27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

غزنى – باختر دتلي ٢٢
په غزني ښار کې داستوګنې په يو کور دهاوان دلګيدو له امله يو ملکى وګړى ووژل شو او څلورتنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه تيرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو دغزنى ښار په مربوطاتو کې داستوګنې په يو کور بريد وکړ.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوه ښځه وژل شوې او يوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
داپه څو ساعتونو کې پرغزني ولايت دهاوان دويم بريد دى چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړى.
په لومړى پيښه کې چې پرون غرمه وشوه په اندړو ولسوالۍ کې په يوه کور دهاوان دماين دلګيدو له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغزنى دوالي ويندوى نبى جان باختر آژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولى.
ده وويل چې په دې پيښه کې داستوګنې په دوو کورونو دهاوان ماينونه لګيدلي دي.
په همدې حال کې دغزنى ښار د روغتون ډاکترانو ددغې پيښې ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بولى.
 

کابل باختر دتلي  شلمه
په تيرو يوولس کلونوکې دامريکا کړنو دافغانستان داسلامي دولت دوسله والو مخالفينو ليکې او جنګي خوځښتونه پياوړي  او دسولې مخه يې ډب کړې ده .
  دغه مطلب دافغانستان دعالمانو دسرتاسري شورا رييس قضاوت پوه الحاج مولوي قيام الدين کشاف نن دخپل کار په دفتر کې په داسي حال کې چې ددې شورا يوشمير غړي هم حاضر وو  ، په کابل کې دامريکا له مرستيال سفير لارنس هيګو سره په کتنه کې څرګند کړ او ويې ويل : امريکا او متحدينو يې په تيرو يوولسو کلونوکې دافغانستان داسلامي دولت دوسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه کې سره له دي چې پيسې يې مصرف او عسکر يې وژل شوي دي دپام وړ لاس  ته راوړني نه درلودي بلکې دسولې مخه يې هم ډب کړې ده .
څومره  بيګناه وګړي چې دمخالفينوپه ځانمرګواو بمي بريدونوکې په وحشيانه او بې رحمانه ډول وژل شوي دامريکا او ناتو په ړندو بمباريو اوځمکنيو بريدونوکې هم ډير زيات ملکي خلک  شهيدان شوي دي .
سربيره پر دې دامريکايي سرتيرو له خوا په بګرام کې او دامريکايي کشيش له خوا دامريکا په فلوريدا  ايالت کې دقرانکريم سوځول اوبيا په يو فلم کې داسلام دستر پيغمبر محمد مصطفي  ( ص)  توهين ټول هغه ناوړه عملونه دي چې داسلامي نړۍ په خاص ډول زموږ دمسلمان ملت  کرکه يې راوباروله او دوسله والو مخالفينو ليکې يې پياوړي او قوي سندونه يې په لاس ورکړي  دي امريکا بايد زموږ دمسلمان ملت دعقايدو او اسلامي غيرت په پام کې نيولو سره خپله پاليسي عياره کړي واي .
دعالمانو شورا رييس  په خپلو خبرو کې زياته کړه چې امريکا په خپلوژمنو هم چې دافغانستان د ځمکني  بشپړتيا  دفاع به کوي وفا ونه کړه ځکه چې له يوکال راهيسي دپاکستان له خوا د افغانستان په سرحدي ولايتونو کونړ اونورستان په زرګونو توغندي ويشتل شوي او ددغو ولايتونو بې دفاع ولسونو ته يې دسراو مال درانه زيانونه اړولي دي خو امريکا او متحدينو يې هيڅ دفاع ونه کړه او تراوسه يې زموږ ملي اردو ته هغه وسلې اوتجهيزات هم په واک کې ورنه کړل چې د تيري کوونکو متقابل ځواب ورکړي شي .
  نو دا او داسې نور دليلونه داخبره  جوتوي  چې امريکا  له افغانستان سره رښتينې خواخوږي  نه لري  بلکې خپل سياسي هدفونه تعقيبوي او دغه پاليسي که زموږ په ګټه نه ده دامريکا لپاره هم دبريا پايلې نه لري امريکا بايد  له يوې خوا زموږ ملي اردو په  هوايي او ځمکنيو عصري وسلو سمبال کړي او له بل  لوري په افغانستان کې مداخله کوونکې  ګاونډيان ترنظامي او اقتصادي فشارونو لاندې ونيسي  چې په افغانستان کې دتلپاتي سولې او امنيت دټينګښت لپاره لاره اواره  شي ځکه چې دجګړې دوام دحل لاره نه ده .
  ورپسي دامريکا مرستيال سفير وويل وياړم چې دافغانستان له علماوو  سره ناست يم زه ستاسو  د احترام په خاطر دلته راغلي يم امريکا اسلام ته ډير درناوي لري زموږ په ملک کې په مليونونه مسلمانان ژوند کوي  مسلمانان ډير رښتينې اومخلص خلک دي موږ له افغانستان سره په خپلو اړيکو کې  صادق يو او دلته ستاسو دمرستې په خاطر په ښه نيت راغلي يو خو ډيري غلطۍ  موهم کړي دي .
