27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دتلې ٢٢
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي دملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې اووه تنه ياغي طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ياغيان ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دملي اردو ځواکونو دلغمان ، قندهار او دکندز ولايتونو په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو دله منځه وړلو په مقصد يولړ جلاجلا عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه ياغي طالبان ووژل شول اوديو سرګروپ په ګډون دوه تنه نور طالبان ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
په بغلان ولايت کې تيره شپه دملي اردو او دايتلاف دخاصو ځواکونو په عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار محمدکمين باختر آژانس ته وويل :- دغه عمليات پرون دملي اردو دخاصو ځواکونو او دايتلاف دقوتونو په ګډون دمرکزي بغلان دبلوچانو دکلي په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى يو قوماندان ملاحسن سخت ټپي شوى و ونيول شو او د درملنې لپاره په کندز کې دآلمانيانو روغتون وليږدول شو.
يوه اړوند خبرځاى وويل، په دغو عملياتو کې دملي اردو دخاصو ځواکونو دټولي قوماندان جکتورن مجيب الرحمن او دهغوى يو شمير نور ځواکونه ووژل شول او يوشمير نوريې ټپيان شول چې دقيق شميريې تراوسه پورې څرګند نه دى.
ويل کيږي چې يو شمير وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو له خوا نيول شوي دي.
 

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  په ميدان وردګو ولايت دافغان پوځيانو اودناټو دځواکونو په  دوو جلا جلا عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په دغو وسله والو طالبانو دگډو ځواکونو له خوا د سيد ابادولسوالۍ په مربوطاتو کې  بريد وشو اوووژل شول .
دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوال  ډاکتر فضل الله مسلم باختر اژانس ته وويل چې دغه عمليات ددغې ولسوالۍ په دوو سيموکې ددغو ياغيانو په پټنځايونو ترسره شوې .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې  دوسله والو  طالبانو  په لسګونو  جنګي  وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس  ته ورغلي دي
سيمه ئيز  مقامات  وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په همدې  حال کې دسيد اباد ولسوال وژل شوي  ياغيان  ددغې ولسوالۍ په ځينو سيمو دنا امني ډير ستر عامل بولى او وايي چې دهغوى وژل کيدل برياليتوب بولى .
 

