25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس غني د هلمند او نیمروز ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ دلړم ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد...

 يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

يوديرش طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۷- کابل / د لړم ۳مه / باختر يو دېرش...

 پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

پر کابل د توغنديو د بريد مخه ونيول شوه

۳۶- کابل / د لړم ۳مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سرپل بزګران د خپلو حاصلاتو لپاره د بازار د نشتوالي له امله شکايت کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / دتلي٢٤مه /باختر
د سرپل بزګران  وايي  چې په روان کال کې د دوى د پيازو حاصلات  په بې سارې ډول  زيات شوي دي خو د پلورنې لپاره يې  بازار نشته .
  د باختراژانس د سيمه ئيز خبريال د خبرله مخې؛ دغه بزګران د خپلو پيازو  د پلورنې لپاره د مناسب بازار د نشتوالي په خاطر شکايت کوي او وايي  چې اوس  خپل پياز په نيمه بيه په بازارونوکې  پلوري.
ويل کېږي  چې هغوى سږ کال څه د پاسه  اووه سوه زره ټنه پياز راټول کړي دي.
د سرپل يو بزګر واسيع  وايي  چې د کرنې اوبو لګولو او د سوداګرى وزارتونه بايد  د دوى دغه ستونزه  وڅېړي.
له دې پرته د دوى پياز  خوسا کېږي او دوى ته به زيات زيان رامنځته شي.
په همدې حال کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت  په دغه ولايت کې د سړوخونو  په جوړولو تينګارکوي او وايي  چې دوى په سرپل کې د سړو خونو د جوړولو کار ترلاس لاندې نيولى دى او ټاکل شوې ده  دغه سړې خونې ډېرژر د بزګرانو د استفادې وړ وګرځي.
دغه راز  دغه بزګران وايي  چې  په هېواد کې  د پيازو د حاصلاتو له زياتوالي سره سره  همدا اوس له  ګاونډيو هېوادونو څخه پياز واردېږي.   ختم_ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.