23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې په زرو بېوزلو کورنيو د اهلي حيواناتو د وېش پروژه پيل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-قندهار باخترد زمري د میاشتې ۲۱ مه
د ودان موسسې په همکارۍ د قندهار ولايت د مرکز په ګډون،بولدک او ډنډ ولسواليو زرو بېوزلو کورنيو ته د اهلی حيواناتو د ورکړې پروژه پيل شوه.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منيب دغه ډول پروژې د حکومتولۍ په برخه کي ګټوري وبللې.
هغه زياته کړه چې د مېرمنو لاسي صنعت ته دې پراختيا ورکړى شي او د اهلي حيواناتو محصولاتو ته دي بازارموندنه وشي.
د قندهار د ولايت دکرنې اواوبولګولو رېيس سيد حفيظ الله سيدي باختر اژانس ته وويل چې دغه پروژه به د قندهار په درېيو ولسواليو کې دوام وکړي او وړو  بېوزلو کورنيو ته به د غواوو تر څنګ بېلابېل اهلي حيوانات ورکړ شي.
د ودان موسسې مسئول ډاکټر زهير وويل دغه پروژه د ۲ کالو لپاره په قندهار ښار، ډنډ او بولدک ولسواليو کي پيل شوې.
زهير وویل چې په تېرو شاوخوا ۸ مياشتو کې يې د بېوزلو کورنيو سروې کړې او تر سروې وروسته يې ۱۰۰۰ وړ کورنۍ ټاکلي چې اوس يې د اهلي حيواناتو د وېش لړۍ پيل شوه.
هغه زياته کړه چي د يوې کورنۍ پر سر به ځينو ته يوه غوا او ځينو نورو ته بيا وزې ورکړى شي چې تر يو کال به يې مراقبت هم د دوی پر غاړه وي.
زهير وايي تر اوسه يې په ۱۵۰ کورنيو ته حيوانات ویشلي چې تر يوه کاله به هره مياشت دغو کورنيو ته د حيواناتو د خوراک لپاره زر-زر افغانۍ هم ورکول کيږي.پای/رووفي

 

Last modified on Saturday, 12 August 2017 10:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.