26 April 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سعودي عربستان له خوا په شاهين قول اردو د تروريستي بريد غندنه

د سعودي عربستان له خوا په شاهين قول اردو د تروريستي بريد غندنه

د سعودي عربستان د شاهي هېواد دولت په بلخ ولايت...

مدني ټولنې په ٢٠٩ شاهين قول اردو بريد وغانده

د بلخ د مدني ټولنې فعالانو په ٢٠٩ شاهين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دماليې وزير د٣+٣+٥مهمو تمويلوونکو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون ماښام  د ٣+٣+٥ تمويلووونکو هېوادونو  له سفيرانو سره  دجمهوري رياست په ارګ کې وکتل .
دماليې وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې  چې دافغانستان  له اسلامي ګوند سره دسولې دموافقه ليک  دپرمختګ ، دهېواد اقتصادي ودې ته  دبودجې  دلګولو اجرا او څرنګوالي دبروکسل  له کنفرانس وروسته  دحکومت  دبرياليتوبونو او پرمختګونو ، دپرمختيايي پروژو دتطبيق ، دمتقابل حساب ورکولو په چوکاټ کې  دافغانستان دژمنو، د ښځو  د ځواکمن کولو،  دڅارنې  او انسجام  ګډ بورد او دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډو ته  دحکومت دتياريو چې په ٢٠١٨کال کې  د بروکسل  له کنفرانس وروسته جوړيږي  خبرې اترې وشوې .
  ديادونې وړ ده  چې ٣+٣+٥له افغانستان سره  يوه مرسته کوونکي ډله  ده  چې پنځه هېوادونه يې  امريکا ، انګلستان ، جاپان ، المان او داروپا اتحاديه  او درې نورې  کاناډا ،  استراليا او دنمارک  دي . او درې نورې  يوناما ، نړيوال بانک او اسيايي پرمختيايي بانګ  دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.