27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دتلې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي تيره  شپه د پاکستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس اصف علي زرداري سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دغو ټلیفوني خبرو کې حامد کرزي د ښځو د حقونو پر فعالې او د ترورېزم او افراطیت پر خلاف پر مبارزې ملالۍ یوسفزۍ تروریستي برید چې د هغې د ټپي کېدو لامل شو یو ځل بیا، په کلکه وغانده، وې ویل: دغه  برید د هغو تروریستي بریدونو یوه لړۍ ده چې له کلونوکلونو راهیسې د افغانستان د پوهنې په ښوونکو او زده کوونکو ترسره کیږي، ښوونکې او زده کوونکې یې شهیدان او ښوونځي یې سوزول کیږي، چې دا دی اوس د ا بریدونه  په پاکستان کې هم د زیاتیدو په حال کې دي.
حامدکرزي په یوې معصومې نجلې  برید چې د ماشومانو د حقونو او د سولې  د ټینګښت  او د پوهنې د ودې لپاره یې مبارزه کوله، یو ډارن او ناځوانمردانه عمل وباله.
د هېواد جمهوررئیس په دې  ټلیفوني اړیکه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان دواړه باید د تروریزم او افراطیت د دغه جدي ګواښ په وړاندې لاس سره یو کړي او په صادقانه ډول یې په وړاندې کلکه مبارزه وکړي ځکه چې د تروریزم او افراطیت  پر وړاندې بې توپيره  پاتې کیدل به د دواړو هېوادونو راتلونکې له نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.
حامدکرزي یو ځل بیا خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري ته ډاډ ورکړ چې افغانستان  په دې اړه له پاکستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
آصف علي زرداري د خپل افغان سیال حامدکرزي د ټلیفوني اړیکې او د خواخوږۍ د مراتبو د وړاندې کولو څخه مننه وکړه، وې ویل:د ا یوه جدي اړتیا ده چې  دواړه هېوادونه  د دا ډول وحشي تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره په یو موټي توب سره عمل وکړي.
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دسعودي عربستان دمرستي کميټې پرون دبلخ ولايت دزينبيه  له ښځينه دارالعلوم  سره ديوې اندازي قرطاسيې  مرسته وکړه .
دباختر اژانس دخبر له مخې په دې مرسته کې دښوونځي دوه زره بکسونه ،کتابچې ، قلمونه او نوره قرطاسيه  شته
په هغې غونډه کې چې له همدي امله ددغه دارالعلوم  په انګر کې جوړه شوې وه ددغه ولايت دپوهنې رييس د سعودي عربستان دمرستي دکميټې ددغې مرستې له امله  دقدرداني په ترڅ کې له پوهنې سره ددوي د زياتوهمکاريو غوښتنه وکړه .
په مقابل کې  دسعودي عربستان دمرستي کميټې له پوهنې سره ددغه مرکز په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دهرات ولايت دپوهنې رياست مديرانو او دليک لوست دزده کړي دامريت دڅارنې غړو ته روزنيز ورکشاپ جوړ شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې  په دې ورکشاپ کې  چې دليک لوست دزده کړي دمديرانو او دڅارنې دغړو دکاري ظرفيت دلوړولو په خاطر په دغه ولايت کې جوړ شوي دي درپوټ برابرولو دلارو چارو او دکاري  مسووليتونو دترسره کولو دڅرنګوالې په باب  خبري کېږي .
دغه ورکشاپ دهرات ولايت دپوهنې رياست له خوا او د جاپان دجايکا ددفتر په مالي او تخنيکي همکاري جوړ شوي دي او دورکشاپ کار سبا هم دوام کوي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
دپوهنې وزارت په تيره يوه اوونۍ کې ديو شمير ښوونځيو دودانيو د جوړولو کار بشپړ کړي دي ، ديو شمير نورو کارپيل کړي دي اوښوونکو ته يې روزنيز  ورکشاپونه جوړ کړي دي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې دپوهنې وزارت دتيرې يوې اوونۍ  په بهير کې دکابل او پروان په ولايتونوکې ددريو ښوونځيو دودانيو دجوړولو کار بشپړ  کړي دي چې دغو ودانيو په بشپړيدو سره په سالمه  فضا کې سلو زرو ماشومانو ته دزده کړي زمينه برابره  شوې ده .
