26 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دښځو دهمغږۍ ټولنې په فعاليت پيل وکړ .

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : دباهمي په نامه دښځو ټولنې نن...

په فراه کې درې سوه بې وزلو کورنيو داړتيا وړ خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : په فراه کې پرون په درې...

په جوزجان کې په يوسلو اتو بې ځايه شويو کورنيو مرستې وويشل شوې .

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : په جوزجان کې په يوسلو اتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلاوري: په بانکونوکې د خلکو پيسې خوندي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
دمرکزي بانک رييس نورالله دلاوري نن اعلام وکړ چې په بانکونوکې دخلکو پيسې  خوندي دي .
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې:ده چې د يوې لسيزې په بهيرکې په افغانستان کې د بانکوالۍ د سيسټم اوپه هيوادکې دهغه دلرليد ترعنوان لاندې ګردې ميز کې خبرې کولې؛ زياته کړه: دمرکزي بانک اساسي دنده دپيسو خپرول او په بازار کې دهغه کنترول دى.
دده دڅرگندونوله مخې: په دولتي اوخصوصي بانکونو پورې ټولې اړوندې مسئلې په پرله پسې توګه د څارنې د هيئت له خوا چې ددغه بانک له خوا ټاکل شوى دى؛ کنتروليږي .
ده ډاډ ورکړ چې په خصوصي بانکونو کې دخلکو پيسې خوندي دي اودخلکو پيسو ته کوم خطر متوجه نه دى .
دافغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو دعاملې هيئت رييس محمدقربان حقجو وويل: دخصوصي  بانکوالۍ په برخه کې ستربرياليتوبونه لري.
دغه بانکوالي څلور اعشاريه پنځه مليارده ډالره پانګه لري او همدا اوس په هيواد کي څوارلس خصوصي تجارتي بانکونه فعال دي .
په پاى کې د بانکوالۍ او د افغانستان په اقتصاد دهغو د اغيزو په باب د نظر له  خاوندانو سره دکارپوهان خبرې پيل شوې
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.