25 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باختر د تلي  لسمه
  دکندز دهوايي ډګر دناستې او الوتنې کرښه له بيا جوړولو اوسمبالولو وروسته پرون پرانستل شوه .
  دغه کرښه دالمان دبيا جوړولو د ټيم له خوا دپنځو مليونو پنځه سوه زرو ډالرو  په لګښت بيا جوړه شوې ده .
  دکندز له ښار څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دکندز دهوايي ډګر دالوتکو دناستې او الوتنې کرښه دوه کيلومتره  اوږدوالي ٤٥ متر سور لري  او په اساسي  ډول بيا جوړه شوې ده .
په کندز کې دميشتو الماني ځواکونو دبيا رغونې دټيم قوماندان ډګروال  اشپانوت  ددغې  کرښې دپرانستلو  په مراسموکې وويل: په پام کې دى  چې په نږدې راتلونکي کې دکندز هوايي ډګر په مدرن ترمينل او په نورو تجهيزاتو سمبال شي .
دکندز هوايي ډګر دکورنيو جګړو له امله ويجاړ شوى و .
په دې ډګر کې داريانا او دکام اير دهوايي شرکتونو مسافر وړونکو الوتکو ناستې او الوتنې نه شو کولاي خو مقامات وايي  چې ددغه هوايي ډګر په بيا جوړولو سره دغه ستونزه لرې شوې ده .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  دآمو دريا په نفتي  بلاکونو کې دچين د پطروليم  دملي کمپني  له خوا دنږدې شپږ سوه مليونو ډالرو پانګه اچول کيږي .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دکانونو وزير وحيد الله شهراني دآمو دريا دحوزي اودهغې له نفتي  زيرمو څخه  دګتې اخستنې  په اړوند وويل: د آمو دريا دحوزي دقرارداد دديارلسو کمپنيو له جملې  څخه  ،  د پنځو  کمپنيو ترمنځ چې په ملي او نړيوالو معيارونو برابرې دي داوطلبي  ته وړاندى شو چې ددوى تر منځ دچين دپطروليم  ملي کمپني  بريالې شوه .
ده زياته کړه چې دآمو دريا په حوزه کې به له څلور  سوه څخه تر  شپږ سوه  مليونو  ډالرو پورې پانګه واچول شي . چې  زياته برخه به يې  د راسپړلواو راايستلو په برخه کې ولګول شي او په ټوليزه  توګه هغه تيل چې په افغانستان کې لګيږي .  په کال کې ارزښت يې  درې نيمو ملياردو ډالرو ته رسيږي او په هيواد کې  دتيلو ډير ستر وارداتي  اقلام دي چې افغانستان په دې صورت کې دانرژي مسووليت پيداکوي او له بهر څخه دتيلو په واردولو ډډې  لګول کمښت مومي .
ده له  پطروليم  کمپني سره په قرارداد کې دافغانستان دوندې  په باب وويل چې له را ايستل  شويو تيلو څخه  په سلوکې پنځلس  يې په لومړي پړاوکې دافغانستان په لورې پورې  اړه پيداکوي او دتيلو دراسپړلو او را ايستلو دلګښتونو له محاسبي وروسته په سلو کې اويا يې دافغانستان په دولت پورې اړه پيداکوي او په سلو کې پاتې ديرش دپطروليم شرکت ونډه ده .
  او وروسته  دشرکت په سلوکې له همدغو ديرشو څخه په سلو کې شل ماليه اخستل کيږي چې په دې صورت له هرو سلو ډالرو څخه يو شپيته نيم ډالره يې په افغانستان  پورې اړه پيداکوي او په دوو کلونوکې  دتيلو دچاڼولو دستګاه چې هم  وخت نيسي او هم زيات لګښت غواړي  ، دهيواد په دننه کې جوړيږي .
  شهراني زياته کړه چې دآمو دريا دحوزي دتيلو زيرمې دنړۍ  دنورو تيل لرونکو هيوادونو په پرتله بيخي  کمې دي او په کانونوکې دپانګي اچونې مينه وال چې کومې زيرمې لري له پانګي اچونې سره علاقمندي نه لري .
