27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  هغه سړى چې ويل کيږي په کندز  ولايت کې  يې يوه ځوانه نجلى وژلې ده نن دپوليسو له خوا ونيول شو .
ګل بشره  دتلي دمياشتې په لسمه نيټه دکندز ښار په اندي جاني سيمه کې  دچړې  په ګوزار  سره په بيرحمانه ډول  وژل شوې وه .
  دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سيد سرور حسيني باختر اژانس ته وويل : امنيتي ځواکونو دشل کلنې ګل بشرې وژونکى نيولى دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې  انګيزه نه ده  روښانه شوې .
دکندز دپولسو ويندوى  وايي چې په دې  اړوند دپوليسو څيړنې او پلټنې پيل شوي دي .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن په لوګر ولايت کې دعينکو دمسو دکان له تاريخي ساحې دپلټنې او کيندنې دکار بهير وکوت .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې سفر کې په داسې حال کې چې دکانونو وزارت سلاکار محمد اصف  فروزان ، په ولسي  جرګه کې دلوګر ولايت دخلکو استازي محمد اکبر ستانکزي او داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دلرغون پوهنې رييس عبدالقدير تيموري يې ملګرتيا کوله داطلاعاتو او فرهنګ وزير اوملګري هيئت يې دلوګر ولايت دعينکو دمسودکان په بيلابيلو ساحوکې دتاريخي اثارو دکيندنې دکار بهير او دغه راز هغه موزيم چې ددغو اثارو دلنډ مهالې ساتنې په خاطر په دې ساحه کې جوړ شوى دى له نږدې وکتل .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير  ډاکتر سيد مخدوم  رهين  ددغې کتنې په بهير کې وويل، دلوګر ولايت له اسلام مخکې او له اسلام وروسته دتاريخي اثار دلرلو له پلوه دهيواد يو ډير بډاي ولايت دى چې ددغو اثارو له جملې څخه په دغه ولايت کې دوه ښارګوټي له ميلاد مخکې  له ميلادي پيړى  په لومړيو پيړيو  پورې او آن په دويمې پيړى پورې اړه لري .
ده زياته کړه چې دغه دوه ښارګوتي يو يې دعينکو دمسو په ساحه کې اوبل يې په خروار سيمه کې دى او دعينکو دمسو سيمه له نيکه مرغه يوه موده کيږي چې تر فني کار او علمي څيړنو لاندې ده .
ډاکتر رهين وويل: هغه ساحې چې دعينکو  د مسوکان ته څيرمه پرتې دي هيله ده چې ډير ژر لرغوني څيړنې يې بشپړې شي چې دکان درا ايستلو کار پيل شي .
دغه راز په دې ساحه کې زموږ دهيواد څو تنه لرغون پوهان او دڅو نوروهيوادونو لرغون  پوهان کار کوي  چې زموږ دلرغونپوهانو په نظر په سلوکې پنځه اويا  کاريې پاى ته رسيدلى دى اوپه سلوکې ٢٥ کار چې دترلاسه شويو  اثارو دترميمولو په ارتباط دي له منځه تللي دي او يوه اندازه  يې پاتې  دي .
دغه ساحه هم له معنوي او تاريخي پلوه اوهم په مادي  پلوه دافغانستان دملت دوياړ سبب دى .
ډاکتر رهين ددغې کتنې په بهير کې  دلوګر ولايت دعينکو دمسو دساحو له امنيتي مسوولينو څخه چې خپلې امنيتي دندې يې په ښه توګه ترسره کړي دي قدرداني وکړه .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  دطالبانو په ډلې  پورې اړوند دوه تنه يرغلګر نن سهار کله چې په لغمان ولايت کې يې په امنيتي پوستې دبريد نيت درلود ووژل شول .
په دغو کسانو مخکې له دې چې ځان امنيتي پوستې ته ورسوي دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو اوووژل شول .
