27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل-باختر دتلې ١٩
د افغانستان دحاجيانو بعثه په سعودي عربستان کې افغان حاجيانو ته دحج دمناسکو د ادا کولو په خاطر په مکه مکرمه او مدينه منوره کې لازم امکانات او آسانتياوې برابرې کړې دى.
دغه ټکې په مکه معظمه کې دافغانستان دجاجيانو دبعثه رييس مفتي سيد حجت الله نجيح دباختر آژانس استول شوى؛ خبريال نثار احمد نويد ته څرګندکړ او زياته يې کړه چې سږ کال حرم شريف ته په څيرمه ساحوکې داستوګنې يوسلو دولس مناسب بلاکونه برابر شوى دى چې لازمې آسانتياوې لري.
ده زياته کړه چې تر اوسه پورې نږدې اتلس زره تنه افغان حاجيان د آريانا،کام يير او دصافى دهوايي شرکتونو د الوتکو په واسطه سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي او هره ورځ له افغانستان څخه سعودي عربستان ته دحاجيانو دليږدونې په مقصد له څلورو څخه ترشپږو پورې الوتنې کيږي او په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د استوګنې په بلاکونو کې ځاى پرځاى کيږي .
ده زياته کړه چې په مکه مکرمه او په مدينه منوريه کې داستوګنې په سيمو کې دهيواد دحاجيانو دحالت او د برابر وشويو امکاناتو څرنګوالې هر ورځ د بعثه د موظفينو نظارتي ډلو له خوا کنترول او څيړل کيږي.
په مکه معظمه کې دافغانستان دحاجيانو دبعثه رييس وويل: تر اوسه پورې څه دپاڅه دوه زره پنځه سوه تنه افغان حاجيان په ثابتو او ګرځنده روغتيايي کلينيکونو کې تداوي او معالعجه شوي دي او په اړو کسانو په وړيا ډول درمل ويشل شوى دى.
دغه راز دسعودي عربستان د روغتيايي مقاماتو په همکارى دوه سوه پنځوسو تنه افغان حجيان چې په روغتون کې يې درملنې ته اړتيا لرله، ددغه هيواد روغتيايي مرکزونو ته معرفي او تر درملنې لاندې نيول شوي دي.
په مکه معظمه کې دافغانستان دحاجيانو دبعثه رييس مفتى سيد حجت الله نجيح افغان حاجيانو ته د لازمو آسانيتاو دبرابرولو او د خدمت په خاطر په مکه معطمه کې دافغانستان دحاجيانو په بعثه دکار کوونکو او مسوولينو دهڅو او هاند ډاډ  ورکړ او ويې ويل : دحج دمناسکو د ادا کولو په مقصد په ټاکلې نيټه منا او عرفاتو ته دافغان حاجيانو دليږدونې په خاطر لازم تيارې نيولې شوى دى او دغه راز حاجيانو ته په منا او عرفاتو کې لازم ځايونه ټاکل شوى دى او آسانيتاوې برابرې شوى دى.
 

Wednesday, 10 October 2012 10:41

تبصره:

