31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز د روغتيايي ادارو له مسوولينو سره  په  غونډه کې، له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د دوى کارونه وڅېړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتيايي ادارو مسوولينو له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د خپلو کارونه رپوټونه د عامې روغتيا وزير ته وړاندې کړل.
د عامې روغتيا وزير د روغتيايي ادارو د کارونو له څېړنې وروسته اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي، د بودجوي چلنجونو د حل کولو، د روغتيايي خدمتونو تطبيقوونکو موسسو ته د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په خاطر د يو جوړښت د برابرولو او په ټاکلي وخت د دغو موسسو له خوا د روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې جدي اجراآت وکړي.
دغه راز د عامې روغتيا وزيرله کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د روغتونونو د عاجلو څانګو د تياريو، په محافظتي وسايلو د دغو مرکزونو د روغتيايي کارکوونکو د سمبالولو، د اړتيا په صورت کې له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د روغتيايي پرسونل د زياتوالي او په روغتيايي برخوکې د کارونو او د موجودو جلنجونو لپاره جمهوري رياست ته د يو رپوټ د برابرولو د اړتيا په صورت کې له اړوندو مسوولينو سره خبرې او لازمې لارښوونې وکړي.
ختم - ج - اکرم

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د اعلی سرقوماندانۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر ترسره شوه او د هېواد عمومي امنیتي وضعیت یې وارزاوه.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنیتي سکتور ارشد مسوولینو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم حضور درلود، د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تحرکاتو او فعالیتونو او د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت په تامین بحث او خبرې وشوې.
لومړی د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال بسم الله وزیري د خپلو عملیاتو او تحرکاتو په اړه چې د طالبانو ډېری بریدونه یې شنډ کړي، راپور وړاندې کړ.
همداراز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري پر کېدونکو عملیاتو هم بحث وشو او لوی درستیز وویل: امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ تیاری لري چې د دښمن د هر ډول برید او ګواښ پر وړاندې د هېواد او خلکو ساتنه وکړي.
هغه په کندز کې د دښمن د برید د دفع کولو په اړه هم جمهورريیس ته راپور ورکړ ویې ویل: امنیتي او دفاعي ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو ټول بریدونه په شا وتمبول او هغوی ته یې درانه تلفات واړول.
وروسته د ملي امنیت عمومي رییس ډګرجنرال احمدضیا سراج د هېواد په مختلفو برخو په ځانګړي ډول شمال ختیځ کې د دښمن د تحرکاتو، اهدافو او فعالیتونو د زیاتوالي او د هغو د له منځه وړلو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د نیول شویو تدابیرو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع هرات، غور او بادغیس ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړ ویې ویل: په دغه سفر کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت څرنګوالي، د دښمن د ګواښونو کچې، کمبودۍ او له خلکو سره کار وارزول شو.
هغه زیاته کړه: امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوېدیځ زون کې د خلکو د ساتنې لپاره ټول تیاری لري او د عملیاتو د ترسره کولو، د ګواښونو د دفع کولو او د خلکو ساتنې په اړه پلان جوړونه په ښه ډول پرمخ ځي.
جمهوررییس غني د هغوی د راپورونو او د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته، لومړی د کوچني اختر د رارسېدو له امله د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په همغږي ډول د منظمو پلانونو په چوکاټ کې د خلکو د ساتنې او امنیت تامین لپاره خپل فعالیتونه ولري.
هغه زیاته کړه: د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ښه تامین د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده دنده ده او باید جدي پاملرنه ورته ولري.
جمهوررییس څرګنده کړه: امنیتي او دفاعي ځواکونه باید پر وخت اجراآت ولري، د پلان جوړونې او عملیاتو په مراحلو کې کمی او زیاتی له منځه یوسي او هغو ګواښونو ته چې خلکو ته پېښېږي، ځواب ووایي.
جمهوررییس غني د خپلو خبرو په پای کې په کندز کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو او دا چې د طالبانو بریدونه یې ناکام کړل، ستاینه وکړه.#
پای/ ج

Sunday, 24 May 2020 09:07

د مبارکی پیغام

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د افغانستان د پخواني جمهوررییس حامد کرزي د مبارکی پیغام
ګرانو هېوادوالو !
سږکال نېکمرغه کوچنی اختر په داسې حال کې نمانځو چې له بده مرغه د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ زموږ هېواد هم د کرونا ساري ناروغۍ له شیوع څخه ځورېږي. له دغې ناروغۍ څخه د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د ساتنې لپاره د روغتیايي کارکوونکو لارښونو ته په کلکه پاملرنه وکړئ او د اختر ورځې د خپلو کورنیو ترڅنګ له خوښیو نه په ډکو شېبو کې ونمانځئ.
بیا هم ټولو هېوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او هیله لرم چې ژر تر ژره په ګران هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات شاهدان واوسو.
د خپلواک، سرلوړي او آباد افغانستان په هیله.
پای/ ج

