29 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دعامې روغتيا وزير دکرونا ويروس په مخنيوي کې د رسنيو رول مهم وباله

کابل / دکب ١٠مه /باختر د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز...

دسولې او پيوستون په نامه د نيالګيو ايښودلو کمپاين په کندز کې پيل شو

کابل / دکب ١٠مه /باختر : دکندز دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
په روان کال کې دباميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې د وچو ميوو محصولات  دتيرکال په پرتله  څلور سوه ټنه زيات شوي دي .
ددغې ولسوالۍ دکرنې دادارې يو مسوول ادعا کوي چې دباميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې دچپه نمک او د کښتې  حاصلات  څه دپاسه زرو ټنو ته رسيدلي  دي. په داسې حال کې چې تيرکال دغه محصولات نهه سوه  ټنو ته رسيدلي وو .
دکهمرد ولسوالۍ دکرنې درواجولو مدير نياز محمد دباختر اژانس خبريال ته وويل چې سږ کال  دچپه نمک حاصل درې سوه ټنه او دکښتې يو زرو سلو ټنو ته رسيدلي چې ټول ارزښت يې  څه دپاسه يو سلو شپږ پنځوسو مليونو افغانيو ته رسيږي .
ده زياته کړه، تيرکال دچپه نمک اوکښتې ټول عوايد يو سلو څلورو مليونو افغانيو ته رسيدلي و .
دکهمرد ولسوالۍ  دکرنې د رواجولو  مدير زياته کړه  چې دروان  کال  بيه  له تيرکال سره زيات توپير نه دي کړي د اووه کېلو چپه نمک بيه له يو زرو پنځه سوه افغانيو  څخه تر دوه زره افغانيو او کښته له څلورو  څخه تر پنځه سوه افغانيو پورې پلورل کېده .
  ده وويل چې دزردآلو ،  مڼو ، چارمغزو  بادامو او توتو  څه ناڅه   اووه زره جريبه بڼونه شته . 
ده وويل چې دچپه نمک دچولو لپاره  ښځو دنارينه و په پرتله  زيات مهارت ترلاسه کړي نارينه يواځي دزرد آلو دټولولو  مسووليت لري او دچپه نمک  دچولو  لپاره څه دپاسه  لس زره تنه ښځې  او پنځه زره نارينه په کار بوخت وي .
دکهمرد ولسوالۍ دکرنې درواجولو دمدير دڅرګندونو له مخې ددغو محصولاتو د راټولولو  وخت دغبرګولي  دمياشتي له شلمې نيټې  څخه پيل اودزمري دمياشتې  تر لومړيو پورې دوام کوي .
ده زياته کړه چې دغه وچه  ميوه په هيواد کې دننه اوبهر ترکېې او ايران  کې زيات لګښت  لرونکې لري .
 

کابل-باختر دوږي دريارلسمه:
دکابل ولايت د موسهي ولسوالۍ اداري ودانۍ چې تېر کال د يوې چاودنې په پايله کې تخريب شوی وه، نن  بيا د جوړولو وروسته پرانستل شوه او ګټې اخيستو ته وړاندې شوه، د ولسوالۍ په دغه نوې اداري ودانۍ د ټولو اړونده ضرورتونو په پام کې نيولو سره په دوو پوړونو کې په نوي او عصري ډول د امريکا د متحده ايالاتو په مالي مرسته د يو کال په موده کې جوړه شوه چې له مخې به يې د ولسوال دفتر، محکمه، څارنوالۍ، حقوقو او د ولسوالۍ نورو اړونده ارګانونو ته د کار کولو مناسب چاپيريال مساعد شي.
د پرانستلو په مراسمو کې د موسهي ولسوال قاضي سيدسليمان بسطلوي د امريکا د متحده ايالاتو له مرستې مننه وکړه او د مرستو پر دوام يې ټينګار وکړ.
 

