19 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزير د ناتو له استازي سره وکتل

د بهرنيو چارو وزير د ناتو له استازي سره وکتل

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٧نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

څلور تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

څلور تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٧نيټه : څلور تنه وسله وال طالبان تېره...

د پروان د توپ درې د لرغونې ساحې د کيندنو دويم پړاو پيل شو

د پروان د توپ درې د لرغونې ساحې د کيندنو دويم پړاو پيل شو

کابل \باختردلړم دمياشتې٢٧نيټه : د پروان ولايت دتوپ درې دلرغونې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل \باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دایکنډي په ولایت کې د سوختوک برښنا بند پرانیسته او دې نیلي ښار د برښنا د انتقالي او توزیعي شبکې د بنسټ ډبره یې کیښوده.  
دافغانستان برښنا شرکت د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې د جمهور رییس ترڅنګ، یو شمېر وزیرانو، د ملي شورا ځینو غړو، د دایکنډي والي، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د دایکنډي د ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او مشرانو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
د سوختوک برښنا بند د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار ته نږدې د سوختوک په سیمه کې د لذیر سیند باندې د افغانستان برښنا شرکت له پراختیایي بودجې د ۴.۹ میلیونو افغانیو په لګښت د سیس کنک قرار دادي شرکت له خوا جوړ شوی دی.
د تولیدي آبي برښنا دا بند د ۷۰۰ کیلو واټه تولیدي برښنا په ظرفیت د ۳۰ متره ځوړ او دوو توربینونو په لرلو سره جوړ شوی چې په نیلي کې ۲۰۰۰ پیرودنکي د نوي آبې تولیدي برښنا انرژۍ څخه برخمنوې او ددې ولایت ډیزلې برښنا به په آبې تولیدي برښنا تبدیله کړي.
همدارنګه د نیلي ښار د برښنا د انتقالي او توزیعي شبکه چې د بنسټ ډبره یې پرون کیښودل شوه، په ټولیز ډول ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت لري او چارې به یې د شاوخوا درې نیمو میاشتو په لړکې د شعیب پویا قراردادې شرکت له خوا د ۱۵ کیلومتره شبکې په غځولو سره بشپړې او د نیلي داخل ښار به د برښنا له ستندرد شبکې څخه برخمن او له څلور زرو زیاتو پیریدونکو ته به برښنا ورسوي.
د برښنا دا شبکه د ۲.۵ میګا واټه برښنا توان لري چې په مختلفو ظرفیتونو ۸ پایې ترانسفامرونه پکې لګول کیږي او د سوختوک برښنا بند له تولیدي دستګاه او د ۱.۵ میګا واټه لمریزې برښنا له دستګاه سره به ونښلول شي. 
د افغانستان برښنا شرکت هوډ لري، تر څو د هېواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا انرژۍ چمتو او ورسوي چې د پورته پروژو پرانیستل او د چارو پیل د دې شرکت له خوا د برښنا رسولو او شبکو د پراخوالي یوه بېلګه ده.
پای – ج

کابل \باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر وزیرانو یې ملتیا کوله، نن سهار د دوشي- بامیان سړک د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې د فواید عامې وزیر یما یاري خبرې وکړې وې ویل، د دوشي-بامیان سړک ۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري ۲۷ میلیون ډالره لګښت پرې راځي او د نړیوال بانک له لورې تمویلېږي او د هغه سړک شپږمه برخه ده چې بامیان د بغلان له دوشي سره نښلوي او په عین حال کې پرې د بغلان له لورې هم کار جریان لري، خو د پنځمې برخې کار یې په تدارکاتي پروسه کې قرار لري.
هغه زیاته کړه، په بامیانو ولایت کې په مجموعي ډول ۲۸ پروژې تر کار یا هم په تدارکاتي پړاوونو کې قرار لري، مجموعي لګښت یې څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي چې په څو کلونو کې تطبیقېږي.
د فواید عامې وزیر وویل، یادې پروژې په بامیانو ولایت کې د ملي یووالي حکومت د سترې پانګونې یوه برخه ده چې موخه یې د جغرافیایي زندان له منځه وړل او له داخل سربېره د سیمې له بازارونو سره نښلول دي.
وروسته جمهوررئیس د بامیانو خلکو ته د دوشي-بامیان سړک د جوړولو د پیل د مبارکۍ ترڅنګ وویل، مرکزي افغانستان د انزوا د نقطې پر ځای د افغانستان په خوځنده زړه بدلېږي. هغه زیاته کړه، هیله ده په هره میاشت او هر کال کې د دې شاهد واوسئ چې دا ژمنې په عمل کې پلې کېږي.  
جمهوررئیس څرګنده کړه، د دوشي-بامیان سړک اهمیت په دې کی دی چې د سالنګ د لویې لارې بدیل شي، ځکه سالنګونه اساسي بیارغاونې ته اړتیا لري. دغه راز دا سړک مرکزي افغانستان د شمال ختیځ او وروسته له مرکزي آسیا سره نښلوي.
هغه زیاته کړه: مهمه دا ده په هر قیمت چې کېږي ګردن دېوال ته ورسېږو، خو زموږ تر ټولو مهم کار د مزارشریف- کندهار اتصال دی چې د شمالي دهلېز په نامه یادېږي.
جمهوررئیس غني وویل، که څه هم چې دا څو بینادي کورېدورونه له یوې خوا د ملي یووالي او د ملي اقتصاد د ایجاد ضامن دي، خو بل پلو بیا ټول افغانستان له یوه بل سره نښلوي چې زموږ دا ارتباط د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل د نقطې په توګه هم تامینېږي.
د هېواد جمهوررئیس فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه، یادې پروژې دې په موقع تطبیق او ورڅخه دې جدي څارنه وکړي.#
پای – ذ

