25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلو ولسوالۍ...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوريت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی
کابل /دوږي ٣١مه / باختر: د کرنې وزارت ويلي دي چې سږ کال په هلمندکې د انارو حاصلات زيات شوى دى اوټاکل شوى دى د دغه ولايت حاصلات ٢٨ زرو ټنو ته ورسېږي. باختراژانس دکرنې اوبو لګولواومالدارى وزارت له خولې ويلي دي دهلمند دکرنې او اوبولګولو رييس زلمي الکو ويلي دي چې په روان کال کې دهلمند د اناروحاصلات له کمي اوکيفي له نظره ښه شوي دي اوددغه رياست د هلوځلو په پايله کې په دغه ولايت کې تېرکال پر پنځه ډوله انارو او په روان کال کې پر پنځه ډوله نورو انارو څيړنه ترسره شوې ده . الکو د دغه ولايت د انارو د محصولاتو د زياتوالي دليل د انارو د نويو بڼونو جوړول اود ناروغيو اوافتونو مخنيوي وباله او ويې ويل : هلمند ٣٢ډوله انار لري چې کيفيت يې په روان کال کې د ځينو نورو ولايتونو په پرتله له هغې جملې قندهار څخه ډيرښه شوى دى. دکرنې وزارت د معلوماتوله مخې؛ په هلمند کې په زر هکتاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي ختم_شکريه_اکرم

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
دوو خصوصي شرکتونو د هرات د کرخ ولسوالۍ توليدي روميان په خپل انحصار کې راوستل.
ټاکل شوې ده دغه شرکتونه  د کرخ له رومیانو څخه رُب، کیچپ او جوس جوړ کړي.
بزګرانو د دغه قرارداد هرکلی وکړ او دا کار یې د خپل کار او بار د سمون سبب وباله.
د فیصل حافظي او ملکه جامي شرکتونو د کرخ له ٤٥ بزګرانو سره، په قرارداد کې اعلام وکړ چې هر کال د دغو بزګرانو د محصولاتو پیسې مخکې له مخکې ورکوي .
د کرخ یو بزګر صابر د خوښۍ په څرګندونو سره وویل: پخوا رومیانو ته بازار موندنه ډېره سخته وه، خو اوس یې چې تولیدي  شرکتونه اخلي، موږ هلې ځلې کوو چې له پخوا زيات د خپل کار کیفیت او کمیت لوړ کړو.
پا‌ى/سعیده

 

کابل / د وږي٣٠ مه / باختر
په ننګرهار کې د پیازو او کچالو د سلګونو زېرمو د جوړولو کار پیل شو.
مسوولان وایي چې له دې وروسته به د بزګرانو محصولات هېڅ وراسته نشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګول او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله ساپي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې ډېر ژر به د پیازو او کچالو ٣٧٨ زېرمې په ننګرهارکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هره زېرمه له پنځلسو څخه تر شلو ټنو پورې ظرفیت لري.
په سره رود ولسوالۍ کې یو بزګر فضل احمد د پیازو او کچالو د زېرمو د جوړېدو هرکلی وکړ.
هغه وویل چې له دې وروسته به په آرام فکر د پیازو او کچالو محصولات يې په دغو زېرمو کې وساتي او د اړتيا په وخت کې به په بازار کې يې وپلوري.
په ننګرهار کې یو بل بزګر سېداعظم وایي چې کلونه کلونه کېږي د بازار د نه شتون په دلیل يې د پیازو او کچالو یوه برخه وراسته کېده.
پاى/سعیده

 

کابل / د وږي ٣٠ مه / باختر
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولين وايي چې سږکال د دغه ولایت د وریجو حاصلات به ۴۰ زره ټنو ته ورسېږي.
په لغمان کې د موجودو ۲۱ زرو کروندو له جملې څخه ۱۰ زره ۵۰۰ کروندې یې وریجې دي.
د مهترلام ښار يو بزګر سېد محمد د وریجو له حاصلاتو خوښ دی.
دى وايي چې په دې توانيدلى یوازې له یوې جریبه ځمکې څخه ۲۴۰۰ منه وریجې ترلاسه کړي.
د وریجو کروندې تل اوبو ته اړتیا لري، د ښه خړوبولو په صورت کې، وریجې په ١٢٠ ورځو کې حاصل ورکوي.
په لغمان کې د وریجو د کروندې اوبه د کابل، الیشنګ او الینګار له سيندونو او غرونو څخه سرچینه اخلي.
د دغو سرچینو اوبه د کانالونو له لارې تامینېږي.
ختم/ع

 

Page 3 of 1080