28 April 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سعودي عربستان له خوا په شاهين قول اردو د تروريستي بريد غندنه

د سعودي عربستان له خوا په شاهين قول اردو د تروريستي بريد غندنه

د سعودي عربستان د شاهي هېواد دولت په بلخ ولايت...

مدني ټولنې په ٢٠٩ شاهين قول اردو بريد وغانده

د بلخ د مدني ټولنې فعالانو په ٢٠٩ شاهين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

 نن د غويي د مياشتې٣ نيټه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي:

 يوه پنځوس کيلويي بورى اعلى وريجې ٤٢٠٠ افغانۍ

يومن شوله يي وريجې            ٣٢٠ افغانۍ

يو من بوره                    ٣٣٠ افغانۍ

يو من وطنى مى                 ٣٦٠ افغانۍ

  يو شپاړلس  ليتره پيپ غوړي          ١١٢٠ افغانۍ

 يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه          ١١٣٠ افغانۍ

 يو من وطنى لوبيا                ٩٢٠ افغانۍ

يو من وطنى نخود                  ٨٥٠ افغانۍ

دغه راز، يو کيلوګاز ٤٥ افغانۍ، يو ليتر پترول ٤٤ افغانۍ او يو ليتر ديزل په٤٢ افغانۍ پلورل کيږي.    

د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:

يوامريکايي ډالر پيرودل په 65/67  افغانۍ

يوانګليسي پونډ پيرودل په 86/00افغانۍ

يوه يورو پيرودل په 73/10 افغانۍ  

يو سعودي ريال پيرودل په  18/00افغانۍ

د اماراتو يو درهم پيرودل په 18/40 افغانۍ

زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 635 افغانۍ

زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1035 افغانۍ

زر ايراني تومان پيرودل په 17/08 افغانۍ

 يو روسي روبل پيرودل په 00\00 افغانۍ         

مرکزي بانک (١٢) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.

د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د ثور د مياشتې په ٦ نيټه د چهارشنبې په ورځ (١٢) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.

په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .

هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.

د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.

د هرات ولايت په کهستان ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ وده هيله من کوونکې ده.

د هرات ولايت د کهسان ولسوال امين الله سروري نن په يوه خبري غونډه کې چې د ولايت د مقام د مطبوعاتو په مرکزکې جوړه شوې وه؛ د کرنې د ودې له امله خوښي څرګنده کړه. 

ده په عين حال کې د خلکو په همکارۍ په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د کرکيلې د نشتوالي خبر ورکړ او د روږدوکسانو د درملنې د مرکز د نشتوالي له امله يې انديښنه څرګنده کړه .

ويل کيږي، اوس په دې ولسوالۍ کې دوه زره تنه روږدي کسان ژوندکوي.

سروري زياته کړه: همدا اوس پنځه دولتي او خصوصي روغتيايي مرکزونه په پرمختللو امکاناتو سره يې  د درملنې خدمتونه خلکو ته وړاندې کوي.

د کهسان ولسوال دغه راز په دې ولسوالۍ کې د يوشمېر لرغونو او تاريخي   ساحو د ويجاړيدو له امله انديښنه څرګنده کړه.

له بله پلوه د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان د تاريخي او لرغونو ساحو ساتنه ملي وجيبه وبلله او ويې ويل: په لرو پرتو سيموکې  د خراب امنيتي حالت له امله تاريخي آثار د ويجاړيدو په  حال کې دي.

رووفيان د تاريخي آثارو د ويجاړيدو يو دليل د دغو آثارو د ساتنې لپاره  د بودجې نشتوالى وباله .       

Page 1 of 570