دکانونو وزير زياته کړه  چې د ډبرو سکرو ډير ستر کانونه دسمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې شته چې دباميانو ولايت د حاجى ګک اوسپنې دکان چانولو لپاره ستراتيژيکي زيرمه ده او اوس چې ددغه کان په شاوخوا کې څه دپاڅه دوه سوه په خپل سراو غيرقانونى سمڅې جوړې شوي دي کرار کرار تړل کيږي او دباميانو ولايت په هغو سيموکې چې نږدې دوه سوه په خپل سر دراايستلو سمڅې جوړې شوې دي تړلي شوي دي.
شهرانى زياته کړه: تير کال د ډبرو سکرو دصادراتو له پلوه دوه څلويښت ميلونه ډالره ترلاسه کړي وو او دافغانستان په سلو کې نوى قيمتى ډبرې دبدخشان ،پنجشير ،کونړ او دنورستان په ولايتونو او جلګدلک کې دي چې له دې پلوه په کال کې درې سوه زره ډالره ترلاسه کيږي په داسې حال کې چې هغه قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې چې د پاکستان بازارونو ته قاچاق کيږي په کال دغه هيواد ته د درې سوه پنځوسوميلونو ډالرو عايد ترلاسه کيږي.
چې دقانون دطرحې په تصويب سره چې په دې اړوند دحکومت له خوا ملي شوراته ليږل کيږي چې تر زياتې اندازې پورې به دقاچاقو مخه ونيول شي ده په دې برخه کې مهم دليل ددغو ولايتونو په ځينو برخو کې دامنيت نشتوالى او په اوسنى قانون کې محدوديتونه او په دغو ولايتونو کې دکانونو وزارت نه شتون وباله .
وحيدالله شهرانى دبدخشان دلاجوردو دکان په باب وويل چې دغه کان نړيوالې داوطلبى ته وړاندى شوى دى اوګټوونکى يې هم تثبيت شوي دي او په قرا دادباندې يې کارروان دى. دغه راز ده زياته کړه چې دتوکيو په کنفرانس کې دافغانستان دکانونو دلومړيتوبونو دټاکنې په باب او ږدې خبرې وشوې چې په ٢٠١٦ ميلادى کال کې به دکانونو له پلوه زموږ عوايد يونيم مليارده ډالره وى چې دهيواد په ملي اقتصاد کې دکانونو ټوله ونډه شپږ مليارده ډالره ده او په همدې کال کې له دې پلوه يو سلو پنځه اويا زروتنو ته دکارزمينه برابريږي او په ٢٠٢٤ کال کې به دکانونو له پلوه د دولت عوايد  څلورو مليارد ډالرو ته ورسيږي چې په ملي اقتصاد کې دکانونو ونډه به له اتلسو څخه تر شلو ملياردو ډالرو پورې وى چې دهيواد په سلو پنځه څلويښت اقتصاد دجوروى او په افغانستان کې به پنځه سوه زرو تنو ته دکار زمينه برابره شي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار نن دانجليک کمپني له لوى رييس جي  کرشنا ګويل سره  دملي شور ا په مقر کې وکتل.
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه  کې ښاغلي ګويل دخپلو کړنو په باب معلومات وړاندې کړل او ويي ويل   دانجليک کمپني دکابل ،هرات ، ننګرهار اودبغلان په ولايتونو کې دبريښنا دبندونو دډيزاين په برخه کې  فعاليت کوي .
دسنامجلس رييس دافغانستان دبياجوړولو داړتيا په باره کې رڼا واچوله او ويې ويل چې افغانستان  ددريو لسيزو جګړو په تيرولوسره دبنسټونو په تيره بيا داوبو دبندونو بياجوړولو ته اساسي  اوستره اړتيالري  چې په دې برخه کې به  دکورنيو اوبهرنيو پانګې اچوونکو ونډه  دوزګارتيا دکچې په کمښت کې اغيزمنې وي .
مسلميار ددغې کمپني کړه وړو وستايل  اودهغې دخدمتونو په درناوي يې دمشرانو جرګي لوګو ورته ورکړه.
