23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل\باختر\ د وږي١٣ مه
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 20/78  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 93/80افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 85/80 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  20/75افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 21/20 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 498 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1010 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 6/85 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\15 افغانۍ        
پاى-سعيده

 

کابل/باختر/ د وږي ۱۳ مه
په بادغيس کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ٥٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.
دبادغيس د اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي چې د دغه ولايت کروندګر سږ کال وکولاى شول ١٤٤زره مټريک ټنه غنم توليد کړي دي چې دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ٥٤سلنه زياتوالى ښيي.
د بادغيس د کرنې رياست مسوول وويل چې د دغو حاصلاتو زياتوالى ښيي چې د دغه ولايت کروندګر له اړتيا زيات غنم توليد کړي دي.
هغه وويل: د کافي او په وخت اورښتونو، د کرنې وزارت او د مرستندويو موسسو له خوا د اصلاح  شويو تخمونو او کيمياوي  سرې د وېشلو او دغه راز د طبيعي آفتونو  د له منځه وړلو له امله په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
ختم- شکريه - اکرم

کابل باختر د وږي ١٢مه :
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په کابل پوهنتون کې درواني مشاورې اودمسلکي پرمختيا  مرکزونه پرانستل .
دباختراژانس دخبرله مخې،  په دغو مراسموکې په داسې حال کې چې دلوړو زده کړو وزارت او دپوهنتونونو يوشمېر مسوولانو هم شتون درلود، دلوړو زده کړو وزارت سرپرست وويل چې درواني مشاورې دمرکز او  داستادانودمسلکي پرمختيا دمرکز لرل دپوهنتونونو يوه ستره او جدي اړتيا ګنل کېږي چې له نيکه مرغه ددغومرکزونو په پرانستل کېدو سره به په دې علمي بنسټ کې درواني روغتيا، دلوست  دزده کړې ددوام ، او درهبرى او دمديريت دمهارتونو اوظرفيت دلوړولوپه برخه کې دکابل  پوهنتون داستادانو ، کارکوونکو اومحصلانو زياتې ستونزې لرې شي .
  پوهنمل بالاکرزي زياته کړه چې دولايتونو دځينو پوهنتونونو لپاره دمسلکي پرمختيا ددولسو مرکزونو کار پاى ته رسيدلى دى دشلو نورو بنسټونوکار ترلاس لاندې دى او دشپږو نورو بنسټونوکار پاتې دى چې ګټې اخستنې ته به وسپارل شي .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ددغو بنسټونو له مسوولانو څخه وغوښتل چې ددغو مرکزونو دتجهيزاتو جدي مواظبت وکړي .
دلوړو زده کړو وزارت  مالي اواداري معين ډاکتر احمد سير مهجور  وويل:  په ډېر لنډ ممکن وخت کې به ديوشمېر ولايتونو  په  ځينو پوهنتونونوکې هم درواني مشاورې پنځه نور مرکزونه جوړ شي .
دکابل پوهنتون رييس پوهنمل  حميدالله فاروقي په پوهنتونونو کې درواني مشاورې اودمسلکي  پرمختيا دمرکزونو درول په باب معلومات ورکړل .
دغه راز په دې غونډه کې دلوړو زده کړو وزارت دپرمختيا دپروګرام رييس نور احمد درويش وويل  چې ددغو مرکزونو دوسايلو او تجهيزاتو پنځه دېرش زره امريکايي ډالره لګښت دنړيوال بانک له لوري ورکړ شوى دى .
  ختم- ف _ اکرم

کابل/ باختر/ دوږي ١٢مه
نن دوږي د مياشتې١٢ نيټه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي:
يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې  ٢١٥٠ افغانۍ
يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې  ٢١٥٠ افغانۍ
دپوهنې وزارت له کورنيو اوبهرنيو موسسو سره دهمکارۍ هوکړه ليک  لاسليک کړل .
٣٥-کابل باختر د وږي ١٢مه :
دپوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس  بلخي دنهه اعشاريه شپږو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ديوشمېر کورنيو اوبهرنيو موسسو له استازو سره دهمکارۍ اته هوکړه ليک لاسليک کړل .
ډاکتر بلخي ددغو هوکړه  ليکونو دلاسليک موخه دښوونې او روزنې دښې فضا دبرابرولو  لپاره دجګړې تر اغېزې لاتدې  او لرې پرتو سيمو کې دظرفيت دلوړولو او د تعليمي خدمتونودپرمختيا له لارې په افغانستان کې دزده کړې دکيفيت  پياوړتيا وبلله.
  دهمکارۍ دغه هوکړه ليکونه دافغانستان لپاره دناروي کمېټې ، له  جګړې څخه داغيزمنو ماشومانو لپاره دکاناډايي  موسسې ، دبين المللي  معاونيت دهيئت ،  دنى قلعه موسسې .، دافغانستان دمرکزي سيمودسوکالۍ کمېټې دموسسې ، ستاسو غږ موسسې ، دکوار موسسې اودشهيدانو موسسې د بنسټونو له استازو سره لاسليک شول .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Page 7 of 953