27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دلوى څارنوالي جګپوړي هيئت دغور ولايت مرکز چغچران ښارته ورسيد.
د دولتي خبرځايونو دخبرله مخې: دغه هيئت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د ٤٥ګڼه فرمان دتحقق په مقصد غور ولايت ته سفرکړي دي.
دقوانينو په تطبيق باندې دڅارنې اوڅيړنې د څارنوالي لوى رييس څارنپوه احمدبيګ قادري اوملګرې هيئت يې په هغې کتنه کې چې دغورله والي سيدانور رحمتي سره يې وکړه؛ دغور ولايت ته دخپل کاري سفر هدف بيان کړ او ويې ويل چې عدلي اوقضايي مرکزونو ته دې د اداري فساد پرخلاف په مبارزه کې جدي هلې ځلې  وکړي او دغه راز له هغوى څخه يې و غوښتل چې عدلي اوقضايي ادارې دې دشفافيت په باب داسلام دمبين دين حکمونو  په رڼاکې   اود ټولنيزعدالت پربنسټ اجراات وکړي.
دغور والي سيد انور رحمتي دلوى څارنوالي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست په ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق په مقصد يې هر راز تيارى څرگندکړ.
دغور د ولايتي شورا رييس مولوي رمضان قاسمي د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان دصادريدو له امله خوښي څرگنده کړه او ددغه ولايت  له عدلي اوقضايي ارګانونو څخه يې ددغه فرمان دعملي کيدو او د اداري فساد له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
د افغانستان دفوټبال دغوره ليګ دسياليو د وروستي نيمايي پړاو په لومړۍ سيالۍ کې سبا دميوند د اتلانو او دسيمرغ البرز ټيمونه لوبه کوي.
دهيواد د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير باختراژانس ته وويل:
دغه سيالۍ چې دکابل له اتو زونونو څخه د اتوټيمونو ترمنځ دګول پروژې په لوبغاړې کي پيل شوى دى؛ څلورو ټيمونو وکولاى شول چې وروستي نيمايي پړاو ته لاره ومومي چې له هغې جملې څخه دوه ټيمونه دميوند اتلان اوسيمرغ البرزسبا دهريرود او دسپين غر بازان ټيمونه بل سبالوبې کوي.
 

کابل-باختر دتلې ١٩
دکابل ښار دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په د وو لوبو سره دوام وکړ.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته وويل : په پيل کې د اردو او استقلال ټيمونو لوبه وکړه چې نتيجه يې د دريو په مقابل کې په شپږو سره د استقلال ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او په بله لوبه کې دشعاع ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره دجوانان آزادي ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ پيل شوى دى او ټاکل شوى ده؛ نن مازيګر دجوانان ميهن ټيم له يونايتد سادات له ټيم سره او دمشعل ټيم له ستاره آزادي ټيم سره لوبې وکړي.
 

کابل-باختر دتلې ١٩
دلس کلنې نجلۍ چې دبدن په ځينو برخوکې يي دياالله او الله کلمې څرګنديږي دباختر آژانس خبريال ته وويل: له يوې مياشتې را په دې خوا هر ورځ د دې دلور په وچلې ټټر، مټ،ګوتو او دلاسونو پرشا ديا الله او الله کلمې څرګنديږي.
ددغې نجلۍ پلار چې شفيق الله نوميږي او په افغان يو نايتد بانک کې کار کوي دغه راز وويل: دغه کليمې په داسې ډول څرګنديږى چې په آسانې سره دکتنې وړ دى او له يو ساعت وروسته بيرته له منځه ځي.
لس کلنه نجلۍ سارا چې دکابل ښار دخير خانې دسيمې د پنځه سوه فاميلو دښوونځى دپنځم ټولګي زده کوونکى ده، په دې باب وويل چې ديا الله او الله دکليمو له څر ګنديدو مخکې دبد ن په هماغه برخه کې يې خار ښت پيداکيږي او تبه ورباندې راځي او وروسته دغه کلمې څرګنديږى.
دشفيق الله دڅرګندونو له مخې: ده تراوسه پورې دغه نجلۍ دجوماتونو څو ملايانو ته هم بولې ده او دهغوى نصيحتونه اخلي او عملي کوي يې.
 

