22 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختر دمرغومي دويمه
  دنفتي موادو او اوبلن ګاز رييس وايي چې  په تيرو نهو مياشتو کې دڅه دپاسه شپيتو ټانکړه بې کيفته تيل له اسلام قلعه بندرڅخه بيرته مسترد شوي دي .
دهرات ولايت دنفتي موادو او اوبلن ګاز رييس خسرو عبدالله چې په دې اړوند يې نن دباختر اژانس له خبريال سره خبري کولي وويل چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري څه دپاسه شپيته ټانکړه بې کيفته تيل چې داسلام قلعه بندر له لاري وارد شوي و بيرته مستردشوي دي .
  ده وويل  هغه تيل چې داسلام قلعه بندر له لاري هيواد ته وارديږي دهغو دکيفيت  دڅيړنې وروسته دافغانستان خاورو ته دغو دواردولو اجازه ورکول کيږي .
خسرو عبدالله دغه راز څرګنده کړه چې په لسګونو تنه په دې خاطر چې هلې ځلې يې کړې وې بې کيفته تيل هيواد ته وراد کړي دهرات ولايت نفتي موادو اوبلن ګاز درياست له لاري عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شوي دي .
 

کابل باختر دمرغومي دويمه
  په بغلان ولايت کې ددولسو بنسټيزو پروژو دتطبيق دتفاهم ليک سندونه نن لاسليک شول
دغه تفاهم ليک دبغلان  دوالي سلطان محمد عبادي او دهيواد دشمال په ولايتونو کې دالمان دملکي برخې دمسوول ښاغلي کيوبارد ترمنځ لاسليک شو
په بغلان ولايت کې داقا خان دمرکز دپرمختيايي برخې  مسوول عبدالله  پايدار باختر اژانس ته وويل ددغه تفاهم ليک له مخې دولس پروژې چې دلسو روغتيايي کلينکونو او ددووښوونځيو جوړول شامل دي دالمان دپرمختيايي بانک په مالي مرسته ددريو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت عملي کيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه پروژې دشمال په ولايتونوکې دثبات دټينګښت دپروګرام په چوکات کې داقا خان  دپرمختيايي په همکاري  ددهنه غوري ، دوشي ، بڼو ده صلاح او دپل  حصار  په ولسواليو کې  پلې کيږي
  دبغلان والي دخبرو په ترڅ کې دبيا جوړولو دبهير دپرمختګ په لاره کې ستره او اساسي ستونزه اوخنډ داداري فساد شتون وباله او ددغو پروژو دساختماني چارو دساتني غوښتنه يي وکړه .
کيوبارد وويل دغه دولس پروژې دهغو يو سلو شپيتو پروژو له جملې څخه دي چې همدا اوس ددغه مرکز له خوا دڅلورو ولايتونو په درې ويشتو ولسواليو کې دبنسټيزو او دکليوالي شوراګانو دظرفيت جوړولو دپروژو دتطبيق په لاره کې جوړيږي .
 

کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوري رياست مرستيالانو او د اقتصادي عالي شورا غړو ګډون کړي و؛ د اقتصاد وزير، د اقتصادي  عالي شورا د سکرټرپه توګه وټاکل شو او دنده وسپارل شوه چې د شورا د نورو غړو په مشوره د غونډو اجندا وټاکي او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست دې د دغو غونډو د تنظيم او برابرولو په برخه کې په هرو دريو مياشتوکې او يا د اړتيا له مخې جوړيږي؛  اقدام وکړي .
د اقتصادي عالي شورا په نننى غونډه کې، په افغانستان کې د بهرنيو پانګې اچونې د جلب اوجذب په باب خبرې اترې وشوې .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٩ :
مرکزي بانک يوسلوشل  مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي  دافغانستان بانک دروان کال دمرغومي دمياشتې په دويمه  او پنځمه  دشنبې  اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې  يوسلوشل مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي  بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کېږي چې دداوطلبي فورمې  دليلام دورځو دسهار په اته نيمو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي  او په نهو بجو دې بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پوري يې لس زره ډالره  تضمين په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دى تحويل کړي کولاى شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسي تحويلي او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .