22 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په زابل کې درې تنه وسله وال ونيول شول

په زابل کې درې تنه وسله وال ونيول شول

ـقلات باخترد زمري د میاشتې ۳۱مه د زابل ولایت په شهر...

په ننګرهارکې  په څه د پاسه ۲۰۰ جګړه ځپلو کورنيو مرستې وویشل شوې

په ننګرهارکې په څه د پاسه ۲۰۰ جګړه ځپلو کورنيو مرستې وویشل شوې

ـجلال اباد باختر د زمري د میاشتې ۳۱ مه په ننګرهار...

په لغمان کې د انجینری پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په لغمان کې د انجینری پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ـمهترلام باخترد زمري د میاشتې ۳۱ مه د دوه څلویښت میلیونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبهرنيو الوتکو دالوتنو دڅرنګوالي مقرره تائيد شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٩ :
دقوانينو کميټې دافغانستان  په هوايي قلمرو  کې دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اودپوځي هليکوپترونو دالوتنې مقرره تائيد کړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دقوانينو  کميټې پرون د  جمهوررئيس
دمرستيال او ددغې کميټې  درئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ غونډه وکړه او دافغانستان په هوايي قلمرو کې دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اودپوځي هليکوپترونو دالوتنې دمقررې طرحه دغونډې دغړو له  خوا وڅيړل شوه.
قانونپوه سرور دانش ددغې مقررې دطرحې داړتيا په بيانولو سره ټينګار وکړ چې  دغه مقرره دې  دمسئلې د اهميت له مخې بايد په قانون بدله شي .
دغه مقرره دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اوپوځي هليکوپترونو دالوتنې دتنظيم او دامنيت دتامينولو په مقصد له مخکينۍ اجارې پرته دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اوپوځي  هليکوپترونو دالوتنې  دمخنيوي په موخه  په دوه ويشتو مادو کې برابره او تنظيم شوې  ده.
دغه طرحه دقوانينو دکميټې دغونډې دغړو له خوا په مفصل ډول  وڅيړل شوه اودغونډې دغړو دنظريو اوپيشنهادونو له وړاندې کيدو وروسته  په پاى کې دغه طرحه په اصولو کې تائيد شوه  او پريکړه وشوه  چې داړوندو ارګانونو دواکمنو استازو په ګډون يوه تخنيکي  کميټه دې اصلاحي نظريې دطرحې په متن کې تنظيم  کړي چې دملي امنيت دشورا  له څيړنې وروسته  دوروستي تائيد لپاره بايد دافغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې ته وړاندې شي.
په دې غونډه کې دغه رازدجيلونو اوتوقيف خونو  دقانون په ديارلسمه او اته ديرشمه ماده کې دزياتوالي  طرحه هم وڅيړل شوه  چې  پيشنهادي طرحه  دقوانينو دکميټې دغړو له خوا تائيد شوه. 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.