کابل-باختر دتلې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې وروستيو وختو کې دامريکا د س-بي-اس له ټلويزيوني شبکې سره وه، مرکه کړې ده او په هغو مهمو ټکو تمرکز لري چې په هغې کې په تيرو يوولسو کلونو کې دافغانستان دحالت څرنګوالې تعريف شوى دى او يادونه شوې ده چې ديوې فعالې پاليسي نه شتون ددې سبب شوى دى چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې بهير کمزورې دى.
دباختر آژانس مبصر ليکي:دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې وروستيو وختو کې دامريکا د س-بي-اس دتلويزيوني شبکې  له خبريال سره مرکه وکړه.
په دې مرکه کې داسې مهم ټکې شته چې کېداى شي دغوره او دقت وړ دي. له دې جملې څخه په افغانستان اوسيمه کې دتروريزم دخطر شتون ،له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو څرنګوالې او لرليد يې،دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو اړيکې ،دسولې دخبرو څرنګوالې او ځينې نورې مسئلې ددغې مرکې دخبرو محورو او دافغانستان جمهور رييس په دغو مواردو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت نظر او دريځ بيان کړل.
هغه څه چې حامد کرزي زيات تمرکز ورباندې وکړ؛ په افغانستان کې له تروريزم سره دمبارزې څرنګوالې و او دايې جوته کړه چې ولې له تروريزم سره دمبارزې بهير کمزورې دى او په دې نه دې بريالى شوى چې په سيمه کې مطلوبو نتيجو ته ورسيږي؟
جمهور رييس څرګنده کړه: دې ته اړتيا ده، دهغو ګواښونو په باب چې موږ دهغو پرخلاف مبارزه کوو يو څرګند او مشخصې تعريف ولرو، په داسې حال کې چې دغه تعريفونه په تپرو لسو کلونوکې موجود نه و او له زياتو هلو ځلو سره سره اوس هم بايد دښمنې تعريف کړو.
حامدکرزي په داسې حال دتروريزم دتعريف ستونزه طرحه کړه چې افغانستان په دغه هيواد کې دنړيوالو ځواکونو دلس کلن شتون په بهيرکې دترورستي پيښو ښکار دى.
سره له دې چې افغاني مقاماتو دهمدې مودې په بهيرکې په وار وار دغه ټکې بهرنيو دوستانو ته بيان کړ چې دتروريزم عواملې له افغانستان څخه په بهرکې دي او ترهغه وخته پورې چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې نړيوال ايتلاف دترورستيانو هغو پټنځايونو ته چې دافغانستان له پولو څخه بهر دي ،پاملرنه ونه کړي او ترهغه وخته پورې چې دهغه دتمويل او ملاتړ منابع بندې نه شي، سخته ده چې تروريزم لمنځه يوسو.
د افغانى لورې له ټينګارونو سره سره له بده مرغه نړيواله ټولنه په سياسي مسئلو او په سليقوي اړيکو زياته  ډډه لګوي او دا کار د دې سبب شو چې دمبارزې بهير په سم تګلورې حرکت ونه کړي، بلکې په هغه کې منابع او علايق سره ګډ شي او په زړه پورې نتيجې ترلاسه نه شي.
هغه څه چې نن دتروريزم د ګواښ د دوام په توګه بلل کيږي په دې لاره کې ديوې هراړخيزې پاليسي نه شتون دى چې په دې نه دې بريالى شوى چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې لارې چارې همغږي کړي.
په داسې حال کې چې دترورستيانو موقعيت ،پروګرام او هدف څرګند دى، خو تمرکز په هغه ځاى کې شوى دى چې دترورستيانو دفعاليت ځاى دى نه دهغوى پټنځي.
له اوسنيو واقعيتونو څخه لرې والې د دې سبب شو چې دافغانستان له پولو څخه بهر دترورستيانو ځاى راپسې پياوړې شي او هغوى له زيات خونديتوب او امنيت څخه زياته ګټه واخلي.
ستونزه په دې کې ده چې نړيوالو کړيو ،هغو کسانو چې ځان له تروريزم سره دمبارزې سپاهيان بولي؛ زياترو دهغو استخباراتي سازمانونو په اطلاعاتو او د سلامشورو ډده ولګوله چې په خپله يې په يو ډول نه په يو ډول او په څرکنده توګه او په پټه يې دتروريزم او دهغه دعامل مراتړ کاوه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې مرکه کې په ډاګه کړه چې موږ ددغه شان چلند او سياست دبدلون اوصلاح غوښتنه کوو.
دحامدکرزي دڅرګندونو له مخې: د دوى خبرې دامريکا دخلکو او دغه هيواد دماليه ورکوونکو پرخلاف دانتقاد په مفهوم نه دي، بلکې دافغانستان له خلکو سره د هغوى مرستې ارزښناکې دي او دغه مرسته په افغانستان کې دبدلون او پرمختياسبب شوې ده، بللکې انتقادونه دهغو کسانو دچلندڅرنګوالې او پالسيو ته متوجه دي چې د روغتيايي خدمتونو ، پوهنې ،د سړکونودجوړولو او دماشومانو او ښځو لپاره دښه ژوندانه په برخوکې يې دامريکا له متحده ايالاتو څخه ارزښناک وبلل او د دوام غوښتنه يې وکړه، خو دامريکا دحکومت په پته يې وويل چې دافغانستان په اړوند خپل تفکر دې زموږ دافغانانو له تفکر سره يو خيل کړي او زموږ خبرې دې واوري .
د افغانانو دخبرو د اوريدو په باب دحامدکرزي ټينګار دا پيغام استوي چې دا افغانان دي چې په خپل هيواد کې په واقعيتونو پوهيږي؛ په حالاتو له نورو څخه په ښه توګه پوهيږي او تحليل کوي. ستونزه او په هغې دبرياليتوب لاره په ښه توګه تشخيصوي او په پاى کې دا افغانان دي چې دتروريزم په لومړۍ ليکه کې قرباني ورکوي او هيواد يې بمباريږي.
نو ښه به وي، هغه کسان چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې څرخ ته حرکت ورکوي په واقعيتونو ډډه ولګوي او د سيمې دهغو استخباراتي سازمانونو سلا مشوره او اطلاعات چې په خپله دبحران په پيداکولوکې رول لري؛ نه شي کولى دتروريزم پرخلاف دمبارزې دلارې ډيوه شي، ځکه دهغو په سلا مشورو او اطلاعاتوکې ناوړه نيت او غرضونه شته او په يوه خبره هغوى دخپلو ګټو په باب فکر کوي او نور په ځاى پسې راکاږي.
هغه څه چې حامد کرزي بيان کړى دى، د افغاني ټولنې دستونزو يوه برخه ده چې بايد له نړيوالې ټولنې سره په مشارکت کې حل شي.
که چيرې نړيواله ټولنه او په مشخصه توګه هغه هيوادو سره چې غواړي تروريزم لمنځه يوسي؛ بايد يوه اغيزمنه او له سياسي سياليو او ستونزو څخه خلاصه پالسي په پام کې ونيسي اوله افغانانو سره اوږه په اوږه چې په خپلو ژمنوکې صادق خلک دي؛ ددغې پديدې دلرې کولو لپاره هڅه او هاند وکړي او ددغه شان ديوې پاليسي په ړنا کې کولى شو په مطلوب تګلورې ګام واخلو او هدف ته ورسيږو.
 

