27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت اودتاجکستان  جمهوريت ترمنځ داقتصادي ، تجارتي ، تخنيکي  اوفرهنګي  همکاريو پروتوکول په کابل کې لاسليک شو.

دباختر اطلاعاتي  اژانس دخبرله مخې  دغه پروتوکول په کابل کې  دگډو اقتصادي فرهنګي   اوتخنيکي  همکاريو دکميسيون په څلورمه غونډه کې  داقتصاد دوزير  عبدالهادي ارغنديوال  اودتاجکستان دترانسپورت  اوانتقالاتو دوزير حکېم اوف  له خوا لاسليک شو.

ددغه پروتوکول له مخې دتاجکستان  جمهوريت په اقتصادي تجارتي ، فرهنګي  اوتخنيکي   او نورو برخو کې  له افغانستان سره همکاري کوي.

په پاى  ته رسيدونکې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهمنل غلام نبي فراهي ، دترانسپورت اوهوايي چلندوزارت معين ډاکتر محمدالله بتاش  او داړ وندو ادارو مسوولينو گډون کړي و.

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دحج او اوقافو وزارت نن  دکمپيوټر د زده کړي اوله الکترونيک کتابتون څخه  داستفادي په يو روزنيز ورکشاپ کې  چې عالمانو، دجوماتونو ملاامامانو او خطيبانو ته  جوړشوي و درې سوه کمپيوټرونه  عالمانو اوپوهانو ته ورکړل.

دباختر داطلاعاتي ا ژانس ته دحج او اوقافو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې   ددغه ورکشاپ دجوړولو هدف دحج او اوقافو وزارت منسوبينو ته  دعلمي اومسلکې څيړنوپه برخه کې دکمپيوټري پروګرامونو زده کړه او له هغو څخه اغيزمنه استفاده ده .

خبرځاى زياته کړه   په الکترونيک کتابتون کې  دتفسيرشريف ، احاديثو ، فقي  ، دفقې داصولو ، علوم القران او دتاريخ څه دپاسه اته زره ټوکه کتابونه  ځاى کړي شوي دي .

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دافغانستان دصنايعو دسرتاسري اتحاديې رييس اوغړو نن له غرمې وروسته دجمهوررييس له مرستيال او دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې له  رييس محمدکريم خليلي سره وکتل او دهيواد داوسنيو صنايعو په برخه کې ځيني برياليتوبونه او هم ستونزي يې له ده سره طرحه کړي.

دباختر اطلاعاتي اژانس دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې  ددغې اتحاديې رييس اومرستيال ددغې موضوع په بيانولو سره  چې په تيرو کلونو کې دصنعت په برخه کې يې ښه برياليتوبونه لرل ټينګار يې وکړ چې همدا اوس په پنځلسو صنعتي سکتورونو کې  افغانستان په خپلو پښو دريدلي دي  دوى دغه راز زياته کړه  چې په کابل ښارکې څه دپاسه دوه سوه فابريکې فعالي دي او دصنايعو ځينو برخو کې  دلومړي ځل لپاره  دسيمي هيواد ونو ته  خپل صادرات پيل کړي دي .

دافغانستان دصنعتکارانو داتحاديې رييس اوغړو دغه راز دځمکې  اودمالي اسانتياو نشتوالې  او پيچلې مالياتي قوانين دافغانستان دصنايعو په وړاندې  ډيري مهمي ستونزي  وبللي  او دخپلو ستونزو دلري کولو لپاره يې ددولت دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

 دصنعتکارانو داتحاديې رييس اوغړو په نږدي راتلوونکې  کې دافغانستان دصنعت دحالت دڅيړنې  په مقصد ديوملي کنفرانس دجوړولو خبر ورکړ.

په دې کتنه کې دجمهوررييس مرستيال او داقتصادي کميټي رييس  محمدکريم خليلي  دافغانستان دصنايعو دبرياليتوبونو او ارزښتونو له امله دخوښي  دڅرگندولو په ترڅ کې دکار پيداکولو او دژوندانه په بيلابيلو برخو کې دهيوادونو داړتياو په لري کولو کې ددغه سکتور رول مهم وباله.

د جمهورريس مرستيال دغه راز دهيواد صنعتکارانو اوفابريکو  دخاوندانو دستونزو دلري کولو په باب دوى ته ډاډ  ورکړ  او زياته يې کړه  چې ددوى پرستونزوبه داقتصادي کميټې په يوه نوبتي غونډه کې خبري وشي اووڅيړل شي .

ديادونې وړ ده چې دافغانستان دصنايعو په سرتاسري اتحاديه کې دکابل ، هرات ، مزارشريف  ، کندهار اودجلال اباد دصنعتکاران او دفابريکو خاوندان شامل دي  چې څه دپاسه دوه زره فابريکې ددغې اتحاديې غړي دي.

په ورځ کې له  سلو ټنو څخه تر يوسلو پنځوسو ټنو پوري اوبلن ګاز

دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت له خوا  په کابل ښارکې ددولتي او نيمه دولتي   پلورنځيو له لاري ويشل کيږي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې : دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ويندوى وحيدالله غازي خيل نن  په کابل کې په يوه خبري  غونډه کې  داوبلن ګاز دبيې دلوړوالې دعواملو اوانګيزي په باب خبري وکړي او ويې ويل يو عامل  افغانستان ته دقزاقستان دګازو دصادراتو بندول و .

دده دڅرگندونوله مخې  په هيواد کې دستراتيژيکي زيرمو نه شتون  او له صادرونکي هيواد سره دخصوصي سکتور دسوداګرو لنډمهال قراردادونه هم  په دې ستونزه کې  ښکيل دي  .

غازي خيل زياته کړه چې د جمهوررييس له لارښوونې سره سم  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  لس زره ټنه اوبلن  ګاز پيرودلي دي  او تراوسه پوري  څه دپاسه دوه زره اووه سوه ټنه يې کابل ته رارسيدلي دي  چې  په کابل ښارکې ددرې ديرشو دولتي پلورنځيو او داتيا نيمه دولتي پلورنځيو له لاري ويشل کيږي .

ده وويل  په دولتي  پلورنځيو کې ديو کيلو اوبلن ګاز بيه  ٥٥ افغاني اوپه نيمه دولتي پلورنځيو کې ٥٩ افغاني ده او که چيري دپلورنځيو  خاوندان دټاکلي بيې پرخلاف عمل وکړي جريمه کيږي .

دسوداګرۍ او صنايعو وزارت ويندوى زياته کړه   چې سرله سبا دسو داګرۍ اوصنايعو وزارت  ، لوى څارنوالۍ ، دملي امنيت دلوى رياست او دامنيتي ارګانونو داستازو په ګډون هيئت په کابل ښارکې دګازو دپلورنې بهير کنټرولوي او دهر پلورنځي خاوند چې دټاکلي بيې پرخلاف عمل وکړي  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  پلورنځي يې تړي .