27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
له څوارلس کلني څخه ښکته دهيواد دځوانانو دفوټبال ټيم دجاپان  دفوټبال په جشنواره کې پرون سيالۍ په يوې برابرې او يوې ماتې سره پيل  کړه.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دمرستيال محمدياسين محمدي دڅرگندونوله مخې:  ددغو سياليو په پيل کې  چې پرون مازديګر په جاپان کې پيل شوې؛ دافغانستان ټيم دبنګله ديش له ټيم سره لوبه وکړه.
لوبه له ګول پرته پاى ته ورسيده او په دويمه لوبه کې  چې تيره شپه يې دهند له ټيم سره ترسره کړه؛ دهند ټيم وکولاى شو دافغانستان ټيم ته ديوې په مقابل کې په دوو سره ماتې ورکړي .
دغه سيالۍ د اسيا دجنوب د اتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال دجشنوارې په نامه په جاپان کې پيل شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: په کابل کې دهيواد دفوټبال فدراسيون له خوا پرون دفوټبال څانګې ښوونکو ته روزنيز سيمينار جوړشو.
دهيواد دفوټبال فدراسيون مرستيال محمدياسين محمدي باختراژانس ته وويل: دغه سيمينار چې دفوټبال دپاى اويا پيل په نامه جوړشوى، پکې پنځه ديرشو ښوونکو چې پنځه تنه يې ښځې اوديرش تنه يې نارينه دي؛  ګډون لري  چې پنځه  ورځې دفيفا د روزونکي علي عسکر لعلي له خوا لوست ورکول کيږي.
 

کابل-باختر دتلې ١٩
دملي اردو ځواکونو دهيواد دځينو ولايتونو په مربوطاتوکې د وسايطو ضد پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل. دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: د وسايطو ضد پنځه ويشت ماينونه چې وسله والو مخالفينو د ډار اچوونکو عملونو دترسره کولو په مقصد دقندهار ،ننګرهار ،هلمنداو دپکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړي و؛کشف او شنډکړي دي.
ديو بل خبر له مخې: دملي اردو ځواکونو دقندهار ولايت دپنجوايي او ژيړۍ ولسواليو په مربوطاتوکې دترورستي بريدونو مخه ونيوله.
ويل کيږي چې ياغيانو په دغو ولسواليو او د ولايت په مرکز يو بي –ام ٤٠ توغندى او يو بي-ام-١٢ توغندى عيار کړي وو او دملي اردو دځواکونو له خوا دهغو دتوغولو مخه ونيول شوه.
 