کابل-باختر دتلې ١٩
دوسله والو طالبانو شپږ تنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې په څو پوځي  عملياتو کې نيول شوي دي.
دغه ياغي قوماندانان نن سهار دکندز،قندهار ،هلمند،نيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپانې له خولې خبرورکړ چې دوسله والو طالبانو دغه قوماندانان هغه وخت چې په ترورستي فعاليتونو بوخت وو دافغان او ناټو پوځيانو پدې بريد وکړ او ونيول شول.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهير کې جګړه هم رامنځته شوه او په ترڅ کې يې خو جګړه مارو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ناټو وايي چې  دغه قوماندانان په دغو سيمو کې په افغان او بهرنيو پوځيانو باندې دترورستي  بريدونو په غاړه درلود.
په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې دناټو ،افغان اوملکي کسانو دسرزيان په باب څه نه دى ويل شوي.
 

کابل-باختر دتلې ١٩
په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو يوه ستره زيرمه کشف شوه دغه زيرمه چې دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو پټنځاى کې ساتل کېده نن سهار دافغان اوناټو ځواکونو په پوځي عملياتوکې کشف شوې ده ناټو وايي چې له دغې زيرمې څخه څه ناڅه زرکېلوګرامه چاوديدونکې توکې او کېمياوى توکې چې دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کېږي کشف او ترلاسه شوى دي.
ويل کېږي چې دوه تنه وسله وال طالبان چې ددغې زيرمې په ساتلو بوخت هم نيول شوى دى.
باختر آژانس دناټو دخبر پاڼې له خولې خبرورکړ چې ياغيانو له دغو توکو څخه دبم ماين او ځان مرګو واسکټونو په جوړولو کې استفاده کوله.
وسله وال طالبانو دبم ،ماين او دغه راز دځان مرګې واسکټونو دجوړولو په خاطر چاوديدونکې توکې له پاکستان څخه افغانستان ته واردوى.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دظفر قول اردو مسوولين دافغانستان په لويديځ کې ددغو ځواکونو دتروريزم ضدعمليات دزياتو برياليتوبونو خبري کوي.
دوى وايي چې دروان لمريزکال په بهيرکې دوى دهرات ، غور ، بادغيس اوفراه په ولايتونو کې دلسګونو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره په دي بريالي شوي دي چې  په سلګونو طالبان ووژنې اويا يې ونيسي اوپه لسګونو سيمې ددغو جګړه مارانو له شتون څخه پاکې کړي .
دظفر قول اردون قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد باختراژانس ته وويل داردو ځواکونو ددغو عملياتو په بهيرکې څه ناڅه درې سوه ديرش تنه وسله وال طالبان وژلي او يو سلوشپږديرش تنه نور ياغيان يې نيولي دي.
دظفرقول اردو قوماندان زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو مخالفينويو زيات شمېر مشخص قوماندانان هم پيژندل شوي اونيول شوي دي.
دتورنجنرال جاهد دڅرگندونوله مخې: ددغو عملياتو په بهيرکې دفراه ، هرات ، غور اوبادغيس په ولايتونو کې په لسګونو سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.
دظفرقول اردو قوماندان وايي چې دوى دطالبانو له شتون څخه دهرې سيمې له پاکولو وروسته دنورو مرکزونو په همکاري دبيارغاونې دپيل زمينې برابري کړي دي.
ويل کېږي دطفر قول اردو له خوا څه ناڅه يوسلو لس تنه خوراکي توکې هم دعملياتو په بهيرکې په  اړو کورنيو ويشل شوي دي .
په همدي  حال کې دظفر قول اردو قوماندان وايي چې دوى دافغانستان په لويديځ کې دخلکو دثبات اومصونيت دتامينولو په خاطر دڅوپوځي عملياتو دترسره کولو لپاره دپروګرام دجوړولو په  حال کې دي.

