28 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پيغام

پيغام

کابل/ د کب ٨ مه/ باختر د ملي امنیتي ځواکونو د...

طالبانو په سرپل کې ملکي کسان آزاد کړل

طالبانو په سرپل کې ملکي کسان آزاد کړل

-کابل/ د کب ٨ مه/ باختر په سرپل ولايت کې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار په ملي شورا  اوولايتي شورا کې دپنجشيرولايت داستازو په ملګرتياپرون دپنجشيرولايت سيلاوځپلي اوزيانمني شوي سيمي وکتلي .
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په کتنه کې دمشرانو جرګې لومړي نايب اودملګري هيئت يې دپنجشير ولايت  په مرکز کې دمنجهور، په درې ولسوالۍ کې  دکوه سخ  اوپامير ، په آبشار ولسوالۍ کې  دجيرعلي  اوپرتګاه ، په  عنابه ولسوالۍ کې  دکورابه  او په رخه ولسوالۍ کې دحصارک کلي  وکتل اورامنځته شوي تاوانونه  اوستونزي يې  له نږدي  وکتلي .
دسيمي داوسيدونکو دڅرگندونوله مخې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله ددغو سيمو خلکو ته زيات مالي تاوانونه  اوښتي دي   چې د مواصلاتي لارو، ديوشمير پلونو اوپلګوټو ،داوبو بريښنا دبندونو اودکرنيزو ځمکو  په ويجاړيدو سربيره ، په زرګونو ميوه لرونکې اوبي ميوې  ونې ، څو موټرونه او يوزيات شمير څاروي له منځه تللي دي او خلک مرستي ته سخته اړتيالري. او زياته يې کړه پنجشير يو له هغو ولايتونو څخه دي چې زياتره دطبيعي افتونو له امله زيانمن کېږي اوپه کاردي چې مسوولين دناڅاپي طبيعي پيښو دمخنيوي لپاره  بيړني  او اساسي  تدبيرونه طرحه کړي چې په  راتلوونکې کې ددغه شان  آفتونو مخه ونيول شي  اوتينګاريې وکړ  چې دمواصلاتي لارو ، داوبولګولو دکانالونو  اوسيندونو دتګلورو دپاکولو کار ډير ژر ترسره شي .
دسنامجلس لومړۍ نايب دنورو په استازيتوب دخلکوستونزي اوغوښتنې  پرځاى وبللي چې په رښتينې توګه دپنجشيراوسيدونکې هرکال  دژمې او دوبې په فصلونو کې  دطبيعي آفتونوله امله له ستونزسره  لاس او ګريوان دي  اوبايد  مسوولين  په دې اړوند اساسي تدبيرونه ونيسي . اوزياته يې کړه  دمشرانو جرګې تل   دخلکو دستونزو دڅيړنې په خاطر اړونده مسوولين  احضار کړي دي
اود پنجشير په ګډون دزيانمنونکو ولايتونو دخلکو انديښنې يې  ورسره طرحه کړي دي  اوسره له دې هم ستاسو دستونزو او وړانديزونو دسملاسي  څيړنې په مقصد به اړوند کميسيون اقدامات وکړي .
ايزديار زياته کړه : دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزير دڅرګندونوله مخې  ټاکل شوې ده يو هيئت ډير ژر  دتاوانونو دتثبيتولو اودبيړنيو مرستو په مقصد دغه ولايت ته  واستول شي .
ديوبل خبرله مخې :
دمشرانو جرګي لومړۍ نايب محمدعلم ايزديار نن دملي  امنيت دلوي رياست له سرپرست  اسدالله خالد ، دملي دفاع وزارت  له پيژندوال  اودهوايي پوځ له قوماندان سره ديوې غونډې په ترڅ کې  له دندوڅخه دګوښه کېدو په باب دملي امنيت درياست  دهوايي يونټ  دپيلوټانو شکايت وڅيړه .
دملي دفاع وزارت پيژندوال دمعلوماتودوړاندې کولو په ترڅ کې دهغوى دانفکاک دلايل دلازمي بودجي نشتوالې او دنړيوالې ټولنې دمرستو بنديدل وبلل ، خو دملي امنيت دلوي رياست سرپرست  دهغوى دکړنو دستاينې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې په يوه مياشت کې به دپيلوټانو په بيا جذب کې لازم اقدام وکړي  .