کابل-باختر دتلې ١٩
دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال قاري حنيف په پوځي عملياتوکې ووژل شو.
ويل کيږي چې په دغو پوځي عملياتوکې دطالبانو په دغه قوماندان پورې اړوند شپږتنه نورهم وژل شوي دي.
په افغانستان کې مثبت امريکايي پوځيان وايي چې دغه عمليات تيره شپه دافغان ځواکونو په همکارى دصياد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شوى دى.
دسرپل ولايت دامنيتې قوماندانى سرپرست سيد جهانګير کرامت دباختر آژانس سره په اړيکه ددغه ولايت دصياد ولسوالۍ لپاره دطالبانو دتشې په نامه ولسوال قاري حنيف وژل کېدل تاييدکړل او وې ويل چې په دغو پوځي عملياتوکې په ده پورې اړوند شپږتنه نور هم وژل شوي دي.
په دغو عملياتوکې په لسګونو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکې توکې هم دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو لاس ته ورغللي دي.
دسرپل ولايت دامنيتې قوماندانى سرپرست وايي چې قاري حنيف په صياد ولسوالۍ کې په زياترو ترورستي پيښو او بې ثباتي کې لاس درلود.
په همدې حال کې په سرپل ولايت کې سيمه ييزمقامات هيله کوي چې دقاري حنيف په وژل کېدو سره په صياد ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې دفارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال هم پرون دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په عملياتوکې وژل شوى دى.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې پيغام:
په ډيرې خواشيني سره مې خبرترلاسه کړ چې دپکتيا ولايت د آريوب ځاځۍ ولسوالۍ يومنلى قومي مشر ، جهادي شخصيت اوملي سوداګر حاجي عبدالحنان چې دخپل عمر زياته برخه يې دافغانستان خلکو ته په خدمت او د قومونو ترمنځ د يووالى په تامين کې تيرکړى؛ دهغې ناروغى له کبله چې ورته پيښه شوى وه، ديو اتيا کلني په عمر د امريکا په متحده ايالاتو کې وفات شوى دى.  انالله وانااليه راجعون
دده مړينه هيواد ته يوه ستره ضايعه بولم او دپکتيا خلکو ته دتسليت او خواخوږى مراتب وړاندې کوم. دى دې خداى (ج) وبخښي او کورني ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم .
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رياست ته نن دوه امبولانسونه وسپارل شول.
ويل کيږي چې دغه امبولانسونه دچين د دولت له خوا دعامې روغتيا وزارت ته ورکړى شوى وو.
دسنمګانو ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد باختر اژانس ته وويل  چې دچين دولت په دې وروستيو وختوکې دعامې روغتيا له وزارت سره دسلو امبولانسونو مرسته کړى وه چې دغه امبولانسونه ولايتونو ته بيل کړى شوى وو.
خبرځاى زياته کړه: له دې جملې څخه دوه امبولانسونه دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رياست ته بيل کړى شوى وو چې نن په رسمي ډول دسنمګانو ولايت دعامې روغتيا  رياست ته وسپارل شول.
عبدالحميد زياته کړه: دغه امبولانسونه شپه او ورځ دناروغ لرونکو په خدمت کې دي او د درملنو د الماريو ، د اور لګيدنې ضدبالون  ، د ويزيت تذکرې په ګډون په مدرنو او پرمختللو طبي وسايلو سمبال دي اوکولاى شي په يو وخت کې له يو ډاکتر او يو روغتياپال سره دوه تنه ناروغان وليږدوي.
دعامې روغتيا رييس زياته کړه چې همدا اوس دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو او ددغه ولايت په شپږګو نورو ولسواليوکې د دريو روغتونوو په ګډون څلورديرش روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي او په هغوکې په سلګونون ډاکتران او روغتياپال شپه او ورځ د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي .
دعبد الحميد دڅرگندونوله مخې، دهغو امبولانسونو شمير چې په دغو مرکزونو کې   فعاليت کوي  اوو عرادې ته رسيدلى دى.
خو دې وايي چې  دغه امبولانسونه ددغه ولايت  د روغتيايي مرکزونو
اوناروغانو ستونزې  نه شي حل کولاى او په هيڅ صورت دهغوى اړتياو ته ځواب نه شي ويلى چې بايد دعامي روغتيا وزارت په دې اړوند ددغه ولايت له اړتيا سره سم اقدام وکړي .
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
په هرات ولايت کې دطالبانو يومشهور قوماندان ووژل شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو دځواکونو دهغو ځانګړو عملياتو په بهيرکې چې پرون دتروريستي عناصرو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دملانعمت په نامه دطالبانو يومشهور قوماندان ووژل شو او  دده د ډلې څلور تنه  غړي ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ملانعمت دطالبانو ديوې شبکې رهبري په غاړه لرله اوپه څو تروريستي او ورانکارو فعاليتونو، تښتونو او وسله والو غلاو کې يې هم رول درلود.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
په فيض اباد ښارکې د المان دبيا جوړولوټيم پوځي قرارګاه پرون دبدخشان ولايت دعامه نظم لو اته وسپارل شوه.
ويل کيږي چې په بدخشان کې د المان دبيا جوړولو ټيم  د اوبو رسولو، بياجوړولو او پرمختيا او دملي پوليسو دښوونې اوروزنې په برخوکې له افغاني لورې سره همکاري کوي.
د المان دبيا جوړولو دټيم دملکي برخې رييس حليموت ليديز دباختراژانس خبريال ته وويل: موږ اوس په بدخشان  کې له اته کلنو پوځي دندو او بيا جوړونې وروسته له خپلې پوځي اډې څخه وځو او موږ بشپړ باور لرو چې افغان امنيتي ځواکونه کولاى شي په بدخشان کې امنيت تامين کړي.
دغه راز د المان دبيا جوړولو دټيم قوماندان وويل:  موږله افغان امنيتي ځواکونو سره په اوږد مهالو همکاريو ژمن يو او ددغه ولايت د ودى اوپرمختيا په لاره کې له هيڅ راز همکاريو څخه ډډه نه کوو.
دغه راز دعامه نظم دشپږمې لوا دپنځم کنډک قوماندان اديب الله فولاد ددغې پوځي قرارګاه دمسووليت له ترلاسه کولو اوله بدخشان ولايت څخه د الماني پوځيانو له وتلو وروسته وويل چې افغان ځواکونه دبدخشان ولايت دامنيت دتامينولو ځواکمني لري.
د المان پوځي کمپ دفيض اباد ښارهوايي ډگر ته څېرمه  جوړشوى دى چې شپږو دانۍ، يوسلو اووه کانتينري دفترونه ، داستوګني دوه سوه اتياخونې او څلرويشت روغتيايي کانتينرونه اوپخلنځي لري چې په موبل اوفرنيچر ، د اوبو رسولو په شبکې او دبريښنا په سيسټم سمبال دى.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دهرات او قندهار د ولايتونو د ورزشي کلپونو دغيږې نيولو دوستانه سيالۍ پاى ته ورسيدې.
دغه سيالۍ دقندهار او هرات د ولايتونو دسلوتنو غيږې نيوونکو ترمنځ  پيل شوې .
دغيږې نيولو فدراسيون رييس عبدالباسط قيومي باختراژانس ته وويل: دلومړي ځل لپاره په هرات ښارکې دهرات او قندهار ديوشمير ورزشکارانو ترمنځ دسيمه ييزې غيږې نيولو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
ديواړوند خبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه سيالۍ برابرې پاى ته ورسيدې.
قيومي وويل: دغو سياليو پنځه ورځې دوام درلود .
دهرات ولايت د ورزشي ادارې مسوولين وايي: دغه سيالۍ د دوى په بلنه پيل شوې وه.
په هرات ولايت کې دغيږې نيولو فدراسيون رييس وويل: په دغه ولايت کې اوس نږدې لس ټيمونه فعاليت لري او له پنځه سوه تنو څخه زيات غړي لري.
 

