22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د  وږي١٢:
درې تنه انسان تښتوونکي دهرات  د ابتداييه محکمې له خوا هر يو  په پنځلس کاله بند  محکوم شول .
ددغوکسانو دوسيه نن د هرات دښاري محکمې د کورني اوبهرني  امنيت پرخلاف  دجرمونو دديوان  په قضايي  علني غونډه کې  چې دقضاوتمند غلام رسول منصور په مشرى جوړه شوه،  وڅيړل شوه .
  دباختر اژانس دخبر له مخي،  په دې غونډه کې  د ورانکارې  او دسازمان موندلو فعاليتونو په تور د څلورو تنو نورو دوسيه  هم وڅيړل شوه .  دوه تنه دغه کسان  په  دولس دولس کاله بند  او يو تن بل يې په اته کاله بند  محکوم شو .
  په دې غونډه کې  په همدې حال کې يو تن بل ديو ښاري  دتښتونې په تور  په دولس کاله بند، تنفيذي بند محکوم شو .
  د اتو تنو نورو  د دوسيو د څيړنې کار د مدافع وکيل  د نه شتون په دليل  راتلونکې غونډې ته  وځنډول شو .
  دابتدائيه محکمې رييس   قضاوتمند منصور ددغې غونډې په پاى کې  د تورنو کسانو د استياف غوښتنې حق  محفوظ  وباله .
 

کابل باختر آژانس د وږى ١٢:
په قوماندن لنګ مشهور دملاسيف الدين په مشرۍ يوه لس کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون په پادغيس ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.
د بادغيس ولايت امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل :دغه کسان پخوا دبادغيس ولايت په آبکمرى ولسوالۍ کې له دولت سره په ضديت کې و، چې دملي روغې جوړې دتګلارې په ريښتينولي باندې په پوهيدو سره له دولت سره يو ځاى شول.
يوه اړونده خبر ځاى وويل : دغو کسانو لس کلاشينکوفونه هم دولت ته وسپارل .امنيتى چارواکې هيله کوي چې له دې وروسته په د ابکمرى ولسوالۍ داړوندو سيمو امنيتي حالت ښه شي.
دسولى له بهير سره يوځاى شويو کسانو له دولت څخه دکار زمينې دبرابرولو او دخپل امنيت دتامينولو غوښتنه وکړه.
 

ګرديز- باختر آژانس د وږى ١٢:
په پکتيا ولايت کې نن دماين دچاودنې له امله يو پوليس ووژل شو.اودرې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه چاودنه د دغه ولايت  دسيد کرم ولسوالۍ پر مربوطاتو کې وشوه.
دباختر آژانس دخبر دخبريال له مخې، دغه پيښه هغه وخت وشوه چې دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ يو رنجر موټر دګزمې په وخت کې د دغې ولسوالۍ پر مربوطاتوکې په ماين وخوت. په دې پيښه کې يو پوليس ووژل شو اودرې تنه نورپوليسان ټپيان شول.
ډاکترانو دټپيان روغتيايي حالت مخ په ښه والى بللي دي.
 

کابل -باختردوږي دمياشتې ١٢ :
ټاکل شوى ده  دموتاى د ورزش نړيوالې سيالۍ سبا په روسيه کې پيل شي .
دالمپيک دملي کميټې درسنيو مسوول عارف پيمان باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ دسلو ورزشکارانو ترمنځ  په  روسيه کې دروان کال دسپټمبر دمياشتې له دريمې نيټې څخه پيل اوتريوې  اوونۍ پورې به دوام وکړي .
دپيمان دڅرگندونوله مخې،  په دغو سياليو کې له افغانستان څخه پنځه تنه ورزشکاران ، يو ښوونکى، يو حکم او يو هيئت ګډون کړي دي. دوه کاله مخکې دافغانستان دموتاى ورزشکارانو وکولاى شول دسپينو زرو يو مډال او دژيړو دوه مډالونه خپل هيواد ته وګټي.

پل علم- باختردوږي دمياشتې ١٢ :
په لوګرولايت کې نن دناټو دځواکونو دهوايي بريد له امله د دولت يو وسله وال مخالف ووژل شو اوڅلور تنه نوريې ټپيان شول.
دلوګرولايت دامنيي قوماندانۍ دامنيت آمرسمونوال رييس خان صادق باختراژانس ته وويل: هوايي بريد ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند په يوه سيمه کې هغه وخت وشوه چې پنځو تنو وسله والو مخالفينو يوه اندازه چاوديدونکي توکي اوماينونه په يو سراچه موټرکې ليږدول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو کسانو له هغه وروسته چې دپوليسو او دايتلاف دځواکونو له خوا وپيژندل شول بريد وشو چې له امله يې يوتن يې ووژل شو اوڅلور تنه نوريې سخت ټپيان شول.
ويل کيږي چې دغو کسانو په دغه ولايت کې دورانکارانو عملونو په ترسره کولو  دماينونو په ښخولو اوپه دولتي ضد فعاليتونو کې لاس درلو د.
ديادونې وړ ده چې دپيښې ټپيان ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.
 

