23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

پلخمري/ د وږي٣١ مه/ باختر په بغلان کې د وروستيوجګړو له...

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د پروان په مرکز ملتان سيمه...

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د انتخاباتوخپلواک کمېسيون او د انتخاباتي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دميوو او شيدو دساتني مرکزونه جوړ شول

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

٣٢ - کابل باختردليندي دمياشتې ٣٠ :

دميدان وردگو ولايت په مرکز ميدان  ښارکې دشيدو دراټولولو او دميوو دساتنې مرکز جوړشو.

دشيدو دراټولولو اودميوو دساتنې دغه دوه مرکزونه دميدان وردگو ولايت په مرکز ميدان ښارکې دکرنې او اوبولگولو  وزير په کابل کې دترکيې دسفيراو ددغه ولايت دوالي له خوا پرانستل شول .

 دميدان وردگو د والي ويندوى  شاهد الله شاهد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دکرنې او اوبولګولو وزيرمحمد اصف رحيمي  پرون ديو هيئت په مشرۍ دغه ولايت ته سفرکړي و او دغه مرکزونه يې پرانستل .

دشاهد دڅرگندونوله مخې  دشيدو دراټولولو مرکز دپنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت اودميوو دساتنې مرکز دسلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړشوي دي چې ددواړو پروژو لګښت دترکيې له خوا ورکړشوي دي .

ويل کيږي دميوو دساتنې  په مرکز کې پنځه سوه ټنه ميوه ساتل کيږي

دکرنې او اوبولګولو دوزير دڅرگندونوله مخې پخوا په دغه ولايت کې ديو خروار مڼو بيه اته زره افغاني وه خو تيرکال دميوو دساتنې په مرکزونو کې دمڼو دساتلو له امله ديو خروار بيه اتلسو زرو افغانيو ته لوړه شوه  او دى کار له اقتصادي پلوه بزګران پياوړي کړل .


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.