23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر نن سهار د پکتیا د...

په ننګرهار کې درې داعشیان ووژل شول

په ننګرهار کې درې داعشیان ووژل شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ...

د هېواد په ختیځ کې نظامي تجهیزات ترلاسه شول

د هېواد په ختیځ کې نظامي تجهیزات ترلاسه شول

کابل/ د تلې لومړۍ/ باختر د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

٢٠- کابل باختر  د مرغومي يوولسمه

   هغه ټول شرکتونه چې خپل مالياتي بيلانس  يې په ټاکلي وخت نه دي وړاندي کړي  په کال کې يواځي دلسو زرو افغانيو په ورکولومکلف دي .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې  دغه ټکۍ د سوداګرۍ او صنايعو  د خونو د عامل هيئت  رييس محمد قربان حقجو  په يوه خبري غونډه کې څرګند کړ اوزياته يې کړه، دمالياتي بيلانس دنه وړاندي کولو جريمه په عايداتودمالياتو دقانون د يو سلو دويمې  مادې  له مخې په ورځ کې پنځوس افغانۍ دي خو يو شمير داسې شرکتونه  شته چې له زياتې مودې راپديخوا  دنه فعاليت له امله  يې خپل مالياتي مکلفيتونه نه دي تصفيه کړي اوخپل جواز ليکونه يې نه دي تمديد کړي اوله بله پلوه زياتره دغه جريمې د ترلاسه کولو وړنه دي له دې امله دسوداګرۍ او صنايعو خونو ، دايسا اداري دماليې وزارت په همکارۍ  دغه مسئله يې دوزيرانو شورا په اقتصادي کميټه کې طرحه کړه چې دبيلانس په وړاندي کولوکې دځنډ جريمه په کال کې لس زره افغانۍ وټاکل شوې .

  دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو دعامل هيئت رييس زياته کړه دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې  دغه  پريکړه  تاييد کړه ، دماليې وزارت دعوايدو لوى رييس دغه راز په دې  خبري کنفرانس کې  وويل  چې دماليې وزارت په يو جوړښت  کار کوي چې دوزيرانو شورا دغه پريکړه عملي کړي .

کابل باختر  د مرغومي يوولسمه

  دغزني ولايت دده يک ولسوالۍ دکاويان دسيمي داوبو بند نن پرانستل شو .

  دغزني ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس سلطان حسين عباس يار دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه بند دامريکا دمتحده  ايالاتو  ځواکونو دولايتي بيا رغاونې ټيم په مالي مرسته  دڅلور سوه اويا زرو  ډالرو په لګښت  جوړ شوي دي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  ددغه بند په جوړولو سره پنځلس زره جريبه کرنيزي ځمکې خړوبيږي .  او داوبو دکمښت له پلوه د دغې سيمې په سلوکې  د پنځوسو اوسيدونکو ستونزي هم لري  شوي دي .

 ديادونې وړ ده دغه بند ددغه ولايت دوالي موسي خان اکبر زاده  له خوا ددغه ولايت دزياترو دولتي  مسوولينو په وړاندي پرانستل شو اوګټې اخستني ته وسپارل شو .

١-  کابل\باختر\دمرغومى١١   مـــــــــــــــــه

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درئيس  دمعلو ماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى

يوامريکايې ډالر پيرودل په    ٢٥ر٤٩   افغانيو پلورل په   ٣٥، ٤٩ افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په     ٦٠  ر٧٦ افغانيو پلورل په    ٧٠، ٧٦افغانيو

يوه يورو       پيرودل په      ٨٠، ٦٣ افغانيو پلورل په     ٩٠ ر٦٣  افغانيو

دمتحده عربي اماراتو يودرهم پيرودل په   ٤٠ ، ١٣ افغانيو پلورل په  ٤٥، ١٣ افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په      ١٠، ١٣ پلورل      ١٥،  ١٣ افغانيو

زرهندي کلدارى پيرودل په ٩٧٠   افغانيو پلورل په ٩٨٠ افغانيو

زرپاکستاني کلداري پيرودل په ٥٤٦ افغانيو پلورل په ٥٤٧ افغانيو

اوزر ايراني تو مان پيرودل په     ٥٠، ٣٢  افغانيو پلورل په   ٦٠ ر٣٢ افغانيو

٢ -  کابل\باختر\دمرغومى١٠   مـــــــــــــــــه

دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درئيس  دمعلو ماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى

يوامريکايې ډالر پيرودل په    ٣٠ر٤٩   افغانيو پلورل په   ٣٥، ٤٩ افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په     ٦٠  ر٧٦ افغانيو پلورل په    ٧٠، ٧٦افغانيو

يوه يورو       پيرودل په      ٩٠، ٦٣ افغانيو پلورل په     ٠ ر٦٤  افغانيو

دمتحده عربي اماراتو يودرهم پيرودل په   ٤٠ ، ١٣ افغانيو پلورل په  ٤٥، ١٣ افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په      ١٠، ١٣ پلورل      ١٥،  ١٣ افغانيو

زرهندي کلدارى پيرودل په ٩٧٠   افغانيو پلورل په ٩٨٠ افغانيو

زرپاکستاني کلداري پيرودل په ٥٤٦ افغانيو پلورل په ٥٤٧ افغانيو

اوزر ايراني تو مان پيرودل په     ٤٠، ٣٢  افغانيو پلورل په   ٥٠ ر٣٢ افغانيو