17 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي تياتر هنرمندانو د کلمه قرن په نامه نمايشنامه اجرا کړه .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه : دزمري دمياشتې...

 په خوست کې ديوې ليسې مدير شهيد کړى شو .

په خوست کې ديوې ليسې مدير شهيد کړى شو .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه : دخوست ولايت دغلنګ ليسې...

دپکتيکا ولايت عامه کتابتون او موزيم ته  نوې ودانۍ جوړيږي .

دپکتيکا ولايت عامه کتابتون او موزيم ته نوې ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات ولايتي شورا دهراتيانو د بريښنا د ستونزې په حل کولوباندې ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :؛
دهرات د ولايتي شورا  رئيس او غړو د دغه ولايت د خلکو د غوښتنو د تحقق په لاره کې د بريښنا شرکت د چارواکو د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
کامران عليزايي چې د ډاکتر نوراحمدحيدري، محمدفاضل عفيف، سيد عبدالعظيم کبرزاني، حبيب الرحمن پدرام، سکينې حسيني او د عبدالرسول  جمشيدي په ملګرتيا د هېواد مرکز ته سفر کړى و، د بريښنا شرکت له لوى رئيس  سره په کتنه کې د هراتيانو ستونزې طرحه کړې.
د بريښنا شرکت رئيس  ژمنه کړې  ده چې د ترکمنستان جمهوريت له لارې په هرات کې د بريښنا د صرفيې بيې په سيستماتيک ډول تنظيم او د هراتيانو د استفادې وړ وګرځوي.
د يوبل خبرله مخې:
د هرات د ولايتي شورا رئيس او غړو د وګړو د احوالو د ثبت او د برقي تذکرو د ويش له لوى رئيس همايون محتاج سره په کتنه کې د دغو تذکرو د ويش   د څرنګوالي په باب خبرې وکړې .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د هرات د ولايتي شورا رئيس او غړو د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له نوي لوى رئيس عبدالمطلب بيک سره په کتنه  کې د هرات ولايت د معاونيت د تش بست او د هرات ښاروال د ټاکنې په باب خبرې وکړې او د هرات ولايت په دغو کليدي پستونوکې د زړه سواندو او په کارپوهوکسانو د ټاکنې په کارکې د دغې ادارې د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه .
دغه راز د هرات د ولايتي شورارئيس او غړو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون له رئيس نادري نادري سره د آزادې سيالۍ له لارې د هرات ولايت په کليدي پوستونوکې د غوره اشخاصو د ټاکنې په باب خبرې وکړې او له ده څخه يې وغوښتل چې ددغه ولايت په تشو بستونوکې د غوره او په کارپوه کسانو په ټاکنه کې پاملرنه وکړي.
د هرات د ولايتي شورا غړو وړانديز وکړ چې د ملکي خدمتونو په پستونوکې د آزموينو د اخيستلو لپاره بايد د پوښتنو بانک جوړ شي چې غوره کسان په دغو پستونوکې وټاکل شي او هم په پستونوکې داستخدام په لاره کې د ښځو رول او په کليدي پستونوکې د هغو شتون ته پاملرنه وشي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.