25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلو ولسوالۍ...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوريت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

 کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د دغه ولایت له قومي مشرانو سره د ځنګلونو د بیا رغونې، ساتنې او پالنې په موخه ۱۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل او ۵۲ ټولنو ته یې د ځنګل جوړونې جوازونه ورکړل.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال  د خبر له مخې؛ د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال مرستیال والي عبدالولي سهي وویل چې ځنګلونه طبیعي شتمني ده او طبیعي شتمنۍ د ژوند د پایښت لپاره اړینې دي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد دین مومند وویل چې د پکتیا په اوو ولسوالیو کې د ځنګلونو د بیارغونې په موخه ۴۲۵ د جلغوزیو او چهار مغزو قوریې جوړې شوې، ۵۸ زره د چهارمغزو نیالګي کېنول شوي او همدا راز د ځنګلونو د محصولاتو د راټولونې په موخه ۹۰۴ معیاري کیچي ګانې وېشل شوې دي.
د طبیعي سرچینو عمومي رییس محمد رفیع قاضي زاده وویل چې قومي تړونونه او د ځنګل جوړونې ټولنې د ځنګلونو د بیارغونې، ساتنې، پالنې او د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پراختیا لپاره مهمې دي، هغه ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به دې ته ورته نورې ګټور‌ې پروژې عملي کړي.
د ولایتي شورا مرستیال محمد ایوب غروال پر ولسونو غږ وکړ چې د ځنګلونو ساتنې، پراختیا او د قومي تړونونو رعایت ته پاملرنه وکړي.
هغه د ځنګلونو د رغونې، اوبو مدیریت او دې ته ورته نورو ګټورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د چاپېریال ساتنې رییس بهیر ګل صابري ځنګلونه د چاپېریال ساتنې لپاره بنسټ وباله او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د سېلاوونو او ناورینونو د پېښیدو لامل د ځنګلونو پرې کول دي.
ځنګلونه د طبيعي سرچینو یوه ستره برخه جوړوي چې په ښکلا سربېره د هوا په پاکوالي او د طبيعي پېښو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
پای/وصال

-کابل/ دوږي ١٥مه /باختر:
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې  د يوسړک په جوړولو سره د تالقانوښار او د ولسوالۍ بازار ته  د سلګونوکورنيوتګ راتګ اسانه شوه .
دغه سړک  څلور زره پنځه سوه متره اوږدوالي اوشپږ متر سور لري .
دغه سړک   د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا  وزارت له خوا د اتلس ميليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې د دغه سړک  په جوړولو سره  په سلګونه کورنى د ولسوالۍ له بازار او د تخار د مرکز  تالقانوښار له عمومي سړک  سره ونښلول شوې.
ختم _ ج _اکرم

-کابل/ دوږي ١٥مه /باختر:
دکرنې وزارت په سرپل  کې د کرنيزو درملو  يوه نوې ډيپو جوړه کړه .
د سرپل والي عبدالقادر اشنا باختراژانس ته وويل چې دغه ډيپو د کرنې اوبو لګولو  اومالدارى وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه درې ميليونو افغانيو په لګښت  د کرنيز درملو او د محصولاتو د باکيفته  توليداتو د ساتنې په موخه  دسرپل  دمرکز او ولسواليو دکروندګرواو بڼوالو په خاطر جوړه شوې ده .
د سرپل د کرنې د ادارې رييس وايي چې له دغې کرنيزو درملو څخه په استفادې سره به د دوى د بڼونو ميوې له ناروغيو او افتونو وساتل شي
د سرپل والي وويل چې اوس د دغه ولايت څه دپاسه اتيا سلنه خلک کروندګر دي مناسب چاپيريال  د دې سبب شوى دى چې بڼوالان  اوکروندګر زيات محصولات ترلاسه کړي . هغه وويل  چې دغه ډيپو د خلکو زياته اړتيا وه . څو دکرنې رياست وکولاى شي کرنيز درمل په وخت سره د بڼوالو اوکروندګرو په واک کې ورکړي .
ختم_ شکريه_اکرم

-کابل/ دوږي ١٥مه /باختر:
د ښار جوړولو او اراضي وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانګ د پروګرام د تطبيق پردوام  په فارياب ولايت کې  ١٧٤٥٨٠جريبه دولتي ځمکې او د عامه ملکيتونو د ثبتولو خبرورکړ .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ له دې جملې څخه  ١٦٠١٠٧جريبه سپينه دولتي ځمکه او ١٤٤٧٢جريبه عامه ملکيتونه دي چې د دولتي ادارو استفادې لاندې دي .
د ښار جوړولو اواراضى وزارت تراوسه پورې په هېوادکې څه دپاسه شپږ ميليونه جريبه دولتي ځمکه ثبت کړې ده او هوډمن دى  چې د دولتي ځمکو په ثبتولو اوله هغوڅخه په ګټې اخستنې سره په هېواد کې د ټولګټو پروژو د تحقق زمينه برابره شي .
ختم_ ج _اکرم

Page 9 of 1080