موږ له قران سوزونې سره په کلکه مخالفو يو همدارنګه هغه توهينوونکې  فلم جوړول او ښودل په کلکه غندو  داپه امريکا کې دهغو خرابو خلکو کار دي چې ډيره کمه فيصدي  تشکېلوي داپه هيڅ ډول دټولو امريکاييانو نظر او عمل نه دي دغسي اعمال  ټول انسانيت ته بې احترامي ده .
امريکا په افغانستان کې ډير لګښتونه کړي  او ځاني قرباني يې ورکړي دي تر څو په دې ملک کې  امنيت تامين اوخلک هوسا ژوند ولري .
  زموږ هيله داده چې افغانان په خپله دې جنګ ته دپاى ټکې کېږدي اوموږ په دې لاره کې ورسره مرسته کوو .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
وسله والو  طالپانو په باميانو ولايت کې دنجونو يوه ښوونحي ته اور واچاوه .
ويل کېږي چې يوي ډلي وسله والوطالبانو  تيره شپه دشيبر  ولسوالۍ دغونډک  دسيمي دنجونو په ښوونځي بريد وکړ اوله چاوديدونکو توکو او تيلو څخه په استفادي سره يې ودانۍ ته اور واچاوه .
دباميانو ولايت دپوهنې رييس محمد رضا ادا باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې له ودانۍ سره يې دنجونو ددغه ښوونځي ټول سندونه او لوازم سوځيدلي او له منځه تللي دي دترلاسه شويو شميرنو له مخې په دې ښوونځي کې څه دپاسه  درې سوه  تنه نجونې په زده کړه بوختي دي .
دباميانو ولايت دپوهنې رييس وايي چې دوى دمرستي او دغه ښوونځي  ته دنوى ودانۍ په جوړولو سره هلې ځلې کوي چې  له لوست څخه ددغو نجونودمحروميت مخه ونيسي .
دالومړۍ ځل دى چې وسله وال طالبان دباميانو ولايت په سيمو په نفوذسره  يوه ښوونځي ته اور اچوي .
وسله والو طالبانو له  خپلې واکمني څخه تراوسه پوري تل د زده کوونکو اوښوونکو په وژلو ، ښوونځيو ته په اور  اچولو دزده کوونکو په ګواښلو او په هغوى دتيزابو په شيندلو سره  ښودلې ده چې دافغانستان دپوهنې او ترقي په وړاندې ډير ستر خنډ دي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
دبګرام دجيل يو مسوول دچاودنې له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتي شو .
دبګرام دجيل دسياسي برخې قوماندان جنرال حاجي صفي نن کله چې غوښتل يې په يوه ديني مدرسه کې دبګړۍ تړلو په مراسمو کې ګډون وکړي دسپرلۍ په موټر کې  يې ماين وچاوديد .
ويل کېږي چې په دې پيښه کې دده درې تنه  ساتونکې  ټپيان شوي دي .
  دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ دټولۍ قوماندان  دويم څارن محمد قسيم باختر اژانس ته وويل  طالبانو په دې ماين  ښخولو سره غوښتل چې جنرال  صفي ترور کړي خو په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتي .
ده تاييد کړه چې دبګرام دجيل ددغه قوماندان درې تنه ساتونکې په دي چاودنه کې  ټپيان شوي دي .
حاجي صفي  دبګرام دجيل دسياسي بنديانو دبرخې مسووليت په غاړه لري .
په همدي حال کې دکابل ښار دڅلور سوه بستريز روغتون داکتران ددغي پيښې  ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بولي .   
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دملي اردومنسوبينو په غزني ولايت کې له پنځوسو کورنيو سره دخوراکې توکو مرسته وکړه .
ويل کېږي دغه مرسته چې يونيم ټنه خوراکې توکې پکې دي په هغو کورنيو وويشل شوه چې دجګړو او دنورو تروريستي پيښو له امله زيانمني شوي دي .
دتندر  قول اردو ددريمي  لوا ويندوي جګړن محمد حکېم باختر اژانس ته وويل چې په دې خوراکي توکې کې اوړه ، غوړي ، لوبيا او بوره شته چې داندړو ولسوالۍ په کنف کلي کې په پنځوسو  کورنيو وويشل شول .
هغو کورنيو چې له دغې مرستې څخه يې ګټه اخستې ده په دې وروستيو وختو کې دطالبانو دبريدونو له امله دخپلو کورنيو يو شمير غړي له لاسه ورکړي دي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
دبګرام  دجيل په يومسوول څوشيبې مخکې ناوړه قصد وشو .
  جنرال سخي چې ويل کېږي دبګرام  دجيل دسياسي برخې قوماندان و  ددغه بريد هدف و .
ويل کېږي کله چې ددغه پوځي  مقام دسپرلۍ کاروان دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې روان و  ، دغه پيښه رامنځته شو .
تراوسه پوري ددغې پيښې جزئيات نه دى روښانه شوي .
سيمه ئيزو مقاماتو هم  په دې باب نظر نه دى څرګند کړي  جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دبلخ ولايت دشورتيپې ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو .
