19 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل کې  له  ٥٥ وسلو سره  ددوو تنو نيول کيدل .

په کابل کې له ٥٥ وسلو سره ددوو تنو نيول کيدل .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دپوليسو موظفينو دکابل په ديارلسمې...

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

په دايکنډي کې بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : له يوسلو څلويښتو بې...

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند  له کرکټ  ټيم سره  لوبه کوي .

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلند له کرکټ ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې ديرشمه : دهېواد دکرکټ ملي ټيم...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل / باختردسلواغې دمياشتې٢١نيټه :
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د افغان سوداګرو ترانزيتي ستونزې په سلوکې ۸۰ حل شوې دي، خو له پاکستان سره  ترانزيتي ستونزې تر اوسه پورې شته .
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزي چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې، وويل: اوس د هېواد په شمال کي د سوداګرو او موټر چلوونکو ترانزيتي ستونزې په سلوکې ۸۰ حل شوې دي چې دغه کار د صادراتو او وارداتو په برخه کې د سودا ګرو ترمنځ سالمې سيالۍ برابرې کړې دي  او سودا ګر په خپله خوښه کولاى شي هغه لارې وټاکي چې زياته ګټه او آسانتياوې لري.
د ده د څرګندونوله مخې: له پاکستان سره په سلوکې ۸۰ ترانزيتي ستونزې حل شوې دي، خو اوس هم د سوداګرو لپاره په واګه بندر کې ستونزې شتون لري.
ده د مثال په ډول موټر چلوونکو ته د ويزې يادونه وکړه او ويې ويل چې تر اوسه پورې د پاکستان له خوا زموږ د هېواد د بار وړونکو وسايطو موټر چلوونکو ته ويزه نه ورکول کيږي .
پاى \ج\ ذ

کابل \ باختر\ د سلواغې د مياشتې ۲۱ نېټه
مرکزي بانک (۲۴) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د سلواغې د مياشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ (۲۴) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملاتـو د قسمي تسويې تر سره کول مجاز نه  دى، د  ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى  \سعيده

 

کابل باختر دسلواغې ۲۱مه
د فراه ولايت د کرنې او اوبو لګولو مسوولينو وويل چې په دغه ولايت کې د عنابو حاصلات زيات شوي دي . 
د فراه ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس عبدالمنان متين باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د عنابو حاصلات درې زره کيلوګرامو ته رسيدلى دى چې د تېرکال په نسبت په سلوکې ۱۵زياتوالی ښيي .
  ده وويل چې د فراه عناب بهرنيو هېوادونو ته  صادريږي او د نورو ميوو په پرتله په لوړه بيه پلورل کيږي  .
  ده د عنابو په حاصلاتو کې د زياتوالي علت د عنابو د نيالګيو د ايښودلو زياتوالي وباله.
  ختم- ج _ اکرم

کابل/ باختر/ دسلواغې د مياشتې ٢٠
د پلټنې عالي اداره وایي، چې د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې په مرکز او ولایتونو کې د بودجوي ادارو، تصدیانو، ښاروالیو او عوایدو د پلټنې په پایله کې د نېږدې ۵ میلیاردو افغانیو له حیف او میل کېدو څخه مخنیوی شوی دی.
د پلټنې د عالي ادارې ویاند باخترآژانس ته خبرورکړ.
د پلټنې د عالي ادارې ویاند، محمد آصف احمدزوی، چې د شنبې په ورځ یې د حکومت  د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغې ادارې یو کلنې لاسته راوړنې بیانولې، ډاډ یې ور کړ چې دغه پیسې د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
ده زیاته کړه، چې له عامه شتمنۍ څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو،  چې ۵۵۲ میلیونه افغانۍ او ۲ میلیونه ډالر کېږي ۱۷ دوسیې ترتیب او د زیاتو څېړنو لپاره یې لویې څارنوالۍ ته استولې دي. ده وویل، چې د یادو ۱۷ دوسیو په شکمنو کې یو شمېر وزیران او د هغوی مرستیالان او والیان هم شامل دي.
احمدزوی ډاډ ورکړ چې د پلټنې د عالي ادارې فعالیتونه بې پرې، غیر سیاسي او په مسلکي توګه د هیواد د نافذو قوانیو په رڼا کې تر سره کېږي.
د پلټنې عالي اداره، د مرکزي او سیمه ییزو بودجوي ادارو، تصدیانو، ښاروالیو او په بهر کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو په ګډون د دولتي شرکتونو د مالي او حسابي چارو یواځنی پلټوونکی بنسټ دی، چې په خپلواکه او بې پرې توګه د قوانینو او مقرراتو د رعایت، د کړنو او د دولت د قطعیې حساب په اړه پلټنه تر سره کوي .
پاى- سعيده.

Page 4 of 875