې په ډاګه کړې، د روان کال د پراختیايي پروژو د نه پلي کیدو په برخه کې یې د حکومت په ناسمو او کمزورو کړنو نیوکه وکړه.
په غونډه کې د غور ولایت د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې د یوشمیر خلکو د راغونډیدو یادونه وشوه، او وویل شول، حکومت د کابل- هرات سړک دجوړونې د پروژې لپاره، چې له څو ولایتونو څخه تیریږي او کابل په لنډو د هرات له ولایت سره نښلوي، بودجه نه  ځانګړې کوي او خلک ددې نه پاملرنې له امله راغونډ شوي وو او ددې سړک د جوړیدو غوښتونکي و.
یو شمیر وکیلانو په هیواد کې د پولیو د واکسینو د بهیر پیل کیدو ته په اشارې سره د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړي ډول د هیواد د سویلي سیمو له استوګنو څخه وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې دې د پولیو د واکسینو تطبیق ته لاره اواره کړي.
د ولسي جرګې غړو له علماوو، قومي مشرانو، د جوماتونو او تکایاوو له ملاامامانو او د رسنیو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د پولیو د ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د وقایې په موخه دې خلک وهڅوي، چې خپل تر پنځو کالو د کم عمر ماشومان په دې دریو ورځو کې واکسین کړي.
په غونډه کې وکیلانو د افغانستان د غوره لیګ فوټبال  سیالیو د ترسره کیدو هرکلی وکړ، هغه یې ورزش او ملي یووالي ته د ځوانانو د هڅونې په برخه کې یو مثبت او مهم ګام وباله، د ولسي جرګې له اداري پلاوي او کمیسیونونو څخه یې وغوښتل، چې ددې لیګ جوړونکي دې وستایي.
یو شمیر وکیلانو په کابل ښار کې د ناامنیو، غلاوو او وژنو د زیاتوالي او د اسټرالیا له هیواد څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو په اړه خپلې اندیښنې وښودې، دې موضوعاتو ته د حکومت د ژر تر ژره پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
یو شمیر نور وکیلان، ددې ترڅنګ، چې د ملي شورا او حکومت ترمنځ اړیکي یې نامنظم وبلل، د حکومت د کړنو د ښې څارنې په خاطر د منظمې اصولنامې او د ملي شورا او حکومت د اړیکو د څیړنې په موخه د یوه پلاوي د جوړیدو غوښتونکي شول.
یو شمیر نورو وکیلانو بیا په پاکستان کې د طالبانو له لوري د مدني ټولنې پر یوې فعالې د وسله وال برید په اړه خبرې وکړې، وړاندیز یې وکړ، چې د ملالۍ یوسفزۍ د کړنو د ملاتړ په موخه دې د پاکستان پارلمان ته یو رسمي لیک واستول شي.
په غونډه کې د کونړ ولایت د محکمې له لوري پر یوه شخص د اعدام د حکم، چې یوه نجلۍ یې تر تجاوز وروسته وژلې وې، ملاتړ وشو، له ولسمشر نه وغوښتل شول، چې د محکمې د حکم د تطبیق فرمان دې صادر کړي.
د ولسي جرګې ځینې وکیلانو د ولسي جرګې په کمیسیونونو او عمومي غونډو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ګډون د بیلا بیلو طریقو پر څرنګوالي نیوکه وکړه، ټینګار وشو، چې له ضروري دلایلو پرته دې د دولتي لوړو پوړو چارواکو له بلنې څخه ډډه وشي.
په غونډه کې له اجنډا سره سم په کلیزه کې د ملي یووالي او د ملت د کور د شهیدانو په نوم د لړم د پنځلسمې نیټې د درجولو، د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون طرح او د وکیلانو د خارجي سفرونو د راپور په اړه بحث وشو.
د ملي یووالي او د ملت د کور د شهیدانو په نوم د لړم د پنځلسمې نیټې د درجولو طرح، چې د اساسي قانون د اووه نویمې، د اوومې او نهه دیرشمې مادې پر بنسټ جوړه شوې ده، د ولسي جرګې د تقنیني چارو د کمیسیون د رئیس قاضي نذیر احمد حنفي له لوري وړاندې شوه او تر هر اړخیز بحث وروسته د رایو په اکثریت تصویب شوه.