کابل- باختردوږي دمياشتې ١٢ :
په کندز ولايت کې په ملکي وګړو دسيمه ييزو پوليسو ديوې ډلې سرتيرو دبريد له امله  شل تنه ملکي وګړي ووژل شول اواتلس تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې دسيمه ييزو پوليسو سرتيرو دکندز ښار ته څيرمه دکنم په نامه سيمه کې دسيمه ييزوپوليسو سرتيرودسيمې په اوسيدونکو ډزې وکړې .
عيني شاهدانو باختراژانس ته وويل چې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو دشخصي دښمنيو له امله دسيمې په اوسيدونکو بريدکړى دي، خو دکندز دپوليسو يومسوول وايي چې جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې غيرمسوولو وسله والو کسانو دسرحدي پوليسو په سرتيرو په بريدسر ه درې تنه يې ووژل.
باخترا ژانس ته په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دغه نښته لاتراوسه پورې هم روانه ده .
په همدې حال  کې دکندزښار دروغتون چارواکې وايي چې  تراوسه پورې په دې پيښه کې دشلو تنو وژل شويو کسانو مړي اواتلس تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي . دسيمې چارواکو تراوسه پورې نظر نه دې څرگندکړي.
له بلې خوا دکورنيو چارو وزارت  مقامات وايي چې دغه ستونزه ديوشخصي حرکت زيږنده ده او دکندزولايت دامنيې قوماندانۍ پوليس حالت له نږدې څيړي اوټاکل شوى ده چې ددغه ولايت  امنيه قوماندان  څوشيبي وروسته په يوه خبري غونډه کې ددغې پيښې دجزئياتو په باب معلومات وړاندې کړې.
 

کابل- باختر د  وږي   ١٢:
دهغه شپيته  کيلومتره سړک دپخولوکار چې دزنده جان او دغوريانو ولسوالۍ  د هرات ولايت له مرکز سره نښلوي پيل شو .
  دغه واټ چې ټاکل شوى ده دنږدې  شلو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت په نړيوالو  ستندردونو سره په يو کال کې پوخ شي، په هرات ولايت کې دويمه مهمه او بنسټيزه ترانسپورټي  طرحه ده چې په تيرو څلورو ورځوکې يې کار پيليږي .
دهرات والي   داود شاه صبا  ددغه سړک دکار دپيل  په مراسمو کې دسلګونو تنو خلکو په وړاندې  د واټونو پخول او داقتصادي بنسټ،نو پياوړتيا دهرات داقتصادي پرمختيا ديو اساسي  محور او اصل په توګه وبلله .
ډاکتر صبا دغه راز په روانه اوونۍ کې د دوه پنځوسو کيلومترو په اوږدوالې او د اته ديرشو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دهرات _ لامان واټ د پخولو دکار دپيل خبر ورکړ
دهرات دوالي دڅرګندونو له مخې،  ددغه ولايت دسيمه ييزې ادارې يو ډير بنسټيز پروګرام دهرات له ښار او له نورو ولسواليو سره  دولسواليو د مواصلاتي سړکونو جوړول دي.
دفوايد عامې وزارت  مالي او اداري رييس انجنير محتسب زاده  د ولسواليو د واټونو  دپخولو په ارزښت  باندې  په ټينګار سره په روان کال کې په هرات کې  دواټونو دجوړولو د زيات شمير پروژو  داجرا کولو خبر ورکړ .
دفوايد عامې درياست چارواکو باختر اژانس ته ويلي دي:  دهرات _ زنده جان او غوريانو  واټ  دلسو مترو په خاکې او دشپږو مترو په عبوري  سور سره له ساختماني او سړک جوړولو ستندردونو سره  جوريږي چې خلکو ته زياتې ترانسپورتي اسانتياوې برابروي.
ديادونې وړ ده چې  دايران د دولت  په مرسته دهرات  _ خواف  داوسپنې پټلي  دغزولو دريم پړاو هم په غوريان ولسوالۍ کې پيل شوى دي او په نږدې راتلونکې کې دهرات دحلقوي سړک  د ديزاين پړاونه  چې دهاشمي پل  له لارې  ترانزيتي لارې  دهرات قندهار  له لوى لارې او صنعتي  ښارګوټې سره  نښلوي، پيليږي .
دهرات  سيمه ييز  مقامات د فوايد عامې وزارت دمقاماتو له خولې د اوبې _چشت واټ دمرمت کولو  په خاطر  دبودجې  دجذب   او د  لاري جوړولو  د څو نورو طرحو  خبر ورکوي او وايي  چي دامام شش نور، له کشک کهنه  څخه د تورغندي تر بندر پورې  او دهرات دواټ د دويم  فاز دسړکونو دجوړولو او پخولو کار  دفوايد عامې وزارت په پلان کې  نيول شوي دي .
  په هرات ولايت کې دهرات  _ زنده جان او دغوريانو واټ  دپخولو کار په داسې حال کې پيليږي  چې  دهرات پښتون زرغون  واټ  له پخولو پرته  په تيرو لسو کلونوکې  ددغه ولايت د ولسواليو  هيڅ يو واټ  چې  دښار له مرکز سره نښلول شوي دي، قير نه دي  شوي.
 

