27 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: څلور ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ...

طالبانو په سرپل کې دروغتيايي ټيم غړي ازاد کړل .

طالبانو په سرپل کې دروغتيايي ټيم غړي ازاد کړل .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: طالبانو يو ګرځنده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختردزمري دمياشتي ١٦ :

 په روان کال کې  دتيرکال په پرتله په سرپل ولايت  کې  دخټکيو  دمچانو ناروغي کمه شوې ده .

دسرپل ولايت  دکرنې او اوبولګولو درياست دبوټو دساتنې مدير محمدامين باختراژانس ته وويل  بزګرانو ته دسيمينارونو جوړول ، دمچانوضد درملو ويش اوپه سمه توګه  ددرملو شيندل  دناروغي دمخنيوي اوکمښت سبب شوي دي .

دغه راز  هغه بله لاره  چې دخټکيودحاصلاتو دزياتوالي سبب شوې ده  دخټکيو سم انډي کول دي  چې دصياد ولسوالۍ بزګرانو يې تجربه کړې ده .

دسرپل ولايت دصيادولسوالۍ داسياآباد دکلي يو بزګر رازمحمد تيرکال دخټکيو مچانو بزګرانو ته زيات زيان اړولى دى  اودخټکيو په سلوکې پنځوس  حاصلات له منځه وړي دي .

ده وويل  سږکال  دآبي خټکيو حاصلات زيات دي اوموږ خوښ يو اوللمي خټکي به هم ښه حاصل ورکړي.

کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :

دملي امنيت داداري خبرې سرچيني وايې په کابل ښارکې دسياحتي شرکتونو له مسوولينو څخه يوسلو شپږڅلويښت پاسپورتونه راټول کړي شوي دي.

دملي امنيت اداري  په يوه خبرپاڼه کې ليکلي دي.

يوشمير سياحتي اوزيارتي شرکتونو خصوصي شرکتونو ته دحج او اوقافو وزارت له خوا د١٣٩١ کال دحج دونډي له ورکولو پرته زموږ ديوشميرهيوادوالودنومونوپه ليکلواقدام کړي دي چې ګنې دوي
به  فرضي حج  ته دسفر په مقصد واستوي .

دفرصت غوښتوونکو افرادو ددغه شان اقداماتو دمخنيوي په باب دوزيرانو شورا مصوبه اودحج او اوقافو وزارت ليک ليږل شوي دي  ددغي مصوبي  دعملي کولو او دهيوادوالو په نغدي پيسو دمزو چړوچو دمخنيوي په مقصد دشهداي صالحين ، اشرف نيازي  او پنج ګل شرکتونو شپږتنه مسوولين چې د ٣٥٠٠ او ٤٥٠٠  امريکايي ډالرو په بدل کې دفرضي حج دغوښتوونکو دنومونو په ليکلو لاس پورې کړي و دملي امنيت دلوى رياست  دموظفينو له خوا له ١٤٦ ټوکو پاسپورټونو سره ونيول شول اوپه عزيزي اوباختربانک کې ددوي دحسابونو دتړلو په ترڅ کې موضوع دزياتي څيړنې په مقصد عدلي اوقضايي مراجعو ته سپارل شوي ده .

کابل باختر دزمري  څوارلسمه

  په باميانو ولايت کې سږ کال دپټاټو حاصلات دتيرکال په پرتله  ديرش زره ټنه زيات شوى دى .

 دغه ټکۍ دباميانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير  محمد طاهر  عطايي نن دباختر اژانس خبريال ته څرګند کړ او وي ويل په باميانو ولايت کې سږ کال دپټاټو  دحاصلاتو زياتوالي اصلي علت دپټاټو دکرکيلي په مقصد داوبو او هوا مساعدوالي ، دنباتي  افتونو کمښت او دپټاټو دکرکيلي لپاره دبزګرانو  په واک کې دکرنيزو وسايل وبلل .

 دده د څرګندونو له مخې، پټاټي چې په ډولونوکې يې دصمدي ،  زردګل ، بيګل ،  کاسيم ، سفيد ګل او ادريا پکې شامل دي دباميانو ډير مهم محصولات دي چې نورو ولايتونو ته صادريږي .

 دعطايي  د څرګندونو له مخې، دکهمرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې همدا اوس دپټاټو دراټولولو کار پيل شوي دي او په نورو ولسواليو کې يوه مياشت وروسته پيليږي .

 دباميانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو داداري درواجولو مدير  وويل له کوپراتيوفونو څخه دراټول کړي شويو ارقامو له مخې او ترکيلي لاندې ځمکو څخه دمعلوماتو له مخې، سږ کال به د پټاټو  حاصلات په منځني ډول ١٧٠ زرو ټنو ته ورسيږي په داسې حال کې چې تيرکال دغه حاصلات ١٤٠ زره ټنه  وو دکهمرد ولسوالۍ دروي سنګ ، سيمې بزګر  امين الله وويل  سږ کال يې حاصلات ښه دي .

 ده تيرکال له خپلې اته جريبه ځمکې څخه نږدي يو ويشت ټنه پټاټي  ترلاسه کړې وې  سږ کال له همدې ځمکې څخه ٢٥ ټنه حاصل ترلاسه کوي .

  دغه بزګر زياته کړه چې دپټاټو حاصلاتو دکافي اوبو  دشتون له امله وده کړې ده او آفت هم نه دى  وهلي او له همدې امله حاصلات زيات شوي دي خو يو شمير نور بزګران  دپټاټو  دحاصلاتو له کمښت  سره مخامخ دي .

  ديکاولنګ ولسوالۍ دروي سنګ دسيمې بزګر عبدالطيف وويل سږ کال حاصلات مې کم دي ځکه ډول ډول  چينجيو دده کروندي خرابي کړي دي او پټاټو يې ډيره کمزوري  وده کړې ده .

 دباميانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو داداري رييس انجنير محمد طاهرعطايي  وويل چې سږ کال په پټاټو  کې دغو څوونکو  چنجيو او داتشک ناروغي تر سترګو کيږي  خو ددغې اداري دبوټو  دساتنې دمديريت هغه په کروند ګرو ددرملو دويشلو له لارې په خپل واک کنترول کړي .

 ده د حاصلاتو وده په کلي توګه په باميانو کې ښه وبلله .  اوهيله يې وکړه چې سږ کال دباميانو کروند ګر له پټاټو څخه زياته ګټه واخلي .

 دکرنې رييس په باميانو کې دپټاټو دمارکيټ دنه شتون له امله انديښنه لري او وايي  که چيري  دباميانو پټاټي دمنځني اسيا په ګډون په بهرنيو هيوادونوکې د پلورنې لپاره  بازار  پيداکړي له دې پلوه به بزګران  کمه ګټه واخلي .

  يوه اړونده خبرځاى وويل که څه هم هلې ځلې کيږي چې پټاتو ته ښه بازار پيداکړي  خو په بازار کې  سوداګر زيات رول لري چې دهغو له لارې کولي شي په بهرنيو بازارونوکې ښه مارکيټ پيداکړي  .

 عطايي زياته کړه دبادام باغ  دکرنې دمحصولاتو  په نندارتون کې دباميانو پټاټي دکيفيت لپاره په ټول هيواد کې لومړي مقام وګاټه. 

 ديادونې وړ ده چې په تيرو کلونوکې دباميانو بزګرانو  دپټاټو  دزيرمو دنشتوالي او دهغوى دبيو د ټيټوالي له امله شکايت درلود او په باميانو  کې دپټاټو  په سلو کې پنځه ويشت حاصلات په زيرمو کې ساتل کيږي .

 پټاټي  په نړۍ کې يوه ډيره مهمه ماده ده چې زيات کارول کيږي او له هغو څخه دلسګونو ډولو خوړو په ترکيب کې کار اخستل کيږي .

کابل\باختر\د زمري دمياشتې ١٤ مه 

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درئيس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى

يوامريکايي ډالر پيرودل په      60 ر51  افغانيو پلورل په   70 ،51افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په     ر80افغانيو پلورل په     10، 80افغانيو

يوه يورو   پيرودل په      60 ،  63 افغانيو پلورل په      70 ر63  افغانيو

دمتحده عربي اماراتو يودرهم پيرودل په   95  ، 13 افغانيو پلورل په  ، 14 افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په      70، 13پلورل      75 ،  13 افغانيو

زرهندي کلدارى پيرودل په 9 30   افغانيو پلورل په 940 افغانيو

زرپاکستاني کلداري پيرودل په 548افغانيو پلورل په 54 9 افغانيو

اوزر ايراني تو مان پيرودل په 60، 25  افغانيو پلورل په   70 ر25 افغانيو.