په دې غونډه کې دمشرانو جرګې  لومړى نايب دهېواد دهوايي پوځ دبيا احياکولو داړتيا په باره کې رڼاواچوله او ويې ويل  چې دهيواد دامنيتي ارګانونو په ګډون حکومت دې بايد دمجربو افسرانو دمسلکي اوتخصصي ظرفيتونو څخه زياته استفاده وکړي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
په داسې حال کې  چې ځينې خبرځايونه وايي: دعينکو دمسو دکان چېنايي کارکوونکې دامنيتي دليلونو له مخې له افغانستان څخه وتلي دي.
دکانونو وزارت خبرځايونو تائيد کړه چې  چېنايانو دعينکو دمسو دکان کار نه دي تائيدکړي بلکې خپلو دوبنيو رخصتيو ته تللي وو چې اوس خپل کار له سره پيل کړي دي.
دکانونو وزارت  ويندوى جواد عمر دباختراژانس  له خبريال سره په خبرو کې وويل: يوشمير چېنايي کارکوونکې چې په دغه کان کې کار کوي دروژې په مبارکه مياشت کې دوبنيو رخصتيو ته تللي وو. خوله بده مرغه په مطبوعاتو کې  ددوى دغه سفر په بل ډول منعکس شو اوددوى دغه سفر ته له ناامنيو سرپه ارتباط ورکړي شوي دي.
په  داسې حال کې چې هغوى درخصتي له تيرولو وروسته بيرته افغانستان ته راستانه شوي دي اوخپل کاريې له سره پيل کړي دي  اودعينکو دمسوکان په کاري بهيرکې هيڅ راز نيمګړتيا نه ده رامنځته شوي .
جوادعمر زياته کړه دهيواد جمهور رييس دکانونو دسترو تخنيکې پروژو  دتطبيق اودعينکو دمسو دکان په خاطر جدي دي او په منظم ډول دهيواد په کانونو کې  دکارونو دپرمختګ اوپه تيره بيا دسترو پروژو دکار رپوټ اصلي اولارښوونې کوي  .
له بله پلوه  دملي امنيت شورا ددغې  پروژې د امنيت دتامينولو په خاطر جدي تدبيرونه نيولي دي.
دکانونو وزارت ويندوى وويل: دهېواد جمهور رييس په امنيتي ارګانونو ټينګار کړي دي چې دعينکو دمسو دکان په ساحه کې دامنيتي تدبيرونو ته جدي پاملرنه وکړي  او دزيات خونديتوب په خاطر په ساحه کې دماين پاکولو لومړي دوره بشپړه شوي ده او دويمه دوره يې پيل شوى ده .
ددغو تدبيرونو او لارښوونو په چوکاټ کې دکورنيو چارو او کانونو وزيرانو دعينکو دمسو دکان دساحې دکتنې په خاطر لوګر ته سفر وکړ او دکان اودهغه دشاوخوا ساحو دامنيتي تدبيرونو يې له نږدې وڅيړل.
ديادونې وړ ده  چې دعينکو دمسو کان د را ايستلو کار چې په نړۍ کې دويم سترکان دي درې کاله مخکې يو چېنايي شرکت ته ورکړشو.
 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
په ښوونځيو کې دبيارغاونې دديرشو پروژو قراردا لاسليک شو.
په دغو پروژو کې چې دښوونځيو دانګړونو د ديوالونو جوړول، دروغتيايي برخو اودباسکټبال او واليبال دډګرونو جوړول شامل دي. ټاکل شوى ده چې د دوو مليونو او اووه سوه زرو افغانيو په لګښت په دريو مياشتو کې بشپړشي .
ويل کيږي ددغو پروژو په بشپړولو سره دهرات ښار او ولسواليو دښوونځيو دمهمو برخو ستونزې لرې کيږي.
دهرات ولايت دپوهنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل: په سلوکې اويا پروژې د ولسواليو په کچه اونور يې دښار په ښوونځيو کې پلي شي .
