18 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

ایران ته د سفر د بیمې مرکز په ننګرهار کې پرانيستل شو

- کابل / د وږي ٢٨مه / باختر په ننګرهار کې...

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د وسله والو طالبانو...

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

ننګرهار د خرما د حاصلاتو د راټولولو په درشل کې

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر د ترلاسه شويو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان دکورني توليداتو نندارتون په جلال آباد کې جوړ شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل – باختر دکب دمياشتې ١
دافغانستان د کورني توليداتو نندارتون  په جلال آباد ښارکې پرانستل شو  .
په دې نندارتون کې دافغانستان دختيځو ولايتونو د شرکتونو توليدات نندارې
ته وړاندې شوي دي.
ددغه نندارتون  د جوړولو هدف له کورني  توليداتو سره دهيواد  د خلکو بلدتيا
او هغو ته  د بازار موندل  بلل شوي دي.
په دغه نندارتون کې دبايسکل، کاني اوبو، لاسي صنايعو او دخوراکي توکو په ګډون د کورنيو توليداتو په لسګونه ډولونه   نندارې وړاندې شوي دي .
د دغه نندارتون يو تن جوړونکي سباوون باختر آژانس ته وويل  : دوى غواړي له دې لارې خلک د کورنيو توليداتو استفادې  ته وهڅوي.
په همدې حال کې داقتصاد  کارپوهان دخلکو د بلدتيا په خاطر دکورنيو توليداتو دنندارتونو جوړول  ارزښتناک بولي او وايي له کورنيو توليداتوڅخه د خلکو ملاتړ په افغانستان کې اقتصادي  ودې ته  زمينه برابروي .
دننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال ددغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې له خلکو څخه وغوښتل چې داقتصادي ودې او د توليداتو د ودې په خاطر دې له کورنيو توليداتو څخه استفاده  وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.