کابل -باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت دهېواد په لرو پرتو سيمو کې مخابراتي خدمتونو ته پراختيا ورکوي.
دجي اس ام  دخدمتونو دپراختيا دتجهيزاتو ددرولو تړون نن دګټونکو شرکتونو او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي د وزارت ترمنځ لاسليک شو.
دباخترا ژانس  دخبريال دخبرله مخې، دغه تړون دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت دمعين انجينر بريالي حسام ، دافغان تيلي کام دمخابراتي شرکت د رييس انجينر ګل احمدراستمن   د ام  ټي ان  موسسې دخدمتونو دمسوول محمدناصر ناصري  اودافغان بيسيم دشرکت ديوتن چارواکې انجينر محمدولي سلطان له خوا لاسليک شو.
دمخابراتو وزارت  تخنيکي معين انجينر بريالي حسان ددغه تړون له لاسليک کولو مخکي په هغو ساحو کې چې مخابراتي شرکتونو له خوا په خپله  خوښه ترپوښښ لاندې نه دې نيول شوي، دمخابراتو  دسکتور د ودې اوپراختيا په لاره کې ددغه   وزارت دمکلفيتونو په باب خبرې و کړې   اوزياته يې کړه: دغه وزارت  په ټول هيواد کې دوه سوه شل مخابراتي سايتونه  دمخابراتي شرکتونو ترمنځ سيالي ته وړاندې کړي و  چې په نتيجه  کې يې دافغان تيلي کام ١٩٦ سايټونه، ام ټت ان  ١٦ سايټونه او دافغان بيسيم نهه سايټونه  وګڼل.
دمخابراتو وزارت تخنيکي معين زياته کړه: دغه ټاور به دګټوونکو شرکتونو له خوا په يو نيم کال کې په لرو پرتو په هغو ګڼ ميشتو سيمو کې چي تراوسه پورې  دمخابراتي خدمتونو له ښيګڼو څخه بې برخې دي، ودرول شي.
ده زياته  کړه:  ددغو ټاورونو په فعاليدو سره به  دهيواد په سلو کې پنځلس وګړي چې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې  دي ،ترپوښښ لاندې  ونيسي .
انجينر حسام ددغو تاورونو دفعالولو لګښت اته ويشت مليونه امريکايي ډالره اټکل کړل  چي دمخابراتو  اومعلوماتي تکنالوژي وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه ورکول کيږي .
ديادونې وړ ده چي دمخابراتي خدمتونو دوړاندې کولو ټول شرکتونه مکلف دي چې په کال کې دخپلو عوايد په سلو کې دوه اعشاريه پنځه  دمخابراتو دپراختيا صندوق ته تحويل کړي .
د مخابراتو وزارت مسوولين وايي چې په درست هېواد کې څلور زره اووه سوه شپيته مخابراتي ټاورونه درول شوي او فعال شوي  دي چي له دې لارې دهيواد د وګړو په سلو کې پنځه اتيا ترپوښښ لاندې نيسي او په سلو کې زموږ يوازې پنځلس نوروګړې دنويو ټاورونو په درولوسره به له دغو ښيګڼو څخه ګټه واخلي
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دپراخو کرنيزو ساحو اود د زياتو اوبوله لرلو سره سره اوس هم يو واردونکي اومستهلک هېواد کي.
دباختراژانس داقتصادي څانګې مبصر ليکي :
سره له دې  چې دافغانستان زياتره خلک په کرکيلې اومالداري پورې اړه لري خو لاتراوسه پورې هم په دغه هېواد کې کرکيله دوديزه اوغيرمعياري  ده او زموږ بزګران لکه څنګه چې هيله يې کيږي نه شي کولاى دکرکيلې لپاره داوسنۍ پيړۍ له تکنالوژي اوظرفيت جوړولو څخه کارواخلي.
په داسې حال کې  چې داسې هېواد دپراخو زراعتي سيمو ، زياتو اوبو او دشاړوځمکو  خاوندي دي دا چې ولې په دغه هېواد کې کرکيله وده نه کوي؟ زيات علتونه اوانګيزې  لري، چې له ټولو څخه زيات په دغه هېواد کې دکرکيلي نه ميکانيزه کيدو اودريو لسيزو جګړو داوبو لګولو اوکرکيلې شبکو ته زيان ورساوه . په هېواد کې  يې دکرکيلي د ودې په لاره کې ستر خنډونه پيداکړ ل.
معتبرنړيوال خبرځايونه تائيدوي چې په افغانستان کې ددغو زراعتي ځمکو زياتې برخې دماينونو په کروندو بدلې شوى دي .
په هېواد کې دتيرو دريو لسيزو ناوړو پيښو په بهيرکې داوبو سرچينې او زيات کانالونه يا ويجاړشوي دي اويا دا چې تړلي اوبند شوي دي.
