22 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په زابل کې درې تنه وسله وال ونيول شول

په زابل کې درې تنه وسله وال ونيول شول

ـقلات باخترد زمري د میاشتې ۳۱مه د زابل ولایت په شهر...

په ننګرهارکې  په څه د پاسه ۲۰۰ جګړه ځپلو کورنيو مرستې وویشل شوې

په ننګرهارکې په څه د پاسه ۲۰۰ جګړه ځپلو کورنيو مرستې وویشل شوې

ـجلال اباد باختر د زمري د میاشتې ۳۱ مه په ننګرهار...

په لغمان کې د انجینری پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په لغمان کې د انجینری پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ـمهترلام باخترد زمري د میاشتې ۳۱ مه د دوه څلویښت میلیونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ماليې وزارت د پرمختيايي بودجې د لګولو په لاره کې آسانتياوې برابرې کړې دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن د کرنې او اوبولګولوله وزير اسدالله ضمير، د عامې روغتيا له وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز او د فوايد عامې له وزير محمود بليغ او د انرژۍ او اوبو، د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو او د اقتصاد د وزارتونو له معينانو، د بريښنا شرکت له رئيس او د کابل ښاروالۍ  له سرپرست سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د پرمختيايي بودجې د لګولو، د خلکو د اړتياوو او لومړيتوبونو له مخې د پرمختيايي پروژو تطبيق او يو شمېرنورو مسئلو په باب خبرې اترې وشوې.
د دغو  وزارتونو او ادارو  مقاماتو د بودجې د لګولو د پرمختيايي پروژو تطبيق  او د خپلو راتلوونکو پروګرامونو په باب غونډې ته هراړخيز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې اړونده وزارتونه  اوادارې دې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي چې افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو د دريدو په لور روان شي .
د يادونې ده چې د اغيزمنتوب او ګټورتوب له پلوه د پرمختيايي بودجې لګول  له خلکواو له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان د دولت له مهمو ژمنو څخه دي او د ماليي وزارت د بودجې د لګولو لپاره زياتې اسانتياوې بودجوي واحدونو ته برابرې کړې دي او د بودجې د لګولو په برخه کې د ستونزو په صورت کې  دغه وزارت له هغوى سره په تخنيکي برخوکې لازمې همکاري کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.