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دهرات _ پښتون زرغون  واټ دجوړولو کار په سلو کې نږدي پنځوس پرمختللي دي.
دهرات والي ډاکترداودشاه صبا دهرات ښار دمرکز په ديرش کېلومتري کې دهرات _ پښتون زرغون  واټ دجوړولو کار له دوو کلونو ځنډ وروسته دوه مياشتې مخکې دهرات دسيمه ييزې اداري له جدي هلوځلو وروسته پيل شو.
دغه واټ به دپنځوسو کېلومترو په اوږدوالې اولسو مترو په سور چې له دي جملې څخه شپږمتره به يې پوخ وي دهرات دولسواليو په کچه لومړۍ واټ وي چې ديو کال په بهيرکې دهرات ښار ترمرکز پوري په ستندرد ډول پخيږي.
دهرات والي دهرات _ پښتون زرغون  واټ پخول ددغې ولسوالۍ دخلکو هميشني هيله وبلله او په ټينګارسره يې وويل ددغې پروژې په بشپړيدو سره بازار اوصنعتي ښار ګوټې ته دخلکو دلبيناتو اودکرنې دمحصولاتو دوړاندې کولو او دليږدونې تګلوري نږدي کېږي.
ددغه واټ په پخولو سره دهرات ښارته دپښتون زرغون اوګذري دولسواليو دلسګونو زرو تنو اوسيدونکو په تګ راتګ کې اسانه زمينې برابري شي .
دغه واټ دفوايد عامې وزارت له پرمختيايي بودجي څخه د ١٢مليونو ډالرو په لګښت جوړيږي.
 

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
دسويډن دعلومو سلطنتي اکاډمى پرون دفزيک دنوبل جايزه يو فرانسوي او يو امريکايي  پوه ته ورکړه.
باختراژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: دسويډن دعلومو سلطنتي اکاډمى سږکال د فزيک د نوبل جايزه يوه فرانسوي سرج هاروش او امريکايي پوه ديويدواينلند ته دکوانتوم وړانګې پيژندنې په باب دڅيړنې اودفوتونونو اودهغو دبنسټيزو واحدونو ددقيق کنترول په خاطر ورکړه .
دفزيک دبرخې دنوبل جايزه تيرکال سال يرلموتر، برديان اشميت او ادام ريس ته دهغو تحقيقاتو په خاطر چې دواټن دټاکنې په خاطر دستندردو دشمعو په توګه دابرنواخترونو څخه داستفادي په خاطر  و دغه کار ددې سبب شو چې وکولاي شي وښيې چې دنړۍ سترکيدل شتاداردي.
الفردنوبل خپل وروستۍ وصيت په ١٨٩٥ کال  کې  لاسليک کړ اوپه هغه کې يې دخپلې شتمني زياته برخه د جايزو يوې مجموعي  چې دنوبل دجايزې په نامه ياديږي ځانګړي کړه.
دغه راز دنوبل په وصيت  ليک کې  ليکل شوي دي چې ددغو شتمنيو يوه برخه په هغه سړى پوري اړه لري چې دفزيک په برخه کې مهم اختراع ياکشف ولري.
ويل کيږي چې له ١٩٠١ کال څخه تراوسه پورې دفزيک په څانګه کې  ١٠٥ جايزي پوهانو ته ورکړي شوي دي.
 

بغلان-باختر دتلې ١٩
په بغلان ولايت کې يو ځوان ځان وواژه.
محمد محسن پرون په ټوپک خپل ژوند پاى ته ورساوه.
دپوليسو لومړني څيړنې ښيې چې ددغه درې ويشت کلن ځوان دځان وژنې اصلي انګيزه د ده دکورني تاوتريخوالې او بې وزلي وه.
دغه ځوان يو وخت دملي اردو سرتيري و؛ خو په دې وروستيوکې د وزګارتيا له امله ځوريده.
دبغلان ولايت دخنجانو ولسوالي امنيه قوماندان حبيب الله مقصودي باختر آژانس ته وويل چې ددغې پيښې د ټولو اړخونو د روښانونو لپاره دپوليسو څيړنې پيل شوې دي.
محمد محسن واده کړى و او درې ماشومان يې لرل. ټولنيزو، کارپوهانو بې وزلي او کورني تاوتريخوالې په افغانستان کې دځوانانو دځان وژنو د زياتوالى اصلي انګيزې بولي.