دغه راز دمشرانو جرګي رييس  دبهرنيو چارو وزارت ددفتر درييس عبدالمالک  قريشي کاري رپوټ  واوريد اودمشرانو جرګي دستاين ليک په ورکولو سره يې  دده دبرياليتوب هيله وکړه.
ديوبل خبرله مخې :  دمشرانو جرګي ددارلانشا لوى رييس  محمدکاظم ملوان نن  په کابل کې دفرانسې دسفارت دهمکاريو دبرخې درييس له مرستيال اوليويي هيون وان سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل .
په کتنه کې دمشرانو جرګي ددارلانشا لوى رييس ددواړو هيوادونو ترمنځ دتاريخي اړيکو په باب دخبرو په ترڅ کې دافغانستان له پارلمان سره ددغه  هيواد دمرستو له امله قدر داني وکړه او ددغه هيواد دهمکاريو  ددوام غوښتنه يې وکړه .
وروسته  ښاغلي وان  دپارلماني اړيکو په تيره بيا ددواړو هيوادونو دسنا دمجلسونو ترمنځ اړيکو باندې دټينګار په ترڅ کې  زياته کړه چې متبوع هيواد به يې په بيلابيلو برخو کې  له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
دغه راز  محمد کاظم ملوان نن دافغانستان دپارلمان دپياوړتيا دپروژې  له سوپروايزر سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې  دمشرانو جرګي  ددارلانشا لوى  رييس له ملي شورا سره ددغې  پروژې دهمکاريو ددوام يادونه وکړه  او دواړو لورو دافغانستان دپارلمان دپياوړتيا په اړتيا باندې ټينګاروکړ.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دبغلان ولايت ددوشي _ پلخمري  سړک دبيا جوړولو اوپخولو دکار قرارداد دفوايد عامې  د وزير له خوا دنبي زاده وردګ دساختماني شرکت له متصدي سره لاسليک شو.
ددغې لارې دقير مواد د ٥٢ کېلومترو په واټن له منځه تللي دي اوليږدونکې وسايط  له دوو کلونو  را په دې خوا زياتو ستونزو سره تګ راتګ کوي.
دفوايد عامې د وزير دڅرگندونوله مخې:  ددغه قرارداد له مخې ټاکل شوى ده  دغه شرکت له نن څخه يوه اوونۍ وروسته ددغه سړک دجوړولو او  اوارولو کار پيل کړي  اوله يوې مياشتې وروسته په پخولو يې  لاس پورې کړې  .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:  په بغلان کې ددوشي _ پلخمري سړک د ٥٢ کېلومترو په اوږدوالې  دبيا جوړولو کار دهغه دجوړولو په قرارداد کې دستونزو له امله  ځنډول شوى و.
دفوايد عامې د وزير انجينر نجيب الله اوژن دقرارداد له لاسليک کولو وروسته خبريالانو ته وويل  چې هغه قرارداد له تخنيکې  څيړنې وروسته شوى دى او هغه ستونزې چې ددغه سړک دبيا جوړولو لپاره په پخواني قرارداد کې موجودې وې، له منځه وړل شوى دى.
انجينر اوژن وويل چې دغه سړک دبيا جوړولو اوپخولو کار چې  ٥٢ کېلومتره اوږدوالې  او ٧ متره سور لري، د اوولس اعشاريه اتو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت دشفافې  د اوطلبي له لارې دنبي زاده وردګ شرکت ته وسپارل شو.
دفوايد عامې  وزير وويل چې دغه شرکت مکلف شوى دى  چې ددغه سړک دبياجوړولو اوپخولو کار په ١٥ مياشتو کې بشپړکړي .
دغه راز ددغه شرکت رييس وويل چې ددغه سړک دجوړولو مقدماتي کار له نن ورځې څخه يوه اوونۍ وروسته پيليږي اوپه راتلوونکې  مياشت کې دپخولو کاريې  يوه مياشت  وروسته  له پلخمري ښار څخه پيليږي .
ده وويل:  دهغې ژمنې له مخې چې شوې ده ددغه سړک دبيا جوړولو دکار قرارداد دوه کاله مخکې د اکمل  له ساختماني شرکت سره لاسليک شوى و اودهغو ستونزو له امله چې  رامنځته شوى وى، ځنډول شوى و.