د یادونې وړ ده، چې د سید مطفی کاظمي، صاحب الرحمن همت، نازکمیر سرفراز، حاجي ظریف، صبغت الله ذکي او عبدالمتین په ګډون د ولسي جرګې شپږ غړي، د ۱۳۸۶ کال د لړم په پنځلسمه، په بغلان ولایت کې دیوه ځانمرګي برید په پایله کې په شهادت ورسیدل او دغه نومونه د یادو شهیدانو د درناوي په موخه کیږي.
ورپسې د لویې څارنوالۍ د تشکیل او واکونو د قانون طرح په اتو څپرکو او دوه څلویښت مادو کې د عدلي او قضايي کمیسیون د مرستیال محمد سرور عثماني فراهي له لوري وړاندې شوه، چې د اختلافي ټکو په اړه تر بحث وروسته د رایو په اکثریت تصویب شوه.
د غونډې په وروستیو کې د وکیلانو د خارجي سفرونو په اړه د وکیلانو د خوندیتوب، امتیازونو او حقوقو د کمیسیون راپور د یاد کمیسیون د رئیس شریف الله کامه وال له لوري ولوستل شو، وکیلانو له اړوند کمیسیون څخه وغوښتل، چې په راپور کې شته نیمګړتیاوې دې له منځه یوسي او په  راتلونکې غونډه کې دې بشپړ او مفصل راپور وړاندې کړي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د زابل ولایت استازي له کندهار سره د یاد ولایت په څیرمه ولسوالیو کې د محلي پولیسو له لوري خلکو ته د اوښتو زیانونو او اداري فساد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د کندهار د معروف ولسوالۍ سیمه ییزو پولیسو د زابل ولایت د اټغر په ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو تیری کړی، دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.
دده په خبر اوسمهال خلک د سیمه ییزو پولیسو له ویرې له خپلو کورونو وتلي او تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې سبا کوي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، د لویې څارنوالۍ له لوري د زابل څارنوالۍ ته هدایت ورکړل شوی، چې په دغه ولایت کې د اختلاس په اړه پلټنې وکړي، خو دا پروسه ډیره ټکنۍ او ځنډنۍ پر مخ ځي. د بیلګې په ډول په ۱۳۹۰ کال کې زابل ولایت ته د واورو د پاکولو په خاطر شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ انتقال شوې، خو هغه ټولې حیف او میل شوې. هغه زیاته کړه، ددې اختلاس دوسیه د لویې څارنوالۍ له لوري ترتیب شوه او د زابل ولایت څارنوالۍ ته واستول شوه، خو هغوی یې په اړه کوم غوڅ ګام نه دی پورته کړی.

دده په خبره د زابل په مرکز قلات کې داسې نور اختلاسونه هم شوي دي، خو څارنوالۍ یې په اړه اجراات نه دي کړي. نوموړی په دې اړه د بیړنیو اقداماتو غوښتونکی شو.

Saturday, 13 October 2012 03:37

دبنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
د شهید استاد رباني په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزیر له خوا د سلو خونو تدریسي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د لوړو زده کړووزارت دخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په هغه مراسمو کې  چې د دغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دایښودو په اړه جوړه شوې وه، پوهاند ډاکټر عبیدالله عبید، د دغې ودانۍ د ښه کیفیت او چټک جوړیدو له امله پر اړوندو کارکوونکو ټینګار وکړ او د ښه کار کولو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغې ودانۍ، چې مالي لګښت یې دوه میلیونه امریکایي ډالره کیږي، د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه په شپږو پوړونو کې په دوو کلونو کې ودانیږي.
د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د تدریسي خونو د کمښت او د محصلانو د تدریسي ټولګیو د نه شتون ستونزه اواره شي.
همداراز د لوړو زده کړود وزیر له خوا په پوليتخنیک پوهنتون کې د موټرو لپاره د پارک جوړولو کار هم پیل شو.
د دغه پارک مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي، چې په جوړیدو سره به یې د استادانو د وسایطو لپاره د پارک د نه شتون ستونزه له منځه لاړه شي.  
د یو بل خبر له مخې نن په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزیر له خوا يو جومات پرانستل شو.