له بلې خوا دکرنې څيړنيزو برخو ته  نه پاملرنه ددې سبب شوي ده چې کرنيز محصولات  ونه پلورل شي اوپه پاى کې استفاده ورڅخه ونه شي اوله منځه لاړشي.
له بلې خوا دښارونو ورځ په ورځ زياتيدونکې پراختياپه هېوادکې کرنيزې ساحې ګواښوي.
په افغانستان کې دکرنې دسيمو په لور دښاري سيمو وده لوړارقام لري .
په داسې حال کې  چې په نورو هېوادونو  هند، پاکستان ، چين او ايران کې دښارونو د ودې په نسبت هغه هم دکرنيزو سيمو په لور قوانيو شته چې نه پريږدي کرکيله دښاري نفوس ترګواښ لاندېې راشي .
يوه بله مسئله چې بايد ورته پاملرنه وشي په افغانستان کې دللمي کرکيلي  وده ده.  داوبولګولوسيسټم چې اوس دګاونډيو هيوادونو په ګډون دنړۍ په پراخو سيمو کې رواج شوي دي. په افغانستان کې ديوې طرحې په کچه پاتې دي  اوپه دې اړوند کوم کارنه دې  شوى او که چيرې شوي هم دى دلمس وړ نه دى اوپه هېواد کې له سطحي اوبو څخه  چې اندازه يې تراوو پنځوسو ملياردو مکعب پورې اټکل شوي  دى په سلو کې يوازې له ديرشو څخه يې کار اخيستل کيږي.
په کرکيلي  اومالداري لاس نه پورې کول چې دافغانستان دخلکو داقتصادي مهمه برخه ده کولاى شي چې په اقتصادي راتلوونکي کې دژوندانه په چاپيريال  اودهېواد په ټولنيزي ودې اغيزه  وکړي.
افغانستان داقليمي حالت له پلوه تل له بدلونونو سره مخامخ  دي.
دهېواد ځينې سيمې آن دژمې له رارسيدو مخکې دلارو دبنديدو له ستونزوسره مخامخې کيږي .
دغه شان ستونزې  جدي ستونزې په مخکې لري  کال په  کال دمالدارانو يو زيات شمير څاروې په دغه شان حالاتو کې له منځه ځي.
دکرنيزو موادو زيرمې  په بيړه له منځه ځې  آن دقحطي خطر دغه سيمي په وار وار ګواښلي دي.
په دغو ستونزو برياليتوب او هغه نور موارد چې يادونه يې وشوه همغږي کار اومناسبې پولي بودجې اوپه ځينوحالاتو کې هم نوښت ته اړتيا لري خو دکرنې او اوبولګولو وزارت مقامات وايي چې په هېواد کې دکرکيلي اومالداري حالت د ودې په  حال کې دي او مثبتې پرمختياوې  ترسترګوکيږي .
دکرنې اواوبولګولو وزير محمداصف رحيمي چې پرون يې له يوه امريکايي مرکز څخه دکرنيزو تحقيقاتو يو تفاهم ليک لاسليک کړ په هېواد کې دکرکيلي دحالت د ودې اوښه والې په نسبت  خوښي څرگنده کړه او ويې ويل چې دکرنې درواجولو  اودتحقيقاتو دپرمختيا دپروګرام په عملي کولو سره ، دکرنې دحاصلاتو په زياتوالي اوله نوى تکنالوژي اومهارتونو څخه داستفادې  له لارې دبزګرانو دعوايد په زياتوالې سره کولاى شو په مرکز اوولايتونو کې دکرنيزو خدمتونو دوړاندې کولو ظرفيت لوړ کړو.
دى په دې باور دى چې  دکرنې اواوبولګولو وزارت به په مرکز او ولايتونو کې بزګرانو ته دترويجې اومشورتي خدمتونو دوړاندې کولو او دتحقيقاتي فارمونو دظرفيت دپياوړتيا اودپرمختللي تکنالوژي په برابرولو سره وکولاى شي چې په هېواد کې دکرکيلې په وده   اوپراختيا کې ګام واخلي .
داپه داسې حال کې ده چې دکرنې اواوبولګولو وزير هيله لري چې په روان کال کې به دتيرکال په پرتله په هېواد کې کرنيز محصولات   په سلو کې  څلورنوي وده وکړي .
سره له دې  هم څلور سوه  زرو ټنو غنمو ته اړتيا ده چې زموږدخلکو اړتيا لري کړي په هر حال کې  هيله کيږي چې دچارو مسوولين  په هېواد کې سيمه اونړۍ  کې دغلو دانو له پلوه اوسنيو ستونزو ته په پاملرنې سره په هېواد کې په ودې زيات تمرکز ولري.
ديوې ياڅو څيړنيزو پروژو  جوړول نشي کيداى دحل لاره وي.
کروندګر پولي ملاتړ او دپلورنې دمارکيټونو جوړولو اودکار معياري وسايلو ته اړتيا لري چې بايد پاملرنه ورته وشي .
هيله ده چې په هېواد کې دکرنيزو مسئلو په نسبت چې کولاى شو هغه دافغانستان داقتصاد دملاتير وبولو زياته پاملرنه  وشي .