دغه راز دلغمان اوبلخ په ولايتونوکې ددوو ښوونځيو دودانيو د جوړولو کار پيل  شوي دي چې ددغو ودانيو په جوړولو سره به هم څلور زره تنو زده کوونکو ته سالم تدريسي چاپيريال برابر شي .
دغه راز د پوهنې وزارت له پروګرام سره سم  په تيره يوه اوونۍ کې يو شمير ښوونکو دظرفيت دلوړولو له عملي پروګرامونو څخه ګټه واخيسته .
دغه ښوونکي دلوګر ،بلخ ،  سرپل ، جوزجان ، ننګرهار  او دهرات  دولايتونو دپوهني په  رياستونوکې په روزنيزو  پروګرامونو او دظرفيت دلوړولو په ورکشاپونوکې شامل و او په دغو ورکشاپونو کې په مسلکي مضمونونو ، نوي تعليمي نصاب او موثر اداري سيستم دمضمونونو تر څنګ له مسلکي  پلوه هم روزل شوي دي .
  په همدي ترتيب دجوزجان ولايت په يوه ليسه کې  چې نږدي درې زره تنه نجونې پکې په زده کړه بوختي دي  يو کتابتون جوړ شوي دي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دملي دفاع وزارت دځمکنيو  قوتونو قوماندان  ډګروال  مراد علي مراد د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقوماندان تورن جنرال  تاج محمد  جاهد سره په کتنه کې دلويديځ  زون دولايتونو امنيتي برياليتوبونه  دوسله والو  ځواکونو دنه ستړي کېدونکوهلوځلو  نتيجه وبلله .
دباختر اژانس دخبر له مخې ددغې کتنې  په پيل کې دظفر  قول اردو قوماندان تورن جنرال تاج محمد جاهد ددغې حوزي امنيتي او اوپراتيفي  حالت بيان کړ او په وروستيو ورځو کې يې دملي اردو دمنسوبينو ځنځيري  برياليتوبونو خبر ورکړ .
ده وويل  چې ددولت وسله والو مخالفينو ته يې دسردرانده زيانونه اړولي دي .
دظفر  قول اردو قوماندان په دې حوزه کې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې ددريم پړاو  دمنلو په خاطر دملي اردو دځواکونو د تياري ډاډ هم ورکړ .
  له بلې خوا د ځمکنيو قوتونو قوماندان له ملګري هيئت سره يې دظفر قول اردو دبيلابيلو برخو دمسووليتونو په غونډه کې هم ګډون وکړ او دملي اردو برياليتوبونه يې دقناعت وړ وبلل .
په دې غونډه کې  دظفر قول اردو داوپراسيون مدير دګروال نظام الدين  خنجر په تيرو شپږو مياشتو کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو دمنسوبينو دکړو وړو مفصل رپوټ بيان کړ .
دګرجنرال  مراد علي مراد وويل دملي دفاع وزارت دمشرتابه هيئت په پرله پسي توګه هلې ځلې کوي چې له پرمختيايي پلان او دنړيوالې  ټولنې له ژمنو سره سره ددرندو وسلو او کشفي تجهيزاتو په ګډون دملي اردو په تمويلولو  اوسمبالولو ، دماينونو او دحربي الوتکو په پاکولو کې لازم اقدامات وکړي .