کراچي ښار  باختر د  وږي   دولسمه
دپاکستان په کراچي ښار کې  د قصدي وژنو په دوام پرون  څه ناڅه اووه تنه نورووژل شول .
  ددي نيوز انترنشنل  د خبري سايت دخبر له مخې دغه  نوي وژنې  دکراچي ښار  په بيلابيلو سيمو کې شوي دي اودکراچي ښار دبيلابيلو سيمو  دپوليسو په مرکزونو کې  ددغومواردو  دثبت لپاره نوي دوسيې  پرانستل شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ، ددغو اوو تنو  په وژل کيدو  سربيره  څو تنه نور  ټپيان شوي دي  او دوسله والو کسانو يو موټر سايکل  دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
په وروستيو مياشتو کې په کراچي ښار کې تاوتريخوالې  او قصدي وژنو  زور اخستي دي  چې له امله يې  سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
 

کابل باختر د  وږي   دولسمه
  د پکتيکا ولايت  دارګون ولسوالۍ د بزګرانو او بڼوالو د حاصلاتو  دساتنې  په خاطر  ديوې  سړي خونې  دجوړولو کار  پرون پيل شو .
  دغه  سړه خونه  د پنځه ديرشو مترو  په اوږدوالې او دپنځلسو مترو په سور  جوړيږي .
دپکتيکا دوالي ويندوى  مخلص افغان  باختر اژانس ته وويل  دغه سړه  خونه  ددولت  دبودجي په لګښت  ددوه سوه زرو ډالرو امريکايي ډالرو  په لګښت  جوړيږي  چې  دبڼوالو او بزګرانو دحاصلاتو په ساتنه کې به  ګټه ورسوي .
  افغان زياته کړه  په هغې غونډه کې چې له همدي امله  جوړه شوې ده دپکتيکا والي  محب الله صميم   دهغو دوو نورو پروژو د جوړولو چې يوه ديني مدرسه  او  دارګون په ولسوالۍ  کې دکنفرانس سالون دي  هم يادونه وکړه او وي ويل  چې ډير ژر به  ددغو دوو پروژو  دجوړولوکار  پيل  شي .
 

کابل باختر د  وږي   دولسمه
په هلمند ولايت کې  د عيدګاه جامع جومات له جوړولو وروسته  د لمونځ کوونکو داستفادي وړ وګرځيد .
دغه جومات دعربي متحده اماراتو له خوا د دوه سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ  او سمبال شوي دي .
  د هلمند والي محمد ګلاب  منګل ددغه جومات دپرانستلو په وخت کې وويل  چې دغه جومات په هلمند کې يو ډير ستر  جامع جومات دي چې له لښکرګاه ښار کې د دوه ديرش جريبه  ځمکي  په ساحه کې  جوړ شوي دي او په يو وخت کې  څه دپاسه اووه زره تنه لمونځ کوونکي پکې ځائيزي او په هغه کې دلمونځ کوونکو دستونزو دلري کولو لپاره  ټولي  اسانتياوي برابري شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل دغه جومات ستر تفريحي پارکونه او دموټرو  تم ځايونه  او دکاناليزاسيون ستندرد  سيستم  هم  لري .
ديادونې وړ ده چې له دغو پيسو څخه  يو نيم مليون ډالره يې  دعربي متحده اماراتو له  خوا او يو مليون ډالره يې دسوداګرو  او ديندارو اشخاصو له خوا ورکړ شوي دي .