16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کند هار  \ باختر\ دسلواغى اوله

د کند هار ولايت د کرنې او او بو لګولو درياست له خوا دوه سوه تنو بزګرا نو ته د زعفرانو دکرکيلي لاري چاري و ښودل شوي

 د کند هار ولايت د کرنې او او بو لګولو رئيس انجنير احمدشاه روشن نن د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل د کرنې اداري د يوې مياشتې په بهير کې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې بز ګرا نو ته د زعفرانو د کرکيلي لاري چاري ښودل شوى دى

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې   دغو بزګرا نو ته له مسلکي زده کړو وروسته ددغه رياست له خوا دزعفرا نو د کر کيلي ځانګړى سا مان الات هم ويشل شوي دي

خبرځاى زيا ته کړه ددوه سوه تنو روزل شويو کسا نو له جملى څخه پنځلس تنه يي په دې برخه کې د مسلکي زده کړو په مقصد د هرات ولايت ته موظف شوي دي چې په دى باب د هرات له بز ګرا نو سره تجربي تبادله و کړې

خبرځاى زيا ته کړه ددغه کورس د جوړولو هدف د نشه يي تو کو د کرکيلي د بندولو په بدل کې د زعفرانو دکرکيلي روا جول دى

کا بل \ باختر\ دسلواغى اوله

ډنمارک له افغا نستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي دغه ټکى دډنمارک صدراعظم پرون د هلمند ولايت ته دسفر په بهير کې د هلمند له والي ګلاب منګل سره په کتنه کې څرګند کړ

دډنمارک صدراعظم د هلمند له والي سره له کتنې وروسته په يو خبري کنفرا نس کې وويل چې د هلمند ولايت ته دده د سفر هدف د امنيتې مسو ليتونو د ليږد ونې د بهير څيړنه او د خپل هيواد له پوځې او ملکي ما مورينو سره کتنه ده

 ده په دې خبري کنفرانس کې وويل چې ډنمارک له ٢٠١٤ کال وروسته هم په ملکي برخوکې خپلو مرستو ته دوام ورکوي اود هيواد ستراتيژي به يې چې پخوا د افغا نستان د ملا تړ په اړوند و په خپل ځاى وې

 ده په دې خبري کنفرا نس کې د ايساف له ځوا کو نو څخه افغان ځواکو نو ته د امنيتې مسو ليتو نو د ليږد ونې بهير په دوو پړا وونو کې دلښکر ګاه په ښار اود هلمند ولايت په دريو ولسواليوکې ترسره شول ډيرمهم بهير و باله اود هغه ملا تړ يي و کړ .

په دې خبري کنفرانس کې د هلمند والي محمد ګلا ب منګل دډنمارک د مرستو له ا مله چې پخوا په بيلا بيلو برخو کې په دغه ولايت کې ترسره شوي دي ، قدردا نې و کړه او زيا ته يي کړه چې ډنمارک نه يواځې د امنيت په برخه کې بلکي د نشه يي تو کو پرخلاف دمبارزي ، پو هنې ، عا مې رو غتيا او نورو برخو کې هم زيا تې مرستي کړي دي

والي وويل دډنمارک صدراعظم په بيلا بيلو برخو کې د خپل هيواد د مرستو په دوام ټينګار کړى دى

ډنمارک په افغا نستان کې څه ناڅه اووه سوه پنځوس تنه پوځيان لر ي چې زيا تره يي د هلمند ولايت دګرشک په ولسوالۍ کې د امنيت په تامينولو او بيا رغا ونې بوخت دي

کابل\باختر\دمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

مرکزي بانک يوه اندا زه ډالر دليلام په ډول پلوري

مرکزي بانک دروان کال دسلوا غۍ د مياشتې په لو مړۍ اوڅلورمه نيټه د شنبې اوسه شنبې د ورځو په داوطلبيو کې يوه اندا زه امريکا يي ډالر د ليلام په ډول پلوري

په شرايطو برا بر ټولو صرا فا نو او تجارتي بانکو نو ته چې پخوا يي لس زره امريکا يي ډالره د تضمين په ډول د افغا نستان بانک د بازار د عمليا تو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي خبر ورکول کيږي چى په داو طلبيو کې ګډون و کړې

ټول ګډون کونکى کولاى شي دداو  طلبي فورمي د ليلام په ورځو سهار په نهو بجو د بازار د عمليا تو له مديريت څخه وا خلى او له بشپړولو وروسته يي بير ته وسپاري

هغه صرافان چې تر اوسه پوري دتضمين لپاره لس زره امريکا يي ډالر نه دى تحويل کړې ، کو لاى شي له دا و طلبي څخه يوه ورځ مخکى د خپل تضمين پيسې تحويلي کړې اوپه را تلو نکو ليلا مو نو کې برخه وا خلى

کابل\باختر\دمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

دانګلستان او استراليا د هيوادونو سفيرا نو په ارزګان و لايت کې د عمرا ني پروژو دتطبيق لپاره د خپلو هيوادونو د زيا تې همکاري ژمنه و کړه

ددغو دواړو هيوادونو سفيرا نو په هغه سفر کې چې د ارزګان ولايت ته يي و کړ د ارزګان له والي سره د خپلو هيوادونو د  همکاري ژمنه وکړه او وي ويل دغه ولايت ته ددوي دسفر هدف د امنيتي حالا تو څيړنه اود افغان امنيتي ځوا کونو پيا وړتيا ده .

دانګلستان سفير په تيريو کال کې په ارزګان ولايت کې دبيا جوړولو اود امنيت د تا مينولو د بهير پرمختګ وستايه .

 ده چې دمتبوع هيواد ځوا کو نه يي په هلمند کې ديره دي وويل چې نا امنې د هلمند له ولايت څخه ارز ګان ته وليږدل شوې او په دغه ولايت کې د امنيت دګډ وډولو سبب کيده خو اوس دغه ستو نزې د افغان سيمه ييزو مسوولينو په همکاري له منځه تللي دي او خلک په دغو ولسواليو کې د امن په فضا کې په خپلو ورځنيو کارو نو بوخت دي

دارز ګان والي محمدعمر شيرزاد په دې کتنه کې وويل: د اردو ، پوليسو اود ملي امنيت دځوا کو نو او په ارزګان ولايت کې د ميشتو استراليا يي ځوا کو نو په همغږي سره امنيت تا مين دي اود بيا جوړولوکارو نه هم دوام لري

دارز ګان والي ددغو د واړو هيوادونو له سفيرا نو څخه وغو ښتل چې له پا کستان سره د هلمند او ارزګان د ولايتو نو په سرحدي سيمو کې عمرا ني اوپرمختيا يي پروژي پيل کړې چې له يوې خوا خلک په کار وګومارل شي او له بلي خوا هم په خپله خلک ددولت په ملا تړ له پو لى اخوا څخه د هلمند او ارزګان ولايتو نو ته د ترو ريستان درا ننو تلو مخه و نيسې

دارزګان والي دغه را ز له دولت سره د وسله والو مخالفينو پيو ستون يو بريالى بهير و باله او وي ويل په هغو سا حوکې چې وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي امنيت په خپله د هغوى له خوا تا مين شوى دى اود بيا جوړولو په کار کې هم کارنده رول لو بوي

دانګلستان سفير هم دسو لې پرو ګرام يو بريالى پروګرام و باله او  وي ويل: چې دغه بهير په ارزګان ولايت کې د نورو ولايتو نو په پرتله په ښه تو ګه پرمخ ځې

ده د پرمختيا يي اوعمرا ني پروګرا مو نو دګړندې کولو لپاره خپله همکاري څرګنده کړه