20 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني: موږ باید د اسلام د ستر پیغمبر (ص) میراث او لارې ته ژمن و اوسو

جمهوررئیس غني: موږ باید د اسلام د ستر پیغمبر (ص) میراث او لارې ته ژمن و اوسو

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٩نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

خبرتيا

خبرتيا

کابل_ باختر_ د لړم دمياشتې ٢٩مه: د حج او اوقافو...

اوولسو تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

اوولسو تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر \ دلړم دمياشتې٢٩نيټه د۲۰۳تندرقول اردو د توپچي ځواکونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل\باختر\ د لړم د مياشتې٢۱
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ۱۲۱۰ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٩٠٠ افغانيو، کويټي په٢٧٥٠ افغانيو،سنګاپوري په٢٨٠٠ افغانيو،  بحريني په٢٣٠٠ افغانيو، عربي په٢٣٥٠ افغانيو، ايراني په٢١٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ١٨٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

 

کابل باختردلړم شلمه : په هېواد کې دترانسپورتي شرکتونو سراسري اتحاديه په داسې حال کې جوړېږي چې خلک په ښاري ترانسپورتي نظام کې دواکمني بې نظمۍ په نسبت په تنک شوي دي . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دترانسپورت په وزارت کې مسوولان ددغې اتحاديې دجوړولو موخه دښو خدمتونو وړاندې کول او په ترانسپورتي نظام کې دنظم رامنځته کول بولي . دترانسپورت وزارت مالي او اداري مرستيال امام محمد وريماچ په هغې غونډه کې چې ددغې اتحاديې د مشرتابه لپاره دانتخاباتو دترسره کولو په خاطر خبرې کولې وويل چې په دغه وزارت کې ټول ترانسپورتي شرکتونه په مرکز او ولايتونوکې ثبتيږي . خو خلک ددې اقدام په نسبت بې باوره دي دوى طرحه کوي په هغه اقدام کې چې داصلاح په خاطر شوى دى بې نظمي رامنځته کړې ده . دکابل اوسيدونکى شاه زمان دسهار او مازيګر په وختونوکې ترافيکي ګنې ګوڼې اوبې نظمۍ ته په اشارې سره وايي چې دسهار او مازيګر په وختونو کې خلکو ته هيڅ موټر نه پيداکېږي په هغې واسطې دلاسرسۍ په خاطر چې دوى ددندې او کار له پاى ته رسولو وروسته کورونو ته يې وليږدوي دښار په هر وآت او ځاى کې اوږدې ليکې ترسره کېږي خو مسوولان په بې تفاوتي سره دهغوى له څنګه تيرېږي . ختم_ عطاالله _ اکرم
کابل باختردلړم شلمه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د جمهوررييس عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، نن دلړم دمياشتې په ٢٠ مه نيټه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیال ډاکټر محمد کریم باز یې ملتیا کوله د مشرانو په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او د افغانستان داساسي قانون د ۹۸ مې مادې له مخې یې د ۱۳۹۸ مالي کال ملې بودجې سند سناتورانو ته وړاندې کړ. د مالیې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې غړو ته له مالي پلان سره سم د ملي عوایدو راټولولو او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله یې د ۳۰ سلنې په لوړوالي، د پیسو نړیوال صندوق له لوري د حکومت له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د څلورو پړاوونو د بریالۍ ارزونې، د ملي بودجې په شاخصونو کې د ښه والي، سېمه يیزې ترانزیټي او اقتصادي همکاریو، د خصوصي، کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په ودې او پیاوړتیا او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې د مسودې د لنډیز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. په غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي بودجې په سند کې به د دوی نظریات د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره په نظر کې ونیول شي او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د پراختیایې پروژو د پلي کیدو او د حکومت کاري چارو لپاره ملي بودجه په خپل وخت سره ډيرژر تائید کړي ترڅو د تصویب لپاره د ولسي جرګې غړو ته وړاندې شي. د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې جملې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودجه جوړوي. د ملي بودجې ستره برخه پنځو ( زیربناء، کرنې او د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتوالۍ او پوهنې) سکټورو ته ځانګړې شوې ده چې په ترتیب سره ۵۲ میلیارده، ۲۳ میلیارده، ۱۳ میلیارده، ۸،۸میلیارده او ۶،۸ میلیارده افغانۍ د پراختیایې بودجې څخه احتواء کوي. د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو له مخې ترتیب شوې ده. په دې بودجه کې زیاته پاملرنه پراختیایې بودجې ته شوې، که د تېر کال له پیل سره پرتله شي ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیې. دا په داسې حال کې ده چې په عادي بودجه کې هم سپما ته پاملرنه شوې ده.پاى-ع

کابل باختردلړم شلمه :
دبغلان ولايت  بزګرانو ته دغنمو دڅلور سوه پنځوس متريک ټنه داصلاح شويو تخمونو دويش بهير پيل شو .
دبغلان ولايت دکرنې اوبو لګولو اومالدارى  رييس عبدالغياث  صديقي باختراژانس ته وويل چې څلورسوه پنځوس متريک ټنه  اصلاح شوي غنم او نهه سوه متريک ټنه کيمياوي سره دبغلان دمرکز او نهو ولسواليو کې دبزګرانو لپاره ددولت دسبسايدي  په بدل کې وويشل شول
صديقي وويل چې داصلاح شويو غنمو دويشلو  موخه دبزګرانو ملاتړ ، کرنې وده ، دبزګرو دحاصلاتو دکچې لوړول او دکرکيلې  سنتي او عنعنوي  سيستمونه  معياري سيستم ته بدول بيان کړ .   ختم_ عطالله  _ اکرم

 

Page 5 of 838