Saturday, 13 October 2012 11:15

په زابل کې چاودنه وشوه

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
  څو شيبې مخکې  په زابل  ولايت کې چاودنه وشوه .
باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونو  کې ويل شوي دي چې دغه چاودنه  په کلات ښار کې يوې  پوځي قرارګاه ته څيرمه شوې ده .
ويل کيږي چې دوسله والو طالبانو په دې چاودنه کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په کاروان بريد کړي دي .
په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان هم اوښتې دى .
سيمه ئيزو مقاماتو تراوسه پورې په دې  اړوند نظر نه دى څرګند کړى .
  د پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سرپل ولايت کې دطالبانو ديو مشهور قوماندان قارى نصرت الله وژل کيدل تاييد کړل.
قارى نصرت الله دجمعې په ورځ دسرپل ولايت په مربوطاتو کې په پوځي عملياتو کې ووژل شو.
ويل کيږي چې په دغو پوځي عملياتو کې ددغه قوماندان څه ناڅه شل تنه افرادهم وژل شوي دي .
باختر آژانس دناټو له خوا ديوې خپرې شوى خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په قارى نصرت الله کله چې دافغان پوځيانو او په بهرنيو ځواکونو دترورستى بريدونو دترسره کولو نيت درلود بريد وشو او ووژل شو.
ناټو ، قارى نصرت الله دطالبانو مشهور قوماندان بولى او وايي چې ده ددغې ډلې دزياترو ترورستى بريدونو رهبرى په غاړه لرله.
ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې دطالبانو په لسګونو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي.
په دې خبرپانه کې په دغو عملياتو کې افغان اوبهرنيو پوځيانو اوملکى وګړو ته دسر درسيدلى زيان په باب څه نه دى ويل شوى.
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
دغه طالبان پرون مازيګر کله چې په افغان پوځيانو او دناټو په ځواکونو دبريد نيت درلود . دغزنى ښار په مربوطاتو کې په (نانى) سيمه کې دناټو دجنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.
دغزنى ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مسوول باختر اژانس ته وويل : په دغو طالبانو د دوى په پټنځي کې او دناټو په پوځيانو او افغان ځواکونو له يو لړ بريدونو مخکې بريد وشو.
دغه هوايي بريد دغزنى ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د يو کلى له بمبارى څخه څو ساعته وروسته وشو،هغه پيښه چې لس تنه وسله وال طالبان او څلور تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول.
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
په افغانستان کې دياغيانو دبريد له امله دناټو يو سرتيرى ووژل شو.
په دغه بهرني پوځي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى پرون کله چې دافغانستان په جنوب کې په ګزمې بوخت و دطالبانو له خوا بريد وشو.او ووژل شو، ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې له ليږلو سره دخپل دغه پوځي وژل کيدل تاييد کړل خو ددغه سرتيرى له هويت او دپيښې د دقيق ځاى په باب يې څه ونه ويل.
دنه تاييد شويو شميرونو له مخې ، په روان ميلادى کال کې څه ناڅه پنځه سوه تنه بهرني پوځيان له جګړه مارانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
دريو تنو افغان ښځو دملګرو ملتو دسازمان دسولې جايزه ترلاسه کړه. دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې : زهرا نادرى ، ميرمن کاګړ او ميرمن آمنې چې دبشر دحقوقو ،دښځې دحقوقو او دبيان آزادى په لاره کې يې کار کړي و او دآسيا دجنوب دشپږو هيوادونو ترمنځ دملګرو ملتو دسازمان دسولې دجايزې مستحقې شوي دي په دې وروستيو وختو کې يې خپلې جايزې دهغو خاصو مراسمو په ترڅ کې چې دفيلپين په مانيلا کې پرځاى شوى و، ترلاسه کړې .
دولسي جرګې غړې زهرا نادرى کابل ته درارسيدو په وخت کې په هوايي ډګر کې دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه جايزې دافغانستان په ټولو ښځو پورې اړه لري .
چې هرې افغانى ښځې په دې هيواد کې زيار ايستلې دي او کارونه يې دنړيوالې ټولنې له خوا څارل کيږي او داستاينې وړګرځي، زه ددغه وياړ له امله دهيواد ښځو ته مبارکي وايم.
 

کابل – باختر دتلې ٢٢
په بلخ ولايت کې پرون دشپې په برخه کې دلوړو زده کړو په مرکزونو کې دشموليت لپاره د دولسمو ټولګيو له درې زره تنو فارغانو څخه آزموينه واخستل شوه.
دبلخ پوهنتون رييس پوهندوى مکمل الکوزى باختر آژانس ته وويل :دغو کسانو چې د ځينو معذرتونو له امله دخپلو زده کړو په دوام نه وو بريالي شوي په بلخ پوهنتون  کې دلوړو زده کړو وزارت دهيئت تر نظر لاندې آزموينه ورکړه.
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دې جملې څخه يو زرو څلور سوه تنه محصلان دحقوقو ، ادبياتو ، شرعياتو، اقتصاد او دښوونې او روزنې په پوهنځيو کې جذبيږي، ويل کيږي اولس زره تنه محصلان دبلخ پوهنتون په څوارلسو اړوند پوهنځيو کې په زده کړه بوخت دي.

Saturday, 13 October 2012 10:29

داسعارو بيه

کابل\باختر\دتلي دمياشتې ٢٢ مه 
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درئيس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى
يوامريکايي ډالر پيرودل په     25ر52  افغانيو پلورل په   30 ،52افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  10ر73افغانيو پلورل په     20، 73افغانيو
يوه يورو   پيرودل په      67-40 افغانيو پلورل په      50 ر67  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په      80، 13پلورل      85،  13 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 9 99   افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  550افغانيو پلورل په  551 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 40، 17  افغانيو پلورل په   50 ر17 افغانيو.