ددغې غونډي په بهير کې  دناټودقوتونو داوپراسيون  رييس هم دامنيت په تامينولو او په ښي حکومتوالي کې ترلاسه شوي  نتيجي دملي اردو دمنسوبينو دسرښندنو اونه ستړى کېدونکو هلوځلو زيږنده وبلله .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  له هرات ولايت څخه سعودي عربستان ته په مستقيمه توګه د حاجيانو داستولو شل ورځني پروګرام پاى ته ورسيد .
دهرات ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي په تيرو شلو ورځو کې  دلويديځ زون دولايتونو نږدي  څلور زره  تنه حاجيان په مستقيم ډول دهرات له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي .
ويل کېږي چې په دې موده کې ددغې حوزي درې زره نهه سوه څلويښت تنه حاجيان په اوولسو  الوتنو کې داريانا دهوايي کرښې له لاري ليږدول شوي دي .
دهرات دهوايي ډگر  دسرحدي پوليسو قوماندان ډګروال  سيد شريف  باختر اژانس ته وويل  په روان کال کې له هرات ولايت څخه ټول حاجيانو دهغو نويو تاسيساتو له لاري  ليږدول شوي دي چې په ډيرو پرمختللو امکاناتو سمبال دي .
  له بلې خوا دهرات ولايت د حج او اوقافو رييس  سيد عبدالواحد وايي  له هغو ټولو کسانوڅخه چې سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي  ١٩١٦تنه يې دهرات ولايت اوسيدونکې دي
ديادونې وړ ده چې دهيواد دلويديځي  حوزي دحاجيانو دليږدونې پروګرام دتلې دمياشتي په  دويمه نيټه پيل شوي و او پرون پاى ته ورسيد .
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دپوهنې وزير وايي چې تر دوو کلونو پورې به په افغانستان کې هيڅ ښوونکى بې کوره نه وي .
فاروق وردګ چې نن يې په کاپيسا ولايت کې په ښوونکو داستوګني  دنمرو د ويشلو په مراسموکې خبرې کولې، وويل چې ددغه پروګرام دبهير په پام کې نيولو سره به تر دوو کلونو پورې په افغانستان کې دښوونځيو ټول ښوونکي داستوګنې له نمروڅخه ګټه واخلي .
د وړاندې شويو شميرونو له مخې دوه سوه اووه زره ښوونکي دافغانستان په ښوونځيو اوپه نورو تعليمي مرکزونو کې کار کوي چې زياتره يې دبې کوري اوبيوزلي له امله ځوريږي.
فاروق ورد ګ وايي چې دبرابرشوى پروګرام له مخې هر ښوونکى ته به په هغې ولسوالۍ کې چې کار کوي؛ ځمکه ورکړې شي .
ويل کيږي  چي د هيواد دجمهور رييس په لارښوونه او دښارواليو اود نورو دولتي مرکزونو په همکارى په ښوونکو دځمکې د ويش او د استوګنې دښارګوټو دجوړولو پروګرام د افغانستان په څلور ديرشو ولايتونوکې دوام لري.
په دې پروګرام کې دښارګوټو د جوړولو لپاره د هيواد په ټولو ولسواليو  او مرکزونو کې دولتي ملکيتونه دپوهنې وزارت په واک کې ورکول کيږي.
که څه هم په دغو ځمکو دکورنو دجوړولو دلګښت برابرول هغو ښوونکو ته چې کم عايد لري، سخت کار دى خو دپوهنې وزير وايي چې ددې کار دلګښت دترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي    .
دفاروق وردګ دخبرو دتحقق په صورت کې د ولت دنړيوالې ټولنې په مرسته يوه اندازه پيسې دپور په ډول دښوونکو په واک کې ورکوي چې په هغوسره وکولاى شي په ترلاسه شوې ځمکه کې کور جوړکړي.
دپوهنې وزارت له خوا د وړاندې شويو شميرونو له مخې: همدا اوس په زرګونو جريبه ځمکه دهغو له خدماتي براوردونو وروسته دښارګوټې په نامه دښوونکو په واک کې ورکړي شوي دي  او دغه بهيردوام لري .