انقره باختر د تلې ١٨
دترکيې جمهور رييس عبدالله ګل پرون وويل چې په سوريه کې ډيره نامناسبه  سناريو د اجرا په حال کې ده .
  عبدالله ګل دترکيې په پايتخت  انقرې ښارکې  خبريالانو ته وويل چې دغه هيواد به  دخپلو پولو د ساتنې لپاره  له هر اقدام څخه  کار واخلي .
  ده زياته کړه: موږ دې ته سترګې په لاره نه يو چې دسوريې حالت دنن ورځې په شان  پرمخ لاړ شي .
  ده زياته کړه: له  نړيوالې ټولنې څخه سترګې په لاره يو چې په اغيزمنه توګه اقدام وکړي .
   دترکيې دجمهور رييس دغه څرګندونې له هغه وروسته وشوې  چې ددغه هيواد اردو په پرله پسې توګه دشپږمې ورځي لپاره دسوريې راکټې بريدونو ته  متقابل ځواب ورکړه .
سوريې دتيري چارشنبې په شپه دترکيې په يوه سرحدي سيمې راکتې بريد وکړ چې له امله يې  پنځه تنه  ووژل شول .
 

کابل باختر د تلې ١٨
دوه تنه  پاکستاني ماين جوړونکي  په کاپيسا کې دچاوديدونکو توکو  د چاودنې په وخت کې ووژل شول .
   په دې پيښه کې  ددغو تروريستانو  يو افغان همکار  هم  تپي شوى دى .
  دکاپيسا ولايت  دامنيې قوماندانى  د اوپراسيون  مرستيال  سمونوال امان الله باختر اژانس ته وويل: دوه تنه پاکستاني ماين جوړونکي  او دهغوى يو افغان همکار پرون کله چې  د تګاب ولسوالۍ  په يوه اړونده سيمه کې  په يو کور کې  دچاوديددونکو توکو او دځان مرګو واسکټونو په جوړولو بوخت و، چاوديدونکي توکې وچاوديدل  اوله امله يې  دوه تنه پاکستاني  اتباع  ووژل شول او يو افغان همکار يې ټپي شو .
   يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې پيښې په اړوند دپوليسو له خوا څيړنې پيل شوې دي .
 