Wednesday, 10 October 2012 13:44

دترافيکي پيښو زياتوالي

ايبک \ باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دسمنګانو ولايت په مربوطاتوکې دترافيکي پيښو شمېر دتېرکال په پرتله په سلوکې څلويښت زياتوالې موندلې دى .
دسمنګانو ولايت دترافيکو د مديريت دپيښو آمر سمونيار عبدالرزاق باختراژانس ته وويل: د روان کال په لومړيو مياشتوکې ددغه ولايت په مربوطاتو کې دوه اويا ترافيکي پيښې رامنځته شوې دي.
ده زياته کړه: په دغو پيښوکې دنارينه و ، ښځينو او ماشومانو په ګډون دوه څلويښت تنه وژل شوي دي او يوسلو درې ديرش تنه نور ټپيان شوي دي چې زياتره پيښي د ايبکو _ پلخمري سړک ترمنځ د رباطک دغاښي په سيمه کې رامنځته شوې دي .
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
د زابل ولايت دحج او اوقافو رييس نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو.
قاري محمدانور سادات کله چې قندهار ته روان و؛ د دامان و لسوالۍ په مربوطاتوکې دسپرلۍ موټر يې له يوبل موټر سره ټکر وکړ او ووژل شو.
د زابل  د والي ويندوى شريف الله ناصري باختراژانس ته وويل: ددغه ولايت دحج او اوقافو رييس سعودي عربستان ته دحاجيانو دچارو د تنظيم لپاره غوښتل چې د قندهارښار ته لاړشي چې له دغې پيښې سره مخامخ شو.
دا د زابل ولايت دويم سيمه ييز مسوول دى چې يواځې  په دوو مياشتوکې په ترافيکي پيښـوکې وژل کيږي.
دوه مياشتې مخکې د زابل  د و لايتي شورا يو غړى اسدالله ناصر په دې لاره کې دترافيکي پيښې له امله ووژل شول.