27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د تلې ١٨
  دپروان ولايت  په مرکز پورې اړوند دخواجه سياران  دساحې د استوګنې  په يو کورکې دلاسي بم  دغورځولو له امله يوه ښځه ووژل شوه .
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې مدير سمونوال محمد نا آرام باختر اژانس ته وويل: لاسي بم دناپيژندل شويو کسانو له خوا دمحمد رزاق  په کور پرون وغورځول  شو او علت يې  تراوسه پورې معلوم نه دى .
خبرځاى څرګنده کړه چې تراوسه پورې ددغې پيښې  په اړوند څوک  نه دې نيول شوى، خو په دې باب دپوليسو څيړنې دوام لري .
دده دڅرګندونو له مخې، محمد رازق متقاعد ډګروال دى او له چاسره دښمني نه لري .
 

کراچي- باختر د تلي ١٨
  دپاکستان په کراچي ښارکې په نويو نښتوکې ديوې ميرمنې په ګډون څه ناڅه اته تنه ووژل شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان په تيرو ٢٤ساعتوکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو اتو تنو څخه يو شمير يې د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شول او ديو شمير نورو مړي دښار په واټونو کې ترلاسه شوي دي چې په ښکاره دغه کسان هم د قصدي وژنو دبريدونو دتاوتريخوالې  قربانيان بلل کيږي .
 

کراچي- باختر د تلي ١٨
  دپاکستان په کراچي ښارکې په نويو نښتوکې ديوې ميرمنې په ګډون څه ناڅه اته تنه ووژل شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان په تيرو ٢٤ساعتوکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو اتو تنو څخه يو شمير يې د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شول او ديو شمير نورو مړي دښار په واټونو کې ترلاسه شوي دي چې په ښکاره دغه کسان هم د قصدي وژنو دبريدونو دتاوتريخوالې  قربانيان بلل کيږي .
 

کراچي- باختر د تلي ١٨
  دپاکستان په کراچي ښارکې په نويو نښتوکې ديوې ميرمنې په ګډون څه ناڅه اته تنه ووژل شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان په تيرو ٢٤ساعتوکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو اتو تنو څخه يو شمير يې د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شول او ديو شمير نورو مړي دښار په واټونو کې ترلاسه شوي دي چې په ښکاره دغه کسان هم د قصدي وژنو دبريدونو دتاوتريخوالې  قربانيان بلل کيږي .
 

کابل –باختر دتلې ١٨
دنيمروز ولايت پوليسو يو وسله وال طالب چې پر امنيتي ځواکونو يې دبريد نيت درلود؛ ونيوه.
دنيمروز ولايت دامنيتي قوماندانۍ د اوپراسيون آمر عبدالحميد باختر آژانس ته وويل: دغه طالبان دپوليسو په اوپراتيفى عملياتوکې له يو کلاشينکوف او يو سراچه موټر سره د دلارام ولسوالۍ په بازارکې ونيول شو.
 

Tuesday, 09 October 2012 13:33

په هلمند کې دوه چاودنې

کابل –باختر دتلې ١٨
په هلمند ولايت کې د دوو چاودنو له امله ديو افغان پوځي په ګډون څلورتنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښې ديو ساعت په زماني واټن کې دنادعلي ولسوالۍ په لوچک سيمه کې شوې دي.
لومړۍ چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر په لوچک سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړى شوى يو ماين وخوت .
امنيتي مامورين وايي چې په دې پيښې کې درې تنه ملکي وګړي وژل  شوي دي او دويمه پيښه ټيک يو ساعت وروسته همدې ساحې ته څېرمه هغه وخت وشوه چې دپوليسو يوه تخنيکي ټيم په واټ کې ديو ښخ کړى شوى ماين په شنډولو بوخت و.
ويل کيږي چې  په دې چاودنه کې د پوليسو يو مامور وژل شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دهلمند د والي ويندوى احمد زيرک له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښې تاييدې کړې او وې ويل چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي او دپوليسو يو سرتيرى وژل شوي او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي. ده وسله وال طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
په تخار ولايت کې نن سهار دلرګيو دپلورنې په يو سراى کې اور ولګيد.
دتتخار د والي ويندوى باختر آژانس ته وويل: د اور لګيدنې په دې پيښه کې دلرګيو دپلورنې ١٧ دوکانونه ولوځيدل او د اور وژنې ځواکونو له پنځو ساعتونو وروسته په اور وژنې بريالي شول.
دپوليسو دلومړنيو څيړنو له مخې، په دې پيښه کې دوکاندارارانو ته دنږدې اووه ميليونه افغانيو تاوان اوښتې دى.
ددغې اور لګيدنې اصلى علت تراوسه پورې نه دې روښانه شوى.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
د وسله والو طالبانو د دريو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول.
دفراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختر آژانس ته وويل چې دغه جګره پرون دبالابلوک ولسوالۍ په شيوان سيمه کې له هغې وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو په دې ساحه کې پر امنيتي پوليسو دبريد نيت درلود.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د دريو تنو قوماندانانو ملاجمعه ،ملا رحم الدين او ملافيروز په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
په دې نښته کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل دولتى ځواکونو لاس ته ورغلي دي. خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان  نه دې اوښتې.
 