دباختر اژانس خبريال خبر راکړ  چې په دغو  عملياتو کې ددښمن يوه اندازه چاوديدونکي توکي او جنګي وسايل هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
 

پيښور باختر د تلي  دوه ويشتمه
  په آدم خيلو دره کې نن دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه ١٥ تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
  پوليس وويل  ځانمرګي بمي بريد کوونکي په ښکاره دامن دلښکر مقر و چې دطالبانو پرخلاف جنګيږي  او په ادم خيلو دره کې په اصلي بازار کې پرې بريدوشو چې دڅه ناڅه ١٥ تنو دوژل کيدو سبب شو
ددغې پيښې  مړي او ټپيان دکوهاټ او پيښور  روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
  امنيتي ځواکونو  ساحه  کلابنده کړې ده . او تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
دالجزيرې  دخبري سايت  دخبر له مخې،  په دې کورګډي  چاودنه کې څه ناڅه شل  پلورنځي   ويجاړ شوي دي .
 

دمشق باختر د تلي  دوه ويشتمه
   په سوريه کې ددولت مخالفينو ددغه هيواد دجنوب او شمال ترمنځ واټ دکنترولولو  لپاره خپلو بريدونو ته دوام ورکړ او له يوې ورځې  سختې نښتې وروسته يې وکولاي شول  پرون په ختيځ  ښار حلب کې له حکومتي ځواکونو څخه يوه هوايي اډه ونيسي .
ويل کيږي چې حکومتي ځواکونو په لويديځ ښار حمص  هم راکتي بريدونو اوبمباري  کړي دي .
دسوريې رسمي خبري اژانس  سانا خبر ورکړ چې ددغه هيواد حکومتي ځواکونو پرون دتروريستانو په څو سيمو ډزې وکړې چې له امله يې يو شمير کسان ووژل شول .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
په باميانو ولايت کې دلمريزې  بريښنا دلومړي پروژې کار نن پيل شو .
ويل کيږي چې دغه پروژه  د ٣٠٠ ميګاواټه  بريښنا  په توليدي ظرفيت  سره  دنوى زيلاند دبيا رغونې  دولايتي کميټې په مرسته جوړيږي .
دباميانو دولايتي شورا رييس  محمد عزيز شفق باختر اژانس ته وويل: دغه پروژه د ١٢٥٠ سولرونو په درولو سره کولاي شي په باميانو ښار کې ٣٠٠٠کورنيو  ته بريښنا تامين کړي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل، دسولر دستګاوي  دباميانو  دمرکز په دريو غونډيو کې درول کيږي  او له هغه ځاى څخه په مشترکينو  ويشل کيږي .
شفيق وويل:  په دې پروژې څوارلس مليونه امريکايي ډالره لګيږي .
دا وايي باميان پريمانه اوبه او دبريښنا دتوليد زيات ظرفيت لري او هيله ده چې دبريښنا  رياست په دې باب زياته پاملرنه وکړي .
  دباميانو دولايتي شورا  درييس دڅرګندونو له مخې،  له هغې بريښنا  څخه چې نن پرانستل  شوه دباميانو ولايت په مرکز پورې اړوند دحيدر اباد ، سراسياب او نواباد په کليو کې ګټه اخلي .
دشفق  د څرګندونو له مخې،  لاتراوسه پورې  روښانه نه ده چې دغه لمريزه بريښنا به يو کيلو واټ يې په څو افغانيو په خلکو وويشل شي خوبيه يې به مناسبه وي او دغه بيه دبريښنا رياست له خوا ټاکل کيږي .
دافغانستان دبريښنا شرکت رييس عبدالرزاق  صمدي چې باميانو ته يې سفرکړى دى وويل، دافغانستان په سلو کې ديرش خلک له بريښنا څخه کار اخلي او حکومت  دبريښنا په وړاندې کولو کې پراختيا ته دخپل کار په سرکې  ځاى ورکړى دى .
