په سمنګانو کې په روان کال کې دپستې حاصلات بي ساري دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ د سرطان ١١
دسمنګانو د پستې د طبيعي ځنګلونو په سلو کې له شپيتو څخه تراتيا پورې ونوحاصل اخيستي دي اود محصولاتو ساتنه يې دځنګلونو دساتنې دوګړنيو شوراګانو غړو ته سپارل شوې ده .
په هغې غونډه کې چې نن د سمنګانو د والي خيرالله انوش په مشري اودکرنې د ادارې دمسولينو ،ولسوالانو اودپستې دځنګلونو دساتنې دوګړنيو شوراګانودغړو په ګډون جوړه شوې وه دکرنې درياست دځنګلونو مديرسيد رفيع الله روشن زاده وويل، دهغو څيړنو له مخې چې دوى ددغه ولايت د مرکز اوولسواليو د پستې دځنګلونو دبيلا بيلو ساحو په اړوند کړي دي دپستې په سلو کې له شپيتو څخه تر اويا پورې ونو حاصل اخيستي دي اودغه حاصلات له ١٣٨٦ کال را په ديخوا بې ساري دى.
ده وويل، دهغې احصائي له مخې چې له دوى سره شته دسمنګانو ولايت دمرکز اودحضرت سلطان ،فيروزنخچير ،خرم سارباغ اودبردره صوف د ولسواليو په کچه په دغه ولايت کې دوه څلويښت زره هکتاره دپستې طبيعي ځنګلونه شته چې د کرنې او اوبولګولو وزارت له پاليسۍ سره سم سا تنه يې دولايتي شورا په غا ړه ده .
ده وويل: دوى ددغه ولايت په کچه دپستې دځنګلونو دسا تنې پنځه ويشت شوراګانې جوړې کړي دي چې دهرې شورا غړي لس تنه دي دوى دنده لري چې هغه په دايمي تو ګه وساتي.
ويل کيږي چې دسمنګانو دپستې مغز دطبيعي والي په لحاظ ښه خوند لري اوپه همدې دليل يې نړيوال شهرت پيدا کړى دى.
دده دڅرګندونو له مخې، دسمنګانو سوداګر همدا اوس دپستې يو کيلو ګرام مغز له اووه سوه افغا نيو څخه تر اته سوه افغانيو پورې په بازار کې پلوري هغه سودا ګر چې دپستې مغز دسمنګانو له بازار څخه پيري او کابل ته يې ليږدوي وروسته د کورنيو اوبهرنيوسوداګرو له خوا پيرودل کيږي او بيا دهند،پاکستان اوداروپايي هيوادونو بازارونو ته صادريږي .
له بلي خوا هم په دې غونډه کې دسمنګانو والي دپستې دمحصولاتو دارزښت اوهم دبزګرانودکورنيوداقتصادي حالت دلوړولو په باب دپستې د محصولاتوداقتصادي ارزښت اواغيزو په باب خبرې وکړې او وي ويل که چيرې دپستې محصولات په سمه توګه وساتل شي او له پخيدو وروسته راټول کړاي شي له يوې خوا حاصلات يې لوړيږي او له بلې خوا دپستې مغزپه بازارکې په لوړه بيه پلورل کيږي .
دسمنګانو والي په غونډه کې ټينګاروکړ دسمنګانو ولايت دمشرتابه هيئت اودولتي مسولين دنده لري سرغړوونکي اوهغه کسان چې دپستې ځنګلونو ته داخليږي او محصولات يې په اومه ډول راټولوي  هغوى ونيسي او له قانون سره سم يې مجازات کړي.
وروسته په غونډه کې د وګړنيو شورا ګانو يوشمير مسو لينو او ولسوالانو دپستې د محصولاتو دساتنې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې او پريکړه يې وکړه چې د وګړنيو شوراګانو غړي دى د امنيتي مسولينو په همکارۍ له روانې مياشتې  يعنې سرطان څخه دپستې د ونو سا تنه پيل کړي اود زمري د مياشتې ترپنځلسمې نيټې پورې دې دوام ورکړي.
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دپستې شول دې دزمري د مياشتې په پنځلسمه نيټه دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو له لارې اعلام شي .

back to top