23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

روسيې ديوڅلويښتو بار وړونکو وسايطو په واسطه  درې زره ټنه  اوړه  دحيرتانو په بندري ښارګوټي کې دافغانستان لوري ته وسپارل.

دبلخ په ولايت کې سيمه ييز مقامات وايې دغه مرسته  دهغو تفاهم ليک له مخې وشوه  چې دروسيې دبيړنيوحالاتو وزارت  اودبلخ ولايت دکرنې او اوبولگولو داداري درييس ترمنځ  څه موده مخکې لاسليک شوي و.

په مزارشريف کې د روسيې سرقنسل الکساندرګلبان په هغو مراسمو کې چې له  همدي امله دحيرتانو په بندري ښارګوټي کې پرځاى شوي وويل  روسيې مقاماتو دافغانستان دخلکو داقتصادي حالت په پام کې نيولوسره  ددغې مرستي په ترسره کولو اقدام  کړي دي .

دروسيې دسرقنسل  دسرڅرگندونوله مخې دغه مرسته دروسيې دبيړنيو حالاتو دوزارت له خوا دافغانستان له لوري سره شوي ده .

دبلخ ولايت دکرنې اواوبولګولوداداري رييس کاتب شمس وويل دغه مرسته  له پيښوسره دمبارزې دتياري دملي کميټي  له پريکړي سره سم دافغانستان اوپه تيره بيا دبلخ ولايت  په کچه دزيانمنو شويو سيمو په خلکو ويشل کيږئ.

ده زياته کړه درې کاله مخکې هم روسيې له افغانستان سره دپنځه زره ټنو اوړو اوديوپنځوسو تراکتورونو مرسته کړې وه .

افغانان په لومړيتوب کې تر عنوان لاندې  نن دکابل دسوداګرۍ او صنايعو دخونې له خوا يو ورکشاپ جوړ شو .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونې دعامل هيئت رييس محمد قربان حقجو  په دغه ورکشاپ کې وويل، ددغه ورکشاپ جوړول خصوصي  سکتور ته ډير ارزښت لري او په راتلونکي کې ددغه شان ورکشاپونو دجوړولو غوښتنه کوي .

  دکابل دسوداګرۍ  دخونې ، عامل هيئت مدير رحيم الله حميد وويل: افغانان  په قراردادونو کې دلومړيتوب حق لرى.

کابل باختر دسلواغي  دويمه

 دپوزه ايشان دتحقيقاتي   فارم دبيا رغونې  دپروژې کار  دهيواد دکرنې او اوبو لګولو  وزارت د پرمختيايي   بودجې په لګښت  پيل شوه .

  د پوزه ايشان  دتحقيقاتي  فارم آمر شاه محمد  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دې پروژه کې  دپوزه ايشان دتحقيقاتي  فارم په پنځوس جريبه  ځمکه کې  دسړک  جوړولو کار شامل دى چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه به ديو مليونو اته سوه زرو افغانيو  په لګښت په دوو مياشتو کې بشپړ شي .

 دپوزه ايشان دتحقيقاتي  فارم دآمر دڅرګندونو له مخې،  ددغه فارم  يو سلو پنځوس  جريبه ځمکه پخوا دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا اواره  شوي  او تاکل شوې ده چې نور  ٢٦٨ جريبه يې  په  ١٣٩١ کال کې دفرانسې  په مرسته اواره شي .

 ده زياته کړه: په نږدي راتلونکي  کې به د دوه زرو مترو په اوږدوالي دفارم د انګر  ډيوال دجوړولو کار هم پيل شي چې دفارم داوارولو او ډيوالونو په جوړولو سره  به په دغه فارم کې دزراعتي  تجربو  د زياتي څيړنې زمينه برابره  شي او په دغه فارم کې به دڅارويو او غيرمسوولو کسانو دتګ راتګ مخه ونيول شي .

  دپوزه ايشان تحقيقاتي فارم  په  ١٣٤٧ کال کې  د ٤٦٨ جريبه ځمکې په ساحه کې  دکرنې او اوبو لګولو  وزارت له خوا جوړ او په بغلان ولايت کې دزراعتي تجربو دڅيړنې ښه سيمه بلل کيږي .

کا بل \ باختر\ دسلواغى اوله

اسيا يي پرمختيا يي بانک د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ داو بو بريښنا د تو ليد دفا بريکې د بريښنا دسيستم دپيا وړتيا اوسمبالولو په مقصد دپنځه اويا اعشاريه څلورو مليو نو ا مريکا يي دالرو مرسته و کړه

د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې : ددغى وړيا مرستې تړون د ماليې وزيرډا کتر عمر زاخيلوال په داسي حال کې چې د بريښنا موسسي رئيس محمدي حاضر و ، د اسيا يي پرمختيا يي بانک د اسيا يي برخې له رئيس روت اينکر سره لاسليک کړ .

 ډ کتر عمر زاخيل وال چې ددغه تړون د لاس ليک کولو په وخت کې خبرې کو لى وويل : دغه مرسته به د ګرشک د او بو بريښنا د تو ليد دفا بريکى د بريښنا دسيستم په پيا وړ تيا او سمبالولو او ددغى ولسوالۍ د بريښناد ليږد ونې دڅه نا څه ديرش کيلو متره د مزو په بيا رغا ونه اود ولسواليو په مر بو طاتو کې د بريښنا د ويشلو د ميترو نو په درولو کې وکارول شي

 دغه راز ډا کتر زاخيل وال څرګند ه کړه : ددې پرو ژى په تطبيقولو سره به دسيمې په سل ګو نو وګړو ته د کار زمينه هم برا بره شي

دماليې و زارت ويندوى عزيز  شمس د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پرو ژه د اسيا يي پرمختيا يي بانک د٤٣ مليو نو ډالرو په ما لى مرسته چى شل مليو نه ډالره يي بريتا نيا او دولس اعشاريه څلور مليو نه ډالره يي ډنمارک ور کړي دي تطبيقيږى

ده زيا ته کړه  : اسيا يي پرمختيا يي بانک په تيرو لسو کلو نو کې د بريښنا په برخه کې افغا نستان سره دڅه نا څه څلور سوه شلو مليو نو ډالرو مرسته کړې ده او هم دابانک په کال کې در ې سوه مليو نه امريکا يي ډالره د افغا نستان په بنسټيزو پرو ژوکې مرسته کوى