  د دغه جومات د پرانستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر پوهاند ډاکټر عبیدالله عبید خبرې وکړې او دغه جومات یې د مسلمانانو د ورورولۍ، یووالي او برابرۍ لپاره اغیزمنه وسیله وبلله هغه همدارنګه د کابل پوهنتون محصلان یې د علم ترلاسه کولو، ملي وحدت، همغږۍ او پرمختګ ته وهڅول.
دغه جومات چې په نوي او عصري سیستم جوړ شوی او د ډیرو ښو اسانتیاوو درلودنکی دی، په یو وخت کې له زرو څخه ډیر کسان پکې لمونځ ادا کولای شي
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  دقندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې ديو ځانمرګي بريد له امله دملي امنيت څلور تنه ځواکونه شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې  وروسته دقندهار ولايت دمعروف ولسوالۍ  دملي امنيت دمديريت ته څيرمه رامنځته شوه .
  د قندهار دوالي ويندوى احمد زيرک باختر اژانس ته خبر ورکړ: بريد کوونکي خپل چاوديدونکي توکي دمعروف ولسوالۍ دملي امنيت  دمديريت  په امنيتي کمربند کې وچول چې له امله يې دملي امنيت څلور تنه  ځواکونه شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دخبرځاى دخبر له مخې، ټپيان دقندهار ميرويس  روغتون ته  ليږدول شوي او دوو تنو يې روغتيايي  حالت  خراب بلل شوى دى .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  دافغانستان دعلماوو دسرتاسري شورا اعلاميه .
  افغانستان يو اسلامي اومجاهد هيواد دى چې ٩ر٩٩ سلنه ملت يې مسلمان دى چې له شوروي اتحاد سره په ستر جهاد کې يې دوه مليونه  شهيدان ورکړي دي قوانين يې اسلامي دي ، په محکمو کې فيصلې دهمدې قوانينو پراساس کيږي  نه په غير اسلامي قوانينو، لکه انګريزي  او نور قوانين .
ځکه  چې الله تعالي دسوره المانده په ٤٤ر٤٥او ٤٧ ايتونو کې فرمايلي دي .
  ترجمه : اوکوم  خلک چې دالله له نازل کړي  قانون سره سمه فيصله ونه کړي، هغوى کافران دي ، ظالمان  دي ، فاسقان  دي .
افغانستان دتاريخ په اوږدو کې دچاغلامي نه ده منلې او نه به يې په اينده کې  ومني .
په اسلامي  امت کې دفتوي ورکولو معتبرې  مراجع معلومې  دي، هرڅوک او هره خوله ددې صلاحيت او اهليت نه لري  ، چې داسلامي  مهمو قضاياوو په هکله فتوي ورکړي  لکه دکرکټ لوبغاړي (کهلاړي)  او نه هم دافغانستان مسلمانان  دومره ناپوه او له دين سره نا اشنا دي چې دهرچا وينا ته اعتناوکړي .
  په اسلامي شريعت کې  دعامو انسانانو خصوصا دسپين ږيرو ، ښځو او ماشومانو وژل او انتحاري  حملات دقراني  ايتونو او نبوي احاديثو داحکامو مطابق ناروا عمل دى، متاسفانه چې ډير بيګناه انسانان هره ورځ په افغانستان کې  وژل کيږي او يا تپي کيږي  چې په هغو  کې سپين ږيري ، ښځې او ماشومان شامل دي او اوس دالړۍ له افغانستان  څخه دباندې هم په غزيدو ده لکه څو ورځې مخکې دپاکستان دسوات په سيمه کې په يوې نابالغې  نجلۍ ملالې  يوسفزي باندې قاتلانه حمله او داسې نور .
  نو دافغانستان دعلماوو  سرتاسري شورا دخپل مسلمان مجاهد او شهيد پال ملت پرخلاف دغه بې بنسټه څرګندونې ردوى او له خپل ملت څخه غواړي چې داستخباراتي کړيو دسيسو ته پوره متوجه واوسي .
 

Saturday, 13 October 2012 13:37

تبصره

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  حرفوي جنايت کارانو بيا هم په يوبل  جنايت  لاس پورې کړ او په يوې  تنکي پيغلې  په ډزو سره يې دخپلو بشري ضد جنايتونو په تاريخ کې  يوه بله پاڼه ورزياته کړه .
داځلې حرفوي انسان وژونکو په څوارلس  کلنې تنکي پيغلې  ملالى يوسفزي  چې په سوات کې دښوونځي زده کوونکي اوهم دبشر دحقوقو کارکوونکې ده ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړه .
دکارپوهانو په باور دبشريت دښمنان هيڅکله  په ديني اوملي ارزښتونو ژمن نه دي  او په هر فرصت کې چې ترلاسه کوي يې په جنايت لاس پورې کوي .
دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي  بې رحمي  ، سخت زړي ، انسان وژنه اوجنايت  دهغو کسانو په ورځني کار بدل شوى دى چې له دين اوله ملي ارزښتونو څخه دوسايلو په توګه  کار اخلي په هيڅ دين اومذهب کې نه دى ويل شوى چې يو انسان په بل انسان دحقوقو دپوهوي او دذهنونو  دروښانولو په خاطر بريد وکړي دغه سخت زړي په هغه ناسم  برداشت سره چې په دې باب يې لري تل دجنايت په ترسره  کولو سره په دين ګوزار وکړي  او داسلام مبين دين يې دترور ،وحشت ،  دهشت ، چاودنې او ځان وژنې دين معرفي کړى دى .
آيا همدغه حرفوي انسان وژونکي  او تروريستان نه دي چې په افغانستان کې يې دښوونځي  په سلګونو تنو زده کوونکو ، ښوونکو او عالمانو بريد کړي دي
آيا دادسيمې داستخباراتي کړيو په خوندي لمن کې  هماغه پالل  شوي تروريستان نه دي چې په افغانستان کې يې دښوونځيو په لسګونو زده کوونکي مسموم کړي دي .
آيا دا دعلم او پوهي دښمنان نه دي چې دويرې او ډار دفضا په برابرولو سره يې په لسګونو او سلګونو ښوونځي په افغانستان کې دعلم او معرفت دطالبانو پرمخ تړلي دي .
هو !  دا هماغه کسان  دي چې له پولې  اخوا روزل  کيږي چې دټولو اخلاقي او انساني موازينو پرخلاف آن په ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او تنکيو پيغلو بريد کوي .
  ددغو بحران  او ناتار دپاى ته رسولو لپاره دافغانستان مشرتابه په وار وار دافراطيت او بنسټ پالنې  پرخلاف دجګړې له متحدينو  څخه غوښتي دي چې دتروريستانو  خوندي پټنځايونو او ځالو ته پاملرنه وشي او په وار وار يې له پاکستاني مقاماتو څخه غوښتي دي چې دتروريستانو پرخلاف  جګړه کې رښتيني  واوسي  ځکه  فرصت غوښتونکي تروريستان په هيڅ ارزښت اومنطق  ژمن نه دي .
  په ملالى يوسفزي  بريد وښوده چې ترحم پرپلنګ تيز دندان جفاکاري بود با ګوسفندان .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  په زابل ولايت کې ددوو پرله پسې چاودنو له امله دپوليسو دوه تنه سرتيري ووژل شول  .
په دې پيښه کې ددريو تنو پوليسانو ، دريو تنو ملکي وګړو او ديو خصوصي امنيتي شرکت د دريو تنو ساتونکو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنې نن له غرمې مخکې  دقلات ښاروالۍ ودانۍ ته څيرمه وشوې .  لومړى چاودنه هغه وخت وشوه چې د يو خصوصي امنيتي شرکت دساتونکو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت .
  ويل کيږي چې په دې چاودنه کې ديو خصوصي امنيتي  شرکت درې تنه ساتونکي چې د ناټو دتدارکاتي کاروان دامنيت دتامينولو مسووليت يې درلود ټپيان شول او دويمه چاودنه هم له دغې پيښې څخه ټيک لس دقيقې وروسته هغه وخت وشوه چې امنيتي ځواکونه دپيښې د څيړنې او دسيمې روغتون ته دټپيانو دليږدونې لپاره دچاودنې په ځاى کې راټول شوي وو .
دزابل دوالي ويندوى محمد شريف  ناصري له باختر اژانس  سره په اړيکه کې وويل چې په دغو چاودنوکې دپوليسو دوه تنه سرتيري ووژل شول او ددريو تنو افغان پوځيانو ديو خصوصي امنيتي شرکت  ددريو تنو ساتونکو او ددريو تنو ملکي  وګړو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول .
په همدې حال کې دزابل دولايتي روغتون ډاکترانو ددغو چاودنو ديو ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .