01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختر دمرغومي دويمه
  په بغلان ولايت کې ددولسو بنسټيزو پروژو دتطبيق دتفاهم ليک سندونه نن لاسليک شول
دغه تفاهم ليک دبغلان  دوالي سلطان محمد عبادي او دهيواد دشمال په ولايتونو کې دالمان دملکي برخې دمسوول ښاغلي کيوبارد ترمنځ لاسليک شو
په بغلان ولايت کې داقا خان دمرکز دپرمختيايي برخې  مسوول عبدالله  پايدار باختر اژانس ته وويل ددغه تفاهم ليک له مخې دولس پروژې چې دلسو روغتيايي کلينکونو او ددووښوونځيو جوړول شامل دي دالمان دپرمختيايي بانک په مالي مرسته ددريو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت عملي کيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه پروژې دشمال په ولايتونوکې دثبات دټينګښت دپروګرام په چوکات کې داقا خان  دپرمختيايي په همکاري  ددهنه غوري ، دوشي ، بڼو ده صلاح او دپل  حصار  په ولسواليو کې  پلې کيږي
  دبغلان والي دخبرو په ترڅ کې دبيا جوړولو دبهير دپرمختګ په لاره کې ستره او اساسي ستونزه اوخنډ داداري فساد شتون وباله او ددغو پروژو دساختماني چارو دساتني غوښتنه يي وکړه .
کيوبارد وويل دغه دولس پروژې دهغو يو سلو شپيتو پروژو له جملې څخه دي چې همدا اوس ددغه مرکز له خوا دڅلورو ولايتونو په درې ويشتو ولسواليو کې دبنسټيزو او دکليوالي شوراګانو دظرفيت جوړولو دپروژو دتطبيق په لاره کې جوړيږي .
 

کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوري رياست مرستيالانو او د اقتصادي عالي شورا غړو ګډون کړي و؛ د اقتصاد وزير، د اقتصادي  عالي شورا د سکرټرپه توګه وټاکل شو او دنده وسپارل شوه چې د شورا د نورو غړو په مشوره د غونډو اجندا وټاکي او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست دې د دغو غونډو د تنظيم او برابرولو په برخه کې په هرو دريو مياشتوکې او يا د اړتيا له مخې جوړيږي؛  اقدام وکړي .
د اقتصادي عالي شورا په نننى غونډه کې، په افغانستان کې د بهرنيو پانګې اچونې د جلب اوجذب په باب خبرې اترې وشوې .
 

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٩ :
مرکزي بانک يوسلوشل  مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي  دافغانستان بانک دروان کال دمرغومي دمياشتې په دويمه  او پنځمه  دشنبې  اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې  يوسلوشل مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره  ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک  دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي  بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کېږي چې دداوطلبي فورمې  دليلام دورځو دسهار په اته نيمو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي  او په نهو بجو دې بيرته وسپاري  . هغه صرافان  چې تراوسه پوري يې لس زره ډالره  تضمين په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دى تحويل کړي کولاى شي له داوطلبي  څخه يوه ورځ مخکې  دخپل تضمين پيسي تحويلي او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
 

کابل\باختر\دليندي  دمياشتې ٢٧ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     52/45  افغانيو پلورل په   52/50افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  84 /افغانيو پلورل په   84/10افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    70 68/ افغانيو پلورل په   68 /80  افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 20/ 14 افغانيو پلورپه 25 / 14 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  85 13/پلورل  13/90 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 970 افغانيو پلورل په 980 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  536افغانيو پلورل په  537 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 17/70  افغانيو پلورل په   17/80 افغانيو.