ويل کېږي چې په دې  پيښه کې دده يو ساتوکې هم وژل شوي دي اوڅه ناڅه پنځه تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي .
دغه چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه چې دسمونوال محمد يوسف زماني  دسپرلۍ موټر  د پس عرق سيمې ته څيرمه په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي شيرجان دراني  باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دشورتيپې ولسوالۍ امنيه قوماندان له ساتونکې سره يې ووژل شو او دپوليسو پنځه تنه نور مامورين ټپيان شول .
  ددراني دڅرګندونول ه مخې دپوليسو دغه قوماندان په يوه قومي غونډه کې دګډون لپاره پس عرق سيمي ته روان و چې په لاره کې چاودنه وشوه او ووژل شو  ده وسله وال طالبان ددغې پيښې  مسوول وبلل .
په همدي حال کې په بلخ کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو د پيښې ددوو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب وباله .
 

- کابل باختر دتلې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د غندک دکلي د نجونو پر ښوونځي باندې تروریستي برید په کلکه وغانده،وې ویل: دغه ناروا کړنې هغه څوک ترسره کوي چې غواړي افغانان په تورتم کې وساتي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
د بامیانو د والي د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو  تيره  شپه د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د غندک د کلي د نجونو ښوونځی په بم والوزاوه چې د دغې چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ ته زیان رسیدلی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده او وې ویل: د افغانستان د خلکو د روښانه راتلونکې دښمنان له څو کلونو را په دیخوا په ښوونځیو، ښوونکو، زده کونکو او د پوهنې پرخدمتګارانو تروریستي بریدونه کوي او غواړي په دا ډول ناروا کړنو سره افغانان له علم او پوهې څخه لرې وساتي.
حامدکرزي وویل: که تروریستان زرځله هم ښوونځي له منځه یوسي  موږ به یې بیا جوړ او خپلو بچیانو ته به د علم او پوهې د زده کړې زمینه برابره کړو او هیچا ته به د دې اجازه ور نه کړو چې د دې هېواد بچیان د علم  له نعمت څخه بې برخې   او نورو ته یې محتاج کړي.
د هېواد جمهوررئیس اړوندو امنیتي ادارو ته دنده سپارلې ده چې د دغه تروریستي برید عاملین ډیر ژر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
 

کابل باختر دتلي  شلمه
په سرپل ولايت کې دوسله والو طالبانو پوځي قوماندان ملا عزيزالله تيره شپه دناتو او دافغان ځواکونو په خاصو عملياتو کې ووژل شو .
ويل کېږي چې په دغو عملياتوکې په دغه قوماندان پوري اړوند يوولس تنه نور هم وژل شوي دي .
دسرپل ولايت  دامنيې قوماندانۍ  سرپرست جهانګير کرامت باختر اژانس ته وويل افغان امنيتي ځواکونو او دناتو  قوتونو دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ په ( تيره شير اماي قيزقلعه  )  کې په ګډو او خاصو عملياتوکې دوسله والو طالبانو دپوځي قوماندان ملا عزيز الله  په ګډون يوولس تنه ياغيان ووژل .
دسرپل ولايت دپوليسو يو مقام وايي چې په دغو عملياتوکې وسله والو  طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دکرامت د څرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو دناټو قوتونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دملي راديو تلويزيون يو سابقه لرونکې  انجنير محمد يحيي کوهستاني  دهغې ناروغي  له امله چې ورپيښه شوي و ، پرون وفات شو .
  باختر اژانس  خبرراکړ چې انجنير محمد يحيي کوهستاني  نږدي څلويښت کاله دملي راډيو تلويزيون په بيلابيلو  تخنيکي څانګو کې کار وکړ او دغه راز د ګرځنده  دستګاو دترميمولو دلوى مدير او دملي راډيو تلويزيون  په لوى رياست کې دتخنيکي رياست  دمرستيال په توګه  هم دندي ترسره کړي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر  سيد مخدوم رهين  دارواښاد کورنۍ ته د ډاډګيرنې او خواخوږي  دمراتبو دڅرګندولو په  ترڅ کې وويل دملي راديو تلويزيون سابقه لرونکې انجنير محمد يحيي کوهستاني په ډيرو سختو شرايطو کې دراډيو او تلويزيون دستګاوي فعالي و ساتلي اوزموږ دخلکو دذهنونو  په روښانه کولو کې يې رول ولوباوه .
انجنير محمد يحيي کوهستاني  په  ١٣٢٨ کال کې دکاپيسا ولايت دکوهستان په تپه زار کلي کې وزيږيد په مير مسجدي خان ليسه کې دثانوي دوري له پاى ته رسولو وروسته دثانوي تخنيک  په ښوونځې کې شامل شو او وروسته يې  دراډيو تلويزيون دمسلکي ښوونځي تحصيلي دوره  پاى ته ورسوله، کوهستاني له هغه وروسته چې دملي راډيو تلويزيون په تخنيک  رياست کې په کار وګومارل شو نږدي څلويښت کاله يې ددغه رياست په بيلابيلو څانګو کې خدمت وکړ .