23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې په لسګونه کلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

په ننګرهار کې په لسګونه کلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر دکب څلورمه : په داسې حال کې چې په...

 په دايکنډي  کې دواورې دښوييدو له امله دوه تنه ووژل شول .

په دايکنډي کې دواورې دښوييدو له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دکب څلورمه : ددايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ...

 په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دکب څلورمه : ١١ تنه ډار اچوونکي تيره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل\باختر\ دسلواغې د مياشتې١٤
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٣١٧ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام الجزايري سره زر په ٣٢٥٠  افغانيو، مصري په٣١٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٥٠ افغانيو،سنګاپوري په٢٥٥٠ افغانيو،  بحريني په٢٥٠٠ افغانيو، عربي په٢٢٥٠ افغانيو، ايراني په٢٠٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٠٠٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

 

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دترانسپورت وزارت وياند وايي  په هغو افغاني مالونو بار  موټرونه  چې په ترکيه کې  بار شوي دي  په ډير لنډ ممکن وخت کې دلاجوردو له لارې افغانستان ته واردېږي .
  دغو لاريو څه موده مخکې دهېواد دسوداګرو مالونه  دلاجوردو له لارې  ترکيې او اروپا ته  لېږدولي و .
  دترانسپورت  او دملکي هوايي چلند وزارت وياند حکمت الله  قطرنج چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره  خبرې کولې وويل چې دغه لارى  همدا اوس اذربايجان ته رسيدلي دي او تر   دوه درې ورځو پورې افغانستان ته رسېږي .
  دترانسپورت  او دملکي هوايي چلند وزارت وياند وويل  غوړي،دموټرو بطرى  ، دلمريزو بريښنا دتجهيزاتو دستګاوې ، او طبي درمل  ددغو لاريو  په واسطه افغانستان ته واردېږي .
دده دڅرګندونوله مخې، دلاجوردو له لارې څخه   دوه طرفه ګټه اخستل کېږي او دملي وحدت دحکومت  دژمنو پربنسټ  کلي موخه نورو هېوادونو ته دافغانستان دتوليداتو  صادرات دي .
  دافغانستان دسوداګرى او صنايعو  دخونو مرستيال  خانجان الکوزي  دغه راز په دې اړوند وويل  چې دلاجوردو له لارې   صادرات او واردات کولاى شي  دافغانستان  ، ترکيې او اروپا ترمنځ  سوداګري  پراخه کړي .
  ترکيې  او داروپا بازارونو ته  دلاجوردو له لارې دمالونو واردات  دپاکستان له لارې  دوارداتو په نسبت  افغان سوداګرو ته  اسان  ، ارزانه او له کومې ستونزې پرته  تمامېږي .
   خانجان الکوزي زياته کړه افغانستان له ترکيې څخه  زياتره  جامې ، خوراکي توکي ،   فرنيچر ، بريښنايي سامان الات ،غالي او درمل واردوي .
  دلاجوردو تاريخي لاره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني له خوا  دروان هجري لمريز کال  دليندې دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه پرانستل شوه او  دافغانستان  په سوداګريزو مالونوبار يوولس موټرونه ترکيې او اروپا ته  لاړل .   ختم_ ف _ اکرم

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په نړيوال بانک کې د افغانستان د برخې له رييس شبهام چودري سره، د (تماس) نړيوالې ډلې د غونډې په څنډه کې وکتل.
باختر آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر د معلوماتو له مخې: په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين له افغانستان سره د نړيوال بانک د مرستو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې يې د حياتي پروژو د تمويلولو په باب د دغه بانک رول ارزښتناک وباله.
دغه راز دواړو لورو د «کابل – بهير» د درېيمې غونډې د ترسره کولو او په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو د تمويلولو په مقصد د نړيوالو اړوندو بنسټونو په لازمې همغږۍ ټينګار وکړ .
  ختم_ شکريه _ اکرم

کابل باختر د سلواغې دولسمه : ايراني مقامات وايي چې دهرات _ خواف داوسپنې پټلۍ د کاربشپړولو لپاره ژمن دي دغه پټلۍ دافغانستان اوايران ترمنځ دسوداګريزې راکړې ورکړې دپراختيا په موخه دجوړيدو په حال کې ده . همدااوس دهرات _ خواف داوسپنې پټلۍ ددرې يمې قطعې دجوړولو کار دوام لري . دهرات والي عبدالقيوم رحيمي دايران له جنرال قونسل محمود افخمي رشيدي سره په کتنه کې له ايراني مقاماتو څخه وغوښتل چې ددغې پټلۍ دجوړولودکار بهير لازيات ګړندى کړي دايران جنرال قونسل په دې کتنه کې وويل چې هېواد يې ددغې پټلۍ دجوړولو دکار په بشپړولو ژمن دى ده وويل چې ددغې پټلۍ دجوړولو دکار په بشپړيدو سره به دافغانستان او ايران ترمنځ سوداګريزې اړيکې لازياتې پراخې شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

Page 10 of 877