20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

د کابل په نننۍ چاودنه کې اته کسان ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د کابل پوهنتون په وړاندې...

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

ـ کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه په داسې حال کې چې...

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

په پروان کې د ډایاک پروګرام ته لسګونه جنګي وسایل وسپارل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه د پروان پولیسو د ډایاک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل\باختر\دمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

مرکزي بانک يوه اندا زه ډالر دليلام په ډول پلوري

مرکزي بانک دروان کال دسلوا غۍ د مياشتې په لو مړۍ اوڅلورمه نيټه د شنبې اوسه شنبې د ورځو په داوطلبيو کې يوه اندا زه امريکا يي ډالر د ليلام په ډول پلوري

په شرايطو برا بر ټولو صرا فا نو او تجارتي بانکو نو ته چې پخوا يي لس زره امريکا يي ډالره د تضمين په ډول د افغا نستان بانک د بازار د عمليا تو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي خبر ورکول کيږي چى په داو طلبيو کې ګډون و کړې

ټول ګډون کونکى کولاى شي دداو  طلبي فورمي د ليلام په ورځو سهار په نهو بجو د بازار د عمليا تو له مديريت څخه وا خلى او له بشپړولو وروسته يي بير ته وسپاري

هغه صرافان چې تر اوسه پوري دتضمين لپاره لس زره امريکا يي ډالر نه دى تحويل کړې ، کو لاى شي له دا و طلبي څخه يوه ورځ مخکى د خپل تضمين پيسې تحويلي کړې اوپه را تلو نکو ليلا مو نو کې برخه وا خلى

کابل\باختر\دمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

دانګلستان او استراليا د هيوادونو سفيرا نو په ارزګان و لايت کې د عمرا ني پروژو دتطبيق لپاره د خپلو هيوادونو د زيا تې همکاري ژمنه و کړه

ددغو دواړو هيوادونو سفيرا نو په هغه سفر کې چې د ارزګان ولايت ته يي و کړ د ارزګان له والي سره د خپلو هيوادونو د  همکاري ژمنه وکړه او وي ويل دغه ولايت ته ددوي دسفر هدف د امنيتي حالا تو څيړنه اود افغان امنيتي ځوا کونو پيا وړتيا ده .

دانګلستان سفير په تيريو کال کې په ارزګان ولايت کې دبيا جوړولو اود امنيت د تا مينولو د بهير پرمختګ وستايه .

 ده چې دمتبوع هيواد ځوا کو نه يي په هلمند کې ديره دي وويل چې نا امنې د هلمند له ولايت څخه ارز ګان ته وليږدل شوې او په دغه ولايت کې د امنيت دګډ وډولو سبب کيده خو اوس دغه ستو نزې د افغان سيمه ييزو مسوولينو په همکاري له منځه تللي دي او خلک په دغو ولسواليو کې د امن په فضا کې په خپلو ورځنيو کارو نو بوخت دي

دارز ګان والي محمدعمر شيرزاد په دې کتنه کې وويل: د اردو ، پوليسو اود ملي امنيت دځوا کو نو او په ارزګان ولايت کې د ميشتو استراليا يي ځوا کو نو په همغږي سره امنيت تا مين دي اود بيا جوړولوکارو نه هم دوام لري

دارز ګان والي ددغو د واړو هيوادونو له سفيرا نو څخه وغو ښتل چې له پا کستان سره د هلمند او ارزګان د ولايتو نو په سرحدي سيمو کې عمرا ني اوپرمختيا يي پروژي پيل کړې چې له يوې خوا خلک په کار وګومارل شي او له بلي خوا هم په خپله خلک ددولت په ملا تړ له پو لى اخوا څخه د هلمند او ارزګان ولايتو نو ته د ترو ريستان درا ننو تلو مخه و نيسې

دارزګان والي دغه را ز له دولت سره د وسله والو مخالفينو پيو ستون يو بريالى بهير و باله او وي ويل په هغو سا حوکې چې وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي امنيت په خپله د هغوى له خوا تا مين شوى دى اود بيا جوړولو په کار کې هم کارنده رول لو بوي

دانګلستان سفير هم دسو لې پرو ګرام يو بريالى پروګرام و باله او  وي ويل: چې دغه بهير په ارزګان ولايت کې د نورو ولايتو نو په پرتله په ښه تو ګه پرمخ ځې

ده د پرمختيا يي اوعمرا ني پروګرا مو نو دګړندې کولو لپاره خپله همکاري څرګنده کړه

هرات \باختر\دمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

دسو دا ګرۍ او صنايعو د خو نې درياست يو مسول د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل: يو شمير د تيلو واردونکي او ملي سودا ګر حاضر شول چې داوبلن ګاز بيه بيا هم راټيټه کړې

 د تر لاسه شوى موافقي له مخې : له دې وروسته د ثابتو مرکزونو له لاري يو کيلو اوبلن ګاز په دوه څلويښتو افغا نيو اود ګرځنده ټانکرونو  له لاري په اووه څلويښتو افغا نيو وړا ندې کيږي

 له دې مخکې يو کيلو ګاز په اتيا افغا نيو پلورل کيدل

دهرات دسودا ګرۍ او صنايعو د خو نې چاروا کو د تيلو له وارد ونکو څخه د مننۍ په ترڅ کې د هغوى انسان دوستا نه او ښه اقدا مات وستايل

ترينکوټ \باختر\دمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

د ترکيې سفارت نن د ارزګان ولايت له اته سوه پنځوسو بي وزلو کورنيو سره مرسته و کړه

دارزګان والي محمد عمر شيرزاد د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل په دې مرسته کې خورا کي تو کي شته .چې په هغو اته سوه پنځوسو بيوزلو کورنيو چې پخوا ددغه ولايت د مها جرينو د چارو درياست له خوا په يوه سروې کې پيژندل شوې وي وويشل شوه

يوه اړونده خبرځاى وويل: په هرې کورنۍ پنځه ويشت کيلو ګرا مه وريجې ، پنځه ويشت کيلو ګرا مه اوړه ، پنځه کيلو ګرا مه غوړي او يو کيلو ګرام چاى وويشل شول.

ديو بل خبر له مخې د مها جرينو په چاروکې د ملګرو ملتو دسا زمان عا لي کميشنرى يا يو، ان، اچ، سي، ار په ارز ګان ولايت کې له يو زرو اته سوه بي ځايه شويو کورنيو سره مرسته و کړه

په ارز ګان ولايت کې د مها جرينو په چارو کې د ملګرو ملتو دسازمان د عا لي کميشنري استا زي د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل هري کورنۍ ته څلور بړ ستنې ، يوه بوري سکاره ،درې ترپالو نه ، يو انډى ژمنې جامې او يو زرو دوه سوه افغا نۍ نغدى پيسې وويشل شوې