کابل باختر د تلې ١٨
دطالبانو ديوې ډلې مشر له دريو تنو افرادو سره يې په هرات ولايت کې دسولې له بهير سره  يوځاى شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحميد حميدي  باختر اژانس ته وويل:  دطالبانو ددغې ډلې مشر شاه ولي نوميږي او پخوا يې  د چشت شريف  په ريګي کلې کې  په دولتي ضد فعاليتونوکې بوخت و  او اوس  دملي روغې جوړې دتګلارې  په رښتينوالې باندې په  پوهيدو سره  له دريو تنو افرادو سره يې  له دولت سره  يوځاى شوى دى .
 

کابل باختر د تلې ١٨
په غزني کې دطالبانو په وړاندې د پاڅون کوونکو دبنسټ ايښودونکى  ملا سلام د زوى  عبدالمالک  مړي پيدا شو .
  ويل کيږي چې وسله والوطالبانو شپږ مياشتې مخکې عبدالمالک  دعبدالسلام زوى دغزني ولايت داندړو له ولسوالۍ څخه تښتولي و او کور ته يې هم  اور اچولى و .
  دغزني ولايت داندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال باختر اژانس ته وويل  چې وسله والو مخالفينو عبدالمالک دملا سلام زوى چې شپږ مياشتې مخکې يې  له کور څخه تښتولى و،  وژلى دى او مړي يې پرون  دغزني ولايت  په مقر ولسوالۍ کې ترلاسه شوى دى .
 

کابل باختر د تلي ١٨
  څلور تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍکې دافغان اوبهرنيو قوتونو په ګډو عملياتوکې ووژل شول .
   دبټي کوټ ولسوال ميرزا حميدالله باختر اژانس ته وويل: افغان او دبهرنيو ځواکونو تيره شپه دهمدې ولسوالۍ په انبار خانه سيمه کې  ځمکني او  هوايي عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول
  ديوبل خبر له مخې: څلور تنه ملکي وګړي  نن سهار دتورخم _ جلال اباد  دلارې په سه پاى سيمه کې په واټ کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
  دننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزى  باختر اژانس ته وويل: دغه ماين تر يوه پله لاندې هغه وخت چې يو سراچه ډوله موټر له سيمې څخه تيريده وچاوديد او څلور تنه ملکي وګړي چې ددغه موټر سپرلۍ وې ټپيانې کړې .
دعبدالزى دڅرګندونوله مخې: ټپيان روغتون ته وليږدول شول او روغتيايي حالت يې مخ په ښه  والې دي .
 

کابل-باختردتلې١٨:
د میدان وردگو ولایت د ملی پولیسو له روزنیز مرکز څخه (۲۰۵) تنو افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو څلورمیاشتینیو روزنیزو زده کړو له بشپړیدو وروسته د فرا غت اسناد ترلاسه کړل.
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
هغه غونډه چې په همدې موخه د میدان وردګو ولایت د پولیسو په روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه لومړی د عامه نظم لوﺉ ریاست مرستیال مل پاسوال نعمت الله حیدري ټولو فارغو منسوبانو ته مبارکي وویله زیاته یې کړه ډېر خوښ یم چې تاسې د خپلو روزنیزو زده کړو څلورمیاشتینۍ دوره بشپړه کړې او د فراغت اسناد ترلاسه کوﺉ هیله مو له تاسې څخه دا ده چې د ټولنې پروړاندې د ریښتینې خدمتګارانو په توګه د لا ښه خدمت جوګه شﺉ.
وروسته د میدان وردګو ولایت د روزنیز مرکز قومندان پوهنمل سمونوال جلالدین رګبار په خپلو خبرو کې وویل ستاسی دا فراغت د دې مرکز لپاره یو ویاړدی او هیله مند یم چی تاسې به د امنیت په تینگښت او د قانون په پلي کولو کې له حده زیاتی هلې ځلې وکړﺉ او په دندو کې به مو ترټولو ستره هڅه دا وي چې پرته له کوم قومي، ژبني او مذهبي تعصب څخه خپله ایماني اوهېوادنۍ دنده په ښه ډول سره سرته ورسوﺉ.
دغه راز یو تن ساتنمن د نورو په استازیتوب خبرې وکړﺉ ویې ویل هغه څه چې مو په دغو روزنیزو زده کړو کې ترلاسه کړي وي په دندو کې به ترې سمه او سالمه ګټه پورته کړو.
په پای کې پر ټولو فارغانو منسوبانو باندې د روزنیزدمرکز قومندان او د عامه نظم لوﺉ ریاست مرستیال له لورې د فراغت سندونه وویشل شول.
 