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د ملي امنيت رياست ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پوځي مسوول شفيع او د طالبانو تش په نامه د عامې روغتيا مسوول راوت په هرات کې ونيول.
د ملي امنيت رياست د هغې اعلاميې له مخې چې باختر آژانس ته يې استولې ده؛ ويل شوي دي: د وسله والو طالبانو جګپوړى غړى په حافظ عمري مشهور شفيع، په هېواد کې د لويو لارو په نا امنه کولو او پر مهمو بندونو د بريدونو مسووليت په غاړه لاره او دغه راز د هرات په شينډنډ، پښتون زرغون او کرخ ولسواليوکې زياتره جګړو ته سازمان ورکړى و؛ د هدفهمندو تروريستي بريدونو مشري يې کوله او پر ټولګټو تاسيساتو او د اوبو پر بندونو د بريدونو مسووليت يې هم په غاړه لاره.
د يو بل خبر له مخې:
په بل عملياتو کې راوت د احمد زوى چې د ګذرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى او په ګذرې، زنده جان، انجيل او پښتون زرغون ولسواليوکې د طالبانو د عامې روغتيا نومول شوى مسوول و او د ټپيانو د درملنې او لېږدونې مسووليت يې هم په غاړه لاره؛ ونيول شو. 
پاى  \ ذ

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
په پنجشېرکې تېره شپه د يو کور د چت د نړېدو له امله دوه ځوانان ووژل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د پنجشېر د پرنيانو ولسوالۍ په شالکه کلي کې رامنځته شوه چې په پايله کې دوه تنه ووژل شول.
مقاماتو د دغه کور د چت د نړېدو علت په دغه ولايت کې پرله پسې اورښتونه ياد کړل.
پاى \ ذ

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
په بغلان کې پرون په ترافیکي پېښه کې درې تنه ووژل شول او ٢٠ تنه نور ټپیان شول.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار عبدالمنان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال علي علمي ته وویل چې دا پېښه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ناجو ساحه کې له یوه کاماز موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.
د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر خلیل نرمګوى وویل چې ١٥ ټپیان روغ شوي دي، خو پنځه تنه نور چې سخت ټپیان شوي دي؛ جدي څارنې ته اړتیا لري.
ختم/ع

 

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان تېره شپه په کندز کې ووژل شو.
د ۲۱۷پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې د طالبانو مشهور قوماندان حبیب ناصري چې تېره اوونۍ پر کندز ښار د برید په وخت کې ټپي شوی و؛ د کندز ښار په کنم ساحه کې مړ شو.
هغه په کندز ښار کې پر امنیتي پوستو بریدونه طرحه او مدیریت کاوه او د کندز ښار په نا امنيو، د دولتي کسانو په ترور او د تروريستي بریدونو په سازمان ورکولو کې لاس لاره.
ختم/ع

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د متحدو عربي اماراتو د مرسته شويو روغتيايي توکو او تجهیزاتو په لړ کې، د دغو مرستو دويمه بسته چې ۷ ټنه صحي توکي او تجهیزات وو، پرون کابل ته راورسېده.
په دې الوتکه کې، هغه ۱۵۰ تنه افغانان چې په متحدو عربي اماراتو کې بند پاتې وو او د ټکټونو اخیستلو توان یې نه درلود، په وړیا توګه هېواد ته راولېږدول شول.
د افغانستان جمهوري دولت د متحده عربي اماراتو د دوامدارو او اغېزمنو مرستو چې تل یې د افغانستان له دولت او ولس سره په ځانګړې توګه د کرونا ناورین په دوران کې کړې دي؛ د زړه له کومې مننه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا هیله لري.
پاى/ ذ

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ پرون له خپل ملګري سره په هرات کې ووژل شو.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته  وويل چې د وسله والو طالبانو سرګروپ ملا زرغوي له خپل ملګري سره يې په دې ولسوالۍ کې د هرات د اوبې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ او د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
هغه زياته کړه چې په نښته کې پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
پاى \ ذ

 

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې په هوایي برید کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت په آقچې ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ووژل شول.
دغه برید په جوزجان کې د دفاعي او امنیتي منسوبينو د عملیاتو په دوام ترسره شو. یوه ورځ مخکې هم دوه نور هوايي بریدونه د دغه ولایت په منګجیک او مردیانو ولسوالۍ کې ترسره شول چې په پایله کې يې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول.
ختم/ع

Page 10 of 8778