دده  دڅرګندونو له مخې  په دغې پروژې سربيره يوه بله پروژه چې دجاپان له خوا تمويليږي چې  په هغې کې  ٢٠٠  کيلوواټه   بريښنا دپنجاب  ولسوالۍ  ته او  ٥٠٠  کيلوواټه  دباميانو ولايت مرکز دتوپچي سيمې ته ورکول کيږي  چې په راتلونکي کال  کې  داوبو دبندونو  په جوړولو سره  په خلکو ويشل کيږي .
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
په افغانستان کې دپوځي عملياتو په بهير کې  دطالبانو دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
  په دغو قوماندانانو  کله چې په تروريستي  فعاليتونو بوخت و  د افغان ځواکونو او دناټو دقوتونو له خوا بريد وشو او نيول شو .
دعبدالظاهر  په نامه له نيمروز ولايت څخه يو له دغو  قوماندانانو څخه نيول شوى دى .
عبدالظاهر په دغه ولايت کې دياغيانو دځينوقوماندانانو رهبري يې کوله .  ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددويم قوماندان نوم نه دى په ډاګه  کړى خو ويلي يې دي چې  دى کله چې  په قندهار ولايت کې يې يو لړ تروريستي  بريدونو ته دسازمان ورکولو نيت درلود دافغان ځواکونو او دبهرنيو پوځيانو په عملياتوکې نيول شوى دى.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې ددغو قوماندانانو ترامر لاندې څو تنه هم له جنګي وسايلو سره  يې نيول شوي دي .
ددغې خبرپاڼې  دمعلوماتو له مخې، ددغو عملياتو په بهير کې  په  سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي  توکي هم له دغو  قوماندانانو  څخه ترلاسه شوي دي .
  دغه راز  ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې ديو لړ عملياتو په بهير کې  دلسګونو تنو وسله والو طالبانو  دوژل کيدو خبرورکړ .   ويل کيږي  چې په دغو طالبانو کله چې دهلمند ، قندهار ، لغمان او دغزني  دولايتونو په مربوطاتو کې په تروريستي بريدونو بوخت وو دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
په دې  خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې  افغان او ناټو پوځيانو اوملکي وګړو ته دسردرسيدلي زيان په باب څه نه دي ويل شوي .
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
دکابل – ښار دفوټبال دليګ برتر دسياليو په دوام نن مازيګر دبيګ بير او شعاع توحيد ټيمونه لوبه کوي.
دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ دکابل په ورزشي لوبغالى کې ترسره شوي دي او تراوسه پورې دفيروزى ټيم په يو ديرشو امتيازونو سره دجدول په سرکې، استقلال له اتوويشتو امتيازونو سره او اردو له اووه ويشتو امتيازو سره په دويم او دريم مقام کې دي.
 

کندز – باختر دتلې ٢٢
په کندز ولايت کې دپوځي عملياتو له امله څه ناڅه ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عمليات په کندز ولايت کې نن سهار ددغو طالبانو ديو قوماندان دنيولو په خاطر پيل شوي وو، ويل کيږي چې په دغو وسله والو طالبانو کله چې په ترورستى فعاليتونو بوخت وو دناټو او افغان پوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړچې  په دغو عملياتو کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ددغې پيښې په بهيرکې دګډو ځواکونو لاس ته په لسګونو جنګي وسايل ورغلي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه عمليات دطالبانو ديو قوماندان دنيولو لپاره ترسره شوي و خو دى ددغې پيښې په بهيرکې په ساحه کې حاضر نه و.
په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې دافغان اوناټو دپوځيانو او ملکي وکړودسرداحتمالى زيان په باب څه نه دې ويل شوي.
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
دملي اردو درې تنه عسکر په واټ کې په ښخ کړى شويو ماينونو دختلو له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ چې دملي اردو درې تنه عسکر دلغمان او فارياب دولايتونو په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې په واټ کې په ښخ کړى شويو ماينونو وختل او دهغوى دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه راز دملي اردو دوه تنه نور عسکر ددغو ولايتونو په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې ټپيان شول.