 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دهېواد دحلقوي سړک دپخولوکار پرون په هرات اوبادغيس ولايتونو کې پيل شو.
دهېواد دحلقوي سړک يوه برخه  چې دهرات ولايت له لامان څخه  تر ارملغ پورې موقعيت لري، ټاکل شوى ده د اته ديرشو کيلومترو په اوږدوالې په نړيوالو ميعارونو جوړشي.
دغه پرژوه دهرات ولايت  ته دفوايدعامې، دترانسپورټ اوهوايي چلند د وزيرانو له سفرسره جوخت دهرات د والي داکټر داودشاه صبا ، دهرات اوبادغيس  په ولايتي شورا ګانو کې دخلکو داستازو ، جګپوړو مقاماتو اودولتي مسوولينو په ګډون پرانستل شوه .
دهرات ولايت دفوايد عامې رياست مسوولينو باختراژانس ته وويل:  ددغه واټ دپخولو لګښت چې اته مليونه امريکايي ډالر کيږي دفوايدعامې وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي .
دهرات والي ډاکټر داودشاه صبا د ارملغ _ لامان د واټ دپخولو دکار پيل دهيواد دحلقوي سړک دمهمې برخې په توګه ښه فال وباله او ددغه واټ بشپړول يې له شمال سره دلويديځ په نښلولو کې مهم اوحياتي وباله .
ډاکتر صبا په تيرولسو ورځو کې دسړک جوړولو دڅو پروژو دبنسټ ايښودل له مرکز سره د ولسواليو دنښلولو په لاره کې اساسي اومهم ګام وباله .
دهيواد دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن  هم ددغه ټکې په بيانولو سره چې دارملغ _ لامان د واټ دپخولو دکار په بشپړيدو  سره دهيواد حلقوي سړک بشپږيږي، ددغې پروژې دجوړولو  دکاردکيفيت دڅيړنې په خاطر دنظارتي  ټيم دګومارلو خبرورکړ.
ده په همدې حال کې دهرات ولايت اوپه تيره بيا دکشک کهنه  او ګلران سړک دپخولو اوپه راتلوونکې کال کې داوبې ولسوالۍ په سيند ديوه پله دجوړولو په ګډون ددغه ولايت د ولسواليو دسړکونو دپخولو ډاډ ورکړ.
له بله پلوه دترانسپورټ  وزير داودعلي نجفي  دبې سارو ترانسپورټي اسانتياو ته په اشارې سره  چې دهېواد دحلقوي سړک دپخولودکار دبشپړيدو په نتيجه کې چې دموټرچلوونکو اودځمکني ترانسپورټ دچارو په برخه کې دهرات  اقتصادي پرمختګونه يې بې سارې وبلل.
په ولسي جرګه کې دخلکو استازې قاضي نذيراحمد حنفي اومسعودې کرخي اودکرخ دجامع جومات خطيب  هم په جلاجلا خبرو کې ددغې طرحې دملاتړ اوددغه واټ دپخولو دکار په ګړنډي کولو کې دخلکو دتيارى ډاډورکړ او ددغو طرحو اجراکول يې دهرات اودلويديځې حوزې داقتصادي پرمختګ اوسمسورتيا ښې زمينې  اعلام کړې.
ديادونې وړ ده چي دلامان _ ارملغ واټ چې دافغانستان دحلقوي سړک يوه برخه ده پنځه سوه پنځوس کيلومتره اوږدوالى اويوولس متره سور لري چې دنړيوالو ستندردونو په پام کې نيولوسره ددريو کلونو په بهيرکې قيرکيږي.
ددغه واټ دپخولو دکار له پيل څخه جوخت دهيواد دحلقوي سړک دپاتې درې سوه ديرشو کيلومترو داسفالت  کارهم  نن له بادغيس ولايت څخه دهرات اوفارياب په لور پيل شو.
دغه پروژه به دنړيوال بانک په مرسته دشپږسوه مليونو ډالرو په لګښت په دريو کلونو کې بشپړه شي .
دا په داسې حال کې ده چې دهرات ولايت په تيرو لسو ورځو کې دهرات _ پښتون زرغون  ، هرات _ زنده جان او هرات _ غوريان د واټونو په ګډون دواټ جوړولو دڅو پروژو دبنسټ ايښودلو شاهد و چې په تيرو لسوکلونو کې بې سارې دي.