22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې چاودنې دوه سيمه ييز پوليسان ټپيان کړل

ګرديز\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه څو شېبې وړاندې د پکتيا د مرکز...

د فوټبال  د نړيوال جام مقدماتي پړاو پچه اچونه وشوه

د فوټبال د نړيوال جام مقدماتي پړاو پچه اچونه وشوه

کابل / باختر/ دچنګاښ٣٠مه د هېواد د فوټبال ملي ټيم د...

په هلمند کې ١٤وسله وال طالبان ووژل شول

په هلمند کې ١٤وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / باختر/ دچنګاښ٣٠مه په هلمند کې ١٤ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اقتصادی

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
مرکزي بانک ٣۰ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه د چهار شنبې په ورځ، ۳۰ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په مقصد د تضمین په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نه شي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له درېيو زياتې پيسې وغواړي.
پاى \سعيده


 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د خرما د بڼونو جوړولو ملي طرحه چې د کرنې وزارت برابره کړې پرون په اقتصادي عالي شورا کې تاييد شوه.
باختراژانس د کرنې وزارت د خپرپاڼې له خولې خبر ورکوي، چې د کرنې وزارت او د جمهور رييس محمد اشرف غني په لارښوونه د يادې طرحې  له مخې ټاکل شوې ده، چې د خرما  ٢٧٠٠ هکتاره بڼ جوړ کړي او دغه راز په پام کې ده  د دغې طرحې  له مخې د انساجو د کرکيلې  لپاره  د اصلاح شويو او تصديق شويو  نيالګيو د توليدولو او زياتېدو په مقصد او د ډول ډول  باکيفته خرما درې لابراتوارونه جوړ شي.
د کرنې وزارت د وياند اکبر رستمي د څرګندونوله مخې، د خرما د تحقيقاتي او کلکسيون دفارم جوړول په فراه ، هلمند او په ننګرهار کې او د ستندردونو  تطبيقول، د کيفيت کنترول او د تصديق پاڼو بازار موندنه او د دغې طرحې د نورو برخو ترويجي  خدمتونو د طرحې د تطبيقولو لګښت  ١١، ١٥ مليونه امريکايي ډالره دى .
ختم _  شکريه _اکرم

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
دکابل د ختيځ او د ده سبز ولسوالۍ  په ترانسپورتي بندرونو کې د افغان ملي بانک دوې نمايندګۍ جوړې شوې .
يادې دوې نمايندګۍ د ترانسپورتي عوايدو د راټولولو په موخه د ځمکني ترانسپورت  د لوى رياست په نوښت له افغان ملي بانک سره په همغږۍ  کې پرون ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
باخترژانس د ترانسپورت وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ، چې د ځمکني ترانسپورت لوى رييس ويس سلطاني  په شفاف ډول د ترانسپورتي  عوايدو  د راټولولو او د ځواب ورکوونکو سيستمونو د جوړولو په برخه کې  د هېواد په بندرونو کې د افغان ملي بانک د نمايندګيو  پرانستل او دکار پيل له مهمو اقداماتو څخه وبلل او د مرکز او ولايتونو په بندرونو کې يې د افغان ملي بانک د نمايندګيو له لارې د ترانسپورتي عوايدو د راټولولو د بهير د عملي کولو په لاره کې د خپلو هراړخيزو همکاريو خبر ورکړ .
هغه وويل: چې دغه پروګرام د ځمکني ترانسپورت د لوى رياست له مرکز څخه پيلېږي او د دغو نمايندګيو له پرانستلو وروسته هڅې کېږي،  چې د ترانسپورتي  عوايدو د راټولولولپاره د هېواد په ټولو ترانسپورتي بندرونوکې د بانکونو نمايندګۍ فعالې شي .
د افغان ملي بانک لوى رييس عبدالعزيز بابکرخېل  له نوې بانکوالۍ څخه په ګټې اخستنې سره په شفاف  ډول د ترانسپورتي عوايدو د بانکي کولو او راټولولو په وړاندې د ترانسپورت وزارت د مشرتابه هڅې ارزښتناکې وبللې . ختم_ عطاالله _ اکرم

 

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې  ۲۱ تدارکاتي موضوګانې وارزول شوې چې په پاېله کې له ۱،۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټولې منظورې شوې.
دغه راز د ملي تدارکاتو ادارې د ملي انکشاف عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند د دارالامان او تاج بېګ ماڼیو د اساسي ترمیماتو د پروژو د قراردادونو د مودې غځول، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ برېښنایي مېټرونو د تدارک او نصبولو او ترانسپورټ وزارت له لوري د ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړول، منظور کړل.
د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د مخکېنیو فیصلو او راپورونو پر تحقق بحث وشو چې په پایله کې منظور شول.
جمهور ريیس غني د قراردادي شرکتونو د پانګونې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو فیصلو د تحقق پر راپور د بحث پر مهال اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، که قراردادي شرکتونه د پروژو په عملي کولو کې پانګونه ونه کړي، د بل ځل لپاره دې هیڅ تړون ورسره نه کېږي.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو او مسوولینو سربېره، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، سیګار  او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم ګډون درلود.پاى\جهان يار

Page 2 of 936