کابل –باختر دتلې ١٨
دهيواد دختيځ او لويديځ زون دولايتي شوراګانو دښځيني استازو دوه ورځنې غوڼدي نن په هرات ښارکې خپل کار پاى ته ورساوه.
ددغې غونډې برخه والو دامنيت نشتوالې دميرمنو دپوهې ټيته کچه نژادي توپيرونه او فرهنګي او اقتصادي بې وزلۍ په هيواد کې دښځو دپرمختيا دلارې پرسره ډيرې مهمې پرتې ستونزې وبللې .
دهرات دولايتي شورا رييس عبدالظاهر فيض زاده په دې غونډه کې دښځو فعال ګډون دهمکاري او ارتباط د روحيې د تامينولو او دظرفيت دلوړولو ،فکري او فزيکې ودې او دميرمنو ترمنځ دتجربو دتبادلې په لاره کې رغنده حرکت وباله.
دهرات دولايتي شورا دکورنيو دملاتړ دکميسيون رييسې فاطمې جعفري هم دهيواد په سياسي ،اقتصادي او ټولنيزو برخو کې دښځو دګډون او ونډې په لاره کې پرتي ستونزې او خندونه په ګوته کړل.
ددغې غونډې برخه والو دقانون تطبيق ،ديوبل منل ،دپراخو تبليغاتو ترسره کول او دښځو او نارينه وو دپوهې د کچې لوړول په تيره بيا دهيواد په لرې پرتو سيموکې ،ميرمنوته دکار دزمينو برابرول ،دغوره سالارى د اصل رعايتول او په ټولنه کې دزغم دروحيې پياوړتيا له اوسنيو ستونزو سره دمبارزي هدفونه وبلل او ميرمنو نه دباور دفضا په برابرولو او دټولنې دځواکمن او هڅاند قشر په توګه دښځو د روحيې په پياوړې کولو کې دافغانستان د دولت په جدي هڅو باندې ټينګار وکړ.
دوى له ٢٠٠١ کال وروسته په هيواد کې د ښځو دفعال شتون په يادونې سره دبشر دحقوقو د کميسيون او دفعالو مدني ټولنو په جوړولو ،دښځو دځواکمنى په منعکس کولو کې دسترو ملي کنفرانسونو جوړولو او دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دله منځته وړلو دقانون تصويب دستاينې وړ وبلل.
په همدې حال کې دامريکا نوى قونسلې ميرمن جوليم  دهيواد په سيالۍ ،ټولنيزو او اقتصادي تصميم نيونو کې دښځو له فعالې ونډې اخستنې سره خپل هراړخيز ملاتړ اعلام کړ.
ددغې غونډې په پاى کې دهيواد دختيځ او لويديځ د ولايتي شوراګانو استازو دمطبوعاتي کنفرانسونو په جوړولو سره دهيواد دولايتي شوراګانو ترمنځ د همکاري دوام ګټور وباله اودسولې او دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دښې حکومتوالۍ او د ديموکراسى دپياوړتيا او پراختيا به بهيرونو کې يې دښځو په رول اغيزې باندې ټينګار وکړ.
 

واشنګتن  باختر د تلي ١٨
  دامريکا دجمهوري رياست دراتلونکي مياشتې په انتخاباتو کې دجمهوريت غوښتونکو ګوند کانديد ميت رامني وايي  چې پرې به نږدم  افغانستان دتند لارو تر نفوذ  لاندې راشي .
ده چې پرون دانتخاباتو دګټلو په صورت کې يې دخپل بهرني  سياست  په باب دويرچېنيا ايالت دپوځي چارو په يو انستيتوت کې خبرې کولې دافغانستان په باب مسوولانه اقدامات دافغانستان او امريکا دامنيت  لپاره مهم او ارزښتناک وبلل  .
ميت رامني وويل : که چېري دامريکا دجمهور رييس په توګه وټاکل شي  د ٢٠١٤ کال تر پاى پورې به افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو د رښتينې او بريالي ليږدونې لپاره کار وکړي اوژمنه يې وکړه چې  افغانستان به دتند لارو تر نفوذ لاندې پري نږدي .
ميت رامني وويل دهغو تند لارو په  لاس دافغانستان پريښودل  به چې له دغه هيواد څخه يې دسپتمبر دمياشتي ديوولسمي  نيټي  د بريدونو دطرحه کولو  لپاره استفاده وکړه په افغانستان کې دجګړي او زموږ په هيواد يعني امريکا باندې د بريدونو لپاره لاره اواره کړي .
ميت رامني په افغانستانکې دمسوولانه اقداماتو لپاره دخپلو پلانونو په باب په داسې حال کې خبري کړي دي چې دافغانستان جمهور رييس  حامد کرزي  په دې وروستيو  وختو کې دامريکا له  سي بي اس  تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې په افغانستان کې دامريکا دجګړي دپيل هدف له تروريزم سره مبارزه وه خو دغه ستونزه سربيره پردي چې له منځه نه ده تللي زياته شوې هم ده .