23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل / باختر/ د وږي١٢مه :
د جوزجان ولايت ديتيم تاق په ګازي ساحه کې  د ګازو دوه استخراجي څاګانې پرانستل شوې.
د کانونو او پتروليم وزارت سرپرستې نرګس نهان ، د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خلمي او دافغانستان دبرېښـنا شرکت رييس امان الله غالب له طبيعي ګازو څخه دبرېښنا انرژۍ د توليد دستګاو ته د ګازو د برابرولو د څرنګوالي دڅېړنې په مقصد جوزجان ته سفر وکړ.
باختراژانس دکانونو او پتروليم وزارت دخبرپاڼې له مخې خبر راکړ ؛   دطبيعي ګازو دتوليد دزياتوالي  او دجوزجان ولايت ديتيم تاق د ګازي ساحې  د دوو استخراجي څاګانو ، (٣١)او (٣٧)  دپرانستلو لپاره دشبرغان د ګازي تاسيساتو ( دسلفر دتصفيې دستګاه) د عيارولو دکار دپرمختګ څېړنه د دې سفر په اجندا کې  شامله وه .
په هغو مراسمو کې چې د جوزجان د والي لطف الله عزيزي ، يوشمېر سيمه  ييزو مسووالانو ، مخورو ، عالمانو  او د مدني ټولني داستازو په ګډون  پرځاى شوي  و   دغه څاګانې  دمقاماتو په واسطه دپټۍ په پرې کولو سره پرانستل شوې  او دتصفيې دسيستمونو دکار او دغضنفر ګروپ او د بيات پاور د برېښنا انرژۍ د توليد  دستګاو   ته دګازو دوړاندې کولو پرمختګ وڅېړل شو.
د يادونې وړ ده  چې ددغو څاګانو دبيا  احياکولو او رغاونې کار د آسيايي پرمختيايي بانک (  ADB )  په مالي تمويل سره په  ١٣٩٧ کال کې  بشپړ او ګټې اخيستنې ته  چمتوشوي وې .
پاى \ف\

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندرپه ٢٤ ساعته ډول دسوداګريزو کاروانونو پرمخ پرانیستل شو.
دغه اقدام لنډ مهال دى او د هغه د برياليتوب په صورت کې به دغه بندر د تل لپاره شپه او ورځ د سوداګريزو مالونو د لېږدونې لپاره پرانیستى دی.
افغانستان او پاکستان په وروستيوکې موافقه وکړه چې د دواړوهېوادونو ترمنځ دتورخم بندر د يوې مودې لپاره په ٢٤ ساعته ډول د سوداګريزو مالونو د لېږدونې پرمخ پرانيزي چې په سودناګريزه راکړه ورکړه کې شته ستونزه له منځه لاړه شي.
پاکستانيو رسنيو خبر ورکړ چې له نن ورځې څخه دتورخم بندر په ٢٤ساعته ډول  د دواړو هېوادونو دسوداګريزو کاروانونو پرمخ پرانیستل شو.
مخکې له دې يوازې د ورځې له خوا د افغانستان او پاکستان سوداګريزو کاروانونو د تورخم بندر له لارې د تګ راتګ مجال پيدا کاوه.
د افغانستان سرحدي مقاماتو هم په ٢٤ ساعته ډول د سوداګريزو کاروانونو پرمخ  د تورخم بندر د پرانیستلو خبر تایيد کړ.
په اوس وخت کې به له دووڅخه تر درېيو اوونيو پورې په آزمايښتي ډول دغه ګڼ مېشت بندر په ٢٤ ساعته ډول دسوداګريزو مالونو پرمخ پرانيستى وي او په هغه کې د برياليتوب په صورت کې به دغه اقدام د تل لپاره پرځاى پاتې شي.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو مقام باختر اژانس ته وويل چې په ٢٤ساعته ډول د سوداګريزو مالونو پرمخ دتورخم بندر د پرانیستلو لپاره ټول امنيتي او اداري تدبيرونه نيول شوي دي.
پاى \ف \ ذ


 

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د ترانسپورت وزارت داسې معلوماتي سيستم رامنځته کړى دى چې د دغه وزارت د پروژو په اړوند ټول جزئيات پکې ثبت شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه سيستم له خلکو او رسنيو سره مرسته کوي چې د خپلې اړتيا وړ پروژو په باب معلومات ترلاسه او هم په ښه کيفيت سره د اړوندو پروژو د تطبيق په اړوند نظر څرګند کړي او هم د دغه وزارت د پروژو د مديريت د سيستم له لارې کارونه اسانه کېږي.
د ترانسپورت وزير يما ياري د دغه پروګرام د پرانيستلو په مراسموکې وويل چې دغه سيستم د حساب ورکولو د پياوړتيا او معلوماتو ته د هېوادوالو د لاسرسي حق د تامين په موخه رامنځته شوى دى.
هغه وويل چې د دغه سيستم رامنځته کول له فساد سره د مبارزې  او د روڼتيا د رامنځته کولو په برخه کې له اساسي اقداماتو څخه دي او د پروژو د مديريت د معلوماتو سيستم او ملت ته د حکومت حساب ورکونه پياوړي کوي.
د يادونې وړ ده چې د ترانسپورت وزارت د پروژو د مديريت د معلوماتو سيستم له کوم لګښت پرته رامنځته شوى دى او له لاندې پتې څخه د لاسرسي وړ دى:
https://pmis.mot.gpv.af
پاى \ف \ ذ

کابل/باختر/ د وږي١۱ مه
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٥۲۶ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر په ٣٧٠٠ افغانيو يوګرام مصري سره زر په ٣٦٠٠ افغانيو، کويټي په٢٩٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٩٥٠ افغانيو، بحريني په٢٩٠٠ افغانيو، عربي په٢٩٠٠ افغانيو، ايراني په٢٦٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢١٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى/سعيده

Page 8 of 953