په اوس وخت کې تعليمي کارپوهان دپوهنې دکيفيت دلوړولو يوه لاره  دښوونکو اقتصادي ستونزو ته  پاملرنه بولي او وايي: ترڅو چې ښوونکي دخپلې کورنۍ د ژوندانه له پلوه  راحت نه وي ؛ نه شي کولاى لکه څنګه چې لازمه ده زده کوونکو ته لوست ورکړي .
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دعامې روغتيا وزارت نن د رواني روغتيا نړيواله ورځ دستړتيا يونړيوال بحران ترشعار لاندې په کابل کې ونمانځله.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:  په هغې غونډه کې چې له همدې امله دعامې روغتيا په وزارت کې جوړه شوې وه، دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين ډاکترې ناجيې طارق وويل: دعامې روغتيا وزارت رواني روغتيا ته دخپل کار په لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى.دستړتيا په ګډون داختلاالاتو  دوقايې اودرملني اودافغانستان خلکو ته د رواني روغتيا دلوړولو لپاره لازم او اساسي اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي.
ډاکترې طارق زياته کړه: دعامې روغتيا وزارت داساسي روغتيايي خدمتونو د انډيو له لارې  د ررواني روغتيا خدمتونه په لومړنيو روغتيايي څارنوکې وړاندې کوي او د رواني ناروغى درملنه د روزل شويو کسانو له خوا ترسره کيږي او دعامې روغتيا وزارت تراوسه پورې دټولنيزې رواني  دوه سوه تنه مشوره ورکوونکي روزلى دى او ويې ويل: د روان کال ترپاى پورې به د روغتيايي مرکزونو په سلوکې ديرش ډاکتران به په رواني برخه کې وروزل شي .
دې وويل: د رواني روغتيايي دخدمتونو دښه والې په خاطر دعامې روغتيا وزارت له عمومي روغتيايي خدمتونو سره د رواني روغتيا دخدمتونو د ادغام ملي ستراتيژي برابره او تطبيق کړې ده چې ددغې ستراتيژي له مخې دپنځوکلونو په پاى کې د رواني روغتيايي خدمتونو پوښښ به دبرابرشوى پلان له تطبيق وروسته په سلو کې پنځه اويا وي.
دغه راز په کابل کې دنړۍ د روغتيايي سازمان استازى ډاکترکرم شاه په افغانستان کې دستړتيا په ګډون  د رواني اختلالاتو په باب وړاندې شوې شميرنې ناکافي وبللې او ويې ويل په داسې حال کې چې په هيوادکې دوامداره جګړه او نورو مساعدونکي عوامل په هيوادکې د رواني جګړې دستونزو د درانده پيټي څرگندوى دي د رواني اوستړتيا اختلالاتوپه باب اعلام شوي شميرنې ناکافي دي.
ده څرگنده کړه: موږ د روغتيا دبرخې له ټولو همکارانو دمالي منابعو له تمويلوونکو او ټولنوڅخه غواړو چې د رواني روغتيا په باب عمومي پوهاوې دلوړوولو د رواني اختلالاتو په باب دپرانستو خبرو د رواجولو او د رواني ناروغيو د درملنې په لاره کې دپانګې اچونې په لاره کې لاسونه سره ورکړي چې دافغانستان خلکو ته اغيزمن خدمتونه ترسره کړي.
دغونډې په پاى کې د اروپا داتحاديې استازى سسليه کاستا هم خبرې وکړې او ويې ويل: چې د اروپا اتحاديه له څوکلونو را په دې خوا د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له برخې سره د رواني روغتيا  د ادغام  ملاتړکړې او دغه ملاتړ دستراتيژيو دپراختيا دعامې روغتيا وزارت کليدي کارکوونکو د روزنې او دبنسټيزو څيړنو اوملاتړ  د وړاندې کولو په برخوکې دملاتړ زمينې برابرې کړې  دي .
