23 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  حامد کرزي دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې  څخه انديښنه  څرګنده کړه .

حامد کرزي دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې څخه انديښنه څرګنده کړه .

کابل باختر د چنګاښ لومړى نيټه : دهېواد پخوانى جمهور رييس...

په نيمروز  کې دراې ورکوونکو  دنوم ليکنې په يوه مرکز  ديرغلګرو خونړى بريد .

په نيمروز کې دراې ورکوونکو دنوم ليکنې په يوه مرکز ديرغلګرو خونړى بريد .

کابل باختر د چنګاښ لومړى نيټه : اووه تنه امنيتي ماموران...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دماليې وزير پهواشنګټن کې د پيسو د نړيوال صندوق اود نړيوال بانک د نيمايي کال په غونډه کې ګډون کوي
دماليې وزارت يوه خبر ځاى باخترآژانس ته وويل دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت د ماليې وزيرډا کترعمر زاخيل وال ددغه وزارت اود افغا نستان بانک ديو جګپوړي هيئت په مشري د نړيوال وجهې صندوق اود نړيوال بانک دنيمايي کال په غونډه کې چى دپسرلنيو غونډو په نا مه ياديږي ګډون کوي
دغه غونډه د٢٠١٣ کال د اپريل  د مياشتې له ١٦ نيټي څخه تر ٢١ نيټې پوري دشپږو ورځو لپاره د ا مريکا په واشنګټن شار کى جوړيږي
په دي غونډه کې به دماليې وزيردنړيوال بانک اود نړيوال وجهې صندوق ، دبريتانيا د نړيوالى پرمختيا دمسولينو ،دامريکا د متحده ايالاتو د خزانو د مسولينو اود ا مريکا د متحده ايالاتو د نړيوالى پرمختيا دسازمان په ګډون له افغا نستان سره دهمکارو سا زما نونو له رئيسانو اوجګپوړو مقا ما تو سره وګوري او خبري و کړى
په دي غونډه کې به له افغا نستان سره د زيا تو پرمختيا يي همکاريو په باب خبري وشي
دنړيوال وجهې صندوق اود نړيوال بانک د نيمايي کال غونډه کال په کال د هيوادونو د ماليې وزيران دمرکزي او انکشا فى بانکونو رئيسان اود خصوصي سکتورو نو رئيسان را غونډه وى چى دبي وزلى د کمښت ، اقتصادى پرمختيا اود بهرنيو مرستو داغيزمنتوب په ګډون دبيلا بيلو موضوعګانو اودنړيوالو انديښنو په باب خبري و کړى

 

دسودا ګرۍ او صنايعو و زارت ويندوى ،دغه خبرې د منفي تبليغا تو  زيږنده دي 

٢٨-کابل \باختر د وري د مياشتى٢٦

د افغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مسوولين ادعا کوي چې په دې وروستيو وختو کې په افغا نستان کې پانګونو کمښت موندلى دى.

دسو دا ګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خان جان الکو زي د باختر ا ژانس خبريال ته وويل: د٢٠١١ ميلادي کال له نيمايي څخه را په ديخوا په هيواد کې دپانګو نې ګراف ټيټ شوى دى .

ښاغلى الکوزي ادعا کوي چې په تيرو دريو کلونو  کې دولت په هيواد کې پانګونې ته  دومره پاملرنه نه ده کړې اود ګمرکى تعرفو لوړيدل په هيواد کې دپانګو نې د کمښت سبب شوى دى .

الکوزي وايي چې دوى په وار وار دپانګې اچونکو دستونزو دحل کولو په مقصد د وزيرانو شورا اقتصادى کميټې ته پيشنهادونه وړاندې کړي دي خو دغه وړانديزونه د وزيرانو شورا  د اقتصادى کميټې په غونډو کې طرحه شوي دي خو کوم عملي اقدام نه دى شوى .

د اسيا يادپانګې اچونې د ملاتړ د ادارې رئيس وفى الله افتخار وايي صنعتى پارکونو ته نه پا ملرنه اود ځمکې نشتوالى دپانګو نې په لاره کې ډيرې مهمې ستونزې بلل کيږي .

يوه اړونده خبرځاى وويل ،د کرنې او او بو لګولو و زارت هم په دې اړوند کوم کارنه دى کړى .

دغه راز د کرنې او او بو لګولو و زارت هغه ژمنې چې شپږ مياشتې مخکې په کابل کې دصنايعو په نړيوال نندارتون کې کړې وې نه دي عملي کړي .

د اسيا دخصوصي پا نګونې اداره هم دسکتوري وزارتو نو په کړنو انتقاد کوي او وايي چې د پانګو نې د ودې په  وړا ندې ان خنډو نه پيدا کوي او په هغو ژمنوچې په کابل نندارتون کې يې کړې وې عمل نه دى کړى خو د هيواد دسودا ګرۍ او صنايعو و زارت ويندوى وحيد الله غازى خيل ددغو دوو مقا ما تو ادعا د منفى تبليغاتو زيږنده بو لي.

غازى خيل وايي چې منفى تبليغاتو په دغه    هيواد کې په پانګونې اغيزې کړي دي خو څرګندوي چې دپانګو نې لپاره زيا تې اسانتياوې برابرې شوي دي او ګمر کي تعرفو کمښت موندلى دى او په افغا نستان کې دپانګونې دجلب لپاره دولت يو لړ پروګرا مو نه ترلاس لاندې نيولي دي اوهلې ځلي کوي چې دهيواد له صنعت کارا نو سره همکاري و کړي .

 کابل\باختر\د وري د مياشتې ٢٦:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په  54/70  افغانيو پلورل په  54/75افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په   82 /10افغانيو پلورل په   82 /20افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 80/ 14 افغانيو پلورپه 85 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 80 70/ افغانيو پلورل په   70 /90  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  40 14/پلورل  14/45 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  549افغانيو پلورل په  550 افغانيو
زر ايراني تو مان پيرودل په 15/50  افغانيو پلورل په  15/60 افغانيو.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :
هغه بزګران چې دهرات ولايت د ولسواليو په کچه د نشه يي توکو د بوټو د اړولو په لاره کې يې همکاري کړې ده؛ د سيمه ييزو مقاماتو له خوا ستايل کيږي  .
ټاکل شوې ده درې زره بورې کيمياوي سره چې دکرنې رياست له خوا برابره شوې ده؛ په هغو بزګرانو وويشل شي چې په روان کال کې دکوکنارو د اړولو په کارکې يې همکاري کړې ده.
دهغې غونډې په بهيرکې چې دهرات ولايت دسرپرست اصيل الدين جامي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ د دغې کيمياوي سرې د ويشلو لارې چارې وڅيړل شوې .
دهرات ولايت دکرنې رييس  فقير احمد بيانګر باخترآژانس ته وويل: دغه کيمياوي سره د هيواد دکرنې او اوبولګولو وزارت له خوا پيرودل شوې ده چې ټاکل شوې دغه ډېر ژر په مستحقو کسانو وويشل شي.
ټاکل شوې ده سل ټنه کيمياوي سره د شينډنډ ولسوالۍ اوپنځوس ټنه يې دکشک  رباط سنګي ولسوالۍ په بزګرانو وويشل شي .
دا په داسې حال کې ده چې په شينډنډ ولسوالۍ کې دنشه يي توکو د بوټو د اړولو
بهير په ګړنديتوب سره دوام لري او مسوولينو اعلام کړي دي چې دغه پروګرام به
دکوکنارو دکرل شويو تر اړولو پورې دوام وکړي.