کابل باختر د لړم اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دایکنډي ولایت ته سفر وکړ. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ جمهوررئیس د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ته په رسېدو چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او یو شمېر نورو لوړپوړو مقاماتو یې ملتیا کوله د نیلي ښار د داخلي سړک د جوړولو چارې، د لمریزې برېښنا د توليد پروژه، د نیلي ښار د برېښنا د لېږد او وېش شبکه او د سوختوک د اوبو بند یې په جلا مراسمو کې پرانیستل. د نیلي ښار داخلي سړک د دشت سیمې نه د دایکنډي تر زاړه بازار پورې ۹ کیلومتره اوږدوالی لري چې د پخولو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. دا سړک د فوایدعامې وزارت له لورې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره طرحه او ډېزاین شوی او په مجموعي ډول ۴۳۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي چې د حکومت له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي. د دایکنډي ولایت د ۵،۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د توليد پروژې له ۱۳ میلیونو افغانیو زیات لګښت راځي چې د حکومت له انکشافي بودجې ورکول کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به پر نیلي ښار سربېره په اشترلي، شهرستان او مېرامور ولسوالیو کې ۱۴۰ زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي. دغه راز نیلي ښار لپاره د برېښنا د لېږد او د ويش شبکه د ۱۸ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي. په دې پروژه کې د لېږد شبکې ۱۵ کیلومتره تمدید او نیلي ښار ته د برېښنا د وېش معیاري شبکې ایجاد شاملېږي چې د سوختوک تولیدي برېښنا منبع سره وصلېږي. د سوختوک اوبو برېښنابند د لزیر سیند څخه تامینېږي چې د بند د بدنې او حوض د پاور ودانېزي چارې بشپړې شوي دي. په دې بند کې به په مجموعي ډول د ۷۰۰ کیلوواټو تولیدي برېښنا په ظرفیت د دووتوربینونو د نصبولو چارې ژر پیل شي. پاى- ع

 کابل \باخترد لړم دمياشتې١٧نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن غرمه د کندهار د دهلې بند د بیا رغاونې او احیا تفاهم لیک لاسلیک شو.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه تفاهم لیک د جمهور رئیس ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیایي بانک رئیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.
د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۰ د اسیا پراختیایی بانک (ADB)د کندهار د دهلې بند د ارتفاع لوړولو د ډيزاین لپاره  ANZDEC او افغان ‌ترین ګډو کمپنیو سره قرارداد وکړ چې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۳۱ نېټه به پای ته ورسېږي او لګښت یې چې ۴۰۰میلیون امریکایي ډالر کېږي چې د اسیا پراختیایي بانک او نړیوال بانک یې تمویلوي.
د کندهار د دهلې بند د جوړولو چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي چې په لومړي پړاو کې د بند کاسه ۱۲ مترو ته لوړېږي چې له دې سره به یې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا له ۲۹۸ میلیون متر معکب څخه ۷۹۸ متر مکعب اوبو ته لوړه شي.
دویم پړاو یې د ځمکې او کروندو خړوبول دي چې ۲۰ زره هکتاره نوره ځمکه به خړوبه کړي، په درېم پړاو کې د کندهار ښار او ورڅېرمه کلیو ته د څښاک اوبو رسول تامینېږي او په څلورم پړاو کې د ۲۴ میګا واټه برېښنا تولید دی چې دکندهار ښار ته به ووېشل شي.#

Page 6 of 837