02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپلخمري دافغان نساجي کارګرانو له غاصبانو څخه دخپلو کورونو دترلاسه کولو غوښتنه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
دبغلان ولايت دودانۍ په وړاندې  دپلخمري دافغان نساجي دکارګرانو تحصن نن اوومې ورځې ته ورسيد .
تحصن کوونکو کارګرانو چې کمزوري سپين ږيري  پکې شامل و دپلخمري دافغان نساجي ددستګاه داستوګنې دکورونو دغصبولو په وړاندې چې دجمهور رييس  حامدکرزي دفرمان له مخې په هغوى  ويشل شوي و او اوس دغاصبانو لاس ته ورغلى دى دتحصن خيمې وهلي او دغاصبانو له منګولو څخه داستوګنې دخپلوکورونو  دترلاسه کولو غوښتنه کوي
يو تن کارګر عبدالخالق وايي دده کور چې دنساجي رياست او موظف کميسيون له خوا ده ته ورکړ شوى و اوس ديو زبرځواک په لاس کې دى .
ده زياته کړه که چيرې زموږ دغه ستونزه حل نه شي په جدي اقداماتو به لاس پورې کړو .
دپلخمري دافغاني نساجي دکارګرانو استازي ډاکتر محمد سليم رحيم زي وايي له بده مرغه  ددغو ستونزو اساسي عامل له غاصبانو څخه دځينو متنفذو کسانو او همدارنګه دولايت دمقام ملاتړ دى .
ويل کيږي چې دافغان نساجي داستوګنې اوولس  کورونه  اوس دغاصبانو  په لاس کي دي او دلازمو هلوځلو سربيره کميسيون ددغو کورونو په تشولو  نه دى بريالى شوى
دبغلان ولايت مرستيال او دپلخمري دافغان نساجي دکارګرانو داستوګنې دکورونو دويش دکميسيون رييس محمد قديم وايي کميسيون په دې بريالى شو دقانون په رڼا کې او شفافيت سره دطرز العمل له مخې دغه کورونه دهغو په مستحقوکسانو وويشي خو داچې دولت ددې توان نه لري چې کورونه خالي کړي او خپلو خاوندانو ته يې وسپاري  دادکميسيون ګناه نه دى بلکې بايد دقانون دتنفيذ له ارګانونو څخه  يې ځواب وغوښتل شي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.