د رواني روغتيتا نړيواله ورځ هرکال داکتوبر دمياشتې په لسمه نيټه دخلکو دپوهاوې  په مقصد په ټوله نړۍ کې  نمانځل  کيږي  .
دنړۍ د روغتيايي سازمان د اټکل له مخې: په ټوله نړۍ کې  درې سوه پنځوس مليونه تنه وګړي دستړتيا له ناروغى څخه ځوريږي.
  په هغې سروې کې چې دنړۍ د روغتيايي سازمان له خوا په اوولسو هيوادونوکې ترسره شوي دي؛ له هرو شلو تنوڅخه  يو تن دستړتيا له امله ځوريږي.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
مرکزي بانک (د افغانستان بانک) اويا مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوى ده ويل شوى دى: 
دافغانستان بانک د روان کال دتلې دمياشتې په ٢٢ او ٢٥نيټه دشنبې اوسه شنبې  د ورځو په داوطلبيوکې  اويا مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  د بازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛  بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي. له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبي فورمې  دليلام دورځو دسهار په نهو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په نهونيمو بجو دې بيرته وسپاري .
هغه صرافان  چې تراوسه پورې يې لس زره ډالره  تضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصد نه دې تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
په داسې حال کې چې دبحران نړيواله ډله له  ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې حالات د انديښنې وړ بولي؛ دناټو مقامات او دملګروملتو دسازمان ډيپلوماتان دغه څيړنې او انديښنې غير موجه بللى او دافغانستان د راتلوونکې په نسبت هيله من دى.
دباختراژانس دخبرله مخې: دبحران نړيوالې ډلې په دې وروستيو وختوکې يو رپوټ خپورکړې دي چې له ٢٠١٤ کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه ووځي دافغانستان بد حالت وړاندې شوى دى.
دغه رپوټ  برسيره پردې چې دافغاني مقاماتو له خوا په کلکه رد شوى  دى او اوټي بوټي بلل شوى دى. اوس دغه رپوټ دملګروملتو دسازمان غبرګون هم رامنځته کړى دى.
په  کابل کې ددغه سازمان دسرمنشي ځانګړې استازى يان کوبيش ويلى دى چې نړيواله ټولنه اجازه نه ورکوي افغانستان له هغه حالت سره چې اټکل شوى دى؛ مخامخ شي .
ده وويل: د جمهوري رياست انتخابات هم په خپل وخت ترسره کيږي او ددغې ډلې اټکل موجه نه دى .
په همدې اړوندکولاى شو دناټو دعمومي منشي راسموسن څرګندونو ته هم اشاره وکړو.
ده چې په بروکسل کې دناټو دغړو هيوادونو ددفاع د وزيرانو له غونډې مخکې دخبريالا نو سره خبرې کولې له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دحالاتو په باب دده دهيلې په باب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل: زموږ هدف ديو خپلواک، باثباته اودملي واکمني لرونکي افغانستان جوړول  دى چې په خپلو پښو  ودريږي؛ خو مهم ټکى دا دى چې ناټو اونړ يواله ټولنه به  افغانستان يواځې پرې نږدي  او زموږ مشارکت به دوام وکړي.
دغه انتقادونه داپه ډاګه کوي چې دبحران نړيواله ډله له ملي اونړيوالو واقعيتونو څخه لرې ددغه شان رپوټ په خپرولو سره هلې ځلې کړي دي  چې عامه افکار مغشوش کړي او دخلکو ترمنځ په نفس دباور بحران رامنځته کړي، خو دافغانستان خلک د دريو  لسيزو جګړو او بحران په بهيرکې سياسي پخوالې ته رسيدلي دي اوپه دې پوهيږي چې ددغه شان رپوټونو خپرول به کوم ځاى جرړې لري او له کومې چينې څخه خړوبيږي.