کابل-باختردتلې١٨:
د کورنیوچارووزارت د سرحدی پولیسو لوی قوماندان پاسوال ګل نبی احمدزی د پکتیا ولایت د آریوب ځاځي اود څمکنیو په ولسوالیوکی میشتو سرحدی ځواکونود محاربوي احضاراتواوچمتوالي څخه وکتل .
پدی لیدنه کی چی د کورنیو چارووزارت د سرحدی پولیسو د لوی قوماندان پاسوال ګل نبی احمدزي سره د جنوب شرق زون د سرحدی ځواکونوقوماندان هم ورسره ملګړی ؤ ، د پکتیاولایت د څمکنی اود آریوب ځاځي په ولسوالیوکی میشت سرحدی ځواکونوڅخه د لیدنی پرمهال د نوموړوځواکونوجګړه ایزاحضارات اومورال یی مثبت وارزول.
د سرحدی پولیسو لوی قوماندان د پکتیاولایت د سرحدی پولیسو، قومی مشرانواود سپینږیروسره په لیدنه کی وویل: په پرمخ تللووسلواوتجهیزاتوسره د سرحدی پولیسوسمبالول د کورنیوچارووزیرلوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ د کاری برنامویوه مهمه برخه جوړوي ، د تاسودرنومشرانوپه همکاری ، دهیواد په پولوکی د امنیتی چارودلاښه سمون په موخه به نورکوټلی ګامونه پورته شي.
ده زیاته کړه ، د کورنیو چارووزارت سرحدی پولیس د هیواد په ټولوپولو کی د سرحدونو د ساتنی اودفاع په موخه پوره تیاری اوچمتوالي لري.مونږحاضریوچی د خپلوسرونوپه بیه د هیواد د پولو په میړانه دفاع اوساتنه وکړو.
په پای کی یوشمیرهغومنسوبانوته چی د خپلودندوپه ترسره کولوکی له ځانه وړتیاښودلي ؤ، د سرحدی پولیسولوی قوماندان له لوری د تحسین نامی په ورکولووستایل شول.
 

کابل-باختردتلې١٨:
د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲ شمشاد زون قومندانۍ په سپورتي جمنازیوم کې په مخدره توکو روږدو کسانو د مخنیوي په موخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د تکواندو په پيل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې.
د تکواندو دغه سیالۍ چې د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲ شمشاد سیمه ایز زون قومندانې په سپورتي جمنازیوم کې د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې وزارت د عدلي او قضايي ارګانونو له لورې پيل شوې وې د غرغښت لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲ شمشاد زون قومندان لوﺉ پاسوال فضل الدین عیار ددغو لوبو د ترسره کولو په اړه وویل دا چې په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره څه کم یو میلون تنو ته رسیږي نو د مخنیوي په موخه یې باید ټول ارګانونه په ګډه سره د ښونیزو، روزنیزو، سپورتي، دعامه پوهاوي او د درملنې پروګرامونو په برابره ولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو په نشه یي توکو د روږدو کسانو کچه کمه شي.
نوموړي وویل موږ د خپل زون اړونده ټولو ولایتونو کې د ځوانانو د هڅه ونې او پولیسو سره د ګډې همغږۍ په موخه د والیبال، فوټبال، سنوکر، د بدني ښکلا او ځغاستو په برخو کې ملکي او نظامي اشخاصو ته د سپورت زمینه برابره کړې او ځوانان کولی شي چې هر وخت په پاکه او ازاده فضا کې خپلې لوبې ترسره کړي.